پټه خزانه حق ده

         
ډاکټر هدایت اللّٰه نعیم   
پټه خزانه حق ده


 تر دې وخته پوري چي په پټه خزانه څومره لیکل شوي دي، هغو کښي دوه رنگه ډیر جوت دي. یو هغه دی چي په مخالفت کښي یې شوي دئ. او دویم هغه چي د دغه مخالفت په رد کښي لیکلی شوي دي او په پټه خزانه د شوؤ اعتراضونو جوابونه ورته ویلی شو. سره د دې چي تر اوسه پوري د ادب په علم کښي یا د تنقید په مد کښي داسي یوه کلیه نه ده وضع کړای شوې، د کومي تر مخه چي یو کتاب یا مقاله مونږ جعلي یا دروغ ثابت کړی شو. ولي بیا هم مخالفت کښي لیکلی شوي ټولي لیکني په دې ختمیږی چی پټه خزانه گني اصلي نه ده بلکي جعلي ده.

 لویه تیروتنه خو دا ده چي د دغه تنقید یا تجزیې د نتیجې تنه بوده څه داسي ده چي د بحث لاندي نیولې لیکنه باندي د جعلي حکم لگولي شوی دئ. حال دا چي تنقید په یوه داسي لیکنه کیږي کومه چي وجود لری او د اصلي یا جعلي حکم لگولو دپاره د لیکني د تجزیې نه بلکي د قطعي شواهدو ضرورت وي. کومي خامۍ او غلطۍ چي په پټه خزانه کښي په گوته کړی شوي دي د هغو خو جوابونه وشول. او خصوصاً د آصف صمیم او ښاغلی همیش خلیل صیب له خوا چي کوم رد شوي دي، هغه په هر شان له یو ښه او مدلل جواب تشکیلوي. نو ایا د دغه جوابونو په برکت به د پټي خزانې مواد محکمیږي که پټه خزانه به پرې اصلي ثابتیږي؟ ښکاره خبره ده چي د پټی خزانې مواد به پرې صحیح ثابتیږي، ځکه نو په پټه خزانه چي د تنقید په تیر کښي تر اوسه څومره اعتراضونه شوي دي نو دغه ټولو نه دا ثابتیږي یا پرې ثابتیدلی شي چي د پټي خزانې مواد په یادو کړي شوو سوبونو ناسم دي. ولي دا ترې هیچیري نه ثابتیږي چی گني پټه خزانه جعلي ده. نه چرته داسي شوي دي. او نه د اصلي و جعلي گرځولو محاکمه د تنقید موضوع ده، او که په دې طریقه د کتابونو د اصلي و جعلي گرځولو د فیصلو سلسله شروع شي، او د اصلي و جعلي گرځولو حکم د کتابونو د موادو د سم و ناسم په بنیاد کول ومنلی شي نو بیا به ډیر اصلي کتابونه هم جعلي وگرځي.

 که پټه خزانه جعلي وي، نو بیا د دې په موادو د دومره اوږد تنقید په ځای باید معترض د دغه کتاب د را پیدا کیدلو، بیا مونده کیدلو، لاس ته راتللو او د دې ټول عمل هغه ریکارد کتلی وی. کوم ته چي حبیبی صیب د کتاب په مقدمه کښي اشاره کړې ده. او بیا ښاغلي متعرض پاڅیدلی وی د دغه ریکارډ کره کتنه یې کړی وی. زما په خیال پټه خزانه کښي دننه داسي هیڅ شهادت نه شته چي گني دې ته پرې جعلي وویلی شو. بلکي داسي ډیر شهادتونه پکښي شته چي په صحت یې دلالت کوي. او زه خو دا وایم چي رحمٰن بابا او خوشحال بابا نه واخلئ د حمزه شینواري تر لیکنو پوري داسي یوه هم نه شته چي د داخلی شواهدو په رو سره د پټي خزانې نه زیاته محکمه وي. بل طرف ته د پټي خزانې د صحت په بابله خارجي شهادت د دې د بیا مونده کیدلو د عمل تاریخ دئ. خو که معترض دا خبره ثابتول غواړي چي پټه خزانه جعلي ده، یا دا معلومول غواړي چي جعلي ده که اصلي. دغه مقصد دپاره صحیح طریقه دا نه ده کومه چي معترضینو اختیار کړې ده. ولي چي د کتاب ډیري غلطۍ تاریخی تیروتني او نوري خامۍ د هغې د جعلي کیدلو ثبوت نه شي کیدی.

 د پټي خزانې د جعلي بللو مثالل دا سي دی لکه چي یو کس ته څوک حرامي ووایي. او د حرامي کیدو وجه ورته د هغه خرابۍ او خامۍ وښایي. که همدغه خامۍ او خرابۍ په بل چا کښي وموندی شي نو هغه به هم حرامیان وي؟ که نه؟ نو بیا دغه یو سړی ته ولي په ځنی خامو او خرابو داسي وویلی شول؟

 حقه خبره دا ده چي پټه خزانه حقه ده.


منبع: شمشاد ١٣٧٥ ﮬ ش کال، دویمه گڼه، ٢٤٨-٢٥١ مخونه. 



Share by: