په پټه خزانه د جدیدیت الزام او د هغه تحلیل

عبدالکریم بریالی
په پټه خزانه د جدیدیت الزام او د هغه تحلیل 

 

په ”پټه خزانه فی المیزان“ کښې پنځم باب د جدیدیت په نامه ځنې ژبني او د لیک دود اعتراضونه وارد شوي دي چې لومړی ورته د ادبي بدعت نوم ورکول شوی دی، او وروسته یې هغه بدعت ته غلطي ویلې ده چې د معترض په خیال دا کتاب پټه خزانه د شلمې پیړۍ د لیکوال نوې او حدید کوشش دی، تر دې له مخه چې د اعتراضونو تحلیل په ترتیب سره ذکر شي، مناسبه ده چې ستاسې د اسانتیا دپاره تر دې عنوان لاندې د ټولو شکونو لنډ شان جاج واخیستلی شي.

١. هغه اسماء یا صفتونه چې وروستنی حرف یې ”یا“ وي د پښتو ګرامر او د مشرانو د تعامل د قاعدې په بنیاد چې د جمع په صیغه کښې استعمال شي نو د ”ی“ په ځای د ”یو“ شکل واخلي. مثلاً: مزری، مزریو، اپریدی، اپریدیو.[i]

٢. دا قاعده تر کال ١١٤٢ﮬ پورې منلی او معروفه وه.[ii]

٣. د دې قاعدې برخلاف یعنې ”ی“ لرونکی ټکی جمع بغیر له ”ی“ لیکل یو ادبي بدعت دی.[iii]

٤. د امیر کروړ په ویاړنه کښې چې دا کلیه یا تعامل مراعات نشوه، نو دا بدعت لري او وروسته دی بدعت ته غلطي ویلی شې یعنې ”تښتیدونو او ماتیدونو“ توري د معترض په خیال تښتیدونی او ماتیدونې په کار وه.[iv]

٥. دا اعتراض د نن وخت نقاد په لومړی تذکره نگار باندې کړې چې ولې یې غلطي کړې ده؟[v]

٦. دوهم یې د کتاب د تحقیق او محشی څخه احتمالاً توقع لرلې چې که هغوی په دې غلطۍ پوه وای، ضرور به یې نوټ باندې لیکلی وای. څنګه چې هغه پوه نه و نو ځکه دا غلطي په یوه وار له امیر کروړ او محمد هوتک څخه صادره شوې ده او حبیبی مرحوم چې د دې نشاندهی نه وکړه نو هغوی هم ور سره شامل دي، ګوا په یوه وار صادره شوې ده، وروسته د دې اعتراض رخ بدل شي او داسې احتمال ولري چې د حبیبی نه خو د جدیت په وجه دا غلطي ممکنه وه، (ولې چې معترض پخوانی هم نه معاف کوي) د محمد هوتک او بیا د دوهمې صدۍ د شاعر امیر کروړ نه خو په هیڅ صورت کښې یې توقع نشي کیدی په لنډه توګه اصل عرض دا منځ ته راوځي چې امیر کروړ د ګرامر غلطي کړې او د مشرانو د تعامل (شاید معترض تر امیر کروړ وړاندې مشران ښائي) بر خلاف یې ژبه په شعر کښې مستعمل کړې ده.[vi]

٧. د پورتنۍ کلیې په بنیاد د ښکارندوی په شعر کښې یو توری “مړو“ په ځای “مړیو“ د معترض د وضع کړې قاعدې مطابق لیکل پکار وو.

د دې توري استعمال ته یې بیا غلطي ویلې ده، څرنګه چې دا غلطي شوې ده او حبیبی په دې خبر نه و ځکه یې ځواب نه و ویلی.[vii]

٨. دغه رنګه د استاځو پر ځای ”استاځیو“ د غلجو پر ځای غلجیو، د تاریکو پر ځای ”تاریکیو“ نه لیکل غلطي ده او چون مصنف (محمد هوتک) خپله غلجی هم دی نو د دې غلطۍ قطعاً امکان نه ځنې کیدئ.[viii] (ګوا د کندهار د لهجې تلفظ یې په نورو لهجو بالخصوص په پیښور باندې ولې مسلط کړی دی).

٩. د شعراو نثر دا پورتنۍ نمونې دا ثابتوي چې د کتاب لیکونکی د ”لیکونکیو“ د جدید نسل غړی دی.[ix]

١٠. د محمد ګل مسعود په بدله کښې ”غور“ د نن ورځې په یوه سیلابیز شکل استعمال شوی دی.

١١. د بیت تعریفونه، شعر، شعرونه، اشعار او د هغه فرق، او چې بیت او شعر او اشعار[x] یو د بل پر ځای په معنوي ډول استعمال شي او چې دا ثابته شي نو د ېټي خزانې د جعلي کیدو یو بل ثبوت پیدا شي.[xi]

١٢. یواځې د پښتو قاموس په حواله ”کام“ د پښتو خپل ټکی نه دی، د قوم مفغن صورت دی چې د څوارلسمې صدۍ هجري نه وروسته منځ ته راغلی بولي او د ”کام“ ټکی د پټي خزانې په بدله کښې راغلی دی.[xii]

١٣. د ”قرائت“ املا د ټائپ د طباعتي نظام نه وروسته رایځ شوې ده.[xiii]

١٤. پوهاند رشاد د خیر البیان په لیک دود کښې لیکي چې د (ځ) اوسنی مروج شکل چې د (ح) پر سر همزه کښل شوې وی د وزیر محمد گل خان مومند ایجاد دی.[xiv]

ښاغلي معترض پر مخ لیکلي چې په دې تحقیق او تألیف کښې مرحوم حبیبی او مرحوم بینوا هم شامل دي او کله چې د دې واضح تردید د دوی له خوا نه دی شوی نو دوی مجبور (؟) دي چې د رشاد تحقیق د لیک دود په حقله متفقه مؤقف وګڼي.

دوهم دا چې دوی په دې تحقیق باندې خاموشه پاتې شوي دي نو وجه یې دا تخمینوي چې دوی ور سره متفق دي او که چیرې خپله رائې بدلوی (ګوا د تحقیق ور نور بند شوی دی) نو دا د دوی خوښه خو د غیر جانبدار مبصر؟ په رائې کښې د فاضل رشاد دا بیان (تحقیق نه) د سلطاني گواه د بیان حیثیت لری او په داسې حال کښې به د پټي خزانې جدیدیت او جعلي حیثیت ثابت شي او بیا به د رشاد د گواهۍ په نتیجه کښې د سلیمان ماکو تذکره، بیټ نیکه، ملکیار غرشین او شیخ اسماعیل هم جعلي او افسانه ثابت شي.[xv]

د جدیدیت تر عنوا لاندې دا پورتني اعتراضونه او بې ډوله احتمالات په دې دلیل او مقصد را غونډ شوي دي چې د پټي خزانې کتاب، د هغه لیک دود او په شعر او نثر کښې راوړي توري د نوې زمانې ثابت کړي. پدې باب کښې یوازې درې ګرامري یا لهجیاتي اختلافونه راوړل شوي دي چې تر تفصیل مخکښې د دې وضاحت وشي، چې هغه د کندهار او د پېښور د لهجو تر منځ یو ډول توپیر څرګندوي چې هغه یو حقیقت او ژبنی ضرورت دی، لومړی د ”یو“ استعمال دوهم د ”ونکی“ او دریم د (ځ) توري د لیک دود په حقله د استاد رشاد یوه وینا یا تحقیق چې د هغه رواج وزیر محمد گل خان ایښی وو. د دې درو نکتو علاوه په ټول باب کښې د معترض تفصیل د تصدیقاتو او تصوراتو یوه لانجه ده چې ستاسې دپاره یې زه د اسانه کولو کوشش کوم.

د لومړي اعتراض دوه صورتونه ښودل شوي دي: یو د پښتو ګرامر قاعده بل د مشرانو د تعامل قاعده.

تر اوسه پورې چې د ګرامر څومره کتابونه لیکل شوي دي هغوی د پښتو د لریو لهجو تر اثر لاندې راغلي دي مثلاً: د غربي یا کندهاری لهجې مطابق هغه اسما او صفتونه چې ورستنی حرف یې ”یا“ وي د جمع د صیغې په صورت کښې په ثقیله ”ی“ بدلیږي نه په “یو“ باندي، لکه زمری-زمري، اپریدی او د جمع په صورت کښې ”اپریدي“ په ښکاره باندې دا اعتراض له سره اصولاً غلط دی.

دوهم د مشرانو د تعامل څخه د ښاغلي معترض مراد کوم مشران دي؟ او د کومې سیمې او لهجې؟ ولې چې د هغوی د تعامل مثالونه یې نه دي راوړي غالباً دا تعامل د نن ورځې مشرانو ته اشاره ده نه نه نیم سوه کاله مخکښې تیر شوی اسعد سوري او ښکارندوی ځکه مشران نه څرګندوي چې د هغو په ژبه باندې ګرامري نیوکه شوې ده، او داسې ښکاري چې محترم د هغوی په لهجه او لغت باندې خبر نه دی ځکه د سؤ تفاهم مسئله را منځ ته شوې ده.

د اوسني ګرامر له رویه په اکثرو لهجو کښې چې کله د جمع صیغه د اضافت اوجار (اضافي یا جري ادوات) د نسبت د تورو په متابعت استعمالیږي نو هغه د جمع صیغه چې د عام قاعدې له رویه په اخر کښې یا یې ثقیله ”ي“ لري هغه په ”یو“ بدلیږي لکه ”زمریو“ ”بیړیو“ ”نجلیو“ مګر په ځنو لهجو کښې د ”یو“ استعمال نه کیږي لکه د یوسفزیو لهجه په کندهارۍ لهجه کښې داسې صورت نن هم مستعمل دی مثلاً په ”زمري کله کاږي ځان له یرغلگرو“ کښې ”یرغلگرو“ پخواني او نننی درست کارول کیږی. دغه راز تاریکو، غلجو توري د ژبې د لهجې د تعامل او محاورې له اصولو سره بیخي سم دي. د کندهار په حوزه کښې چې کومې قبیلې غلجي، بارکزي او اڅکزي اباد دي، هغوی د نسبت په حالت کښې، غلجو، بارکزو او د اڅکزو توري په کار وړي.[xvi]

د کندهارۍ لهجې د ګرامر یو عالم هربرټ پنزل لیکي: چې ”له، په، پر، تر“ که چیرې له دغو ادواتو وروسته څخه اسم استعمال شي نو د غیر اصلي حالت په شکل راځي، د ادواتو او اسمونو په منځ کښې فاصلوي الحاق عمومیت لري.[xvii]

پر مخ باندې د ”څلورم قسم مذکر اسمونو غړي“ تر عنوان لاندې لیکي، په مفردوالي کښې په سپک خج والا مُلینه ”ی“ (په قندهار کښې ثقیله ئ ey) مختوم وي. او د اصلي حالت په جمع کښې یې دغه خاتمه په سپک خج والا معروفه ”ي“ بدلیږي. مثلاً (ستوری، ستوري) (لوښی، لوښي) او ځینې اسمونه په مفرد او جمع کښې په غیر اصلي حالت کښې لکه ملگری (مفرد) ملگرو (جمع) (په کندهار کښې معروف واو) په نورو لهجو کښې مجهول واو په ځینو ځایو کښې د مفرد غیر اصلي حالت صورتونه د جمعې د اصلي حالت له صورتو سره اشتراک لري او دواړه په سپک خج والا مجهول (ې) (په کندهار کښې معروفه ي) باندې ختمیږي او د جمع د غیر اصلي حالتونو صورتونه یې په سپک خج والا مجهول واؤ او په کندهار کښې په معروف واؤ ختمیږي، لکه ښځه-ښځې، لار-لارې (د کندهار معروفه ي) او د کندهار معروف واؤ مثال لکه ښځو او لارو.[xviii]

له دې گرامري بنیاد څخه څرګنده شوه چې له یرغلگریو پر ځای یرغلگرو توري د کندهاري لهجې ګرامري اصول دي چې د دې ګرامر تر ترتیب کیدو له مخه په مشرانو کښې تعامل شوي او منلې شوي وو. او د معترض ښودل شوې قاعده هغه وخت معروفه نه وه چې د ګرامر اصول هم نه وو تدوین شوي. بلکې هغوی د ویونې ژبې توري د اوسنۍ یوې لهجې د اختلافي استعمال په تقابل کښې راوړاندې کړي دي. او کله چې د ګرامر حواله او قاعده په لاس ورنغله نو یې مجبوراً د مشرانو د تعامل نوم ورکړ، چې دا تعامل په تیر زر کاله کښې د ژبې لغت، بیان، تحریر فرق د زمان او مکان سره په نظم او نثر دواړو کښې څرګند او د ګرامر تر ترتیب کیدو پورې ثابت دی. چې د کلاسیک تحریري ادب د هغه غونډ ثبوت دی.

په دې بنا دا ښکاره شوه چې د محمد هوتک په تعامل کښې هغه توري نن هم جاري دي او د معترض له مشاهدې یا مطالعې څخه وتلي دي. وروسته هغوی د ”یو“ نه کارول یو ادبي بدعت هم بولي چې یو حکم دی، بیا په دغه بدعت باندې د غلطۍ حکم کول بله ګناه ده، کله چې ادبي بدعت کول هم څه ګناه نه ده، او که ارادتاً وشي نو دې جدت ته د لهجې د اختلاف حق ولې نه ورکول کیږي.

ښاغلی معترض لیکي چی د امیر کروړ په ویاړنه کښې د دوی په خیال ”تښتیدونو“ او ”ماتیدونو“ پکار وو چې تښتیدونی او ماتیدونی راغلي وای. داسې څرګندېږي چې د پنځلسمې صدۍ هجری لیکوال د خپلې لهجې او غوښتنې د ضرورت له رویه د دوهمې صدۍ په ژبنۍ ادائیگۍ کښې اصلاح او تبدیلي راولي چې د ژبې د اصول او تعامل سره مطابقت نه لري، او د ژبې د پورتنۍ قاعدې مطابق چې د ادوات توري لکه ”په او پر“ چې د فعل له مخه راشي نو دغه فعل د جمع صیغې په غیر اصلي حالت کښې په ”و“ باندې د کندهارۍ لهجې له اصول سره سم مختوم وي.

د دوی تجویز شوې تحریف سم نه دی. ولې چې دواړه صیغې د شرقي لهجې سره ورته والی لري او دغه توري د فاعل مثالونه هم دي لکه ”تښتیدونکي، ماتیدونکي“.

د ”ونکي“ لاحقه د فعلي صفت جوړولو دپاره راوړل کېږي مګر په لازمي او معتدي معلومو مصدرونو کښې د فاعل معنیٰ او په مجهول مصدرونو کښې د مفعول معنیٰ ورکوي. او معنيٰ یې په حال او مستقبل پورې تعلق لري. مثلاً ماتول، ماتونکي، ماتیدل، ماتیدونکی، تښتیدل، تښتیدونکي. دلته ماتیدونکي او تښتیدونکی په معتدي مجهولو مصدرونو کښې مفعولي معنیٰ ورکوي چې د جمع په صورت کښې د ”ماتیدونکو“ په کندهارۍ لهجه کښې او ”ماتیدونکیو“ په شرقي لهجه کښې راتلی شي.[xix]

ښاغلی معترض په تذکره نگار باندې الزام لګوي چې ولې یې دا غلطي کړې ده؟ که دا ډول نقد او تحقیق دی نو دوی دې خپلی سهوې ته متوجه شي. وروسته د محشی او د پټي خزانې له محقق څخه احتمالي توقع لري چې دوی ورباندې نوټ ولې و نه لیکی؟ او چې هغه اصلاح و نه کړه نو دا ګمان کوي چي ور سره ملګري وو. بیا وروسته لیکي چې د حبیبی نه خو د جدیدیت په سوب دا سهوه ممکنه وه، د محمد هوتک او امیر کروړ څخه دا توقع نه شي کیداي. په اخر کښې محمد هوتک، امیر کروړ او حبیبی په یوه وار د مشرانو د تعامل خلاف تللي دي. او دا جدیدیت دی نو ځکه د پټي خزانې کتاب مشکوک شو. دا ډول ذهني رویه یا تحقیق یا طرز فکر علمي معیار نه پوره کوي او نه د قبلېدو جوګه ګرځي. دا پورتنی تفصیل مې په دې نیت وکړی چې لوستونکي متوجه شي او مثبته رایه قایمه کړي.

د لومري اعتراض په تسلسل یو توری ”مړو“ د ښکارندوی په شعر کښې راغلي دي چې ناقد ورته ”مړیو“ وایي او د دوی خیال دی چې حبیبی په دې پوه نه ؤ که وای نو د خپل وفات نه مخکښی به یې ضرور وضاحت کړی وای. دغه توري د پورته ذکر شوې کلیه په بنیاد صحیح استعمال شوي دي، حبیبی مرحوم چې د ډیرو غلطیو اصلاح وکړه نو دې ته څه حاجت وو چې د ادواتو سره سم دا توري په نسبتي حالت کښې د مړو جمع کله هم په کندهارۍ لهجه کښې ”مړیو“ نه دي مستعمل شوی. د دومره اوږد بحث جرح او تعدیل وروسته د ګرامر د غلط اصطلاح څخه دا مدعیٰ نه شي تر سره رسیدلای، چې د پټي خزانې شعر او نثر د جدید لیکونکو پیداوار دی چې د هغه تصدیق لوی مستشرق مارگنستیرنه یو ایټالوی عالم بوساني ته په کال ١٩٦٨ کښې د یو لیک په ترڅ کښې کړی وو، چې دا تحریر نه د محمد هوتک پیداوار دی نه د حبیبی بلکی د پښتو پخوانۍ نمونې نه شي پټېدای.[xx]

دوهم اعتراض د محمد ګل مسعود په بدله کښې د ”غور“ کلمه د نن ورځې په یوه سیلابیز شکل کښې استعمال شوې بولي. دلته معترض په روایتي طریقه د هغو تورو مثالونه د خوشحال بابا او رحمان بابا له شاعرۍ څخه ورکړی چې دوی یې اجوف افعال بولی، لکه جور، طور، دور عیب او غور. په دې مثالونو کښې هغه حروف علت شامل دي چې د دوی په ماقبل کښې مخالف حرکت راغلی وي، د عربي تجوید له رویه په دې کښې یو خاص غږ یا واول وي چې ورته ”لین“ وایي.[xxi]

د پښتو ګرامر له رویه په واؤ باندې خج accent دی چې اوږد حرکت ورته وایي.[xxii] د پښتو شاعرۍ په سیلابیز اوزانو کښې دا حرکت مهم رول لري چې کله د مصرعه په سر کښې او زیاتره د لنډ بحر په اخر کښی د مصرعې توازن ساتلی شی.[xxiii] د متعرض دا غیر لسانیاتي پوهنه چې دا حرف علت په فتحه سره تړلی وي، پخوانی تصور دی چې وضاحت یې نه شي کولای. داسې توری د اوږد حرکت سره ادا کیږي، کوم مثال چې د محمد گل مسعود په بدله کښې ورکړی شوی دی، په دې وجه هم د پاملرنې وړ نه دی چې د بدلې، چاربیتې، نیمکۍ په بحرونو کښې د وزن هغه پابندي نه وی کوم چې په سیلابیز وزنونو کښې کیږي، لکه د دغه شعر په اخر کښې د ”ژاړي“ په توري کښې په “ژا“ باندې stress واقع دی چې د ”غور“ توازن یې ساتلی دی.[xxiv] د نور وضاحت دپاره زه پوښتنه کولی شم چې هغوی دې د رحمان بابا په یوه ذکر کړي شعر کښې د سیلابیز وزن د نا برابرۍ علت وښائي چې لومړی مصرعه دولس سیلابه ده او دوهمه مصرعه یولس سیلابه. کله چې دوی ته د دې علت معلوم شي نو د محمد گل مسعود په مصرعه کښې د ”غور“ ټکی استعمال او د هغه ادائیگي به ور څرګند شي.

دریم اعتراض د بیت، شعر، شعرونه او اشعار د تورو استعمال دئ چې څه معقوله وجه یې نه ده ښودلې چې د دوی تر منځ د جدید او قدیم معنوي فرق ثابت شی، شعر ته بیت هم ویلی شي، بیت په عربي کښې کور ته وایی لکه د کور چې دوې دروازې دي دغسې د بیت دوې مصرعې دی د عربو د صحرا کور به د کمبلې څخه جوړ ؤ، چې پښتانه ورته کږدۍ وایی، چې ورته د مخ رسۍ او ستون ضرورت دی. دغسې د بیت د سبب، وتر او فاصله څخه مرکب دی[xxv] شعر ته څوک د شناخت او رونق او څوک د مخصوص وضع او څوک د ابتدا او انتها په اعتبار بیت وایي.[xxvi] په عربي، فارسي او اردو کښې شعر او بیت په واحد او په پښتو کښې په واحد او جمع دواړه صورتونو کښې هم استعمالیږي، بلکې ”شعر کړی دی“ هم ویل کیږي، دغسې د جمع په صورت کښې بیتونه ویل صحیح دي. لکه شعر چې د بیت په ډول دوو مصرعو د پاره مشهور دي، او دغه رنګه د روغ نظم په معنیٰ هم استعمالیږي. په اولسي شاعرۍ کښې شعر د یوه پارچه یا ګڼو شعرونو باندې مشتمل نظم ته هم وایي.

دا ادبي روایت په عربي، فارسي او پښتو ادب کښې له پنځو سوو کلونو څخه را روان دی چې په تحریري، تقریری او شفاهي ډول استعمالېږي. د دغو تورو که په پښتو کښې د جمع صورت راوړل شوی دی نو هغه د تورو فرق نه راولي او نه د جدید کیدو دلیل جوړیږي.

څلورم په پټه خزانه کښې د بی بي زینب په شعر کښې ”کام“ توری د قام یا قوم د پاره راغلی دی چې د معترض په خیال د پښتو خپل ټکی نه دی، بلکې د قوم مفغن صورت دی او د څوارلسمې صدۍ پس راغلی دی، او جدید ټکی یې بولي. دوی یوازې د پښتو قاموس په حواله تمسک کوي او حال دا دی چې ښاغلی د افغاني حوالو په ورکولو کښې ډیر محتاط او چوڼ کوي، ”ق“ د عربي ژبې حرف دی چې پښتانه یې اکثره په ”ک“ سره تلفظ کوي، د دې تورو اقلاب بیخي مستعمل دی.

خوشحال بابا د قام توری داسې راوړی دی:

             چې د قