پټه خزانه او د سرحد پښتانه

         
زلمی هیوادمل   
پټه خزانه  او د سرحد پښتانه 


پټه خزانه د پښتو د شاعرانو یوه تذکره ده چې د ١١٤١-١١٤٢ﮬ ق کلونو تر منځ په کندهار کې لیکل سوې او متاخره (دریمه) نسخه یې د سهیلی پښتونخوا (بلوچستان) په مرکز کوټه کې پیدا شوې او په لومړی ځل په ١٣٢٣ﮬ ش ١٩٤٤ع کال په کابل کې د پښتو ټولني له خوا چاپ شوې ده.

پر پټه خزانه تحشیی او تعلیقات د افغانستان او سیمې لوی عالم علامه پوهاند عبدالحی حبیبی کښلي دي.

پټه خزانه له ١٣٢٣ﮬ ش نه تر اوسه څلور ځله په کابل کې، یو ځل په پیښور کې او یو ځل په جرمنی کې د میشت افغان ښاغلی امام الدین صافی په همت چاپ شوې ده، درې لومړني چاپونه یې دري (فارسی) ترجمه هم ور سره لري، په دریم چاپ کې یې د خطی نسخې عکسی متن هم ورسره چاپ شوې دي، اما په څلورم او پنځم چاپ کې فارسی ترجمه ور سره نه ده چاپ شوې.

د دې خزانې ځانګړې انګریزي، روسي او آلمانی ترجمې هم د پښتو څیړنو بین المللی مرکز خپرې کړې دي، فرانسوي او عربي ترجمې یې هم د پشپړیدو په حال کې وې چې افغانان او افغانستان له اوسنی ناورین سره مخامخ شول، فرهنګی او علمی مؤسسې یې تالا شوې او دا ترجمې هم بشپړی نه شوې.

د پټي خزانې د لومړۍ او دریمې خزانې اکثر مطالب په وارو، وارو په اردو ژبه هم ترجمه شوي دي او د سرحد د سیمو او پاکستان د پوهانو له خوا د پښتو ادبیاتو په ارتباط لیکل شویو څیړنیزو آثارو کې چاپ دي.

کله چې دا قیمتي خزانه کشف او خلکو ته وړاندې شوه، د هغه وخت د عکس العملونو څخه خپله نه یم خبر ځکه زه لا هغه وخت زوکړي نه وم خو کله چې سړی د دې کتاب په ارتباط وروستۍ څیړنې ګوري، نو ښکاري چې د دې کتاب پیدا کېدو او کشف او بیا چاپ د پښتو او پښتنو د دښمنانو په کور عظیمه زلزله راوستې او ځینو بیا د دې کتاب او د دې اثر د پیدا کوونکی او فاضل محشی د بې اعتباره کولو لپاره مذبوحانه تلاښونه ته لاس اچولې دې.

هغه لیکني چې د ځینو کسانو له خوا دلته او هلته د یوه او بل له خوا پر دې کتاب شوي، زیاتره یې داسي لیکنې او یادونې دی چې د یوه خاص سیاسی ذهنیت او د پښتو او پښتون ولس په مقابل کې له مخاصمانه ذهنیت نه را زېږېدلی برغزويې دي چې نه علمي اساس لری او نه په منل شویو علمی پرنسیپونو ولاړې دي.

زموږ په پښتونخوا کې د سرحد پښتنو ته هم دا کتاب تر چاپ وروسته په بیلا بیلو مواقعو کې ور رسیدلې دې. هغه څه چې د دې کتاب په باب د دې سیمې د ځینو ښاغلیو له خوا لیکل شوي او یا څه د یو او بل له خولې اوریدل کېږي، د دې ټولو لیکنو او اوریدنو له مطالعې او ارزیابۍ سړې دې نتیجې ته رسیږي چې په دې سیمه کې زموږ د پښتنو وروڼو برداشتونه له دې کتابه مختلف دي.

زما په پوهه د سرحد د پښتنو په علمی او فرهنگی حلقو کې د پټي خزانې په باب څلور ډلې یا څلور ډوله نظرونه سړې مطالعه کولاې او لیدلای شی. زه په دې لیکنه کې دغه څلور سره ډلې ښیم او د دوی په نظریاتو د موجوده اسنادو، دلایلو او شواهدو په رڼا کې خبرې کوم.

(١) د دې سیمې په پښتنو کې یوه ډله ده چې دا کتاب یې د پښتو د یو کتاب په توګه منلې دې او د عام علمی ذهنیت تر اغېز لاندې، چې که یو کتاب د یوې ژبې د ویونکو په هره جغرافیایي ساحه او فرهنگی حوزه کې لیکلی شوی وی پرته له هر ډول سیاسی، سیمه ییز او قبیله یي تمایله د هغې ژبې مال ګڼل کېږی او په ټولو ویونکو یې اړه لری. دوی هم دا کتاب د خپلې ژبې مال ګڼلې او په ټول پښتون قوم پورې یې مربوط بللې دې نو ځکه یې پر کتاب او محشی تورونه نه دی لګولی؛ بلکه د زیاتره افغانانو غوندې یې له دې کتابه د خپلو ادبی څیړنو په بشپړاینه کې استفاده کړې ده.

د دې ډلې تعداد لږ نه دې، بلکه ښایسته زیاتو پښتنو څیړونکېو او پوهانو د دې کتاب له چاپ وروسته دې سیمې ته له رسیدو سره سم تر ننه پورې ښه د مزې استفاده ترې کړې ده او د پښتو ادب د تاریخ ستنې یې د دې کتاب پر محتویاتو او په دې کتاب کې راغلیو پاړکو ودرولې دي.

(٢) د لوړې منونکې ډلې تر څنگه موږ وینو چې زموږ په دې فرهنگی حوزه کې ځنې داسې شخصیتونه هم وو چې علمی پرنسیپونو ته په پاملرنه، کله چې یې له دې کتابه په خپلو آثارو کې استفاده کړې ده، نو یې دغه اثر ته په انتقادی نظر کتلی دی او د دې اثر له نقده وروسته یې له دې کتابه استفاده کړې ده.

د علمي معیارونو په نظر کې نیولو سره چې چا له دې کتابه استفاده کړې ده هغه ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند (١٩١٥-١٩٨١ع) دی. دوی چې په خپلو دوو کتابونو: خوشحال خان خټک او رحمان بابا او همدارنګه په خپلو نورو لیکنو کې له پټي خزانې استفاده کړې ده، نو یې انتقادی روش په پام کې ساتلې دې.

ارواښاد استاد کامل د تحقیق په میتودونو د پوه عالم په توګه، چې کله خپل کتاب خوشحال خان لیکه نو یې د خپلو نورو مأخذونو د معرفۍ او ارزیابۍ په ترڅ کې پټه خزانه هم د خپلو مأخذونو په ١٥مه نومره معرفی او بیا ارزیابي کړې ده، زه د پټي خزانې په باب د دوی هغه نظریات دلته راوړم.

ترجمه: پټه خزانه: د محمد هوتک تالیف، د جناب عبدالحی خان حبیبی له فارسی ترجمې حواشیو او تعلیقاتو سره د ١٣٢٣شمسی ١٩٤٤ع کال، د کابل چاپ.

په دې کتاب کې له لرغوني زمانې (کابو ١٢٠٠ کاله پخوا) نیولې ان د مؤلف تر زمانې پورې د ځینو پښتنو شاعرانو مختصر احوال د دوی د کلام له نمونو سره را وړل شوی دی، چې په دې ډله کې خوشحال خان، د ده زوی عبدالقادر او د ده یوه لور حلیمه حافظ هم شامل دی.

دا کتاب مؤلف د ١١٤١ﮬ ،ق کال د جمادی الاخر په ١٦مه د (١٧٢٩ع جنوری) پیل کړې او د ١١٤٢ﮬ ق کال د شوال په ٢٧مه د (١٧٣٠ کال په می) کې یې پاې ته رسولې دې.

دا کتاب په مجموعی ډول یو مهم کتاب دې، خو په دې کتاب کې ځینې ارویدلی روایات هم راوړل شوې او ځاې په ځای ځینې تاریخی غلطۍ هم په دې کتاب کې شته.

تر کومه ځایه چې په خوشحال خان پورې اړه لری، دا کتاب زموږ په معلوماتو کې اضافه نشي کولاې، خو د عبدالقادر خان او حلیمه حافظ پورې مربوط موږ ته څو نوې خبرې له دې کتابه په لاس راځی او دا کتاب تر دې حده ضرور د خوشحال خان پر احوالو اضافی رڼا اچولې شی…“[i]

دا لوړ نقد سره له دې چې ډیر لنډ دئ خو د دې تر څنګه کلی او د کتاب ښیګڼو او بدګڼو دواړو ته اشارې لري او زما د معلوماتو له مخې په خپل ذات کې لومړنې سالم نقد دې.

ارواښاد استاد کامل د پټي خزانې په باب خپل دغه نظر د ژوند تر پایه نه و اړولې، خو دا چې ځینې کسان وایی چې استاد کامل هم دا خزانه نه منله دا خبره سمه نه ده، ځکه استاد د پټي خزانې په باب خپل لوړ نظر د ژوند تر پایه نه رد کړې او نه ترمیم کړې دې. دوی په خپلو مخامخ بحثونو کې هم د پټي خزانې په باب دغه نظر درلود او دا به یې ویل: ”جعلی کېدې خو نه شی اما غلطیانې ضرور لري.“

(٣) د دې سیمې له فرهنگیانو څخه یوه بله دریمه ډله هغه ده چې زه یې باید په دې تصنیف کې منکران وبولم، دا ځکه چې دوی د پټي خزانې قدیم وجود نه منی او دا کتاب د شلمې پیړۍ مولود ګڼی.

زما د مطالعې له مخې د منکرانو ډله بیا په خپلو کې په دوو ډلو ویشل کېداې شی:

الف: هغه ډله چې د ځینو مستشرقانو په زیاته د اسلامی انسایکلوپیدیا په دوهم چاپ (١٩٦٠ع) کې د پټي خزانې په باب د فقید پروفیسر مارګنستیرنه (١٨٩٢-١٩٧٦) د مشکوکو خبرو تر اغېز لاندې راغلي او یا د ځینو ځانگړو ذهنی گرایشونو په اساس له دې کتابه منکر شوي دي؛ په هغوی کې یو هم ارواښاد دکتور خیال بخاري (١٩٩٠ع مړ) دې چې لنډ گنډ يې یو ځاې نیم دا ویلي دي چې زه دا کتاب نه منم.

تر کومه ځایه چې زما مطالعه ده، د دې کتاب د نه منلو په باب ده خپل مفصل نظریات نه دي نشر کړې، که د دوی نه منل د مستشرقانو د نظریاتو تر اغېز لاندې وی، نو د دغه مرحوم منکر په ځواب کې باید ولیکل شی، چې ختیځ پوهان (مستشرقان) لکه موږ غوندې نه دي چې کله د یوې موضوع په باب کوم ذهنیت پیدا کړو، که دا ذهنیت ناسم هم وي، پرې ټینګ ولاړ یو. مستشرقان مطالعه کوی، د مطالعې او نویو حقایقو په کشفولو او د نویو اسنادو په را منځ ته کیدلو سره په خپلو نظریاتو کې ترمیم راولي او په دې توګه د علم او څیړنې له پر مختګ سره مرسته کوی. هماغه فقید مارګنستیرنه چې په ١٩٦٠ع کال کې یې د پټي خزانې په باب څه مشکوکې خبرې بیان کړې وې، هغه یې په خپل هغه لیک کې چې یې پروفیسر بوسانی ته استولې ؤ، ښې پسې سپینې او توضیح کړې. بوسانی دا لیک په خپل کتاب د پاکستان او افغانستان ادبیات (١٩٦٧ع کال چاپ) کې خپور کړې دې.

دا لیک فقید پروفیسر مارکنستیرنه د پټي خزانې په باب له خپلو ٢٣ کلنو څیړنو وروسته کښلې ؤ. د دې لیک ځینې خبرې دا دی:

“پټه خزانه په رښتینه هغه نادره او مغتنمه گنجینه ده چې د پښتو ژبي او ادب یوه نه اټکلیدونکې گرانبیه پانګه یې له ورکې ژغورلې او د تاریخ حافظې ته یې سپارلې ده.“[ii]

زموږ هغه پښتانه تعلیمیافته چې دغسې نا آگاهانه د نورو په خبرو پسې تللي، که اصلی منبع (چې دوي یې بې لارې کړي دي) له خپلې خبرې واوړي دوی بیا هم په خپله ناسمه خبره ټینگ وي.

زموږ په افغانی کلیوالي فرهنگ کې یو متل دې چې ”مدعی له خپلې دعوې تېر شو، خو شاهد له خپلې شاهدۍ نه تېریږي“ دغو د ناحقې شاهدانو ته په کار وو، چې دوی د نورو په خبرو پسې نه وای ګرځیدلی، بلکه خپله یې دا کتاب په ژوره مطالعه کړې واې او بیا یې د خپلې مطالعې په نتیجه کې خپله رایه قایمه کړې واې.

زه په دې باور یم چې د دې سیمې زیادترو پښتنو په څیر ارواښاد بخاری هم دا کتاب نه و لوستې.

 دغو ښاغلو چې د پټي خزانې په باب یې تش شکوک اظهار کړی او ارواښاد خیال بخاری یې سړې نماینده بللې شي. که د ځینو مستشرقانو د ځینو مشکوکو خبرو تر اغېز لاندې او یا هم د ځینو نورو عواملو او ذهنی پریشانیو په وجه دا کتاب نه دې منلې، خو څنگه چې یې خپل نظریات د نه مننې په آړه مشرح نه دی خپاره کړي، نو ځکه زیات بحث پرې نه شی کېدلاې.

ب: د منکرانو بله ډله هغه ده چې د پټي خزانې په باب یې څه نشر کړي او د خپلې نه مننې دلایل یې ښودلي دي. له دې ډلې سره زموږ څه مشکل نه شته، ځکه خپل دلایل یې ویلي دي. د خپلو دلایلو په وړاندې به د نورو دلایل هم اروی د علم، څېړنې او تنقید تقاضاوې او غوښتنې هم دا دي چې د دواړو خواوو دلایل باید واوریدل شي. په دې ډله کې قدیم سړې ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک (١٩١١-١٩٨٤ع) دې چې د پټي خزانې د نه مننې په ارتباط یې خپل نظر څرگند کړې دې. زه به لومړې د پټي خزانې د نه مننې په باب له د ده نظریات راوړم او بیا به د دوی د نظریاتو په شاوخوا کې خبرې وکړم چې څه یې د مننې دې او څه یې د نه مننې.

نوموړي ارواښاد د خپل اثر (رحمان بابا) د کتابګوټي د لومړي مخ په حاشیه کې د پټي خزانې په باب کښلي دي: ”دا فرضی کتاب د محمد بن داؤد خان قندهاری په نوم جوړ کړې شوې دې او په ١٩٤٤ع کې عبدالحی خان حبیبی صاحب سره د ایرانی ترجمې او حواشی د کابل نه چاپ کړې دې. د کتاب د سن تصنیف ١١٤٢ﮬ نه دا تذکره د رحمان بابا په ژوند باندې د غونډې نه اولنې کتاب ښکاری، خو فی الواقعه دا کتاب د مبینه تاریخ تصنیف نه تقریباً دوه سوه او درویشت کاله وروستو لیکلې شوې دې.“

د کتاب د مستند ښکاره کولو لپاره د پیژندلیو شاعرانو د ژوندون صرف هغه حالات په کې بیان کړې شوي دي، کوم چې په بله ذریعه هم ثابت کړې شوي دي. د رحمان بابا د زېږیدلو او مړېدلو دواړه تاریخونه غلط ورکړ شوي دي.

یونس خان شاعر ته د رحمن بابا شاگرد ویلې شوې دې، گویا چې رحمٰان بابا د شاعرۍ مکتب هم خلاص وو. د کتاب دپاره د داسې زمانې انتخاب کړې شوې دې، چې د پښتو د ټولو مقبلو شاعرانو خوشحال خان خټک او رحمان بابا ذکر په کې راشي. د دې کتاب د جعلي ثابتولو دا موقعه نه ده، ما په خپل کتاب کې د پټي خزانې نه یو سند هم نه دې اخستې.[iii]

د دې نظر نه اته کاله وروسته ده په خپله بله مقاله (د رحمان بابا د وفات تاریخ) کې چې یې د بانگ حرم اخبار د ١٩٦٧ع کال د نومبر د ٢٨ مې نیتې په ګڼه کې خپره کړې هم دې کتاب ته جعلي ویلې دې. د ده وروستۍ مقاله چې یې تر مرګ یو کال وروسته په خوشحال ریویو کې خپره شوې ده د پټي خزانې په ارتباط په دې مقاله کې هم بې مورده څه یادونې ور اضافه کړې دي، بې مورده مې ځکه ورته وویل چې د مقالې عنوان دې ”کابلې دیوان خوشحال“ اما ارواښاد عقاب د خپلې ذهني غوښتنې له امله په دې مقاله کې هم د پټي خزانې سندره بیا تکرار کړي ده. زه اړ یم چې د دوی دغه خبرې هم دلته راوړم.

ارواښاد عقاب لیکلی دی:

”د پاکستان او افغانستان د ځنو عالمانو او د بهارت ، روس، بریتانیا او امریکه د ځنو مستشرقینو غوندې هیچمدان راقم الحروف هم پټه خزانه ته په خپل یوه تألیف رحمٰن بابا (پښتو مطبوعه پیښور ١٣٧٨- ١٩٥٩ مخ ا څنډه) او په خپل یوه مضمون په ”د رحمان بابا د وفات تاریخ“ (مطبوعه اخبار بانگ حرم پیښور مورخه ٢٨-١١-١٩٦٧ع) کې جعلی کتاب بللې دې. د دغو اعتتراضونو په سبب پوهاند حبیبی، په چا چې د پټه خزانه د جعلی الزام دې، د دغه کتاب په دریمه طبع (١٣٥٤ﮬ) کې د کتاب د اصلیت په دفاع کې د څلور څلویښتو مخونو دیباچه ولیکله چې هسې په تیارې کې یې گاټې ویشتلې، خو موږه ته په هغې د بحث کولو حاجت نشته.

د ”پټه خزانه“ د دریم اشاعت نه تقریباً یو کال بعد ښاغلی حبیب الرحمٰن مومند قلندر د پټه خزانه په جعلیت یو مضمون په میاشتنۍ پښتو رسالې ”پښتو پیښور“ مارچ ١٩٧٦ع شایع کړی ؤ چې عنوان یې ؤ “پټه خزانه فی المیزان“ خو متعجبانه په خپل مضمون کې یې د پټه خزانه د دریم چاپ دیباچې ته هیڅ اشاره نه وکړه.

او د متذکره بالا مضمون د چاپ کېدلو نه تقریباً دوه کاله بعد چې پوهاند حبیبی په پته خزانه څلورم اشاعت (معرا ١٣٥٦ش) چاپ که، په هغه کې يې د ښاغلی قلندر د مضمون هیڅ ذکر نه وکه.

د پوهاند حبیبی په پټه خزانه (څلورم ځل) کې بیا د نن ورځې پورې د ښاغلی قلندر د مضمون د ځواب نه کولو مطلب د دې نه بغیر بل څه نشی کېدلې، چې د ښاغلي قلندر درست اعتراضات دُرست دی او پوهاند حبیبی یې د ځواب کولو مخه نه وینی، اگر که د ښاغلی قلندر اکثر اعتراضونه بالکل په ځاې دی.

د هغو دواړو ښاغلو د لیکو نه قطع نظر، د دغې حقیقت به څه ځواب کېږی چې پټه خزانه في الحقیقت څه ځنډنې کتاب نه دې، ویلی چې دا په مبینه طور په ١١٤١ﮬ/١٧٦٢ع کې لیکلې شوې دې. خو سره د دومره څه کوم چې د پټه خزانه د جعلیت په باره کې اولیکل شول ځنه خلک په پټو سترگو د پټه خزانه نه حوالې اخلی او د خپله لوریه د هیڅه قسم تحقیق یا تدقیق نه په کې کوی او په داسې کولو د راتلونکو کار کونکو په لیار کې کوهې کندی. ویلې چې دا متاخرین خو به د پټه خزانه هغه مندرجات بلاحیل وحجت قبلوی کوم چې د دوی سابقینو دُرست منلی دی او بلا تعرض یې پریښلی دی او کومو ته چې د وخت په تیرویدلو نوره تبرک هم حاصل شوې دې.

موږه په کابل کې د پوهاند حبیبی سره د خپل ذکر شوی ملاقات په دوران کې د هغه نه په پټه خزانه کې د واقع شویو ځنو غلطیانو په بارې کې پوښتل غوښتل.

١. مصنف د کتاب په لیکلو د پیل کولو ورځ د دریم په ځای جمعه لیکلې ده.

٢. د خان علیین مکان د رنهتمبور نه د خپل کورته د راتلو کوم بیان چې د فارسی کتاب ”تاریخ خورشید جهان“ نه بلا اعتراف اخسته شوه ده، هغه د ”تاریخ مرصع“ د هم دغې واقعې د مذکور نه خلاف او غلط دې، هر کله چې ”تاریخ مرصع“ یو معاصر او د خان علیین مکان د یوه لمسی تالیف دې. 

٣. د خلیفه عبدالقادر نقشبندي شهید د پیداوښت تاریخ یې د ٢٥-١٢-١٠٦٣ په ځاې ٢٣-٦-١٠٦١ راوړه ده.

٤. د عبدالرحمٰن مومند د مړینې تاریخ یې د ١١٢٣ (یا ١١٢٥) په ځاي ١١١٨ راوړه ده[iv] تم کلامهم.“

مخکې تر دې چې د ارواښاد عقاب خټک د دغو یادونو په خصوص کې څه عرض کړم، غواړم له دوی سره د خپلې یوې لیدنې لنډ گزارش دلته ولیکم، دا لیدنه له دې موضوع سره هم څه اړه لري.

د ١٩٧٩ع کال په منی کې موږ (گران مشر رفیع او ما) د ږوب له لیارې کوټې ته تللو اراده درلوده. د ږوب گاډې د شپې له خوا له بنو حرکت کاوه. گران مشر ښاغلی همیش خلیل او ارواښاد طاهر کلاچوی ته زموږ د ورتگ خبر له مخه په ټلفون کې ورکړې ؤ. موږ په ټاکلی ورځ بنو ته ولاړو؛ بنو ته له رسیدو سره سم راساً د مرحوم کلاچوی قومي دواخانې ته ورغلو. په دې دواخانه کې مو له درانه مشر ارواښاد عقاب خټک سره هم ملاقات وشو. د همدغه ملاقات او د ده د درانه پښتانه او عالمانه شخصیت اغېزې وې چې زه یې، د ده تر مړینې وروسته د ده د مقالو د یوې مجموعې چاپ ته آماده کولو ته اړ ایستلم. دا مجموعه په ١٣٦٥ﮬ،ش کال په کابل کې چاپ شوه.

په دې ملاقات کې موږ د پښتو ادبیاتو په بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړې، د دې خبرو په ترڅ کې پر پټه خزانه هم بحث وشو. ده هلته هم وویل چې پټه خزانه جعلی کتاب دې؟ څنګه چې وخت ډیر نه ؤ، نو ما له ده څخه ډیر تفصیلات و نه غوښتل، صرف دومره مې ورته وویل:

تاسي پټه خزاه لوستې؟ ده هم رښتیانی ځواب راکړ او درواغ یې و نه ویل په نیغه یې راته وویل چې ما گرد سره لیدلې نه ده.

د ده د دې ځواب سره سم ما ته په ذهن کې وگرځیدل چې چا یو کتاب لیدلې نه وي نو څنگه پرې د جعلیت حکم کولاې شی. اما د دوی د مشرتابه د احترام د ساتنې په خاطر مې اضافی څه و نه ویل خو گران رفیع صاحب ته مې وکتل او بیا مې د مجلس د نزاکت د ساتلو په خاطر دوی ته مخ را واړوه، چې پټه خزانه څلورم ځل هم موږ په کابل کې چاپ کړې ده، چې موږ په خیر کابل ته لاړ شو تاسې ته به یې یوه نسخه در واستوم.

هماغه ؤ، چې کله په ١٩٨١ع کال کې ښاغلې دوکتور فضل الرحیم مروت کابل ته راغې، نو ده ته مې د څلورم چاپ یوه نسخه ور واستوله، له دې بیان څخه مقصد دا ؤ چې ارواښاد عقاب تر دې وخته پټه خزانه لوستې لا څه چې حتیٰ لیدلې هم نه وه.

ارواښاد عقاب چې کله کابلې دیوان خوشحال نومې مقاله کښلې او هلته یې هم پر پټه خزانه ټکونه کړی دی دا وخت د پټي خزانې څلورم چاپ له ده سره ؤ، اما متاسفانه چې دې یادونه کې هم ده پر دې کتاب عالمانه نقد، لکه څنگه چې د عقاب غوندې یو عالم نه یې امید کېده، نه دې کړې او له خپل هغه پخواني چوکاټ نه چې یې په خپل ذهن کې د پټي خزانې لپاره تعین کړې ؤ، نه دې وتلې. کاشکې دې اوس ژوندې واې چې د ده د اعتراضونو (!) په باب مو خبرې ور سره کړې واې خیر دې اوس مړ دې، اللّٰه تعالیٰ دې وبخښي خو موږ خپل فرهنگ ته د مسئولیت لرلو په اساس اړ یو چې د دوی په دې شکونو او په اصطلاح اعتراضونو هم خبري وکړو.

الف: د رحمٰن بابا نومی کتاب کې د ارواښاد عقاب دا اعتراضونو په ارتباط توضیحات:

١. ارواښاد عقاب چې په خپل دغه کتاب گوټی کې د پټي خزانې په باب کوم یادښت لیکلې دې د یادښت په پیل کې یې په قاطعیت سره ویلی دی چې دا کتاب د مبینه تاریخ تصنیف نه دوه سوه درویشت کاله وروسته لیکل شوې دې. د دې خبرې معنیٰ دا ده چې دا کتاب زوړ نه دې او نوې لیکل شوې دې.

په اصولو آگاه هر لوستونکې چې د ارواښاد عقاب دا نظریه وگوري وار له واره پوهیږی چې ښاغلې لیکوال د دلایلو له ارایې مخکې خپله عقیده څرگنده کړې ده او که له دې خبرې وروسته هر څومره دلایل را هم وړی نقادان پرې باور نه کوی او دا ځکه چې نقاد د اثر په باب تر نقد او ارزیابۍ دمخه خپل نظریات څرگند کړي دی.

د نقد او تحقیق په رموزو پوه لیکوال او فرهنگ ته متعهد نقاد د اثر په باب خپل شواهد، دلایل او په موضوع کې د بیلابیلو څانگو د محققینو د تحقیق نتایج وړاندې کوي او بیا د هغو دلایلو شواهدو او نتایجو پر بنا خپله نظریه قایموي.

د ارواښاد عقاب دا ادعا دې ته پاتې کېږي چې سړې ووایي دستار نامه په ١٠٧٦ ﮬ ق کې نه ده لیکل شوې، بلکه د دې کتاب د اول چاپ په وخت کې ١٣٧٠ ﮬ، ق شاوخوا لیکل شوې ده.

٢. په پټه خزانه کې د رحمان بابا د زوکړې او مړینې د راغلیو سنو د غلطۍ په باب چې دوی په کوم قاطعیت خبره کړې ده، دا هم له اصولو مخالف کار دې. البته دا خبره به ومنو چې د پټي خزانې په موجوده خطی نسخه کې چې د رحمان بابا د مړینې کوم تاریخ ضبط دې، دا نیټه د بابا د دیوان د داخلی شهادتونو سره په تناقض کې واقع ده فلهذا ناسمه ده اما د زوکړې هغې یې هیڅوک په قطعی ډول غلطه ثابتولای نه شی. مگر دا چې قاطع داخلی او یا د هغه وخت بل خارجی سند پیدا شی او د پټي خزانې سند مات کړی، دا چې اوسنیو ځینو له خپل ذوق سره سم رحمان بابا ته د زوکړې سنې جوړې کړی دی او په خپل زعم یې ورته دلایل تراشلی دی له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لری.

ځینو بیا د بابا په دیوان کې د یوه بیت په استناد ده ته د زوکړې سنه جوړه کړې ده مگر دغو ښاغلیو دې ته پام نه دې شوې، چې په دې بیت کې بابا د خپلې زړبوډۍ د ښوولو لپاره یوه عامه خبره کړې چې اوس هم عام پښتانه د خپل زړښت او د عمر زیاتوالی د ښوولو لپاره دغسې عامې خبرې کوي: لکه له پنځوسو تیر شوم یا له شپیتو تیر شوم. د بابا دغه په استناد نیول شوی بیت کې هم په قاطع ډول نه دی ویل شوی چې زه اوس څو کلن یم او د بلې خوا د دې بیت بڼه په ټولو نسخو کې یو ډول نه ده، نو په دې حساب په دې بیت استناد د منبع پوهنې د اصولو له نظره سم نه دې، ځکه اصلي او واقعی بڼه یې هم مشکوکه ده. همدا علت به ؤ چې کامل صاحب غوندې لوی محقق په واز کومی وویل چې په پټه خزانه کې د رحمٰن بابا د زوکړې تاریخ که مشتبه هم وی، مگر د غلط ثابتولو لپاره یې مونږ سره کوم دلیل نه شته.[v] له دې ټول بحث سربیره په تاریخي کتبو او تذکرو کې د سنو د غلطیو په باب زه یو بل توضیحی عرض هم لرم چه زه به یې په همدې بحث کې د ارواښاد عقاب د دوهم یادښت د ځواب په ترڅ کې وړاندي کړم.

٣. په همدې یادښت کې راغلي دي چه په پټه خزانه د پیژندلیو شاعرانو صرف هغه احوال راغلې دې، چې په نورو ذریعو ثابت وو. له دې خبرو ښکاري چې ارواښاد عقاب خټک به یا پښتو ادبی څیړنې نه وې لوستې او یا یې هم پټه خزانه، ځکه که چا پټه خزانه لوستې وي او ور سره د پښتو نورې څیړنې هم ور معلومې وي نو هغه هیڅ کله داسې هوایي ډزي نه کوي.

په پټه خزانه کې ځینې شاعران داسې دي چه احوال یې په نورو منابعو کې هم شته، خو زه به له هغو شاعرانو څخه د نمونې لپاره دلته د عبدالقادر خټک یادونه وکړم.

د پټي خزانې تر کشف او چاپ دمخه د عبدالقادر لږو ډیر احوال او د ده په باب یادونې په ختیځ پوهانو کې راورټی د پښتو آثارو د منتخباتو، انگریزي ترجمه[vi] کې راوړې دي او د  بلومهارت په فهرست کې هم راغلی دی[vii] او په پښتنو کې ارواښاد استاد عبدالحی حبیبی (١٣٢٨-١٤٠٤ ﮬ ق) په تاریخچۀ شعر پښتو (١٣١٤ ﮬ، ش د کندهار چاپ) د عبدالقادر د دیوان مقدمه (١٣١٨ﮬ ش د کندهار چاپ) تاریخچۀ سبکهاي اشعار پشتو (د ١٣١٩ ﮬ، ش کال د کابل چاپ) پښتانه شعراء (د ١٣٢٠ ﮬ ش کال د کابل چاپ) کې راوړی دی.

که هر منصف او اصولو ته پابند نقاد په دغو ټولو منابعو کې د عبدالقادر احوال او د ده یادونې وگوری، هغه داسي نه دی چې گویا په پټه خزانه کې د عبدالقادر له احوالو سره یو شی دی. د مثال په ډول د عبدالقادر د زوکرې کال راورټي ١٠٦٣ ﮬ ق ښودلې دې او ده به په دې برخه کې له تاریخ مرصع استفاده کړې وی، مگر لوی استاد پوهاند حبیبی بیا د ده د یوسف زلیخا د یوه داخلي سند به اتکا د ده د زوکړي کال ١٠٦٢ﮬ،ق ښودلې دې، حال دا چې په پټه خزانه کې ١٠٦١ ﮬ،ق راغلې دې (که څه هم چې غلط دې).

دغه راز د ده په آثارو کې راورټی د گلستان تر څنگه د سعدی د بوستان د ترجمې یادونه هم کړې ده او آدم خان درخانۍ یې هم د ده په آثارو کې شمیرلې ده، حال دا چې په پټه خزانه کې نه د بوستان یادونه شته او نه د آدم درخانۍ.

پټي خزانې دا ویلي دی چې دې د شیخ سعدی لاهوری خلیفه ؤ. دا خبره نورو پښتنو منابعو لکه د قاسم غزلو، د نجیب غزلو او هم د احمدی صاحبزاده په آثارو او ځینو نورو منابعو کې تایید شوه، خو دا آثار هغه وخت چې پټه خزانه میدان ته راووته، نه وو کشف شوي.

٤. بیا ارواښاد عقاب ویلی دی چې په دې کتاب کې محمد یونس خان ته د رحمان بابا شاگرد ویل شوې دې گویا چې رحمان بابا د شاعرۍ مکتب خلاص وو.

ما چې د ارواښاد عقاب د علمیت په باب کوم فکر درلود، هغه اوس هم را سره دې، خو دا ډول خبره د داسي یو عالم له خولې ښه نه بریښی، ځکه که څوک له شرقی او اسلامي فرهنگ او بیا په زیاته له پښتنی فرهنگه خبر وی، نو بیا د شاعرانو تر منځ د دغسې فرهنگي روابطو په باب شک نه کوی.

د ارواښاد د دې اعتراض په وړاندې زما معروضات دا دی:

١. هر هغه څوک چې له فرهنگ او ادب سره په یو ډول نه یو ډول ارتباط لری هغه په دې پوهیږی چې له پخوا نه تر اوسه په یوه سیمه، ښاریه او یا یو کلي کې نوي، تازه کار او کشران شاعران له مشرانو شاعرانو اصلاح اخلي، نوي شاعران خپل شعر مشر شاعر ته ورښیي، هغه په کې سمونې کوي او نوي شاعر ته لارښوونې کوي. دغه کشران د دې مشر شاگردان یادیږی، حال دا چې مشر شاعر د شاعرۍ مکتب نه وی خلاص، بلکه د ده تجربې شهرت او شاعرۍ په وجه خلک رجوع ورته کوي.

٢. زموږ په پښتنی فرهنگ که د دغسي استادۍ او شاگردۍ مثالونه شته، اشرف خان هجری (١٠٤٤-١١٠٦ ﮬ، ق) یوه خپله قصیده کې خپل پلار خوشحال بابا (١٠٢٢-١١٠٠ﮬ ق) استاد او خپل وروڼه یې د ده شاگردان بللی دی، لکه:

                 اولاً به د استاد له حاله  وایم

                 چې شعریې عالمگیر لکه قمر دې

له دې سربیره په دې برخه کې بل مثال د ابراهیم خان کاکړ دې چې د پیر محمد کاکړ شاگرد ؤ، ده ویلی دی:

                 زما استاد ملا پیر محمد ؤ

                 چې پر لار د پاک احد ؤ

٣. که د فارسی شاعرانو تذکرې او همدارنگه د اردو تذکرې چا لوستې وي نو په دې تذکرو کې هغه د چا خبره پاڼه په پاڼه دا خبرې موندلاې شی چې فلانې شاعر د فلانی شاعر شاگرد ؤ، په دې برخه کې څو مثالونو ته توجه وکړئ:

الف: امیر خسرو دهلوی (٦٥١-٧٢٥ ﮬ ق) د هند په نیمه وچه کې د اوسیدلي قصیده سرا شاعر شهاب مهمره شاگرد ؤ. د خپل غرة الکمال نومی دیوان (٦٩٣ ﮬ ق) په مقدمه کې یې د خپل استاد ستاینه په ډیرو لوړو الفاظو کې کړې ده.

د امیر خسرو پنځه مشهورې مثنویانې شهاب اصلاح کړې وې، لکه چې خسرو خپله ویلی دی:

                             من بدو عرض کرده نامۀ خویش

                             او به اصلاح رانده خامۀ خویش

                             یارب او چون ز پنج نامۀ من

                             برده بیرون خطای خامۀ من

                             شمع من یافته ضیا از وی

                             مس من گشته کېمیا از وی[viii]

ب: د مولانا حالی پاني پتي (١٨٣٧-١٩١٤ع) شرح حال که چا لوستې وی نو هغه ته به ښکاره وی چې حالی د مرزا اسد اللّٰه غالب (١٧٩٦-١٨٦٩ع) شاگرد ؤ.

ج: یوه تذکره چې گلدسته ناز نینان و طبقات الشعراء نومیږی او په ١٢٦٠ﮬ ق کې کریم الدین تألیف کړې ده، په دریمه طبقه کې یې هغه شاعران راغلی دی، چې د همدې تذکرې په دوهمه طبقه کې د راغلیو شاعرانو شاگردان وو.

٤. د مشرقی فرهنگ په بیلا بیلو ژبو پورې د مربوطو ادبی تاریخینو او د سبک پوهنې په شاوخوا کې لیکل شویو آثارو له مطالعې په صفا ټکو کې ښکاری چې په یو سبک پورې تړلی شاعران ټول د سبک د بانی په شاگردانو او پیروانو کې حسابیږي.

که چا د یونس خیبري دیوان لوستې وی، نو له هغه سره به دا شک نه وی چې د ده د وینا سبک د رحمان بابا له سبک نه څومره متأثر دې، نو که یونس د رحمان بابا شاگرد ؤ، نو په دې کې د تعجب او یا درواغو داسې څه چې، د یو کتاب د جعلیت اسباب دې برابر کړی ما ته نه ښکاري.

٥. په دې یادښت کې د ارواښاد عقاب وروستې اعتراض دا دې چې د تذکرې لپاره داسي وخت انتخاب شوې دې، چې د ټولو نه د مقبولو شاعرانو خوشحال خان خټک او رحمان بابا احوال په کې راشي.

د دې اعتراض په لوستو ما ته خندا راغله او د فارسی دا متل را یاد شو: ”ده در کجا و درختها در کجا“ د دې خبرې د کتاب له جعلی تابه سره څه اړه ده. که فرض کړو چې د دغو دواړو بابا گانو شرح په کې نه واې، نو د کتاب پر اصلیت او جعلیت او یا د ځینو له خوا د نه منلو د درجې په زیاتیدو یا لږیدو به یې څه اثر پرېښې واې؟

که دا تدکره، لکه څنگه چې د ارواښاد عقاب خیال ؤ، په شلمه پیرۍ کې جوره شوې واې، نو به ځینې داسې غلطۍ په کې نه واې چې اوس عقاب او ځینې نور ورته گوته نیسی او همدا غلطۍ د دې کتاب د جعلی تابه سبب بولی.

بله خبره دا چې د ځینو داسې شاعرانو احوال به په کې راغلی واې، چې احوال یې ښکاره وو او آثار یې په لاس کې وو، کېداې شول دغه شاعران گرده د برې پښتونخوا د سیمو واې یا حتیٰ یوازې د کندهار او شاوخوا سیمو واې، د خوشحال او رحمن بابا او عبدالقادر احوال په کې گرد سره راغلی نه واې، دغسې سیمه ییزي تذکرې هم په شرقی فرهنگ کې نمونې او ساري لري.

ب: د ارواښاد عقاب بله مقاله، چې هلته یې هم د پټي خزانې د جعلی تابه خبرې کړې دي.

 په ١٩٦٧کال په بانگ حرم نومی اخبار کې نشر شوې ده. د ده دا مقاله ”رحمٰن بابا د وفات تاریخ“ نومیږی. په دې مقاله پسې مې د بانگ حرم کلکسیون ځکه و نه لټاوه چې له یوې خوا دا مقاله هم د رحمان بابا د وفات د تاریخ په باب وه او د ده د رحمن بابا نومی ځانگړی اثر له یادوني ښایی زیات څه و نه لری او بله خبره په کې دا وه، چې د ده په زعم د پټي خزانې د جعلی تابه (!) په باب چې له ده سره څومره دلایل وو هغه یې په خپله بله مقاله کې خپاره کړي دي، زه اوس د ده دا بله مقاله دلته راسپړم.

ج: کابلې دیوان خوشحال نومي مقاله کې په پټه خزانه اعتراضونه:

١. په دې مقاله کې چې ارواښاد عقاب د پټي خزانې په باب څه کښلی دی، په هغې کې یې ویلی دی، چې ده (عقاب) هند، پاکستان او افغانستان د ځینو عالمانو او د بهارت، روس، بریتانیه او امریکه د ځینو مستشرقینو (!) غوندې دا کتاب (پټه خزانه) جعلي بللې دې.

په دې برخه کې د ارواښاد مشر عقاب لیکنې دوې غلطۍ لری:

١. د ده له خبرو دا هم ښکاري چې ده د نورو په تقلید دا کتاب جعلی بللې دې، دا چې نورو دا کتاب جعلی بللې دې نو ما هم دا توره کړې ده، زه له نورو څه کم یم.

٢. ده چې د دغو ملکونو د عالمانو یاد په اجمالی ډول کاوه، په کار خو دا وه چې دا یې ویلی وای چې د فلانی ملک فلانی عالم په خپل فلانی اثر کې دغه کتاب جعلی بللې دې.

اصلی خبره دا ده، چې مرحوم لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبی چې د پټي خزانې دریم چاپ په مقدمه کې د ځینو داخلی او خارجی شکاکانو نومونه اخیستی دی، ده په خپل زعم هغه شکاکان دغو د ده یادو کړیو هیوادو ته منسوب کړي دي.

استاد حبیبی چې پخپله مقدمه کې کوم خارجی شکاکان ښودلی دی په هغو کې فقید مارگنستیرنه (١٩٧٨مړ) لویی دوپری او ویلبر شامل دی چې لومړنې د ناروی او دوه نور د امریکې دی. بل خارجی شکاک چې یاد شوې دې هغه ایرانې دې. حال دا چې ده په خپله اعتراضیه کې د ناروی او ایران یادونه نه ده کړې، بلکه روس، بریتانیه او بهارت یې ښودلی دی.

زه نه پوهیږم چې د بریتانیا کوم پښتو پوهېدونکی او یا ژبپوه پټه خزانه رد کړې ده او یا یې جعلی بللې ده؟ د روس یا پخوانی شوروی د استشراق له حلقو چې د پښتو ادب په خصوص کې کوم آثار نشر دی او د ځینو پښتو ترجمې شوي او خپرې دي په هغو کې خو د پټي خزانې تایید شوې دې او استناد پرې شوې دې لکه:

الف: فقید گیورک فیودورو ویچ گیرس (١٩٣٠-١٩٩٤) پخپل اثر پښتو هنری نثر کې د پټي خزانې یادونه کړې، خو دا یې نه دی ویلی چې دا کتاب جعلی یا مشکوک دې.[ix]

ب: د پښتو غزل د انکشاف په باب د پخوانی شوروی د مستشرقینو له ډلې چا مقاله لیکلې ده، په دې مقاله کې د پټي خزانې پر متونو استناد شوې دې. دا مقاله سر محقق معتمد شنواری په پښتو ترجمه کړې؛ په کابل او آریانا نومو مجلو کې دوه ځله چاپ شوې ده.[x]

ج: دوکتور عارف عثمان په خپل اثر خوشحال خان او د ده ادبی مکتب کې پر حلیمې او د دې پر غزل بحث کړې دې، دا خبره هر چا ته ښکاره ده چې د حلیمې شرح حال او د دې غزل په پټه خزانه کې راغلی دي.

د تاجکستان د علومو اکاډمی یو غړی د امیر کروړ سوری (١٥٤ ﮬ ق مړ) د مړینې د دولس سوه پنځوسم تلین په نړیوال سمینار کې د تاجکستان د علومو اکاډمی پیغام ولوست او د پټي خزانې ټول متن یې تایید کړ.[xi]

را به شو هندوستان ته، د هندوستان پښتو پوهېدونکی، که هغه پښتانه دی او که هندوان هغوی پټه خزانه منی او په خپلو آثارو کې د ضرورت په وخت پر دې کتاب او د کتاب په محتویاتو تکېه کوی.

د پټي خزانې د چاپ نه دوه کاله وروسته د داشی د (چند پښتو شاعرات) تر عنوان لاندی یوه مقاله ولیکله چې ټوله محتوی یې د پټي خزانې په دریمه خزانه متکي ده، دا مقاله د آجکل مجلې د ١٩٤٦ع کال د جولای په گڼه کې چاپ شوې ده.

کشوری لال تلواړ د امیر کروړ په معرفۍ یوه مقاله کښلې، دا مقاله د آل انډیا رادیو دهلی له پښتو څانگې نشر ده او متن یې د آل انډیا رادیو دهلی په پښتو څانگه کې موجود دې.

منوهر سنگھ بتره د امیر کروړ سوری ویاړنه په انگریزۍ ژباړلې ده. دا ترجمه په کابل او هند کې چاپ شوې ده.[xii]

مولوی ابرار حسین په خپل کتاب موقع افغان کې چې د ملتان په لودهی شاهی خاندان کوم بحث کړې دې، استثناد یې پر پټه خزانه دې. دا کتاب په ١٩٥٣ع کا ل د انجمن ترقی اردو هند علیگړﮬ نه چاپ شوې دې.

د لکنهو اوسیدونکی پښتانه ډاکټر خان محمد عاطف د خپل اثر ”پټهان شاعران کا تذکره“ په مقدمه کې د پټي خزانې پر پښتو شاعرانو بحث کړې دې. دا مقاله په ١٩٨٣ع کال په لکنهو کې چاپ دې.

د جواهر لال نهرو پوهنتون سپین ږیري استاد پروفیسور رام راهول د امیر کروړ سوری په بین المللی سیمینار کې برخه واخسته او یوه اوږده مقاله یې واوروله، د پښتو ژبې او ادب لرغونوالې یې تایید کړ.

له هنده چې تیر شو، نو به را وگرځو پاکستان ته، په پاکستان کې له لاهوره د خپریدونکې تحقیقی اورنټیل کالج میگزین (١٩٤٩ع) کال په گڼو[xiii] کې درې قسطه د ”ملتان لودهی شاهی خاندان“ مقالې خپریدل، له پنجاب یونیورسټۍ نه د تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان و هند د خپرې شوې سلسلې په دیارلسم جلد کې د پښتو ادب د څیړنې په بحثونو کې پر پټي خزانې استناد او همدارنگه له همدې یونیورسټۍ نه د خپور شوی اردو دایرة المعارف اسلامیه په بیلا بیلو جلدونو کې[xiv] پر پټي خزانې تکېه او په دې دایرة المعارف کې په دې خزانه کې د راغلیو شخصیتونو معرفی خپله په دې دلالت کوی چې په پاکستان کې د دې کتاب په مورد کې کومه خاصه خبره نشته، پاتې شوه په سرحد کې په دې کتاب د ځینو کسانو نیوکې، پر هغو په دې حاضره مقاله کې خبرې کېږی.

دا چې ځینو مستشرقینو په دې کتاب څه ویلی دی، د هغو ځواب لوی استاد د پټې خزانې د دریم چاپ په مقدمه کې ویلې دې[xv] چې پښتو ترجمه یې د څلورم چاپ په مقدمه کې هم راغلې ده. ځینو مستشرقانو بیا خپل نظریات واړول چې ما دمخه په همدې مقاله کې خبري باندې کړي دي.

٢: بیا یې ویلی چې د دریم چاپ په مقدمه کې چې استاد حبیبی د کتاب د اصلیت په دفاع کې څه ویلی دی هسي په تیارې کې یې کاڼی ویشتلی دی.

د پټي خزانې د عکس چاپ د مقدمې په باب دغسې خبرې کول، زما په عقیده د عقاب غوندې یو عالم سړی له خولې ښې نه ښکاری. ځکه که یو بې مسئولیته او علمی موازینو ته نه پابند سړې دغسې خبرې وکړي نو ورسره ښایی. که نه وی د هغې مقدمې په باب دا ډول خبرې په دې دلالت کوی چې یا خو ارواښاد عقاب هغه مقدمه گرد سره لوستې نه ده او که یې لوستې نو پرې پوه شوې نه دې، ځکه که هر باانصاف او با مسئولیته نقاد هغه مقدمه ولولی نو پوهیږی چې استاد ټولو شکاکانو ته د هغوی د شکونو او اعتراضونو مطابق ځوابونه ورکړي دي او هغه د ارواښاد عقاب په قول په تیارو کې یې کاڼی نه دی ویشتی.

٣: بله خبره په دې ارتباط ده دا کړې ده، چې کله ښاغلی قلندر مومند خپله مقاله پټه خزانه فی المیزان د پښتو مجلې ١٩٧٦کال د مارچ په گڼه کې خپروله، نو هغه وخت پټه خزانه دریم ځل چاپ وه او د استاد حبیبی هغه دیباچه هم ور سره راغلې وه چې یې په کې د شکاکانو ځوابونه ویلی، خو ښاغلی قلندر مومند دې چاپ او دیباچې ته څه اشاره نه ده کړې او همدا راز د دغه مضمون له چاپ نه دوه کاله وروسته د ده په قول حبیبی پټه خزانه څلورم ځل چاپ کړه خو د ښاغلی قلندر د مقالې یاودونه یې و نه کړه.

د دغو خبرو په ارتباط باید عرض کړم چې:

الف: که ښاغلی قلندر په خپله مقاله کې د دریم چاپ د مقدمې یادونه نه ده کړې ښایي هغه وخت د پټي خزانې دا چاپ نه و ورسیدلي. ځکه له ١٩٤٧ع کال نه وروسته د افغانستان او سرحد د پښتنو تر منځ د کتابو راکړه ورکړه او فرهنگی روابط ډیر سست وو او پښتانه سره بېل ساتل کېدل.

 

په سرحد او بلوچستان کې ډیر چاپ شوي کتابونه افغانستان ته نه دي رسیدلی او د افغانستان دې سیمو ته نه دي راغلی، زما په عقیده دا یوه فرهنگی المیه ده.

ب: ارواښاد عقاب دې خدای (ج) وبخښی، سره له دې چې ما د پټي خزانې څلورم چاپ ور استولې هم ؤ، خو د هغه لکه چې پام نه دې ور اوښتې چې پټه خزانه دا ځل حبیبی صاحب نه ده چاپ کړې بلکه زما په زیار چاپ شوې ده. د چاپ هدف یې دا و چې یوازې پښتو متن یې چاپ شی، له مرحوم استاد څخه مو وغوښتل چې یوه لنډه سریزه پر ولیکی، د دریم چاپ مقدمه مو په پښتو ترجمه کړه او هغه مو ور سره چاپ کړه. د ښاغلی مومند د مقالې په باب د استاد پر عکس العمل به زه وروسته خبرې وکړم.

٤: دوی ویلی دی چې د پتي خزانې د څلورم چاپ نه بیا تر نن ورځې (١٩٨٥ع) د ښاغلی قلندر د مضمون د نه ځواب کولو معنیٰ دا ده، چې حبیبی د ښاغلی قلندر د مضمون د ځواب مخه نه وینی او بله دا چې د ښاغلی قلندر اکثر اعتراضونه بالکل سم دی؟

د دې خبرو په ارتباط باید وویل شي چې:

الف: د ښاغلی نقاد قلندر مومند صاحب لومړنۍ مقاله موږ ته تر نشر څه د پاسه لس میاشتې وروسته د ١٩٧٧ع کال په اوایلو کې راورسیده، هغه هم د کوټې له لارې.

د پښتو مجلې د ١٩٧٦ع کال د مارچ د گڼې تر رسیدو وروسته دا مقاله اوله ښاغلی رفیع صاحب ولوسته او بیا یې ما ته راکړه، زما تر لوست وروسته دواړو دا گڼه استاد حبیبی ته یوړه، یوه هفته وروسته بیا رفیع صاحب او زه ورغلو. مجله یې بیرته را کړه؛ د ښاغلی قلندر د مقالې پر ځینو اعتراضونو یې د مقالې په حاشیه کې لیکنې هم کړې وې.

مونږ ورته وویل چې استاده! تاسې څه نظر لرئ، د ښاغلی قلندر ځواب ضروري دې، تاسې یې ځواب ورکوئ او که څنگه؟

د وویل: ”زه د دې کتاب مدافع نه یم. ما د خپلو فرهنگی فعالیتونو په لړ کې دا کتاب وموند، له خپلې وسې او د هغه وخت له شرایطو سره برابر مې چاپ ته آماده کړ او خپلو خلکو ته مې وړاندې کړ، دا زما وظیفه وه، چې د پښتو پر یو نادر کتاب باید خلک خبر سی، ما دا وکړل نور نو د چا خوښه که منی یې، که یې نه مني، خدای (ج) دې وکا چې خوشحال له خپل ټول عظمته سره څوک و نه منی.“ لږ دمه غوندې شو، په څیره کې یې د تأثر نخښې څرگندې شوې، بیا موږ ته متوجه شو او په آرامه لهجه یې وویل: ”بیا هم چې تاسې څه وایاست زه حاضر یم، خو خپلې ناجوړتیا ته به گورم چې څه کولای سم که یه؟“

د استاد تر خبرو وروسته رفیع صاحب او ما په نوبت د جناب قلندر صاحب د مقالې په باب له استاد سره خبرې وکړې او دا مو ورته وویل چې د دې مقالې ځواب باید د یو سمینار په ترڅ کې وویل شی. موږ به دا موضوع له مشرانو سره بحث کړو، د پښتو ټولنې مسئولینو ته به هم ووایو او دا کار به پر مخ بوځو.

تر هغې وروسته موږ (رفیع صاحب او زه) او په افغانستان کې د پښتنی فرهنگ زیاتره کار کونکی که مشران وو که کشران، له یوې خوا د پښتو ټولنې د تاسیس د څلویښتمې کالیزې د نمانځني په ترتیباتو اخته وو او له بلې خوا په افغانستان کې د جوړیدونکی په وروستیو دوو پیړیو کې د پښتو چاپی آثارو د سمینار د تدارک او سمبالښت په کارونو بوخت وو. اما له دې ټولو مصروفیاتو سره سره د پټي خزانې موضوع مو هېره نه وه، موږ د پښتو ټولنې ریاست ته د محمد هوتک د سیمینار د جوړیدو غوښتنه وړاندې کړه او دا مو ورته وویل: چې د پتي خزانې ځینې مآخذ لکه نافع المسلمین هم پیدا شوې دې، د محمد هوتک د کورنۍ په باب هم ځینو ښاغلیو مواد وړاندې کړي دي، بایده دې چې دا ټول موضوعات په یو سمینار کې مطرح شی.

د پښتو تولنې هغه وختنی رئیس کاندید اکادمیسین سر محقق محمد صدیق روهی دا موضوع د پوهانو یوې غونډې ته وړاندې کړه. په دغه غونډه کې ارواښاد پوهاند حبیبی (١٣٢٨-١٤٠٤ﮬ ق) ارواښاد خادم (١٣٢٥-١٣٩٩ ﮬ ق) ارواښاد استاد بینوا (١٣٦٣ ﮬ ش مړ) پوهاند رشاد، پوهاند میر حسین شاه، پوهاند دکتور محمد رحیم الهام، سر محقق عبداللّٰه بختانې، سر محقق معتمد شینوارې، ارواښاد سر محقق دوست شینوارې (١٣٧٢ ﮬ ش مړ) ارواښاد معاون سر محقق دوکتور سیدال شاه پولاد (١٣٦٤ﮬ ش مړ) سر محقق دوکتور دولت محمد لودین، ارواښاد سر محقق دوکتور هلالي او ښاغلی حبیب اللّٰه رفیع شامل وو زه هم پکې وم.

غونډې موضوع تایید کړه او دا سپارښت وشو چې پښتو ټولنه به په لازم فرصت کې دا سمینار دایروي. د کار د ښه پرمختگ لپاره کمیټې وټاکل شوې، چې یوه په کې علمی کمیته وه، د دې کمیټې غړی ارواښاد پوهاند حبیبی، پوهاند میر حسین شاه، ارواښاد استاد بینوا وو، او زه د منشی په توگه وټاکل شوم.

د دې کمیټې په اوله غونډه کې د پټي خزانې په باب ټول هغه سوالونه مطرح شول، چې ښاغلی قلندر مطرح کړی وو، د دې سوالونو د ځوابونو له پاره او یا د ځینو خبرو د توضیح لپاره اشخاص وټاکل شول، چې استاد حبیبی هم د توضیح او ځواب ورکوونکو په ډله کې شامل ؤ. دا سمینار د کېدو په درشل کې و چې له بده مرغه پر افغانستان کمونستان حاکم شول او د ثور بدمرغه کودتا وشوه، هر څه له خاورو سره خاورې شول، د لسگونو نورو فرهنگی پراجیکټونو په څیر د محمد هوتک سمینار هم پاتې شو.

خو کله چې په ١٣٥٩ ﮬ ش - ١٩٨٠ع کال کې اکادمیسین سلیمان لایق د اکادمی رئیس شو، د ده په ذاتی مینه فرهنگی کارونو ته بیا زمینه مساعده شوه. له ١٣٦٠ ﮬ ش کال نه تر ١٣٧٠ ﮬ ش کال پورې په تفاریقو په پټه خزانه کې د راغلیو ځینو مشاهیرو په یاد کې په کابل کې سمینارونه وشول. د محمد هوتک یاد شوی سمینار له پاره شویو پخوانیو کارونو ته هم په کې د چاپ زمینه مساعده شوه، د مقالو مجموعې او ځانگړی آثار په کابل کې نشر شول، چې په ټولو کې مستقیم او یا غیر مستقیم د ښاغلی قلندر مقالې څه چې مقالو او لیکنو ته په کې ځوابونه ورکړل شول.

ارواښاد استاد حبیبی هم په دغه کډ فرهنگی کار کې برخه درلودې ده. استاد حبیبی په دې ارتباط دوې مقالې لیکلی دی، یوه مقاله یې ”پټه خزانه چا، چېرې او څنگه پیدا کړه؟[xvi] او بله مقاله یې د پټي خزانې په لاس کښلې نسخه کې د ځینو کلونو تصحیح عنوان لري[xvii] او هم یې د علیین او علیون په باب یو ډیر مفید او مستند یادښت هم د استاد وکېلی پر مقاله کښلې دې.[xviii] چې دا مقالې او توضیحات گرده د ښاغلی عقاب تر دغه یادښت دمخه په کابل کې چاپ وو. دا چې ارواښاد عقاب ته نه وو معلوم یا دی ور پسې نه و گرځیدلې، زما په عقیده دا د ده خپل مکلفیت دې. دا بحث ما ځکه دومره اوږد کړ، څو لوستونکو ته ښکاره کړم چې خبره داسې نه وه، لکه څنگه چې ارواښاد عقاب ویلي دي چې حبیبی د ښاغلی قلندر د مقالې د ځواب مخه نه لیدله؟

بله خبره چې زه په دې اړه کوم دا ده، چې که ارواښاد عقاب د ښاغلی قلندر مومند د مقالې په باب د افغانانو له موقفه خبر نه وو او یا د افغانانو ځوابونه ور رسیدلی نه وو، دا دومره لویه خبره نه ده، خو د افسوس خبره دا ده چې د جناب مومند د همدې مقالې په ځواب کې د پروفیسور سیال کاکړ[xix] ښاغلي عبدالرحیم مجذوب[xx] او جناب همیش خلیل[xxi] ځوابونه هم د کوټې او پیښور په مطبوعاتو کې نشر شوی وو، پکار و، چې دغو ځوابونو ته خو دوی څه اشاره شانته کړې وې، چې له بده مرغه نه یې ده کړې.

ب: ده ویلی دی چې د جناب قلندر اعتراصونه سم دی، دې کې شک نشته، چې د ښاغلی قلندر په نوشتو کې به ځینی د کار ټکی هم وي. ارواښاد عقاب چې د ښاغلی قلندر اعتراضونه سم بللی، خو پخپله یې په همدغه مقاله کې د نوموړي د اعتراضونو خلاف د علیین کلمه همداسی راوړې نه علیون، دغه رنگه په خپله یوه بله مقاله کې یې بدنۍ لیکلې ده نه بډنۍ.[xxii]

د ښاغلی لیکوال جناب قلندر مومند ځوابونه په بیلا بیلو مرحلو کې ورکړل شوی دی.

٤: بیا زموږ مرحوم مشر پرته له دې چې څه دلایل یې وړاندې کړی وی بې کومه لاسونده لیکی: ”د هغو دواړو ښاغلیو د لیکلو نه قطع نظر د دغه حقیقت به څه ځواب لیکی چې پټه خزانه فی الحقیقت څه ځنډنې کتاب نه دې.“ دلته پوښتنه را ولاړیږی چې کوم حقیقت؟ که تا مرحوم او بل ښاغلی داسې یو حقیقت کشف کړې وی، چې د علم او پرنسیپ له پلوه د مننې وړ وی، نو به په گډه ووایو چې پټه خزانه ځنډنې کتاب ”نه“ دې. خو تر کومه ځایه چې ما عاجز ته معلومه ده، تر اوسه پر دې کتاب چا داسې خبره نه ده کړې چې د هغې دې علمی، منطقی او اساسی ځواب و نه شی.

٥: بیا دوی پر ټولو هغو کسانو پړه اچولې، چې له پټي خزانې استفاده کوی؟ موږ پوښتنه کوو چې پښتانه ولې له خپل دغه اثره استفاده و نه کړی؟ که ځینې کسان په وچ زور او د سرزورۍ په منطق دا تذکره د جعلیت په درشل کې دروی، خپله یې خوښه ده، خو په دې کتاب چې تر اوسه څه ویل شوی د هغو په رد کې علمی او منطقی ځوابونه شته، که چېرې څوک اعتراض وکړی چې دا کتاب غلطۍ لری؟ دا خبره سمه ده، خو غلطی یو کتاب د جعلیت په معرض کې نه شی واقع کولاې. د شرق په تذکرو کې دغسې غلطۍ دومره ډیرې دی، چې د پټي خزانې دهغې نورو په تناسب ډیرې لږ دی. د مثال په ډول علامه قزوینی د دولت شاه د تذکرې په باب لیکی (ترجمه)… د هغو شاعرانو احوال چې دولت شاه راوړی، غالباً سم نه دی، بې مأخذه حکایاتو ته ورته والې لری...[xxiii]

ده زیاته کړې ده، چې د دولت شاه پر لیکنو افسانه یی رنگ غالب دې او درواغ په کې شته. د دولت شاه سمرقندی پر تذکرة الشعراء د دغسې نقدونو تر څنگه چا هم و نه ویل چې دا تذکره جعلی ده، بلکې له محتویاتو یې د فارسی د ادبی تاریخ په مباحثو کې استفاده کېږی.

٦: مرحوم مشر بیا لیکلی دی، زه چې کله کابل ته تلې وم ما غوښتل چه په پټه خزانه کې د ځینو واقع غلطیو په باب له پوهاند حبیبی نه وپوښتم، خو بریالې نه شوم.

زه وایم کاشکې دې په دې بریالې شوې واي او له استاده یې پوښتي واې، چې دا غلطۍ ولي واقع دي؟ په دې ارتباط منطقی خبره دا ده، چې په پټه خزانه کې د پیښو غلطیو ارتباط له استاد حبیبی سره څه دی؟ غلطي له انسانه واقع کېږی، آیا د ارواښاد عقاب آثار له غلطیو پاک دی، خو نه دی، له اصولی او میتودی تیروتنو سربیره ډیرې تاریخی تیروتنې هم په کې شته، د ارواښاد عقاب په پټه خزانه کې شمیرلې غلطۍ دا دي:

الف: ده لیکلی دی چه د کتاب په لیکلو د پیل ورځ چې په نسخه کې جمعه ښودل شوې، دا ورځ جمعه نه دوشنبه ده. دا خبره سمه ده چې که سړې تطبیقی تقویمونه پسې وگوری، نو د ١١٤١ ﮬ ق کال د جمادی الثانی ١٦مه دوشنبه ده، نه جمعه. په دې ارتباط چې کومه توضیح لوې استاد پوهاند عبدالحی حبیبی ورکړې ده، هغه د توجیه وړ ده، دوی ویلی چې کېداې شی دا ورځ د شپاړسمې پر ځای ٦مه وی چې دا بیا جمعه کېږی او د یو”۱“ عدد به د سهو القلم له لارې په کوم نقل کې ور زیات شوې وی. که د جعل کومه خبره مطرح وې، کېداې شول چې د اختتام تاریخ یې همدغسې غلط راغلې وې، حال دا چې هغه تاریخ له تطبیقی تقویمونو سره برابر دې.[xxiv]

له دې چې ور تیر شو، په دې باب بله د عرض وړ خبره دا ده، چې په خطی نسخو کې ځینې نسخې شته، چې په هغو کې راغلې نېټې د تاریخی تقویمونو له نېټو سره سمې نه خېژی. د مثال په ډول ما د محمد هوتک ژوند او مزار[xxv] نومې رساله کې دوې داسې خطی نسخې ښوولی چې له نیټو سره یادې شوې ورځې یې د ښاغلی هاشمی په تقویم تاریخی کې راغلیو د هماغه کال او هاغې نیټې له ورځو سره سمون نه خوری. څنگه چې د دغسې ناسمون له امله هغه نسخې موږ جعلی نه شو بللاې، نو ځکه پټه خزانه هم د دغسې تېروتنو له امله د جعلیت په درشل کې نه شو ودرولې.

ب: بیا یې ویلی دی چې له رنتهبور نه خپل کور ته د خان علیین مکان د راتلو بیان له فارسی تواریخ خورشید جهان نه بلا اعتراف اخیستل شوې دې.

پښتانه متل لری: که شپه تیاره ده مڼې په شمار دی. نه خورشید جهان ورک کتاب دې او نه پټه خزانه، و به گورو چې د ارواښاد عقاب دا ادعا تر کومه ځایه صحیح ده؟ د دې پرتلني له پاره اړ یم چې د دواړو کتابونو دا برخې دلته راوړم: په پټه خزانه کې یې راوړی دی: ”نقل کا، چې خوشحال بېگ د مغولو په بند کې و او د رنتهبور په کوټ کې بندی و. پښتانه خټکان ولاړل او دې یې له بندیخانې راویوست، اورنگ زیب نه سو په خبر، خو چې دې خپل وطن ته راورسیدئ او هغه پادشاه سره یې جنگونه وکړل…“[xxvi]

تاریخ خورشید جهان: ”...حرص مفرط او را احاطه نموده بود ازین سبب انجام بخیر نشد که اورنگزیب عالمگیر او را قید ساخته و بعد گذشتن عرصه شش سال از قید او چون در کوهستان نواح پشاور سرکشی واقع شد، آن وقت اورنگزیب به نظر مصلحت وقت او را رها کرده به عطای اسپ خاص و خلعت با عزت رخصت کرد…“ (تواریخ خورشید جهان).

ترجمه: ”له حده زیات حرص را گیر کړې و، نو یې ځکه انجام په خیر نه شو، اورنگزیب عالمگیر دې بندی کړ، کله چې د پیښور په شاوخوا کې څه سرکشۍ پیښې شوې، نو تر شپږو کلو بند وروسته بادشاه دې د مصلحت له مخې خوشې کړ، خاص اسپ او خلعت یې ور وباخښه او رخصت یې کړ…“

گران لوستونکی دی قضاوت وکړی، چې د پټي خزانې د متن کوم ټکې له خورشید جهان نه اخیست شوې دې؟ دا ډول ادعاوې په پټه خزانه یو تهمت دې، موږ باید د خپلو ذهنی غوښتونو د پوره کولو لپاره په چا تهمت و نه کړو.

د دې تر څنگه باید دا خبره هیره نه شی چې د لوې خان د بند او خوشې کېدو په باب، چې کومې خبرې پټي خزانې راوړې دي، سمې نه دی. د تاریخ او تذکرو په کتبو کې دغسې ضعیف او عام روایات ډیر راغلي دي.

د لویو خلکو لکه خوشحال بابا د ژوند پیښو او حتیٰ کړو وړو په باب په ټولنه کې ډول، ډول روایات خواره دی، که چا هغه روایات را واخیستل او ضبط یې کړل، نو یې موږ ټول کار په دې نه باطلوو، چې دا روایت له حقایقو سره سمون نه خوري، یوازې دا حق لرو، چې ووایو دا روایت ناسم دې یا ضعیف دې.

د خوشحال بابا له مرگه څه پاسه درې سوه کاله تېر دی، اما اوس هم د ده په ژوند، عاداتو او اطوارو پورې مربوط روایات په پښتنو کې خواره دی. ما خپله په خپل کلی کې د بابا متعلق روایات او حکایات اوریدلی وو، چې اوس یې له لیکلو ژوند پیښو سره پرتله کوم هیڅ سر ور سره نه خوری. دغسې اوس چې یو مشهور او یاد سړې قید شی، د ده د قید په باب او بیا یې د خلاصیدو په باب بیلا بیلې خبرې، اوازې په خلکو کې خورې وي. دغسي به د خان خوشحال خان بابا د بندی کېدو او خوشې کېدو په باب هم روایات په خلکو کې خصوصاً په پښتنو کې خواره وو.

د خوشحال د بند او خوشې کېدو په باب د پټي خزانې کښنه هم یو روایت دې، چې د اصلی او مننې وړ منابعو په وړاندې کوم ارزښت نه لری.

پر ارواښاد عقاب دې خدای (ج) ورحمیږی، دې خوشحال شناس هم و، آیا ده ته نه وه معلومه چې د تاریخ مرصع تر لوست دمخه د خوشحال پیژندنې په څیړنو کې د خوشحال د بند و قید او خوشې کېدو په باب څومره ضد و نقیض او له تېروتنو ډکې خبرې راغلي دي.

ما د فراق نامې په مقدمه کې دغه ډول نظریات یو څه راوړی دی[xxvii] دا نطریات گرده په روایاتو او یا هم به استنباطونو او برداشتونو متکی دی.

ج: دوی په پټه خزانه بل اعتراض دا کوی چي د رحمان بابا د مرگ کال او د عبدالقادر خان د زوکړې کال یې سم نه دې راوړې، نو بنا پر دې دا کتاب جعلی دې.

د تماس مجلې په یوه گڼه[xxviii] کې زما یوه مقاله چاپ شوې ده، چې دا مقاله ما د جناب قلندر مومند د یوې مقالې په ځواب کې کښلې وه. ما هلته ویلی و چې د شرقی ژبو تذکرو کي که هغه د فارسی دی او که د پښتو، په هغو کې د شاعرانو د مرگ او ژوند سنې زیاتره غلطې دی، خو هیڅوک دا کتابونه په دغسې غلطیو مجعول نه بولی.

په هغې مقالې کې ما د رودکی، انوری او نواب محبت خان مثالونه هم راوړی وو، چې د مړینو تاریخونه یې په بیلا بیلو آثارو کې مختلف راغلی دی، خو هیچا دا نه دی ویلی چې دغه یا هغه کتاب چې د دغه یا هغه شاعر د مرگ تاریخ یې غلط کښلې دې، نو فلهذا جعلی دې. ما هلته دا خبره هم اضافه کړې وه، چې که سړې په شرقی تذکرو کې د سنو د غلطیو جاج واخلی نو به د یوې رسالې په حوصله مواد په لاس ورشی. ما ته له هغې مقالې وروسته هم د دغه ډول غلطیو په باب ځینې نور معلومات تر لاسه شوی دی چې ځینې یې دلې راوړم.

د مړینې تاریخونه: که زه دلته د ډیرو شاعرانو د مړینو اختلافی تاریخونه وښیم، نو خبره به ډیره اوږده کړی شي، نو د اختصار لپاره یوازې د شاعر نوم اخلم او دا ښیم چې د مرگ یې څو ډوله تاریخونه ښودل شوی دی:

د اسدی طوسی دوه ډوله؛ مختاری غزنوی دوه ډوله؛ د عمر خیام څلور ډوله؛ عمیق بخارایی درې ډوله؛ د سنایی غزنوی درې ډوله؛ د خاقانی دوه ډوله؛[xxix] امامی هروی درې ډوله؛ د سعدی شیرازی څلور ډوله؛[xxx] د شیخ محمود شبستری درې ډوله؛ د اوحدی درې ډوله؛ د بدر چاچ دوه ډوله؛ د ابن یمین درې ډوله؛ د سلمان ساوجی درې ډوله؛ دعصار تبریزی څلور ډوله او د خواجو کرمانی د وفات په تاریخو کې د زیات اختلاف د شته والی له امله دکتر ذبیح اللّٰه صفا کښلي دي: ”سال وفات خواجو را با اختلاف فراوان در مآخذ مختلفی… ثبت کرده اند. این سالها بین ٥٠٣ هجری یعنی یکصد و هشتادو شش سال پیش از ولادت خواجو تا سال ٨٤٢ یعنی نودو دو سال بعد از تاریخ واقعی وفات شاعر ذکر شده است.“[xxxi]

ترجمه: ” د خواجو د مرگ کال په بیلا بیلو مأخذو کې ډیر مختلف راغلي دې. دغه کلونه د ٥٠٣ هجري یعنی د خواجو له زوکړې ١٨٦ کاله وړاندې او د ٨٤٢ ﮬ ق تر منځ راغلي دي، چې وروستې تاریخ د شاعر د مړینې له حقیقی تاریخ نه ٩٢ کاله وروستې دې.“

د هند د نیمې وچې له ادبی تاریخه یو مثال: د ولی د دیوان هغه خطی نسخه چې د بمبی د جامع جومات په کتاب خانه کې موجوده ده، په هغې کې یوه قطعه راغلې چې د هغې له مخی د ده د مرگ کال ١١١٩ ﮬ ق را وځی. اما محققین دا سنه نه منی او وایی چې ولی تر دې نیټې وروسته هم ژوندې و. د دکتور جمیل جالبی د څیړنې له مخې ولی باید د ١١٣٣-١١٣٨ ﮬ ق کلونو تر منځ مړ وی.[xxxii]

د زوکرې تاریخونه: په دې ارتباط به هم زه دوه درې مثاله وړاندې کړم.

د مشهور صوفی شیخ فریدالدین عطار د زوکړې تاریخ ٥٣٧ ﮬ ق هم راغلې دې؛ دولت شاه او قاضی نوراللّٰه دواړو ٥٨٢ ﮬ ق راوړې دې، اما هدایت بیا په ریاض العارفین او مجمع الفصحا کې دا تاریخ ٥١٢ ﮬ ق ښودلې دې.[xxxiii]

د هند په نیمه وچه کې به ډیر لیرې نه ځو، د علامه اقبال لاهوری (١٩٣٨ ﮬ ق مړ) د زوکړې تاریخونه به وگورو. د ده د زوکړې په تاریخ کې هم اختلاف شته، ١٨٧٦ع، ١٨٧٣ع، او ١٨٧٧ع د ده د زوکړې تاریخونه ښوول شوی دی.[xxxiv]

د عبدالقادر د زوکړې د تاریخ په باب زما یادونه دا ده، چې د خوشحال بابا له قطعې دا تاریخ ١٠٦٣ﮬ ق راوزی، مگر د ده په اثارو یوسف زلیخا او گلدسته کې چې ده خپل عمر ښودلې دې، د هغو له مخې د ده د زوکړې کال له ١٠٦٢ ﮬ ق وړاندې نه ځی.[xxxv]

د دغه اوږده بحث نتیجه دا ده چې په تذکرو، ادبی تاریخونه او نورو ادبی څیړنو کې د شاعرانو او لیکوالو د مرگ تاریخونه دغسې مختلف او ناسم راغلی دی، خو نه د فارسی ادبی مؤرخینو او نه د هند د نیمې وچې مؤرخینو دا ویلی چې دا یا هغه فارسی یا اردو تذکره او تاریخ جعلی دې، ځکه چې د فلانی شاعر د زوکړې او یا مړینې تاریخ یې ناسم لیکلې دې، نو پښتنو ته هم بویه چې پټه خزانه د دوو دریو سنو په غلط ضبط جعلی و نه بولی. هغه هم دغسې ضبط چې اصلی مسوده یې زموږ په لاس کې نشته او موږ د دې تذکرې د دریم نقل د غلطیو له مخې د جعلیت ټاپې پرې لگوو.

د منکرانو په ډله کې اساسی شخص او توره په لاس په میدان ولاړ سړې زموږ د معاصر ادب ښه کیسه لیکونکې، نومیالې شاعر، لیکوال او مترجم گران مشر قلندر مومند دې.

د دوی د دې لړۍ لومړنۍ مقاله په ١٩٧٦ع کال په پښتو مجله کې چاپ شوې ده.[xxxvi] عنوان یې دې پټه خزانه فی المیزان دوهمه مقالی یې په ١٩٧٩ کال په همدې پښتو مجله کې چاپ ده.

دا مقاله د یونس د دیوان شهادت عنوان لری،[xxxvii] وروسته بیا نوموړی مشر لیکوال خپلې دغه دوې مقالې او په دې ارتباط خپل نور یاداښتونه په یوه ځانگړی اثر کې منظم کړل چې پټه خزانه فی المیزان نومیږی.

دا کتاب ٣٧٣ مخه په ١٩٨٨ع کال په پیښور کې چاپ شوې دې، د پټي خزانې د نه منلو په باب د دوی ورستۍ لیکنه ”کامل مرحوم او پټه خزانه“ نومیږی چې دا مقاله لورلایی کې خپریدونکې مجلې تماس چاپ کرې ده.[xxxviii]

گران مشر قلندر مومند په خپله لومړۍ مقاله کې د خپلو معلوماتو مطابق د پټي خزانې پر املاء خطی نسخې، نامه، د پټي خزانې په متونو کې د ځینو راغلیو کلمو د استعمال د مواردو او معنو په باب د شکوکو د اظهار په ترڅ کې دا نتیجه ایستلې ده، چې گوندی پټه خزانه، د ده په زعم، یو جعلی کتاب دې.

په دوهمه مقاله کې یې د یونس خیبری د دیوان د مطالعې له مخي دوی له خپلو ذهنی برداشتو سره سم د دوی په اصطلاح ځینې شهادتونه موندلی دی، چې د دوی په تعبیر په پټه خزانه کې د یونس په باب راوړل شوې خبرې پرې باطلېږی.

په کتاب کې یې خپاره اعتراضونه (تر مقدمې وروسته) تر دغو عناوینو لاندې وړاندې کېږي:

”ابتدایی معروضات، د یونس د دیوان شهادت، بېلګې، تاریخی پس منظر، جدیدیت، د پټي خزانې مآخذ، د پټي خزانې راویان، فنی اړخونه، اینکرانیزم، متفرقات او ضمایم.“

وروستۍ مقاله یې د ښاغلو انځور او آصف صمیم د کښلی کتاب (د پټي خزانې میزان رښتیا میزان دی) د یوې یادونې په ځواب کې کښلې ده. دوی غوښتي دا ثابته کړي چې ګوندې ارواښاد استاد دوست محمد خان کامل هم پټه خزانه نه منله.

د گران مشر قلندر مومند دې څلورو سرو لیکونو ته د پښتنی فرهنگ مینه وال او د پښتو څپرونکې نه دي تسلیم شوي، بلکه د دې لیکنو په وړاندې یې عملی دریځ خپل کړې دې، د دوی دلایل یې په دلایلو رد کړي دي، که زه د ښاغلی مومند د دلایلوپه وړاندې د نورو ارائه کړی دلایل راوړم او یا خپل دلایل وړاندې کړم، نو به خبره ډیره اوږده شی او د دې مقالې له حوصلې به ووزی.

د دې لیکني له شرایطو سره سم بهتره ایسی چې د ښاغلی قلندر مومند د دغو آثارو په ځواب کې د کښلو شویو آثارو او مقالو حوالې راوړل شی او په پای کې د دې کارونو په باب خپل معروضات په لنډ ډول عرض کړم.

١. د ده د مقالې تر کښلو لږه موده وروسته د کوټې د سیمي لیکوال پروفیسر ولی محمد خان سیال کاکړ د دوی د لومړۍ مقالې په وړاندې یوه مقاله وکښله، چې عنوان یې و (پټه خزانه د انصاف په تله کې) دا مقاله لکه چې یو ځای دمخمه مې هم ورته اشاره وکړه، اولس مجلې خپره کړې ده.

٢. جواب الجواب: د هغې مقالې عنوان دې، چې نومیالی لیکوال او شاعر عبدالرحیم مجذوب کښلې ده او د کوټې اولس مجلې چاپ ده. دا مقاله د ښاغلی مشر قلندر مومند د مقالې په ارتباط په زیاته د ځینو لغاتو او د کتاب د نامه په باب د ښاغلی مومند د اعتراضونو په وړاندې ښه توضیحی نکات لری.

٣. ښه لیکوال او شاعر ښاغلی همیش خلیل په ١٩٧٩ع کال کې د نوموړي د لومړۍ مقالې په ځواب کې یوه مقاله وکښله او د شپیتو اسنادو په استناد یې د ده د اعتراضونو ځوابونه وویل، دا مقاله هم د پښتو اکېډمۍ په پښتو مجله کې خپره شوه.

٤. ښاغلی همیش خلیل تر خپلې لومړۍ مقالې لږ وروسته د ښاغلی مومند د دوهمې مقالې په ځواب کې هم یوه مقاله وکښله چې په همدې پښتو مجله کې چاپ شوې ده. اما په افغانستان کې موږ د ښاغلی قلندر مومند له لومړۍ مقالې کابو یو کال وروسته خبر شوو. افغانانو هماغه وخت فیصله وکړه چې د ښاغلی معترض د هر اعتراض په وړاندې یوه مقاله ولیکل شی او په یو علمی سمینار کې تر ارائې وروسته په کتابی شکل چاپ شی، لرو او بر د موضوع شایقینو ته وړاندې شی. اما له بده مرغه چې دا هیله تر سره نه شوه.

د ١٩٧٨ کال د اپریل کودتا دا هر څه شنډ کړل او بیا له ١٩٩٢ع کال نه وروسته دا زمینه مساعده شوه چې د پټي خزانې نه د دفاع په لاره کې څه کارونه وشی.

په کابل کې د دې لړۍ کارونه دوه کټیگوری دی:

لومرې، هغه کارونه چې د گران مشر ښاغلی مومند د دوو مقالو په ځواب کې سر ته رسیدلی، او دوهم هغه کارونه دی چې راساً د دوی په اعتراضونو اړه نه لری، خو د پټي خزانې د بیلا بیلو اړخونو د توضیح او تشریح په لړ کې د پټي خزانې د اصالت له ثبوت سره مرسته کوی. دا ډول کارونه په غیر مستقیم ډول د ښاغلی مومند د فرضیې ځوابونه هم دی. کوم کارونه چې په کابل کې د دوی د مقالو تر لیکلو وروسته تر سره شوی دا دی:

١. شیخ بستان بړیڅ: دا د هغه سیمینار د مقالو مجموعه ده، چې د شیخ بستان بړیڅ (١٠٠٢ ﮬ ق مړ) د څلور سوه یم تلین په مناسبت جوړ شوې ؤ. دا مجموعه د ١٩٨٢ع کال په اوایلو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوه.

په دې مقالو کې یوه مقاله داسې هم شته، چې د ښاغلی مومند په لومړۍ مقاله کې د (بدلې) په باب د یوه ارائه شوی اعتراض په ځواب کې اوږده تحقیقی بحثونه وړاندې کوي. نورې مقالې د شیخ د ژوند اند فکر او په پټه خزانه کې د ده د راغلی شعر ژبنی او فکری ارزښتونه بیانوی، چې دا گرده موضوعات د پټي خزانې د اصالت د ثبوت په برخه کې ارزښتمن بحثونه دی.

٢. امیر کروړ و دودمان او: دا رساله ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبی په فارسی ژبه وکښله، چې د امیر کروړ او د ده د کورنۍ د احوالو په باب گټه ور او مفید بحثونه لری. دا رساله ما پښتو ترجمه کړې او معاون سر محقق محمد هاشم رحیمی په انگریزی ترجمه کړې ده. د دې رسالې دغه درې واړه متنه یو ځاي په ١٩٨٢ش کال کې د افغانستان د علومو اکاډیمی د ژبو او ادبیاتو مرکز له خوا چاپ دي.

٣. د زرغونې یاد: دا د هغه سمینار د مقالو مجموعه ده، چې د شیخ سعدی (٦٩١ یا ٦٩٢ ﮬ ،ق مړ) د بوستان د ترجمې د پنځه سومې کالیزې په مناسبت جوړ شوې و، د پښتو بوستان نمونې او د دې کتاب مترجمه (زرغونه کاکړه) په پټه خزانه کې یاد شوی دی او د دې مجموعې مقالات په دې ارتباط مشخص توضیحات لری.

دا مجموعه په ١٩٨٣ع کال د پښتو څیړنو د بین المللی مرکز له خوا چاپ شوې ده.

٤. د محمد هوتک یاد: دا د هغه سمینار د مقالو مجموعه ده، چې باید د ١٩٧٨ع کال په مئ کې د پښتو ټولنې له خوا دایر شوې واې. خو په افغانستان کې د سیاسی بدلونونو پر اساس دا سمینار و نه شو او مقالې يې پاتې وې، څو په ١٩٨٣ع کال د پښتو تولنې له خوا چاب شوې.

د دې مجموعې زیاتره مقالې د ښاغلی مشر قلندر صاحب د لومړۍ مقالې د اعتراضونو په ځواب کې دی.

٥. د محمد هوتک ژوند او مزار: دا وړه رساله ما لیکلې ده، په هغې کې د محمد هوتک په نسب او کورنۍ او مزار مواد را ټول شوی دی او ورسره د ده پر آثارو هم څه خبرې په کې موندلې کېږي. دا رساله په ١٩٨٣ع کال د ننگرهار پوهنتون له خوا چاپ شوې ده.

٦. نافع المسلمین: دا کتاب نور محمد غلجی په مسجع نثر او نظم لیکلې دې، چې د ده خپل څو منظومات هم په کې شته، دا کتاب د پټي خزانې له مآخذو څخه دې، چې یوازینۍ معلومه خطی نسخه یې د افغانستان په ملی آرشیف کې خوندی ده. دا متن د همدې نسخې له مخې ما چاپ ته آمده کړی دی او په ١٩٨٤ع کال د افغانستان د کلتور کمیټې له خوا د گستتنر له لیارې تکثیر شوی دی.

٧. د امیر کروړ یاد: دا مجموعه د هغه بین المللی سمینار د مقالو مجموعه ده چې د پښتو د لومړنی معلوم شاعر امیر کروړ غوری سوری (١٥٤ ﮬ ، ق مړ) دوولس سوه پنځوسم تلین په مناسبت په ١٩٨٤ع کال په کابل کې جوړ شوې و، د دې سمینار د مقالو مجموعه د امیر کروړ یاد په نامه په ١٩٨٥ع کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوې ده.

دا وو هغه کارونه چې د مشر قلندر مومند د مقالو تر کښلو وروسته د پتي خزانې په ارتباط په کابل کې سر ته رسیدلی دی.

دغسي چې د قلندر صاحب د مقالې تر نشره یو کال وروسته موږ خبر شوو، د کتاب د نشر خبر یې هم دوه کاله وروسته راورسید، ١٩٩٠ع کال. په همدغه کال د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې یو سمینار و. دې سمینار ته ښاغلی جمعه خان صوفی چې نوې له پیښوره راغلې و، هم خبر و. ده هلته روهی صاحب او ما ته وویل: چې قلندر صاحب د پټه خزانه فی المیزان په نامه کتاب هم چاپ کړې دې په ١٩٩١ع کال کې د ښاغلیو لطیف اپریدی او جمعه خان صوفی به مرسته دغه کتاب دوه درې نسخې کابل ته راورسیدې.

دا کتاب لا جدی او هر اړخیز مطالعه شوې نه ؤ، چې په افغانستان کې د ١٩٩٢ کال د اپریل واقعات پیل شول. اما تر دې واقعاتو څو میاشتې دمخه د ١٩٩١ع کال په وروستیو میاشتو کې د خوشحال فرهنگی ټولنې د نازو انا زوکړې د ٣٥٠م تلین په مناسبت یو سمینار جوړ کړ او د سمینار د مقالو مجموعه یې د نازو انا یاد په نامه چاپ کړه. په دې مجموعه کې دوې مقالې د ښاغلی مشر مومند د کتاب په ارتباط دی.[xxxix] اما له افغانستان نه دباندي افغانانو، د کوټې او پیښور ځینو ښاغلیو لیکوالو د ښاغلی مومند د کتاب په وړاندې ځوابی لیکنې وړاندې کړې، چې تفصیل یې دا دې:

١. د پښین د سیمې نومیالی لیکوال پروفیسر صاحبزاده حمید اللّٰه مقاله: پټه خزانه اعتراضونه او ځوابونه تر سر لیک لاندې بشپړه کړې ده، چې د سپیدې مجلې له خوا چاپ ده.[xl]

٢. ښاغلیو لیکوالو آصف صمیم او زرین انځور خپل ځوابونه په یوه رساله کې لیکلی دی، چې نوم یې ورته (د پټي خزانې میزان رښتیا میزان دې؟) ایښې دې. دا رساله په ١٩٩٠ع کال ١٦٢ مخه په پیښور کې چاپ ده.

٣. ښاغلی محمد معصوم هوتک د دې لارې یو بل لاروې دې چې د ښاغلی مومند د اعتراضونو په وړاندې یې د ځواب موندلو څیړنې لا جریان لری. ده د دې لړۍ خپله لومړۍ مقاله په سپیدې کې چاپ کړې ده[xli] چې عنوان یې و ”پټه خزانه فی المیزان ته یوه کتنه.“

د ښاغلی هوتک د دې سلسلې بله مقاله خپلواکی مجلې خپره کړې ده.[xlii] د دې مقالې عنوان دې: د افغانستان په مطبوعاتو کې د هیواد او هواد پر کلمو یوه پخوانۍ خپره شوې مناقشه.

٤. د کوټې د سیمې نومیالې لیکوال عبدالکریم بریالې هم د دې میدان یو غښتلې دې. ده خپله لومړنۍ مقاله د: پټه خزانه یو ناقابل تردید حقیقت تر سر لیک لاندې بشپړ کړې ده، چې دا مقاله هم په سپیدې کې چاپ ده.[xliii]

٥. نومیالی لیکوال او شاعر ښاغلی همیش خلیل چې څنگه د ښاغلی مومند د دوو مقالو په باب مقالې کښلی وې، دغه راز یې د ده د کښلی کتاب: پټه خزانه فی المیزان په کتاب کې مستقل کتاب ولیکه، دا کتاب تول پارسنگ نومیږی، چې په ١٩٩٣ع کال په پیښور کې چاپ دې او په شپږو بابونو کې یې د ښاغلی مومند د کتاب د ډیرو برخو ځوابونه کښلی دی او څه چې پاتې دی د هغو د ځواب مټی یې هم رانغښتې دی او په دې سلسله کې د دوی یوه اوږده مقاله په جرس نومې پښتو مجله کې چاپ ده چې عنوان یې دې ”اشرف خان هجری-آزاد که قیدی؟“[xliv]

٦. د دې کرښو لیکوال: د ښاغلی مشر قلندر مومند د وروستۍ مقالې: ”کامل مرحوم او پټه خزانه“ ځواب ما لیکلې دې، چې دا ځواب بیا په لورلایی کې خپریدونکی تماس کې چاپ دې او ما دمخه په همدې لیکنه یو ځای کې اشاره ورته کړې ده. د گران مشر ښاغلی قلندر مومند د اعتراضونو په وړاندې د کښل شویو ځوابونو او یا شویو کارونو فهرست تاسې وکوت، له دې ځوابونو او کارونو څخه ښکاری، چې زموږ فرهنگی حلقات که د پښتو په هره فرهنگی حوزه اړه لری، د پټي خزانې په باب د دوی له نظریاتو سره موافق نه دی.

که د محمد هوتک د زوکړې د درې سوه دیرشمې کالیزې په مناسبت د جوړ شوي سمینار مقالې په پام کې وساتو (د دې سمینار زیاتې مقالې د پټه خزانه فی المیزان په رد کې لیکل شوې دی). نو د ښاغلی مومند د نظریاتو د مخالفینو لړۍ به اوږده شی.

بالمقابل د دوی له کتابه هم یو ځای نیم استفاده شوې ده، دا ډله کسان په افغانستان کې د پښتنو په باب ښه نظر نه لري، دوي د افغانستان په تمامیت، ملی حاکمیت، نامه، حیثیت او ملی مفاخرو بې باوره دی او د افغانستان د اوسیدونکو له قاطع اکثریت سره غیر واقعبینانه او له حقایقو لیرې د یو تنگ نظرانه نشنالستی طرز تفکر له مخې دښمنانه برخورد کوی، له دغو کسانو څخه ځینو د ښاغلی مومند اعتراضونه زموږ پر ضد استعمال کړی دی.[xlv] کوم ځوابونه چې ښاغلیو لیکوالو او څیړونکېو د ښاغلی مومند د اعتراضونو په ځواب کې وړاندې کړی دی، ځینې یې ښایی کمزورۍ او د استدلال ضعفونه ولری، خو په عام ډول چې څه د دوی د اعتراضونو په وړاندې لیکل شوی دی، په اسنادو متکی دی، له منطق، عقل او درایت سره مطابقت لري، حتیٰ کمزوری ځوابونه هم که څه نه وی، نو بې څه خو هم نه دي.

د ښاغلی مومند د کارونو په ارتباط د دې بیان په پای کې زما خپل معروضات دا دی:

١. هر کره کتونکی او څیړونکی چې هر اثر نقدوی، نو تر ټولو دمخه ورته په کار دی، چې خپل نقد او څیړنه د یو میتود په رڼا کې بشپړه کړی، د نقد اصولو ته پابند وی او د نقد د آدابو مراعات خپله وظیفه وبولی، د خپلي فریضې د اثبات له پاره شواهد او اسناد را ټول کړی او بیا د اسنادو له کره کتنې، تحلیل او تفسیر نه وروسته د مدعا د ثبوت خوا ته هڅه وکړی، نه دا چې کره کتونکی په خپل ذهن کې موضوع ثابته فرض کړی، د خپلی منلې ادعا لپاره دلایل پیدا کړي او مآخذ په خپل زعم تفسیر او تحلیل کړی او یا یې تحریف کړي او یا هم هغه اسناد چې د ده د فرضیې ضد دی، هغه و نه منی او یا ترې سترگې پټی کړی.

په ډیر تأسف باید ووایو چې د گران مشر قلندر مومند په لیکلی کتاب پټه خزانه فی المیزان کې له زیاترو یادو شویو مواردو نه عدول لیدل کېږی، لکه:

الف: پټه خزانه فی المیزان چې سړی په دقت ولولی، نو له ورایه دا خبره څرگندېږی چې ښاغلی لیکوال تر ټولو دمخه په خپل ذهن کې پټه خزانه یو جعلی (!) کتاب فرض کړې دې او بیا یې د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره دلایل را ټول کړی، اسناد یې په خپله خوښه تفسیر کړی دی او هغه اسناد چې د ده پر ضد دی، د هغو رد یې په داسی دلایلو کړې دې چې علمی او تحقیقی روش نه شی باله.

ب: د نقد آداب په ټول کتاب کې نه دی مراعات شوی، د نورو توهین، تحقیر او سپکاوې د دې کتاب په ټولو برخو خپلې وزرې غوړولی دی.

٢. پښتو یوه داسې ژبه ده چې په لس گونو لهجې لری، یوازې د افغانستان او سرحدی سیمو تر ٧٠ زیاتې لهجې یې پوهاند دوکتور زیار ثبت کړی دی[xlvi] که چېری د پښتونخوا لهجې هم ضبط شی، نو دا شمیره به نوره هم ډیره شی.

دغه لهجې ځینې خپلې ژبنۍ ځانگړنې لری چې یوه له بلې سره په ځینو برخو کې تفاوتونه ښیی. دا تفاوتونه د لغاتو او اصطلاحاتو د مفاهیمو په برخه کې او همدا راز د ځینو ځانگړو تعبیراتو په برخه کې لیدل کېږی.

د پښتو لاس ته راغلی زاړه متون که په دقیق ډول وپلټل شی، په زیاترو کې موږ د شاعر او لیکوال خپل لهجوی خصوصیات په داسی حد کې حتیٰ لیدلای شو چې دغه گړدودی ځانگړنې د بلې لهجې ویونکی ته نامفهوم او یا بل مفهوم ور تداعی کوی.

په دې برخه کې ډیر ښه مثال د خوشحال بابا کلیات دی، چې د خټکو د لهجې ځینې خاص ټکی په کې راغلی او متن څیړونکی یې چې زیاتره د نورو لهجو تابع خلک وو، د هغو خاصو لهجه یی ټکو پر مفاهیمو او تعابیرو نه دی پوه شوی، هغه برخې یې یا هغسې پریښی دی او که یې شرح پر لیکلې ده، نو یې غلطه لیکلې ده.

حاجی پردل خان خټک چې د پښتو اکېډمی، پیښور یو متقاعد غړې دې، دوی یوه ورځ په دې برخه کې له ما سره یو اوږد تفصیلی بحث وکړ چې دلایل یې د منلو وو او زموږ متن څیړونکی په دې برخو کې په حقه نه دی.

په سیمه ییز لحاظ د ویینو د مفاهیمو او تعبیراتو دغسی توپیرونو ته ارواښاد علامه حبیبی په خپله یوه مقاله کې داسې اشارې کوی: “کله کله سپک او رکیک کلمات هم اروو چې د ځینو نورو خواوو په محاوره کې هغه ښکنځل گڼل کېږی، تماس نیول، په گوته کول، گوته نیول او نور…“[xlvii]

له دې سربیره اوس د پیښور او کابل په پښتو کې ځینې داسې پښتو او حتیٰ د نورو ژبو دخیل کلمات په داسې مفاهیمو مروج دی، چې معناوې او مفاهیم یې یو له بله توپیرونه ښیی، د مثال په ډول د متاثر له دخیلې کلمې، چې موږ کوم مفهوم اخلو، هغه د پیښور د پښتو له مروج مفهومه څخه توپیر لری.

 د ښاغلی مومند په کره کتنه کې دغه اصل ته پاملرنه نه ده شوې.

٣. د ژبې د تحول اصل ته پاملرنه د دغسی آثارو په نقد کې مهمه بریښی. ځکه ژبه هم د تحول په درشل کې ولاړه پدیده ده، چې د پیړیو په پوړیو کې یې د لغاتو بڼه، مفاهیم، تعبیرونه او معناوی تغیر مومی.

که موږ د بښتو لیکلی آثار سره وپلټو، نو را ښکاره به شی، چې یو لغت په یوه پیړۍ کې یو شاعر او لیکوال په یو مفهوم استعمال کړې دې، په بله کې بیا د هماغه لغت معنیٰ تغیر پیدا کړې دې، د بلې پیړۍ په یو دیوان کې یې بڼه اوښتې ده.

ارواښاد سر محقق دوست شینواری (١٣٧٢ ﮬ ش مړ) په خپل فرهنک (زړه پانگه) دواړو ټوکونو کې دغسې لغات ډیر راوړی دی، چې معناوو او مفاهیمو او بڼو یې د پیړیو په اوږدو کې تغیر موندلې دې.

ښاغلی مومند صاحب چې پټه خزانه کې راغلی لغات تفسیر کړی دی، هلته یې د ژبې د تحول مسألې ته پاملرنه نه ده کړې، د مثال په ډول د هېواد لغت هغې معنیٰ ته دې پاملرنه کوی چه په ځینو متونو کې د لیرې ځای په مفهوم راغلې دې او په هغو متونو کې یې چې استعمال د وطن مفهوم ښندی، هغه بیا د اعتماد وړ نه بولی او د جعلی په سترگه ورته گوری، مگر دوی ته دا نه ده معلومه چې دا لغت د وطن په معنیٰ راغلې دې. دغه نارو ته توجه وکړئ:

                 

                 له زمریانو شوې خالی د هېواد درگې

                 نادرو کښې د سیدال میړنی سترگې[xlviii]

یا لکه:         

                 که زڼې پښتانه توریالی زڼې

                 په غزا ولاړو کرمان ته، تویوی اوس په پردو هیوادو وینې

د دغسې کلمو په لړ کې بله کلمه استوګنه ده، چې ښاغلی مومند پرې اعتراض لری او د پټي خزانې د جدیدیت نخښه یي بولی ( پټه خزانه فی المیزان، ١٢٣ مخ).

ما خپله په متونو، فرهنگونو او حتیٰ د معاصرې دورې په خپرونو کې د دې کلمې دغه وروستۍ لیکلې بڼې لیدلې دی: استوګنه، ستوګه ( د قاسم علی خان اپریدی خطی دیوان) استوګنه او هستوګه.

په متونو او خپرونو کې د دې اشکالو بڼې له پخوا تر اوسه مروجې دی او داسې نه دی شوي یوه بڼه یې یو وخت متروک شوې وي او بلې یې ځاې نیولې وی.

د دولمسې پیړۍ په متونو کې دا کلمه د استوگنه په بڼه راغلې ده؛ ښاغلی لیکوال همیش خلیل په تول پارسنگ (١٢٤-١٢٥مخونه) کې له قدیمه ادبه دا ډول نمونې خوندی کړې دی، له هغو نمونو سربیره، چې ښاغلی همیش خلیل راوړی دی، د محمدی صاحبزاده نمونه هم له ما سره شته، چې يې په خپل یو اثر مستغاث کې راوړې ده:

محمدی صاحبزاده ویلی دی:

                 گرانه شوه استوګنه اوس زما په څمکنو کې

                 زړه مي هسې بند دې لکه څوک په زولنو کې[xlix]

په دې ارتباط د یادونې بله خبره دا ده: په چا چې ښاغلی مومند د پټی خزانې د جعل کولو شک لری هغه په هغه مهال کې دا کلمه هستوګنه لیکله، نه استوګنه. (د طلوع افغان د حوت ١٠مه ګڼه، ١٣١٠ ﮬ ش کال) دغه رنگه ښاغلی مومند د کلمو ظاهری بڼې ته په ملرنه یو بل ځاې کاږی: ”څرگنده خبره ده، چې کام هم، لکه د کندهار، د قام د توری جدید صورت دې“ (پټه خزانه فی المیزان ١٦٧ مخ).

څنگه چې په پټه خزانه کې د بی بی زینبې له خوا ویلې شوې مرثیې په یوه بیت کې د قام پر ځای کام راغلې، لکه: ”ولاړ د کام پر نام و ننگ ونا“ دوی ترې دا نتیجه اخیستې چی دا کتاب جدید دې، مگر ښایی دوی ته به دا نه وه معلومه، چې حتیٰ د هوتکو د زمانې په تاریخی نارو کې کندهار، د قندهار په بڼه او قام د کام په بڼه راغلې دې، چې د پټي خزانې له ضبطونو سره یو شې دې، لکه:

                 که ولاړ دې شاه حسین د جنگ میدان کې

                 ده ویل کام به می راسی د نادر او ما به جنگ وی په میدان کې

یا:

                 که زمرې دې شاه اشرف د جنگ زمرې دې

                 شاه اشرف ته کام را نغې د نادر په اشرف خان ځکه برې دې

په دې بله ناره کې، قندهار:

                 که تېرې گورجی بیا کړې تېرې ناړې

                 یو میر خان و ځنې پاتې، میر خان هم اوس قندهار ته گرگین غواړي

                                                                                         (د خلکو سندرې ١٣٩ مخ)

د هوتکو په نارو کې د قندهار او کام بڼې هسې ضبط دی، لکه چې په پټه خزانه کې راغلی دی، نو د ”جدیدیت“ نخښه بیا په کې له کومه شوه، که ښاغلی مومند صاحب د غلجو پښتو متون او شفاهی ادبیات مطالعه کړی، نو بیا به ورته څرگنده شی، چې غلجی پښتانه (قام) وایی که (کام).

٤. د پټی خزانې غوندې یوې تذکرې نقاد باید د شرقی ادب له عنعنو او په خپله ژبه کې له دغه ډول روایاتو پوره خبر وی، که چېرې موږ د پښتو ادبیاتو حوزه یې مطالعه وکړو، نو به را ښکاره شی چې حتیٰ د پښتو د ولسی شاعرۍ معلوم ژانرونه د ټولو حوزو په فرهنگی حلقو کې معمول او مروج نه دې او نه هم ټول ژانرونه پیژنی او نه ادبی اصطلاحات په کې په یو ډول او یوه مفهوم استعمالیږی.

که به ښاغلی مومند ته د ادبی اصطلاحاتو او په ادپوهنې پورې مربوطې لرغونې عنعنې معلومې وای نو به یې هیڅکله دا نه لیکل چې: ”فارسی، پښتو، اردو او د مشرق په ځینو نورو ژبو کې هم شعر د بیت په معنیٰ استعمالیږی… د افغانستان محترم لیکونکی هم دا الفاظ عام طور سره په دې معنیٰ استعمالوي…“

                                                                                         (پټه خزانه فی المیزان ١٦٥ مخ)

د فارسی او پښتو په مورد کې خو دا مطلق حکم د مننې وړ نه دې، ښاغلې مومند صاحب دي د فارسی تذکرې او د شعر څیړنې پخوانی کتابونه وگوری چې هلته شعر د بیت په مفهوم استعمال شوې دې او که په عام مفهوم. په پښتو هم دغسې نه ده، لکه چې ده انگېرلې ده او نه دا موضوع د افغانستان په اوسنیو لیکونکېو اړه لری، بلکې د شعر د لفظ استعمال په عامه معنیٰ نه د بیت په معنیٰ په پښتو لرغونی ادب کې ډیر مثالونه لری، چې څو یې دا دی:

دولت (١٠٦٨ ﮬ ق حدود) ویلی دی:

                 ”هیڅ افغان ده غوندې شعر کړې نه دې“

 خوشحال بابا (١٠٢٢-١١٠٠ ﮬ ق)

                 ”چې لاف وهی د شعر“

 هجری (١٠٤٤-ﮬ ق):

                 ”چې یې شعر جهانگیر لکه د لمر دې:

                 ”په پښتو ژبه چې شعر چا بیان کړ“

                 ”د سکندر شعر له څه سره مخې کړم“

                 ”چې د چا شعر شمشیر د چا خنجر دې“

                 ”د مرزا شعر شمله بلکه افسر دې“

                 ”چې یې ما شعر منظور کړ معتبر دې“

                 ”نن یې وللې زمانې د شعر فر دې“

                 ”نه یې شعر سنجیده نه د باور دې“

د تیمور شاه معاصر بیدل:

                 ”یو نیم لفظ یې په شعر کې ښه مونده شی

                 نور له واړو صادر شوې پوچ بیان دې“

پیر محمد کاکړ:

                 ”جوړ په شعر کې رحمنٰ غیب اللسان دې

                 په دا څیر نه شته هر گز د انسان شعر“

شمس الدین کاکړ:

                 ”و به نه رسی په شعر له رحمانه“

رحمت داوی:

                 ”هر څوک شعر کا هم لاف د شاعرۍ کا

                 زه قربان تر شیرین شعر د مومند“

ښاغلی لوستونکی دې دا نمونې وگوري، چې په کوم ځاې کې د شعر لفظ د بیت مفهوم ښندی، بلکه پخوانو بیت ته بیت او شعر ته یې په عامه معنیٰ شعر ویلې دې. د بیت مثالونه:

خوشحال بابا:

                 د دیوان که می بیت، بیت سره حساب کړم

                 تر څلویښت زره به تیر شی په دا  کال

رحمن بابا:

                 په غزل کې خو دوه بیته انتخاب وی

                 د رحمان تمام غزل دې انتخاب

اخوند احمد (١١١٣ ﮬ،ق مړ)

                 ”شمایل مې له مخزن له دوو بیتو په پنځو کړ

خان علوم قاضی محمد غوث د احمد شاهی عصر عالم:

                 ”ممکن دې چې دا بیت اشارت شی…“[l]

د فتاوای احمد شاهی مترجم:

                 ”او هر بیت یې درد آمیز دې“

د احمد شاهی عصر بل لیکوال میا شرف ننگرهاری کښلی دی:

                 ”یعنی څښتن د بیت د شعر بهتر دي له څښتن د کوټې…“[li]

په لوړه نمونه کې د بیت او شعر دواړو مفاهیم څرګند دی، چې قدماوو بیت څه ته وایه او شعر څه ته، د محمد هوتک په پټه خزانه کې چې دا الفاط په کوم مفهوم استعمال شوی دی، هغه له قدیمو عنعنو سره برابر دی.

همدا راز په پټه خزانه د اشعارو د کلمې په استعمال هم ښاغلی مومند صاحب دا اعتراض کړې دې. دا کلمه هم په پښتو کې لرغونې نمونې لري، لکه:

هجری ویلی دی:

                 د اشعارو ملک یې همه په ژبه خپل کړ

                 عجب کړې په اشعار قلندر خان یم

٥. نقاد باید د خپلې ژبې د املا او لیک په ټول تاریخ پوه وي او دا ورته څرگنده وی، چې د دې ژبې لیک او املا د بشپړتیایی یون په بهیر کې کوم جریانونه لیدلی، څه تحولات او تغییرونه یې منلی اوسنۍ بڼه یي له کوم وخته رایج شوې ده؟ که نقاد ته دا ډول جریانونه نه وی ښکاره او د املاء د تحول تاریخ نه وی ور معلوم، نو به ضرور ووایی چې د پټي خزانې په خطی نسخه کې د (ځ) د گرافیم دغه شکل نوې دې ”او ځکه نو دا سروپ دروغ دی چې دا کتاب په ١٣٠٣ﮬ کې لیکلې شوې دې.“

                                                                             (پته خزانه فی المیزان، ١٧١مخ)

د (ځ) د گرافیم د دې بڼې د قدامت په باب ښاغلی همیش خلیل په تول پارسنگ کې، ښاغلی معصوم هوتک په خپله ځانگړې مقاله کې چې یې د محمد هوتک د سیمینار په هکله کښلې ده او استاد رشاد په خپل یوه ځانگړی یادښت[lii] کې دا ښوولی دی چې د (ځ) د گرافیم دغه بڼه په پښتو لیکدود کې اوس نه ده رواج شوې او پخوانۍ نمونه په پښتو خطی او قدیمو چاپی آثارو کې لیدل شوې ده.

د دغو ښاغلیو له مثالونو او اسنادو سربیره، په دې ارتباط دوه نور داسې سندونه ما ته معلوم دی چې د هغو لوړو یادو شویو ښاغلیو په راوړیو مثالونو او اسنادو کې نه دی راغلی، هغه دوه سنده دا دی:

١. د ښاغلی حمداللّٰه صحاف کندهاری په خطی مجموعه کې د قدیم طب یوه خطی نسخه شته، چې په ټول متن کې یې د (ځ) گرافیم همداسې لیکل شوې، لکه چې یې اوس موږ تاسې لیکو.

٢. د معلم عبدالعزیز دیوان د (فراق برادرانه) په نامه په ١٩٠٠ع کال په لاهور کې چاپ شوې دې. په ټول دیوان کې د (ځ) گرافیم په همدې اوسنی مروج شکل ضبط دې.

٦. هغه څوک چې پر پټه خزانه او یا دې خزانې ته ورته کتابونو نقد کوی او نقدونه یې د خظی نسخو په خصوصیاتو هم اړه ولری، نو بایده دی چې نقاد ته د خپل فرهنگ ټولې او یا زیاتره نسخې معلومی وی، د نسخه پوهنې له ځانگړنو او روشونو سره آشنا وی او د نسخه پوهنې په بیلا بیلو اړخونو کې د کافی تجاربو خاوند وی.

دا ډول تجارب بیا د دې اړه نه پیښوی چې ووایی: په خطی نسخو کې د هندسی نومرو موجودیت د کتاب د نویوالی بېلګه ده. که موږ یوازې د پیښور د کتابخانو موجودې پښتو خطی نسخې له نظره تیرې کړو، نو ډیرې داسې نسخې به په کې ومومو چې د پټي خزانې له خطی نخسې پخوانۍ یا یې همزولې دی، خو د هندسې نومرې لري.

٧. د کتاب د چاب د وخت پر اجتماعی، فرهنگی او سیاسی احوالو ځان خبر ساتل د دغسې آثارو د نقاد له پاره ضروری دی. د ښاغلی مشر قلندر مومند دا لیکنه: ”د دې کتاب په پاڼه پاڼه غلط روایات، غلط توجیهات او غلط واقعات بالاراده په دې غرض لیکلی شوی دی، چې د پښتو ادب د تاریخ په باب لوستونکی په غلط فهمیو کې مبتلا کړی چې د لیکونکېو یوې خاصې ډلې د خاصو مقاصدو دپاره خپلې کړی دی.“ د ډیر غور وړ ده:

الف: په دې کې شک نشته چې په پټه خزانه کې ځینې غلطۍ او ځینې ضعیف روایات شته، خو دا خبره به هیڅ با مسئولیته نقاد و نه منی چې د پټې خزانې پاڼه په پاڼه کې غلطۍ شته.

ب: غلطی اصلاً د سهوې او په یو شی د علم نه لرلو مولود وی. په ارادی ډول څوک غلطی نه کوی دا خبره د عقل او منطق سره سمون نه لری، ځکه هیڅوک به په زوره غلط مطالب په کتاب کې قصدي ځاې نه کړی.

ج: د گران مشر قلندر مومند د کتاب له لوسته خو دا ښکاری چې د ده په اصطلاح دا کتاب ارواښاد استاد حبیبی جعل (!) کړې دې. خو له لوړې اقتباسی توټې داسې ښکاری چې دې د لیکوالو یوه ډله په دې کار کې شریکه بولی او د دوی دا خبره د کتاب له ټولو استنتاجونو سره په منافات کې واقع ده. د تحقیق تقاضا خو دا وه چې دوی د دې ډلې نومونه اخیستی واې او بیا یې دا ښوولې واې، چې دغو ښاغلیو د خپلو دغو یا هغو ذاتی مفاداتو او مقاصدو پر بنا دا کتاب جعل کړې دې؟ زه خو خپله د ده له زړه نه یم خبر، چې په دې ډله کې څوک شامل دی؟ خو دا یو شخص چې ده په خپل ټول کتاب کې د ده په زعم د کتاب په جعل متهم کړې دې او ما یې دمخه یادونه وکړه. اوس به وگورو چې مرحوم استاد حبیبی له دې کتابه څه ذاتی فایده او چته کړې ده؟

زه د استاد حبیبی سوانحو او ژوند پیښو ته به پاملرنه ښاغلی مومند صاحب ته په ډیر صراحت دا عرض کوم، چې د دې کتاب پیدا کېدو او نشر د استاد په ژوند دوه توته اغېز هم نه دې کړې. ځکه استاد حبیبی د (١٣١٠ش-١٩٣١ع) کال په شاوخوا کې د طلوع افغان باصلاحیته مدیر و.

دې د خپل علمی استعداد، ادبی او فرهنکی ذوق او اخالصمندانه کار له جهته د خپل فعالیت په لومړیو کلونو کې داسې وځلید چې حتیٰ د شاهانو توجه ور واوښته، اعلیحضرت محمد نادر شاه غازی شهید (١٣١٢ ﮬ ش شهید) کابل ته غوښتې و او د ده کارونه یې ستایلی وو.

استاد حبیبی له ١٣١٠ﮬ ش نه تر ١٣١٩ ﮬ ش (١٩٤٠ع) پورې د طلوع افغان په چوکاټ کې دومره علمی او فرهنگی کارونه وکړل، چې نه یوازې د افغانستان، بلکه د سیمې په فرهنگی حلقو کې خلکو وپیژاند.

په دې دوران کې ده د رهنمای پښتو په لیکلو کې برخه واخیسته؛ سپیڅلې پښتو یې له ارواښاد لعل محمد خان کاکړ (١٣٥٩ ﮬ ش مړ) سره یو ځای ترتیب کړه، د پښتو شعر تاریخچه یې ولیکله (١٩٣٥ع) د خوشحال خان مرغلرۍ یې ترتیب کړې، د عبدالقادر دیوان یې ترتیب کړ، د عبدالرحیم هوتک او نورو شاعرانو په باب یې رساله ډوله مقالې ولیکلې او د احمد شاه بابا پر دیوان یې کار شروع کړ. دا کارونه او د ده علمی استعداد و، چې په ١٣١٩ ﮬ ش کال کې یې دې په کابل کې د پښتو ټولنې مشرۍ ته ورساوه.

د پتي خزانې تر پیدا کېدو او نشره دمخه دې د شهرت او منصب لوړو مدارجو ته رسیدلې و. تر کومه چې زه معلومات لرم د پټي خزانې د اول چاپ په وخت کې په افغانستان کې د حق الزحمې ورکړه باب نه وه.

د دوهم چاپ په وخت کې استاد په افغانستان کې نه و، د دریم چاپ شاهد خو یې زه یم، چې حتیٰ ده ته د دریم چاپ د مقدمې حق الزحمه هم چا ور نه کړه.

د معلوماتو مطابق له پټي خزانې نه، نه د دې کتاب برسیروونکې او نه د ښاغلی مومند په اصطلاح کومي ډلې د کوم ذاتی هدف یا مقصد له پاره څه استفاده کړې ده. که چا ته په دې برخه کې څه معلومات وی او یا سند ولری، لطفاً دې را وړاندې کړی.

لنډه دا چې د ښاغلی قلندر مومند نقد له مختلفو جهاتو ځینې کمبوتۍ او خلاوې لري، چې د پښتو ادب څیړونکی او نقادان نه شی قانع کولاې.

زما په عقیده بهتره دا وه چې ښاغلی مومند د کتاب د جعلی ثابتولو لپاره دلایلو د تراشلو پر ځاې پر دې کتاب واقعی نقد کړې واې، ښو ته یې ښه او بدو ته یې بد ویلې واې، دا کار به ابتکاری هم و او ارزښتمن هم.

د منکرانو په ډلگۍ کې له گران مشر قلندر مومند نه وروسته د ده د لارې دوه تنه پیروان هم ما ته معلوم دی چې پټه خزانه نه منی، هغه دوه تنه دا دی:

الف: ښاغلی زبیر حسرت: دې د پښتو ځوان لیکوال او شاعر دې. ښه ذوق او پشت کار لری او د فرهنگ په لار کې په هاند و هڅه بوخت دې. ما د ده په لیکونو کې یو ځای لوستی دی: ”خو که زه د لږ ساعت دپاره پټه خزانه صحیح ومنم…“[liii] د ښاغلی حسرت له دې لنډې یادونې ښکاری چې دی هم پټه خزانه نه منی، خو دا چې د نه مننې په باب یې کوم تشریحی بیان نه دې خپور کړې، نو ځکه زه پرې څه نه شم ویلاې.

ب: ښاغلی مشتاق مجروح یوسفزې: دا ښاغلې هم د پښتو له ځوانو لیکوالو او شاعرانو څخه دې. ده هم د ښاغلی مومند په پیروۍ ځینې مقالې لیکلی دی، دا مقالې تر اوسه چاب نه دی، خو ځینې یې د ساهو لیکونکېو د مرکې غونډې ته د نقد له پاره وړاندې شوي دي، په دې ارتباط ما د ده یوه چاپ شوې مقاله لیدلې ده، ده دا مقاله زما د هغه ځواب په وړاندې کښلې چې ما د ښاغلی مشر قلندر مومند د مقالې ”کامل مرحوم او پټه خزانه“ په ځواب کې کښلې وه. د ښاغلی مجروح صاحب د دې لیکني به باب زما توضیحات دا دی:

١. ښاغلی مجروح صاحب زما له مقالې یوه برخه اقتباس کړې او ویلی یې دی چې گویا هېوادمل له یوې خوا وایی چې په تحقیق کې شفاهی خبرې د سند په حیث نه شی منل کېداې او له بلې خوا یې له ارواښاد کامل سره د پټي خزانې په باب خپل بحث راوړې دې.

زه به ښاغلی مجروح ته دا عرض کړم چې که دې هغه مقاله په غور سره ولولی کوم استنتاج چې ده ترې کړې دې هغه ترې نه مرادیږی.

زه اوس هم وایم چې په تحقیق کې تش تایید او تردید هیڅ ارزښت نه لری. تش تایید او تردید که تحریری هم وی د بحث له پاره څه نشی وړاندې کولې نو ځکه یې هیڅ اهمیت نه شته، د مثال په ډول که یو سړې دومره ووایی، چې دغه یا هغه کتاب ښه دې یا نه دې او ووایی چې پټه خزانه نه منم. دا ډول تایید او تردید په څه نه ارزی. که له مشتاق صاحب نه هغه خبرې هیرې وي، زه به د خپلې هغې مقالې جمله دلته رواړم: ”شفاهی تایید او تردید که څه هم د یو ډیر لوی علمی شخص له خوا وی د یو اثر په ارزښت ټاکنه کې څه مؤثریت نه لري…“

اوس راځو له ارواښاد استاد کامل سره د پټي خزانې په باب زما د مخامخ خبرو موضوع ته.

گرانه مشتاق صیبه! ما په خپله مقاله کې ښوولی دی چې: ارواښاد کامل چې پر پټه خزانه په ١٩٥٢ع کال کوم لنډ خو جامع تنقید کړې و، هغه تر پایه پر خپلو خبرو ولار ؤ. کله چې د ١٩٧٩ع کال په اکتوبر کې ما ور سره د پټي خزانې په باب خبرې وکړې، نو یې د پټي خزانې په باب هماغه پخوانې د ١٩٥٢ کال نظر و.

د پښتو مجلې د مقالې لیکوال په باب چې ارواښاد کامل مومند ما ته څه ویلی وو هغه ما را وړی دي. که ما په دې برخه کې جزیی ترین تحریف کړې وی د قیامت په ورځ دې د استاد کامل لاس او زما گریوان وی.

گرانه مشتاقه! موږ پر مړیو تهمتونه نه تړو دا چې تا ویلی دی چې د پښتو مقالې د لیکوال په باب د استاد کامل تبصره یوه افسانه ده چې ستا په زعم ما جوړه کړې او ستا په تعبیر: ”دا افسانه د آصف صمیم زرین انځور او محترم همیش خلیل د کتابونو د لیکلونه پس جوړه کړې شوې.“

زه به درته ووایم چې تا په تماس کې زما مقاله نه ده لوستې، کې دي لوستې واې نو به دې دا خبره نه واې لیکلې. ما په خپله مقاله کې لیکلی دی:

”د استاد کامل دغو خبرو ته اته کاله دمخه (هغه وخت) ما د خوشحالنامې په مقدمه کې هم اشاره کرې ده.“ او بیا مې لیکلی دی: ”... ما یو خط استاد قلندر مومند ته ولیږه او له استاد کامل سره مې د پټي خزانې په باب دغه بحث په کې وکېښ.“

دا چې هغه مقاله دې په غور نه ده لوستې، نو زه به اوس درته ولیکم، چې د پټه خزانه فی المیزان له چاپ نه دوه کاله دمخه، د ښاغلیو انځور او صمیم د کتاب له چاپ نه څلور کاله دمخه او د ښاغلی مشر همیش خلیل، د کتاب له چاپ (١٩٩٣ع) نه اووه کاله دمخه ما په ١٣٦٥ش (١٩٨٦ع) کال د خوشحال نامې[liv] په مقدمه کې له استاد کامل سره د خپل دغه بحث په باب ځینې نکات نشر کړی دی او ښاغلی مشر قلندر مومند ته مې هم په یو لیک کې کښلی وو، اوس دې نو قضاوت ښاغلی لوستونکی وکړی چې افسانه کومه ده او حقیقت کوم دې.

ښاغلی مشتاق صاحب د خپلې لیکنې یو بل ځای لیکلی دی: “د رحمان بابا د تاریخ وفات په بحث کې محترم هېوادمل صاحب د نورو ډیرو کتابونو حوالې ورکړی دی، چې دغه قسمه تاریخي غلطۍ لري. په دې لړ کې د نورو کتابونو حوالې ورکول داسې دی، لکه څوک یو تن ته ووایی چې دا غلط کار یا جرم دې ولې وکړو او هغه په ځواب کې د نورو مجرماتو ذکر شروع کړی…“

دلته ښاغلی مشتاق پولیسی استدلال کړې دې هغه استدلالونه چې په پولیسی ادارو کې باب دی هغه د فرهنگی څیړنو پاک حریم ته لار نه لري.

ځینی ښاغلی دا استدلال کوی چې په پټه خزانه کې دا سنه یا هغه خبره غلطه راغلې نو فلهذا دا ټول کتاب غلط یا جعلی دې. ما د پښتو، دری (فارسی) او اردو د ځینو کتابونو نومونه اخیستی چې هلته هم د ځینو شاعرانو د زوکړې او مړینې نیټې غلطې راغلی دی، مگر هیڅوک دا نه وایی چې دا کتابونه جعلی دی.

که په ځینو غلطیو یو کتاب جعلی ثابتیدې شی، نو بیا د پښتو، فارسی او اردو په لسگونو کتابونه د فرهنگ او تحقیق له ساحې وزي او اعتبار یې ساقطیږی.

 په پښتو کې خو د لویو نه لوی محقق چې را واخلې په آثارو کې یې غلطۍ میندلی کېږی. ما پخپله هغه مقاله (تماس) او په دې حاضره مقاله کې د ځینو نورو کتابونو غلطۍ په دې نیامت ښوولی دی، چې په یو کتاب کې واردې غلطۍ هغه کتاب د جعلیت په معرض کې نه شی واقع کولای.

بیا ښاغلی مجروح صاحب د استاد کامل د انگریزی مقالې ځینې اقتباسات په انگریزی را نقل کړی دي خو اصلی خبره چې ما پرې بحث کړې دې او هغه د مقالې عنوان دې هغه یې نه دی کښلی او په ډیرې زیرکۍ یې داسې ځان ترې تیر کړې دې: ”...زه د مرحوم کامل مومند د هغې انگریزې مقالې کومه چې اول په ډان کراچې او بیا فرنټیر پوسټ پیښور کې چاپ شوی دی.“

د ښاغلی مجروح نه لکه چې زما هغه خبرې هیړې دی، ما هلته ویلی دی: ”دا عنوان له پټي خزانې نه د استفادې ضرورت نفې کوی“ د ښاغلی مشر قلندر مومند په مقاله کې د یادې شوې مقالې عنوان داسې ضبط دی: ”د مغلو په دور کې پښتو ادب“ زه بیا هم وایم چې دا عنوان له پټي خزانې د استفادې ضرورت نفې کوی. که ښاغلی مجروح صاحب زما په خبره یقین نه لری یو داسې چا نه دې پوښتنه وکړی، چې د معاصرو څیړنو له اساساتو خبر وی. که چا د تحقیق د اساساتو الفبا هم لوستی وی نو هغه به درته ووایی چې تر دې عنوان لاندې باید هغه ادبا او شعراء راشی چې د مغلو په دوران کې تېر دی.

ښاغلی مجروح د خپلې مقالې په ترڅ کې د توهینونو تر څنگه ما ته پیغور را کړې دې:

“په کار وو چې… د هغي کتابونو کوم چې تاریخی غلطۍ لری په ځاې د کلن توری په کوم چې په پته خزانه فی المیزان کې اعتراض شوې دې… او یا داسې نور اعتراضات چې د هغې جواب تر اوسه نه دې شوې…“

زه بیا هم ښاغلی لیکوال ته په ډیر احترام عرض کوم چې ما د تماس په مقاله کې پر هغو خبرو بحث کړې دې، چې د ښاغلی مومند صاحب په مقاله کې راغلی دی، ما د ده پر پټه خزانه فی المیزان هلته خبرې نه دی کړی. اوس راځو د پاتې اعتراضاتو او کلن خبرې ته. گرانه د پټي خزانې په باب د هیچا هیڅ ډول اعتراض به هم انشاء اللّٰه بې منطقی او علمی ځوابه نه پاتېږی. ډیر کسان لا تر اوسه هسي انتظار کوی، چې میدان ته ورغلی پهلوانان څه کوی؟ که نه له ډیرو کسانو سره پر دې موضوع د خبرو او څه لیکلو اراده شته. خیر دې تر هغه وخته به ستا مقالې هم چاپ شی او د نورو هم. بیا چې د چا قناعت بخښونکی ځواب نه و شوې، نو د هغه به ځواب کېږی، لږ حوصله وکړه، تحقیق او نقد د سړې سینې کار دې، نه د بیړې.

د کلن ځواب خو اوس در واخله. کلن چې په کومه بڼه په پټه خزانه کې راغلې دې، مثالونه یې په زړو پښتو آثارو کې موندل کېږی.

د پښتو نصاب الصبیان په یوه زړه نسخه کې ١٦ ځایه د کلن کلمه هسې راغلې، لکه چې د پټي خزانې په موجوده نسخه کې ضبط ده. دا مثالونه یې ولولئ:

                 ثنی خصې دې درې کلن                 رباعی څلور کلن

                 جذع ورې وی دوه کلن                   ثنی بولی درې کلن

ښاغلی مجروح زما په مقاله د خپلو اعتراضاتو په سلسله کې دا هم ویلی دی، چې ګوندی ما ته د ښاغلی قلندر مومند هغه مقاله نه وه معلومه چې په رحمٰن پوهنه کې چاپ ده. له دې خبرو ښکاری چې ښاغلی مجروح صاحب زما مقاله هیڅ نه ده لوستې. ما هغه مقاله کتلې ده، زما په مقاله کې یې یادونه شوې (تماس ٣-٣٨ مخ).

د ښاغلی مجروح اعتراض دا دې، چې د یونس په دیوان کې د رحمٰن بابا مرثیه ولې د (ش) په ردیف کې راغلې ده، دا باید د (ﮬ) په ردیف کې وای او بله دا چې ښاغلی بختانی په خپله مقدمه کې د غزل د ردیف تورې د (شه) پر ځای (شو) کښلې دې.

زه ښاغلی مجروح ته خواست کوم، چې دوی دې لطفاً د پښتو د څو مردفو دیوانونو خطی نسخې وگوری نو بیا به خپله ورته څرگنده شی، چې په زړه دریف بندۍ کې د دغسې ردیف لرونکې غزلې د (ش) په ردیف کې راغلي دی او که د (ﮬ).

بله د خدمتگار صاحب د ضبط موضوع ده، دا چې هغوی په کوم شکل ضبط کړې ده، دا د دوی خپل کار دې. خو دومره زه وایم، چې د (شه) فورم نسبت (شو) ته قدیم دې او په قدیمو آثارو کې هر ځای د (شو) پر ځای (شه) ضبط دې.

٤. په سرحد کې زمونږ ځیني داسې فرهنگیان هم شته، چې په کلیت کې د پټی خزانې وجود نه ردوی. مگر په شفاهی او تحریری ډول د دې کتاب په باب ځینې خبرې لری. اوس به د دغو ښاغلیو فرهنگیانو خبرې هم واورو او نظریات به یې وگورو چې دوی څه وایي:

الف: په دې ډله کې ما ته معلوم لومړنی سړی ارواښاد عبدالحلیم اثر(١٩١٠-١٩٨٧ع) دې، ده یوه مقاله لیکلې ده چې عنوان یې دې: ”پټه خزانه زما په نظر کې“ دا مقاله د پښتو اکېډمۍ پښتو مجلې په دریو قسطونو کې خپره کړې ده. اول قسط یې د ١٩٧٨ع کال د مۍ په گڼه کې خپور دې (٦-١٩ مخونه) دوهم قسط یې د ١٩٧٩ع کال د مارچ گڼه (١٣-٢٥ مخونه)، دریم قسط یې د همدغه ١٩٧٩ع کال د اپریل گڼه (٧-١٨مخونه) کې خپور شوې دې.

دا مقاله چې عنوان یې دي، پټه خزانه زما په نظر کې، خو په مقاله د پټي خزانې په ارتباط تشې دوې درې خبرې راغلې دی، نورې خبرې له عقل، منطق روایت او درایت نه لیرې بې سنده بحثونه دی چې د پښتنو د فرهنگ او تاریخ د څیړنو په لاره کې د ستونزو له پیدا کولو بل مفهوم سړې ځنې نه شي اخیستلای.

په دې مقاله کې د پټي خزانې په ارتباط دوه اعتراضه مطرح شوی دی، چې دلته به باندې خبرې وکړو.

١. په پټه خزانه کې محمد هوتک ځینې خبرې د شیخ کټه ”رح“ له کتابه اخیستی دی، چې هغه بیا دغه معلومات د محمد بن علی البستی له تاریخ سوری څخه نقل کړی دی. ښاغلی اثر له دغه محمد بن علی البستی نه د غزنوی عصر عالم او لیکوال ابوالفتح بستی جوړ کړې او بیا یې خپله په پټه خزانه اعتراض کړې دې چې د څلورمې پیړۍ د یو عالم یاد د ده په اټکل د ٤٠٤ ﮬ ق کال مړ ابوالفتح بستی په کتاب کې د شهاب الدین غوری د معاصر ښکارندوی احوال څنگه راتلې شی؟

بیا یې په پټه خزانه داسې تهمت لگولې دې:

”د محمد هوتک بیان تاسو واوریده، چې دې د تاریخ سوری د مؤلف نوم ابوالفتح محمد ابن علی البستی یادوی“ (پښتو، مۍ ١٩٧٨ع کال، ١٢ مخ).

پټه خزانه ستاسې په مخ کې پرته ده، پاڼه په پاڼه یې وگورئ، هیچېري هم د محمد بن علی البستی نوم ابوالفتح محمد ابن علی البستی نه دې راغلې (وگ: د پټي خزانې اعلام: ٢٩٠ مخ، متن ٣٢-٣٣-٥٠-٥١ مخونه).

بیا مرحوم اثر صاحب په خپله مقاله کې د دې سړی په باب په خپل زعم له محمد بن علی البستی نه ابوالفتح محمد بن علی البوری جوړ کړې دې. هیڅ سند یې هم نه دې ښودلې.

په تحقیق کې دا ډول خبرې د اذهانو له مشکوکولو پرته بله هیڅ معنیٰ نه لری. هغه څه چې مرحوم اثر په دې ارتباط په پټه خزانه پورې تړلی دی، هغه پټه خزانه کې نشته.

ابو الفتح بستی او محمد بن علی البستی دوه بیل شخصیتونه دی، چې د دوی تر منځ د دوو پیړیو په شاو خوا کې واټن موجود دې. دا چې مرحوم اثر له محمد بن علی البستی نه په خپله خوښه ابوالفتح بستی جوړ کړې او بیا یې ابوالفتح محمد ابن علی البوری بللې دې دا ټولې خبرې د ده د خپل ذهن ایجاد دې، په پټه خزانه اړه نه لری.

٢. ښاغلی اثر په پټه خزانه د خپلو اعتراضاتو په سلسله کې لیکلی دی: ”...د پټه خزانه د مؤلف په قول پخپله ښکارندوی په ٥٨٠ ﮬ ق ١١٨٤ع کې وفات شوې دې“ (پښتو یاده شوې گڼه ٩ مخ).

ما چې پټه خزانه ور پسې وکتله، دا خبره خو په دې کتاب کې نشته او د پټي خزانې هغه برخي چې د ښکارندوی احوال په کې ضبط دې، هلته گرد سره سنه او تاریخ نه دې راغلې (پټه خزانه دوهم چاپ ٤٨-٥٠ مخونه).

ارواښاد اثر پر پټه خزانه د دغه لگولی تهمت پر اساس بیا په پټه خزانه اعتراض کړې دې، چې هر کله ښکارندوی په ٥٨٠ ﮬ ق کال مړ وی نو بیا یې د سلطان شهاب الدین د هند د فتحې ستاینې څنگه وکړې؟ څڼگه چې په پټه خزانه کې دا خبرې نه شته او ښاغلی اثر خپله جوړې کړې دي، نو ځکه په پټه خزانه پورې مربوطو بحثونو کې نه شی مطرح کېدای. دا چې په همدې مقاله کې مرحوم اثر ښکارندوی او د ده پلار احمد ته خود ساخته سوانح جوړې کړې دی هغه په ده اړه لری او په ادبی څیړنو کې ځکه نشی مطرح کېدای چې پر سند مبنی نه دی.

دا مقاله ارواښاد اثر په ١٩٧٧ع کال په اپریل کې په لورلایی کې د پټي خزانې په باب یوې جوړې شوې غونډې ته وړاندې کړې وه. له دې مقالې نه سړې د هغې غونډې ماهیت درک کولای شی.

ما چې دا مقاله ولوسته، نو حیران په دې شوم چې پښتو اکېډمۍ دا مقاله څنگه چاپوله؟

ب: پروفیسور محمد نواز خان طایر زموږ د معاصر فرهنگ هغه ستورې دې، چې زموږ د فرهنگ پر بیلا بیلو ساحو یې د علم فضیلت او هنر رڼا خوره ده او په ډیرو ساحو کې د دوی له علمی صلاحیت او هنری ذوق او استعداد نه پښتنی فرهنگ ته ډیرې ګټې رسیدلې دی. جناب پروفیسور هم په دې ډله کې ولاړ دې چې له پټی خزانې یې استفادې کړی او د خپل غنیمت اثر روهی ادب په بیلا بیلو برخو کې یې د پښتو ادب پردې لرغونې تذکره اتکا کړې ده خو کله نا کله یې د دې کتاب په باب ابراز نظر هم کړې دې.

موږ اوس وگورو چې د دوی دا ابراز نظرونه تر کومې اندازې له موضوع سره د پرابلم د حل په برخه کې مرسته کولاې شی.

١. جناب طایر صاحب د خپل مشهور اثر روهی ادب په ځینو برخو کې له پټي خزانې د استفادې تر څنگه د پټي خزانې په باب کښلی دی: یو د تنازعي کتاب.[lv]

په دې بحث کې جناب طایر صاحب په لفافه کې د پټي خزانې په باب ځینې خبرې مطرح کړی دی، چې موږ به یې اوس په گډه سره وگورو:

الف: پیاوړی او ښاغلی لیکوال یوه خبره دا کړې ده، چې په پټه خزانه کې د الغ بیگ، بابر او پښتنو د کشمکش په باب کوم شعری اثر نه دې راغلې؟

زه خپل ښاغلي مشر لیکوال او محقق جناب طایر صاحب ته په ډیر احترام عرض کوم چې له استثنایی مواردو پرته که موږ شرقی تذکرې وګورو نو دا راته ښکاری چې شرقی تذکره نگارانو ته چې څه په لاس ورغلی، هغه یې په خپله تذکره کې اخیستی دی.

لیرې به نه ځو د پښتو اکېډمۍ دوه خپرې کړې تذکرې تیر هیر شاعران او پټ ستوری به ؤگورو. په دې دواړو تذکرو کې هغه شاعران راوړل شوی، چې مؤلفینو د هغو په باب معلومات تر لاسه کړی دی.

د پښتو له سیاسی، ملی ژوند سره د مربوطو د وروستیو دوو پیړیو د جریانونو په ارتباط د ایجاد شویو ادبیاتو او د دغو ادبی آثارو د ایجادوونکېو یاد گرد سره په کې نه شته.

بله خبره په دې ارتباط دا کېدای شی چې تذکرې خو د یو ملت سیاسی، اجتماعی تاریخ نه دې، چې ضرور باید د ملت له سیاسی، اجتماعی ژوند سره مربوطې ټولې پیښې په کې منعکس شی. د پټي خزانې مؤلف چې څه موندلی هغه یې په خپله تذکره کې اخیستی دی. هغسې چې موږ له تذکرې نه د یو قوم د سیاسی، اجتمعاعی تاریخ د وقایعو د ثبت توقع نه شو کولای، دغسې ترې د ادبی تاریخ هیله هم نه شی کېدای، ځکه کېداې شی یو تذکره نگار په خپله تذکره کې داسې شاعران راوړی وی چې د هغې ژبې د ادبی تاریخ په یوه مشخصه دوره کې ځانگړی پړاو پورې مربوط شاعران نه وی راوړی؟ اما بالمقابل ادبی مورخ مجبور دې چې هغه د یوې ژبې د ادبیاتو د تاریخ ټولې دورې په پام کې ولری.

که د محمد هوتک په پټه خزانه کې د پښتنو او الغ بېگ، بابر د واقعاتو په اړه کوم شعر نه دې راغلې او یا دې واقعاتو ته کومه اشاره په کې نه شته، د تذکره لیکنې اساساتو ته په پاملرنه موږ کوم اعتراض پرې نه شو وارودلې، تر کومه ځایه چې ښکاره ده، د هغو واقعاتو په باب تر اوسه بل ځاې هم څه نه دی پیدا شوی او یوازې هغه څو کوچنۍ منظومې شته چې په تواریخ افاغنه کې ضبط دی.

موږ تر اوسه پوری د هغو واقعاتو په باب د کوم ځانگړی نظم په پیدا کولو لاس بری شوی نه یو.

ب: په روهی ادب کې لولو: ”محمد هوتک د لرغونو پښتنو شاعرانو په تذکره کې د رحمان بابا د دې شعر څه اثر مرتب کېږی. دا هم یوه لمحه فکریه ده، هغه وایی:

                 یو کتاب په سړه بن کې چاو نه کړ

                 بې رحمانه چې یې وکړو دا کتاب

حالانکې د محمد هوتک په تذکره کې اکثر پښتانه شاعران هغه د وینا مطابق سړبنی دی. په لوړو خبرو کې دا خبره هم بحث طلبه ده چې د پټي خزانې اکثر شعراء سړبنی دی، ما ته خپله داسې نه ایسی په پټه خزانه کې راغلی پښتانه شعراء په بیلا بیلو پښتنی قبیلو اړه لری، ډیر په کې غلجی (متوزی) پښتانه دی.

اوس راځو د عبدالرحمن بابا یادونې ته چې ځان په سړه بن کې لومړنی سړی ګڼی، چې کتاب یې جوړ کرې دې. که چېرې موږ د پښتنو په اتنیک کې سړبن د یو social group په حیث ومنو، لکه چې رحمن بابا یې یادونه کړې ده، د پټي خزانې شاعران خو پریږده حتیٰ چې ارزانی خویشکی هم باید د شاعرانو له ډلې وباسو، ځکه ارزانی خو هم په قبیله یی لحاظ د سړه بن په گروپ کې شاملیږی.[lvi] حال دا چې د رحمن بابا له زوکړې ډیر دمخه یې دیوان څه چې د خپلو منظوماتو کلیات تهیه کړی دی. د مومندو په قبیله کې تر رحمن بابا دمخه په دکن کې اوسیدلې قلندر مومند نومی شاعر خپل دیوان ترتیب کړې و.

ما ته د رحمن بابا په دیوان کې لوړه یادونه له شاعرانه تصلفه پرته بل څه نه ښکاری او په ادبی څیړنو کې باید اتکاء پر و نه کړو.

دغسې یادونې په نورو آثارو کې هم موندل کېږی. مگر د استناد وړ نه دی، د مثال په ډول، کامگار خان خټک په عقایدو کې یوه پښتو مثنوی لری چې په ١١٣٧ ﮬ ق کې یې له ترتیبه فارغ دی، ده د دې مثنوی په یوه برخه کې ویلي دی:

                 عقاید په خپله  ژبه

                 هر چا کړی وو طالبه

                 په پښتو نه وو چا کړې

خو پښتانه محققین په دې پوهیږی چې د کامگار دا خبرې هسی بابیزې دی او له کامگاره ډیر د مخه اخوند درویزه ننگرهاری (٩٤٠-١٠٢٨ﮬ ق) په پښتو د عقایدو رسایل ترجمه کړی دی.

زموږ په معاصرو پښتنو کې پیر بخش نومی د ”زمونږ محمد نبی“ په نامه د اسلام د ستر پیغمبر په سیرت کې یو کتاب کښلی دې، چې د مقدمې له کښلو یې د ١٩٣١ع کال د جنوری په ١٢مه فارغ شوې دې. ده د دې کتاب په مقدمه کې لیکلی دی: ”ډیره د افسوس خبره ده، چې اوسه پورې په پښتو کې یو کتاب هم د حضرت محمد صلی اللّٰه علیه و سلم د مبارک ژوند په حالاتو نه دې لیکل شوې.“

حال دا چې په پښتو کې سیرت لیکنه درې درې نیم سوه کلنه سابقه لری. اخوند قاسم پایین خیل شینواری په فواید الشریعت کې څو بابه د حضرت محمد صلی اللّٰه علیه و سلم سیرت ته وقف کړې دی او محمد خان ځمند ملتانی خو د حضرت پیغمبر صلی اللّٰه علیه و سلم پر سیرت د ٢١ بابو بشپړ کتاب لیکلې دې، چې نوم یې دې جامع الانوار او په ١١١٨ ﮬ ق کال یې له تالیفه فارغ شوې دې. له دې سربیره د پیر بخش صاحب له کتاب دمخه ”زما رسول پاک“ په نامه کتاب په لاهور کې چاپ شوې و. که چېرې مونږ د پیر بخش خبره ومنو نو تر ده دمخه د دې ساحې له ټولو لیکلیو کتابونو باید سترگې پټې کړو.

په فارسی ادب کې هم دغسې مثالونه شته، چې ځینو دغسې خبرې کړی دي، لکه دولت شاه سمرقندی چې د خپلې تذکرة الشعراء په مقدمه کې ویلی دی: ”… القصه تاریخ و تذکرۀ ابن طایفه را هیچ آفریده ی از فضلا ضبط ننموده.“[lvii] خو د فارسی ادب محققین په دې پوهیږی چې د دولت شاه دا خبرې سمې نه دی، ځکه تر دولت شاه دمخه عوفی لباب الباب په نامه تذکره کښلې چې د فارسی شاعرانو غنیمت تذکره ده.

د روهی ادب په مغتنم کتاب کې د پټي خزانې په باب د لوړو یادونو د توضیح تر څنګه زما بله یادونه دا ده، چې که د روهی ادب فاضل مؤلف د ښاغلی مشر قلندر مومند د مقالې پر اساس پټي خزانې ته متنازع کتاب وایه، نو د تحقیق تقاضا دا وه، چې دوی د ښاغلی مومند د مقالو په ځواب کې د کښل شویو مقالو یادونه هم کړې وې.

د مثال په ډول د روهی ادب تر لومړی چاپ دمخه د ښاغلی قلندر مومند په ځواب کې پروفیسور سیال کاکړ مقاله کښلې وه او د مومند او کاکړ د مقالو په ارتباط بیا ښاغلی لیکوال او درانه شاعر عبدالرحیم مجذوب مروت مقاله کښلې وه، د روهی ادب د دوهم چاپ په وخت کې خو بیا په دې ارتباط له دواړو خواوو ډیر څه چاپ وو.

ښاغلی مشر جناب پروفیسور طایر صاحب په خپلو دوو مصاحبو (مرکو) کې هم د پټي خزانې په باب څه څرگندونې کړی دی، اوس به گورو چې دا څرگندونې او یادونې څه لری؟

الف: فاضل طایر صاحب د پښتو له ځوان لیکوال او شاعر ښاغلی حنیف خلیل سره یوه مرکه کړې ده په دې مصاحبه کې یې د پټي خزانې په باب دوې داسي خبرې کړې دي، چې سپینول یې د موضوع له روښانولو سره مرسته کوی.

د استاد طایر لومړۍ خبره دا ده: یو وخت جونز آرنولډسن کابل ته ته، نو ما ورته ویلی وو چې ته لاړ شه، په کابل موزیم کې د پټي خزانې نسخه وگوره خو هغه ته چا دا نسخه نه وه ښوولې.

زه باید په ډیر احترام استاد طایر ته عرض وکړم، چې د پټې خزانې نسخه هیڅکله هم په کابل موزیم که نه وه. دا نسخه په اول کې د پښتو ټولنې ملکیت ؤ، بیا د دې ټولنې له ډیرو نسخو سره د مطبوعاتو د مستقل ریاست عامه کتابخانې ته انتقال شوه او د عامه کتابخانې په خطی مجموعه کې چې د خطی کتابخانې په نامه یادیده محفوظه وه او بیا چې کله د ارواښاد سردار محمد داؤد په زمانه کې د افغنستان ملی آرشیف جور شو، خطی کتابخانه آرشیف ته انتقال شوه او د پټي خزانې نسخه اوس د افغانستان په ملی آرشیف کې خوندی ده.[lviii]

د پټي خزانې خطی نسخه که په خطی کتابخانه کې وه او که په آرشیف کې په وترین کې د نندارې لپاره ایښودل شوې وه، لیدو یې ممانعت نه درلود.

په دې مصاحبه کې دوهمه خبره دوی دا کړې ده چې د پټی خزانې خط د هغې رسالې له خط سره یو شې دې، چې له کندهاره به چاپیدله.

په دې خصوص کې هم زه په ډیر ادب استاد طایر ته عرض کوم، چې ”که شپه تیاره ده مڼې په شمار دی“ د پټي خزانې خطی نسخه موجوده ده، دغه نسخه  جنساً په ١٣٥٤ش-١٩٧٥ کال کې چاپ شوې ده، د طلوع افغان کولکشنونه هم شته، خط او خطاط یې ښکاره دې، له کندهاره د خپریدونکې پښتو مجلې کولکشنونه هم زموږ په واک کې دی.

له کندهاره خپاره شوی د خوشحال خټک او عبدالقادر خټک دیوانونه هم شته، د ارواښاد استاد حبیبی په خط چاپ شوې د طبقات ناصری متن هم په کتابخانو کې موندل کېږی.

دا ټول خطونه د هر چا او هر ډول فنی او علمی ازمیښتونو په خدمت کې دی، د دې ټولو خطونو خطاطان معلوم خلک دی، د پټي خزانې د دریمی لاس ته راغلی نسخې خطاط هم معلوم سړې دې.

٣. د پښتو نومیالی لیکوال پروفیسور عبدالرؤف نوشهروی چې د ساینسی مضامینو په پښتو کولو یې پښتو ته ډیر څه ورکړی او د پښتو په علمی کولو کې یې خپله ونډه تر سره کړې ده. دوی د پښتو نثر د ارتقا په نامه یوه رساله هم کښلې ده. په دې رساله کې یې د پټي خزانې پر متن له استناد سربیره د خپلې رسالې د یو مخ په حاشیه کې د ښاغلی لیکوال قلندر مومند د مقالې په استناد (پښتو مارچ ١٩٧٦ع) ویلی دی:

عبدالحی حبیبی وایی چې دا کتاب هغه ته علامه عبدالعلی ور لیږلې و، مگر هغه دا اعلان هغه وخت کړې و (چې هغه مړ و)[lix] بله خبره یې د لغت او رسم الخط هم کړې ده او دا یې هم ویلی دی چې حبیبی مړ دې، چې خپله صفایی وکړی.

زموږ دغه ښاغلی مشر چې کله خپله رساله لیکله هغه وخت د ښاغلی قلندر په ځواب کې په کابل، پیښور او کوټه کې ډیر څه چاپ شوی وو. که د کابل او کوټې پر خپرونو ورته     لاسبرې څه گران و نو په همدې پښتو مجله کې د ښاغلی لیکوال او شاعر جناب همیش خلیل دوې مقالې چاپ وې، که دوی هغه دوې مقالې کتلې وې، نو زما به فکر د دې حاشیې د لیکلو ضرورت به یې نه و حس کړې.

زه خپل دغه گران مشر ته په احترام لیکم، چې له ارواښاد علامه عبدالعلی نه د پټي خزانې د خطی نسخې د تر لاسه کولو جریان ارواښاد حبیبی کښلې دې او په تاریخی پلټنې نومي مجموعه کې چاپ دې. د رسم الخط په برخه کې باید عرض شی، چې د پټي خزانې د دریمی نسخې رسم الخط او د خطی نسخې نور خصوصیات د هماغه وخت له نورو خطی نسخو سره سل په سلو کې یو شان والې لری، کومه علمی ستونزه په کي نه لیدل کېږی.

د لغاتو مسأله هم دغسې در واخله، که ښاغلی مشر پروفیسور نوشهروی په ١٩٧٦ع کال اولس مجله کې د ښاغلی مجذوب صاحب مقاله لوستې وای نو به یې دا خبره نه کښله، چې د لغاتو له پلوه په دې کتاب کې څه مشکل شته.

بله خبره دا ده چې دوی خپله نه د رسم الخط او نه هم د لغت په برخه کې کوم مشخص پرابلم ته اشاره کړې ده.

٤. د دې ډلې بل عالم زموږ گران مشر او سپین ږیرې محقق او استاد پرفیسور تقویم الحق کاکاخیل دې، دوی د پټي خزانې په باب د منکرانو موقف نه تایید وی. خو د پټي خزانې په باب ځینې خبرې هم لری، چې کله نا کله یې په ځینو خصوصی مجالسو او مرکو کې مطرح کوی او له راډیو پیښور سره په خپله یوه مرکه کې یې هم ځینې دغسې خبرې کړي دي، د پروفیسور تقویم الحق کاکا خیل په خبرو ځینې عمده ټکې دا دی:

الف: له راډیو پیښور سره: د پټي خزانې څه اساس نشته، خو دا چې دا کتاب د وخت پاچا په امر لیکل شوې دې نو مؤلف چې څه پیدا کړی، هغه یې هم راوړي دي او چې څه یې نه دی موندی، نو به یې جوړ کړی وی. ده خپلو دغو خبرو ته د مستشرقانو د وینا استناد هم ورکړ او وې ویل چې مستشرقانو هم دغسې خبرې کړي دي.

د خپل گران مشر تقویم صاحب حضور ته په ډیر احترام عرض کوم چې په معاصرو مستشرقانو کې د پښتو پوهانو امام پروفیسور مورگنستیرنه (١٩٧٨ع مړ) په ١٩٦٧ع کال کې په صراحت دا ویلی دی چې پټه خزانه نه د حبیبی ایجاد دې او نه د محمد هوتک جعل.

د ده په قول په دې خزانه کې د پښتو ادب ځیني داسي زاړه توکی شته چې اختراع یې د حبیبی او هوتک له وس وتلې خبره ده.

د شک کوم اظهار چې نوموړی فقید مستشرق کړې دې، هغه د امیر کروړ د ویارڼې پر ژبه دې هغه ته دا ژبه هومره زړه نه ده ایسېدلې. خو د مستشرقانو اشتباه دا ده چې دوی د پښتو ژبې د تحول تاریخ د اروپایی ژبو د تحول د تاریخ په کچ مېچ برابر ارزیابی کړې دې، حال دا چې د ژبې تحول مجرد نه ارزیابی کېږی، بلکه د ویونکو له اقتصادی، اجتماعی انکشاف سره په انډول کې کتل کېږی. که چېرې څوک د پښتنو له اقتصادی اجتماعی پرمختیا سره په تناسب کې د دوی د ژبې تحول هم وڅیړی نو دا به ورته ښکاره شی چې د امیر کروړ ژبه نوې نه ده.

د امیر کروړ سوری د ژبې په برخه کې دغسې اشتباه ښاغلی لیکوال او عزتمند شاعر ښاغلی عبدالرحیم مجذوب مروت ته هم پیښه ده. دوی په خپله یوه مرکه کې ویلی دی چی: ”د امیر کروړ د چاربیته نما شاعرۍ ژبه نسبتاً ماډرن ده…“ (پلوشه کراچې، ١٩٩٥ ع کال د دسمبر گڼه، ٢٢ مخ).

زه خپل دغه مشر ته په ډیر درناوی عرض کوم چې د امیر کروړ شعر نه چار بیته نما دې او نه هم چار بیته، بلکه دا په یو داسې لرغونی شعری قالب کې ویل شوې دې، چې پښتنو له آریایی ژبو اخستې دې او چار بیتې له دغو زړو شکلونو یا لرغونو سندرو نه اوسنۍ بڼې ته انکشاف کړې دې د ژبې په باب یې ما خپل معروضات د مخه بیان کړی دی.

ب: استاد تقویم الحق کاکا خیل په خپله یوه بله مصاحبه کې ویلی دی، چې په پټه خزانه کې راغلی ځینې اشعار دومره قوی دی، چې تناسب یې له روښانی آثارو سره په انډول کې راتلای نه شی او په دې برخه کې سړې له یو پرابلم سره مخ کېږی؟ دا یوه ډیره ښه پوښتنه ده او بایده دی چې خبرې باندې وشی. دا مسأله موږ داسې توضیح کولاې شو:

ادبیات او د ادبیاتو د رشد مسأله د جامعې د پرمختگ، په شا تگ او په جامعه کې له وارد شویو اجتماعی، اقتصادی او سیاسی تحولاتو سره په ارتباط کې مطالعه کېدې شی او دغه عوامل گرده موږ د ادبیاتو د رشد او په شاتگ پر مسأله مؤثر ارزیابی کولاې شو. د دغسې تحولاتو تر اغېز لاندې د پښتو ادب هم لوړې او ځوړې لیدلی دی او د نورو ژبو په ادبیاتو کې یې هم مثالونه موږ پیدا کولاې شو لومړې به له پښتو ادبه مثالونه راوړو او بیا به د نورو ژبو له ادبیاتو.

١. د یوولسمې پیړۍ له دوهمې نیمایی د دولسمې تر پایه پورې دوره د پښتو ادبیاتو د رشد لپاره یو طلایی دوره ده، په سلگونو دیوانونه په دې مهال کې را منځ ته شوی دی، هومره موضوعی شکلی او هنری پرمختیا او پراختیا چې پښتو ادب په دې دوران کې موندلې ده، په نورو دورانونو کې یې مثال نه شی موندلاې، که خبره لږ څه ساده کړو، له خوشحال بابا (١٠٢٢-١١٠٠ ﮬ ق ژوندې)ترپیر محمد کاکړ(۱۲۱۶ هـ ق ژوندې) پورې زمانه کې، چې پښتو غزل، قصیده او نور شعری اصناف کومه ښکلا، هنری قوت، صلابت او متانت لری، هغه د دیارلسمې پیړۍ په غزل او نورو شعری اصنافو کې نشته، د دیوانونو د ترتیب کوم نهضت چې د یوولسمې او دولسمې پیړۍ په جریان کې د پښتو په فرهنکی حلقو کې موجود شوې و، په دیارلسمه پیړۍ هغه سرو صورت نه لری.

د دیارلسمې پیړۍ شاعران اکثر د جنگنامو، خوابنامو، فالنامو او نورو دینی موضوعاتو او په تیره د قصصو په نظمولو بوخت ښکاری.

په دیارلسمه پیړۍ کې چې کوم دیوانونه منځ ته راغلی (له استثنایی مواردو پرته) د دغو دیوانونو هنری ارزښت د دولسمې پیړۍ د شاعرانو د دیوانونو په څیر نه دې او د دیارلسمي پیړۍ په وروستیو کې پښتو غزل د هندی موسیقی د مقامونو په دام کې ونښت او د هغه وخت اکثر پښتو غزلونه په دې مقامونو کې وویل شول.

که چېرې موږ په دیارلسمه پیړۍ کې ایجاد شوی پښتو آثار د مخنیو دوو پیړیو له آثارو سره د کمیت، کیفیت، د پرداخت د شیوو، موضوعی او هنری ارزښتونو له پلوه مقایسه کړو، نو په ښکاره ډول راته د انکشاف پر ځاې انحطاط را تر سترگو کېږی، نو دلته هم باید موږ دا سوال وکړو چې د دیارلسمې پیړۍ شاعرانو په پښتو ادب کې د ادبی پرمختیا د ځینو غنی تجربو له موجودیت سره سره، ولې هسې آثار ایجاد نه کړل، لکه د یوولسمې د اواخرو او د دولسمې پیړۍ شاعرانو چې ایجاد کړې وو.

د یولسمې او دولسمې پیړۍ په جریان کې په پښتو ادب کې پرمختگ هم د ځینو عواملو مولود دې او د دیارلسمي پیړۍ نه پرمختک هم څه عوامل لری چې څیړل یې د دې لیکنې کار نه دې، خو څه چې په دې برخه کې په ویلو ارزی هغه دا دی چې د یوې ژبې او یو قوم د فرهنگ د ایجاد او تحول د تاریخی سیر په مطالعه کې د ارتقا او تنزل ځینې مراحل سړې لیدلې شی.

٢. که چېرې موږ د پښتو ادبیاتو د ایجاد، پیدایښت او ودې مسأله د سیمو په لحاظ ارزیابی کړو، بیا هم موږ ته ښکاری چې د پښتو ادبیاتو وده په ټولو پښتنی سیمو کې یو ډول نه وه او نه ده. راځئ چې دا موضوع په مثالونو کې توضیح کړو.

لومړې مثال: که چېري موږ په سیمه کې د پښتو ادبیاتو د پیدایښت درې عمده حوزې فرض کړو: اوسنې افغانستان، سرحد او بلوچاستان د تاریخ په اوږدو کې په دې سیمو کې د پښتو ادبیاتو د رشد مسأله یو ډول نه وه او نه ده.

په یوه سیمه کې پښتو تحریری ادبیاتو وروسته وده موندلې ده او یا وروسته پیدا شوی وی اما په یوه بله سیمه کې یې دمخه د رشد مراحل طی کړی دی، دا وړاندې وروسته والې د یو لړ عواملو مولود دې، چې د ادبیاتو د ایجاد د سیمو د سیاسی، اجتماعی، اقتصادی او فرهنگی شرایطو دننه مطالعه کېداې شی او دا ناممکنه خبره ده، چې ادبیات دې په ټولو سیمو کې یو وخت ایجاد شی او یو وخت دې وده ومومی او د یوې حوزې خلک دي د بلې حوزې له ادبی تجربو خبر شی.

دوهم مثال: که د دغو فرهنگی حوزو دننه موږ بیلا بیلی سیمې د ادبیاتو د رشد د مسألې له پلوه وڅیړو د دغو حوزو دننه هم موږ دغه ډول نا انډولۍ او نامتناسب او غیر متوازن حالت لیدلې شو، لکه: د افغانستان دننه کندهار، ننگرهار، کابل او پښتیا کې د پښتو ادبیاتو د پیدایښت زمینې او د رشد شرایط یو ډول نه دی.

هغه مقام چې کندهار لری هغه د دې نورو سیمو په برخه نه دې، ننگرهار او کابل هم په خپلو کې سره تفاوتونه لری او پښتیا چې د شفاهی ادبیاتو لرغونې نمونې او غنی ذخیره په کې شته، مگر د لیکنیو ادبیاتو د پیدایښت زمینې په کې ډیرې وروسته پیدا شوي دي.

قدیم ترین اثر چې له دې سیمی لاس ته راغلې هغه د طالب رشید د گل صنوبر قصه ده، چې د دولسمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه اړه لری.

په ټوله دیارلسمه پیړۍ کې موږ په دې سیمه کې یوازې یو د دیوان خاوند شاعر لرو چې هغه احمد ځدراڼ دې.

په سیمه ییز لحاظ پښتو تحریری ادبیاتو په څورلسمه پیړۍ کې په پښتیا کې د رشد زمینې پیدا کړي دي. د دې خبرې علتونه دا دی چې په دې سیمو کې د سواد د خوریدو پروسه وروسته پیل شوې ده او دا سیمه په جغرافی لحاظ غرنۍ او د پرمختگ په لحاظ له نورو پښتنی سیمو وروسته پاتې وه.

دغه رنگه د پیښور، هشنغر، اکوړي، مردان، سوات او هم په جنوبی اضلاعو کې ان تر ډیرو پورې پرتو سیمو کې د پښتو تحریری ادبیاتو د پیدایښت او رشد زمینې یو ډول نه دی. دغسې بلوچستان هم در واخلئ.

نو که چېري په یوه سیمه کې پښتو ادبیاتو ته د رشد زمینې دمخه پیدا وې او د نورو سیمو وروستی ادبا له لرغونو ادبی تجربو نه وی خبر او یا یې نمونې نه وی ور رسیدلی دا به د دې معنیٰ نه لری چې موږ دې په لرغونو نمونو شک وکړو. موږ د شلمې پیړۍ د اواخرو له شتو آسانتیاوو سره سره اوس په ټولو فرهنگی حوزو او بیا د هرې حوزې له ادبی تجربو او پرمختگونو نه یوو خبر، نو که زموږ پخوانی په نشتو وسایلو او صعب العبور و اوږدو غرنیو لارو کې له یو بل نه نه وو خبر او یا د یو او بل له آثارو نه وو خبر او یا لرغونې ادبی تجربې مو یو بل ته نه وې ور رسیدلې نو دا کومه د هیښتیا خبره نه ده. ما سره ډیر داسي اسناد شته چې د پیښور او شاوخوا سیمو دننه ډیر اوسیدونکی شاعران او لیکوال یو له بله او یا د یو او بل له آثارو نه وو خبر.

٣. له پښتو که تیر شو، په فارسی ادبیاتو کې هم صورت حال دغسې دې، لکه چې ما دمخه تشریح کړ. د مثال په ډول فارسی ادب چې کوم رشد په سامانی، غزنوی او سلجوقی دورانونو کې موندلې و، د مغلو په راتگ سره په فارسی ادب د فتور یوه دوره راغله او کوم ادبیات چې د مغولو د تاړاکونو په زمانه کې منځ ته راغلی د مخنیو دورانونو له ایجاد شویو آثارو سره په هیڅ لحاظ سیالی کولې نه شی، دغه رنگه د فارسی ادبیاتو د رشد په دریو ژوندیو او فعالو حوزو افغانستان، ایران او تاجکستان کې د فارسی ادبیاتو د پیدایښت او رشد زمینې او شرایط یو له بله ډیر توپیرونه سره ښیی.

ج: جناب میا صاحب پروفیسور تقویم الحق کاکا خیل په خصوصی محافلو کې د پټي خزانې په باب بل سوال دا مطرح کوي چي د پټي خزانې مؤلف د شاعرانو د نمونو په انتخاب کې دا اهتمام کړې دې چې په خپل کتاب کې د اشعارو څه داسې نمونې انتخاب کړی چې د بیلا بیلو شعری اصنافو نمایندگی وکړي؟

دا ډیره ښه پوښتنه ده، موږ به د دې پوښتنې حل د پټي خزانې په پاڼو کې ولټوو.

که چا پټه خزانه لوستې وي، نو له دې لوسته ورته ښکاری چې مؤلف (محمد هوتک) په دې برخه کې کوم خاص اهتمام نه دې کړې. داسی څرگندېږی چې د چا کومه نمونه په لاس ورغلې هغه یې اخیستې ده.

په تذکره نگارۍ کې دا دود دې، چې تذکره نگار د کلام نمونې یا د انتخاب له لیاری اخلی او یا هم چې څه په لاس ورځی هغه په خپله تذکره کې راوړی. انتخاب په هغه صورت کې کېږی چې د شاعر دیوان یا یې ډیرې نمونې په لاس کې وی.

په پټه خزانه کې لرغونی شعرونه زیاتره داسې شعری ډولونه دی، چې شکلی خصوصیات او جوړښتونه یې نه د پښتو د ولسی سندرو، لکه چاربیتو، ولسی بدلو او نورو سره سل په سلو کې سمون خوری او نه د تحریری ادبیاتو د شعری اصنافو په کچ میچ برابر راځی.

د پټي خزانې دا ډول شعرونه د پښتو اشعارو د صنف بندۍ په آثارو کې داسی شعری ډولونه یاد شوی دی، چې د پښتو د ولسی ژانرونو او لرغونو آریایی شعری اوزانو تر منځ د اتصال کړۍ جوړوی او د ادبپوهانو دا رایه ده، چې د پښتو اولسی شاعرۍ اصنافو له همدغو اشکالو نه انکشاف کړې دې.

په دې اشعارو کې موږ د امیر کروړ سوری (رح) شیخ متی خلیل (رح) بابا هوتک (رح) شیخ ملکیار هوتک (رح) شیخ رضی او نصر لودهی او ځینې نور پاړکی حسابولې شو.

دلته یوه خصوصی یادونه دا کوم چې ښایی ځینې ښاغلی د دوو لودهی شاعرانو نصر او رضی پاړکی د دیوانی ادبیاتو له قطعې سره یو شې وګڼي. دا خبره سمه نه ده، بلکه دا دوه پاړکی د کسرونو هغه قدیم اشکال دی، چۍ په غلجیو پښتنو کې یې ویل له قدیمه تر اوسه رایج دی.

په سیلمانخیلو، مروتو، نیازیو، ستراڼیو، گنډه پور او خروټو کې دا ډول کسرونه وو او کسر ویل د غلجی پښتنو د ځینو قبایلو په بیسوادو شاعرانو کې اوس هم معمول دې.

له دې لرغونو شعری ډولونو سربیره د پټي خزانې د زیاتو شاعرانو شعری نمونې د پښتو د ولسی شاعرۍ د اصنافو دی، لکه: د شیخ تیمن، شیخ بستان بړیڅ، سیدال خان، عبداللطیف اڅکزې، ملا باز، نصرالدین خان اندړ او نورو ډیرو او د نورو پاتو شاعرانو ځینې دیوانی اصناف، لکه قصیده، غزل، مثنوی او رباعی دی او دا سیستم نه یوازې دا چې د اشعارو په راوړو کې د کوم اهتمام څرک نه راکوی بلکه دا را ښایی چې محمد هوتک ته چې څه په لاس ورغلی ، هغه یې اخستی دی.

که جناب میا صاحب د پیښور پښتو اکېډمۍ له خوا د زړو شاعرانو دوې چاپ شوې تذکرې تیر هیر شاعران او پټ ستوري مخې ته کښیږدی، او راغلې نمونې په کې د شعری اصنانو له جهته وڅیړی، نو بیا به ور څرگنده شی چې په پټه خزانه کې د راغلو نمونو شعری ډولونه زما په عقیده کومه د سوال وړ خبره نه ده.

که فرض کړو چې داسې اهتمام شوې وې، نو دا زما په رایه کومه د پوښتنې وړ داسې موضوع نه شی کېدې چې د یو اثر حیثیت ته دې زیان ورسوی.

٥. زموږ دوو لیکوالو وروڼو یو جناب شیر زمان طایزې صاحب او ښاغلی گل محمد بیتاب هم د پټې خزانې په باب څه څرگندونې کړی دی، خو زما په عقیده په دغو لیکونو کې څه داسې پرابلمونه نه دی مطرح شوی چې موږ دی بحث باندې وکړو.

نتیجه:

ښاغلیو لوستونکیو ته به د دې لیکني له لوسته دا خبره زباته شوې وی، چې په لوړو یادو شویو څلورو ډلو کې یوازې څو تنه ښاغلی منکران دا کتاب نه منی. د منونکیو تر څنگه دوې ډلي داسې هم شته، چې له اساس نه د دې کتاب له وجود سره مخالت نه کوی، وجود یې منی، خو ځینې خبرې هم لری. په دې دواړو ډلو کې یوه داسې ده، چې په دغه کتاب یې لنډ مگر جامع او علمی نقد کرې دې. په دې ډله کې یو تن شامل دې او ویلی یې دی چې د کتاب دا ښه دی او دا یې ښه نه دی. 

مگر دا بله ډله د کتاب د وجود له منلو سره سره څه پر کتاب شکوک کوی، نو ځکه دا دواړه ډلې ما سره بیلې کړې او د دوی د خبرو په ارتباط چې له ما څه پوره وو، هغه مې وکښل. اما ما ته په پیښور کې د وروستۍ نسبتاً اوږدې استوګنې په دوران کې له خپلو پښتنو وروڼو سره د دې کتاب په باب له خبرو او بحث نه دا خبره ثابته شوه چې زموږ وروڼه له دې کتابه نا خبر دي او د دې کتاب په ارتباط معلومات نه لری، څه چې چا ورته ویلی دی، هغه یې بې له غور او دقته منلی دی. دغو ناسمو اطلاعاتو دا کتاب د دې سیمې د ځینو پښتنو لپاره د شکونو په هاله کې را ګیر کړې دې.

د پټي خزانې په باب د سرحد د سیمو د ځینو پښتنو د آثارو له مطالعې او د دوی د خبرو له اوریدو وروسته زه دې لاندې نتیجې ته رسیدلې یم:

١. زموږ د ځینو وروڼو ذهن ته دا خبره رسول شوې ده، چې پټه خزانه خو په سیاسی بنیادونو جوړ شوې کتاب دې او د افغانستان پښتنو د دې له پاره جوړ کړې دې، چې د افغانستان د پارسی ژبو په وړاندې د فرهنگی مسابقې یو تمسک وی او دوی د دې تمسک پر بنیاد د افغانستان د وخت حکام دې ته اړ باسی چې پښتو په دربار او دفتر کې رسمی ژبه شی؟

ځما په خیال هغه کسان دا ډول خبرې منی چې د افغانستان تاریخ یې نه وی لوستې او بله دا چې په اوسنی افغانستان کې د پښتنو پر موقف او موقعیت نه وی خبر.

په اوسنی افغانستان کې رسمیاتو ته د پښتو دخول موضوع د نولسمې پیړۍ په اواخرو کې پیل شوې ده او امیر شیر علی خان له دوهمې پلا پاچهۍ (١٢٨٥-١٢٩٦ ﮬ ق) سره اړه لری. نوموړی مرحوم امیر چې د پښتو له پاره کوم کارونه کړی دی، دا دی:

١. د صدراعظم او د کابینې د هئیت د غړیو له پاره د پښتو نومونو ټاکل.

٢. له سپه سالار نه نیولې تر حوالدار پوری د فوج د منسوبینو د رتبو او مدارجو د نومونو پښتو کول.

٣. د ټولو نظامی تشکېلاتی نومونو او بولیو (قوماندو) پښتو کول.

٤. د نایب الحکومه ګانو لپاره د پښتو القابو وضع.

دغه وخت په کابل کې پښتو کتابونه چاپ شول او پښتو په دربار کې حیثیت وموند. تر مرحوم امیر شیر علی خان وروسته د مرحوم امیر عبدالرحمن خان (١٢٩٦-١٣١٩ ﮬ ق) په زمانه کې هم د افغانستان په فوج کې پښتو حاکمه وه، دربار پښتو منشی هم پیدا کړ، ملا غلام جان لغمانې د دربار پښتو نویس ؤ. پښتو کتابونه چاپ شول، له رسمی او سرکاری کتابونو سربیره د عبدالقارد خان خټک یوسف زلیخا هم د کابل د دارالسلطنتی په مطبعه کې چاپ شوه.

امیر د خپل زوی شهزاده حبیب اللّٰه له پاره پښتو ښوونکې نیولې و. میر محسن کندهارې د شهزاده ښوونکې او د شهزاده د پښتو د زده کړې لپاره گلدسته معانی په نوم کتاب هم کښلې و.

د امیر شهید امیر حبیب اللّٰه خان ١٣١٩-١٣٣٧ﮬ ق په زمانه کې د پښتو په سرکاری او رسمی حیثیت کې ځینې نورې اضافې هم وشوې.

په فوج کې د پښتو له حاکمیت سربیره پښتو په معارف کې شامله شوه. مولوی صالح محمد مرحوم (١٣٣٩ ﮬ ش مړ) درې پښتو درسی کتابونه ولیکل.

علامه محمود طرزی (١٢٨٢-١٣٥٢ ﮬ ق) د پښتو د اهمیت په باب مقالې ولیکلې، ځینې پښتو کتابونه په سرکاری مصارفو چاپ شول، د کندهار د مزاراتو منظومه رساله هم دا وخت چاپ شوې ده، د دې وخت درباری پښتو نویس ملا محمد خان صافی (١٣٠٥ ﮬ ش مړ) و.

د اعلیٰحضرت امان اللّٰه خان غازی د سلطنت (١٣٣٧-١٣٤٧ ﮬ ق) په دوران کې په سرکاری سطح د پښتو حیثیت نور هم مضبوط شو، پښتو اکېدیمی (مرکه د پښتو) جوړه شوه، چې د پښتو لغت او گرامر یې مرتب کړل. په معارف کې پښتنو ته ډیر ځاې ورکړل شو.

د شهید اعلیٰحضرت محمد نادر شاه غازی (رح) د سلطنت (١٣٠٨-١٣١٢ﮬ ق) په دوران کې د پښتو لپاره ځانگړی کارونه وشول، په مرکزی مطبوعاتو کې له برخې ورکولو سربیره په کندهار کې پښتو ادبی انجمن (١٣١١ﮬ ش-١٩٣٢ع) جوړ شو. پښتو مجلې له دې انجمنه په خپرونو پیل وکړ. د کندهار د طلوع افغان د پښتو کولو هڅه وشوه او په اتحاد مشرقی کې هم د پښتو ونډه زیاته شوه او په معارفو کې د پښتو د ونډي د زیاتولو کار پیل شو.

د اعلیٰحضرت محمد ظاهر شاه په دوران (١٣١٢-١٣٥٢ ﮬ ش) کې چې د پښتو د رسمیت له پاره کوم کارونه شوی دی هغه ټول د پټي خزانې تر پیدا کېدو نه مخنی دی، د مثال په ډول:

الف: په ١٣١٧ ﮬ ش-١٩٣٨ع کال د ټول افغانستان د معارف د پښتو کولو حکم وشو.

په ١٣١٦ ﮬ ش-١٩٣٧ع کال په کابل کې پښتو ټولنه جوړه شوه. حال دا چې پټه خزانه د دغو ټولو اساسی کارونو تر انجام وروسته په ١٩٤٤ع کال کې چاپ شوې ده.

په افغانستان کې پښتو ته کارونه کېدل، د پښتو رسمی کېدل او پښتو ته په رسمیاتو کې ځای ورکول په افغانستان کې د پښتنو له اکثریت او اجتماعی موقف سره اړه لری. نه د پټي خزانې له څو شعرونو سره. که چېرته پټه خزانه ګرد سره نه وې پیدا شوې نو بیا به هم پښتو خپل دغه حیثیت درلود. ځکه ملی او بین المللی قوانین پښتنو ته دا حق ور کوی، د دوی ژبه دې په افغانستان کې دغسې موقف او حیثیت ولری.

که څوک داسې فکر کوی چې د افغانستان پښتنو د پټي خزانې په څو پارچو زړو شعرونو له فارسی غوندې یوې عالمگیرې ژبې سره مقابله کول غوښتل داګمان به د انګېرونکې په خوشباورۍ او نهایت سادگۍ دلالت وکړی او دا به ثابته کړی، چې د دغسې خامو خیالونو لرونکی له فارسی ادبه هیڅ خبر نه دی که نه وی پښتو د ادبی آثارو له حیثه له فارسی سره هیڅکله د مقایسې وړ نه وه او نه ده.

٢. د سرحد د سیمې ځینې پښتانه علماء د دې کتاب په باب ځینې ناسمې انگېرنې لری، لکه:

الف: ځیني له دې کتابه د تاریخ د کتاب غوندې د پښتو د تاریخ د بیلا بیلو مراحلو د وقایعو د ضبط غوښتنه کوی، ځینی بیا دا هیله لری چې په دې کتاب کې باید د پښتنو د ټولو شاعرانو احوال وې. حال دا چې نه پټه خزانه تاریخ دې (البته د ځینو تاریخی پیښو یادونه یې کړې ده) او نه د پښتو شاعرانو بشپړه او مفصله تذکره. دا یوه محدوده تذکره ده، چې د پنځوسو شاوخوا کې شاعرانو مختصر احوال یې راوړی دی.

ب: ځیني کسان له دې نه دی خبر چې دا تذکره نسخه لری او که یه؟ څنگه چې ما دمخه یادونه وکړه د پټي خزانې نسخه د افغانستان په ملی آرشیف کې خوندی ده.

ج: د پټي خزانې په باب چې له ځینو سره د قبول یا د شک کومه مفکوره په ذهن کې پیدا ده، دا د پټي خزانې پر ځینو اقتباساتو او د پټي خزانې په باب د نورو پر لیکنو متکې ده، چا دا کتاب په خپله نه دې لوستې، ډیر لږ خلک ښایی داسې وی چې دا کتاب دې یې لوستې وی.

د: ډیره شرینه یې لا دا ده ، چې ما د ځینو ښاغلیو نه پوښتنه وکړه، چې تاسې پټه خزانه لوستې ده؟ هغوئ په ځواب کې وویل: ”هغه خو په فارسۍ کې ده او موږ په فارسۍ نه پوهیږو.“

دلته دا اعتراض پر موږ وارد دې، چې دا کتاب باید به لومړی سر کې په پښتو تحشیه او تعلیق شوې او چاپ وې. که چېري فارسی ترجمې ته ضرورت محسوس و، نو هغه باید ځانگړې چاپ شوې وې ځکه موږ په پښتونخوا کې د پښتنو یوه لویه څو ملیونۍ جامعه درلوده او د هغوئ خیال ساتل په کار وو.

٣. د پټي خزانې په باب چې دلته کومې یادونې نشر شوی دی، ځینې یې گټورې خبرې هم لری خو په زیاترو دغه لاندې تمایلات لیدل کېږی.

الف: څنگه چې دا کتاب په کندهار کې لیکل شوې دې او دا ساحه د لرغونی افغانستان پر ځاې په اوسنی افغانستان کې واقع ده، نو ځکه ځینې خلک ور سره د خپلوئ کوم احساس نه کوی او د یو بیگانه کتاب په حیث چې یې څه په وس پوره دی، هغه پرې پورې تړي.

حال دا چې هر اثر، چې په یوه ژبه کې لیکل کېږی هغه د هغې ژبې مال دې او ټول ویونکی یې د ځان بولی، صرف نظر له دې چې هغه اثر هر چېرې لیکل شوې وی.

ب: هغه لیکنې چې پر دغه کتاب شوې دی زما په عقیده ځینې د کتاب له ماهیت نه په بې خبرۍ کې شوې دي او هغه چې یې گرد سره په رد کې دی، هغه په داسې شیوه راوړل شوی دي، چې د دغسې استدلالونو په ارائه کېدې شی، د پښتو هر اثر که سړې رد کړي او یا یې جعلی وبولی په دې اساس نو دا ډول استدلالونه علمی ارزښت نه لری.

ج: ما احساس کړې ده، چې اوس د دې سیمو او بلوچستان په ځینو پښتنو کې د پټي خزانې د بې اعتباره کولو(!) هڅو د یو موډ او فیشن شکل غوره کړې دې.

څوک چې له پټي خزانې سره دښمنۍ کوی ځان ورته تر نورو بر ښکاری او په دې ویاړي چې ملی ارزښتونه ورته ارزښت نه لری، دوی ځان داسې ښیی، چې گویا دوی ته د دوی په زعم حقیقت (!) تر ملی مصلحتونو لوړ دې؟

دا خبره ډیره پر ځاې ده، چې یې واقعیت درلودې. زه په ډیر احترام ټولو پښتنو فرهنگیانو ته عرض کوم، چې که واقعاً په دې کتاب کې د جعل اثرات ښکاره شی، نو هیڅ افغان به پر دې کتاب ټینگار و نه کړي.

منبع: شمشاد، ٢ گڼه، ١٣٧٥ ﮬ،ش کال، ٦٥-١٩٧ مخونه.


ماخذونه:



 
[i]. مومند، دوست محمد کامل: خوشحال خان خټک ادارۀ اشاعت سرحد، منظور عام پرس، پیښور، ١٩٥٢ (١ک مخ).

[ii]. زیار، پوهاند مجاور احمد زیار د پټي خزانې رښتینوالې د ژبپوهنې او د ادبپوهنې په رڼا کې، پلوشه مجله کابل، د ١٣٥٦ﮬ ش کال ٥ گڼه، ٦ مخ.

[iii]. خټک، سرفراز خان عقاب: رحمان بابا، شاهین برقی پریس، پیښور، ١٩٥٩ع، ا مخ.

[iv]. خټک، سرفراز خان عقاب، کابلې دیوان خوشحال، خوشحال ریویو، د ١٩٨٥ کال ١-٤ گڼه، ٢٧-٢٩ مخونه.

[v]. مومند، دوست محمد خان کامل: رحمان بابا، ادارۀ اشاعت سرحد، پیښور، ١٩٥٨ع، ١٠ مخ.

[vi]. راورټی، هانری جارج: د پښتو اشعارو منتخبات، لندن ١٨٦٢ع، ٢٦٨ مخ.

[vii]. بلومهارت: د برټش میوزیم د خطی نسخو فهرست لندن، ١٩٠٥ع، ١٧مخ.

[viii]. تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان و هند، دریم ټوک، پنجاب یونیوسټی، جدید اردو ټایپ پریس ١٩٧١ع، ٢٢١ مخ.

[ix]. ګیرس، ګېورګ فیودوروویچ: پښتو هنری نثر، مترجم: سر محقق معتمد شینوارې، د کلتور دولتی کمیټه، کابل دولتی مطبعه، ١٣٦٥ ش، ١٤ مخ.

[x]. هېوادمل، زلمې (مدون): د محمد هوتک یاد: پښتو ټولنه، کابل، دولتی مطبعه، ١٣٦٠ش، ا٩٢ مخ.

[xi]. میرزایف، دوکتور صابر: بیانیه، د امیر کروړ یاد، د زلمی هوادمل په زیار، پښتو تولنه کابل، دولتی مطبعه، ١٣٦٤ ﮬ ش، ٤١-٤٤ مخونه.

[xii]. هېوادمل، سر محقق زلمی: په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، شرکت پریس لاهور، ١٣٧٣ ﮬ ش ٦٠٦مخ.

[xiii]. حبیبی، عبدالحی: ملتان کا لودهی شاهی خاندان، د ١٩٤٩ع کال د فروری گڼه، ٦٥-٧٢ مخونه، د مئ گڼه، ٣-١٠ مخونه.

[xiv]. دایرة المعارف اسلامیه (اردو): دریم ټوک پنجاب یونیورسټی، ١٩٦٨ع، ٢٧٣-٢٧٤ مخونه، پنځم ټوک ١٩٧١ع ٦٢٢-٦٢٣ مخونه.

[xv]. حبیبی، پوهاند عبدالحی: د پټي خزانې د دریم چاپ مقدمه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پښتو انکشاف کابل، دولتی مطبعه ١٣٥٤ﮬ ش، ٣-١٩ مخونه.

[xvi]. حبیبی، پوهاند عبدالحی: پټه خزانه چا چېرې او څنګه پیدا کړه، تاریخی پلټنې د زلمي هیوادمل په زیار، کابل دولتی مطبعه، ١٣٥٧ ﮬ ش، ا-٤ مخونه.

[xvii]. د محمد هوتک یاد: ١-٥ مخونه.

[xviii]. د محمد هوتک یاد: ١٢٣مخ.

[xix]. کاکړ، پروفیسور ولی محمد سیال: پټه خزانه د انصاف په تله کې، ادبی انځور، یونایټیډ پرنټرز کوټه، ١٩٨٧ع، ١٤٣-١٧٣ مخونه.

[xx]. مجذوب، عبدالرحیم: جواب الجواب، اولس نومبر-دسمبر، ١٩٧٦ع، ٢٠-٢٦ مخونه.

[xxi]. همیش خلیل: تول پارسنگ، پښتو مجله، پښتور اکېډمی، د ١٩٧٩ع کال د دسمبر گڼه.

[xxii]. عقاب، سرفراز خان: د پښتونخوا سیحون او جیحون، پښتو مجله، د ١٩٦٩ع د جولای گڼه، ٤٤ مخ.

[xxiii]. پوهاند میر حسین شاه: روش تذکره نگاری در پټه خزانه، وفا، ١٠ ثور ١٣٧٤ ﮬ ش.

[xxiv]. د محمد هوتک یاد: ١-٥ مخونه.

[xxv]. هېوادمل، زلمې: د محمد هوتک ژوند او مزار، ننگرهار پوهنتون ١٣٦٢ ﮬ ش، ٧٤-٧٥ مخونه.

[xxvi]. محمد هوتک: پټه خزانه، دریم چاپ (عکسی) د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کابل، دولتی مطبعه ١٣٥٤ ﮬ ش، ٣٥ مخ.

[xxvii]. هېوادمل، زلمې: د فراقنامې تعلیقات، کابل پوهنتون، د لوړو او مسلکی تحصیلاتو مطبعه ١٣٦٢ ﮬ ش.

[xxviii]. هېوادمل، زلمې: ارواښاد کامل مومند او پټه خزانه، تماس، دریمه گڼه ١٩٩٤ع، ٢٣-٣٩ مخونه.

[xxix]. صفا، دکتر ذبیح اللّٰه: تاریخ ادبیات ایران، جلد دوم، چاپخانه تابش، تهران ١٣٦٩، ص ص ٤٢٥، ٥٢٧، ٥٣٨، ٧٨٠.

[xxx]. صفا، دکتر ذبیح اللّٰه: تاریخ ادبیات ایران جلد سوم، بخش اول، چاپخانه تابش، تهران ١٣٦٩ ص ص ٥٥٠، ٥٩٨، ٧٦٤، ٨٣٤.

[xxxi]. همدا لوړ مأخذ، ٨٥٥ مخ.

[xxxii]. جالبی، دکتور جمیل: تاریخ ادب اردو، لومړې ټوک، دوهم چاپ، مجلس ترقی ادب، لاهور، ١٩٨٤. ص ٥٣٩.

[xxxiii]. تاریخ ادبیات ایران: ج ٢، ص ٨٥٨.

[xxxiv]. تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان و هند، لسم ټوک، پنجاب یونیورسټی، حبیب پریس لاهور ١٩٧٢ع، ص ٥٥.

[xxxv]. هېوادمل، زلمې: د عبدالقادر خان خټک سمینار ته وړاندې شوې مقاله، پښتو اکیډمی، پیښور، ١٩٩٣ع.

[xxxvi]. مومند، قلندر: پټه خزانه فی المیزان پښتو مجله، پښتو اکېډمی، پیښتور، ١٩٧٩ع، د فروری گڼه.

[xxxvii]. مومند، قلندر: د یونس د دیوان شهادت پښتو مجله، پښتو اکېډمی، پیښور، ١٩٧٩ع، د فروری گڼه.

[xxxviii]. مومند، قلندر: کامل مرحوم او پټه خزانه تماس، دویمه ګڼه.

[xxxix]. د نازو انا یاد: د ښاغلي یون په زیار د خوشحال فرهنگی ټولنه، کابل، آریانا مطبعه، ١٣٧٠ ﮬ ش، ٣٤-٥٢ مخونه.

[xl]. پروفیسر صاحبزاده حمید اللّٰه: پټه خزانه، اعتراضونه او جوابونه. د ١٣٦٩ ﮬ ش کال دریمه گڼه، ٣٠-٤٢ مخونه.

[xli]. هوتک، محمد معصوم: پټه خزانه فی المیزان ته یوه کتنه، سپیدې مجله د ١٣٧٠ ﮬ ش کال لومړۍ گڼه، ١٧-٣٩ مخونه.

[xlii]. هوتک، محمد معصوم: د افغانستان په مطبوعاتو کې د هواد او هیواد پر کلمو یو پخوانۍ خپره شوې مناقشه، خپلواکی، د ١٣٧٤ ﮬ ش کال، ١-٢ گڼه،۱۶-٦٤ مخونه.

[xliii]. بریالې، عبدالکریم: پټه خزانه یو ناقابل تردید حقیقت، سپیدې، د ١٣٧٠ ﮬ ش کال پنځمه ګڼه، ١١-٣٥ مخنونه.

[xliv]. خلیل، همیش: اشرف خان هجری آزاد که قیدی؟ جرس (مجله) کراچې، د ١٩٩٥ع کال د جنوری او مارچ ګڼه.

[xlv]. همام، پوهاند سید سلطان شاه: دردهای خراسانیان، پشاور، ١٣٧٠ ﮬ ش.

[xlvi]. هېوادمل، زلمې: فرهنگ ادبیات پښتو، دریم ټوک، کمیټه دولتی طبع نشر، کابل، دولتی مطبعه ١٣٦٦ ﮬ ش، ص ٧٢.

[xlvii]. حبیبی، پوهاند عبدالحی: پښتو نثر له نولسمي پیړۍ را هیسي، پښتو چاپي آثار، د سر محقق عبداللّٰه خدمتگار په زیار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کابل، دولتی مطبعه، ١٣٥٧ ﮬ ش کال، ٦٣ مخ.

[xlviii]. رفیع، حبیب اللّٰه: د خلکو سندرې، د تاریخ او ادب ټولنه، کابل، دولتی مطبعه، ١٣٤٩ ﮬ ش کال، ١٥٤ مخ.

[xlix]. محمدی صاحبزاده: مستغاث (خطی) د کابل مجلې د ١٣٦٦ ﮬ ش د ٦-٧ گڼې د ٦٢ مخ په حواله.

[l]. خانعلوم: د احمد شاه بابا د اشعارو پښتو شرح، کابل دولتی مطبعه، د ١٣٥٦ ﮬ ش، ١٣ مخ.

[li]. میا شرف: پښتو عروض، د پوهاند رشتین په زیار، کابل، پښتو ټولنه، دولتی مطبعه، ١٣٤٤ ﮬ ش، ٨ مخ.

[lii]. رشاد، پوهاند عبدالشکور: دا تیروتنې باید سمې شی، وفا جریده، د ١٣٧٣ﮬ ش کال د تلی ١٣مه گڼه.

[liii]. حسرت، زبیر: له مردانه تر مردانه، د ادبی دوستانو مرکه، مردان ١٩٩٣ع، ٥١ مخ.

[liv]. هېوادمل، زلمې: خوشحال نامه (مقدمه) د قبایلو فرهنگی ریاست، کابل دولتی مطبعه ١٣٦٥ ﮬ ش کال لسم مخ.

[lv]. طایر، پروفیسور محمد نواز خان: روهی ادب، دوهم چاپ، پښتو اکېډمی، پیښور، جدون پریس، ١٩٨٦ع ٤٣٠ مخ.

[lvi]. محمد حیات خان: حیات افغانی (پښتو ترجمه) مترجمین، طالبی او ظریفی، لومړې ټوک، آریانا مطبعه، کابل، ١٣٧٠ ﮬ ش ٣٢٢ مخ.

[lvii]. دولت شاه سمرقندی: تذکرة الشعراء به کوشش شیخ محمد اقبال، لاهور، مطبع کریمی ١٩٢٤ع، ص ٥.

[lviii]. مشتری، نجرایی: فهرست نسخ خطی پښتوی آرشیف ملی افغانستان، ریاست فرهنگ کابل، مطبعه دولتی، ١٣٦٥ ﮬ ش، ۵-۶ مخونه.

[lix]. پروفیسور عبدالرؤف نوشهروی: د پښتو نثر ارتقاء اکاډمی ساینس، پیښور، ٥ مخ. 




Share by: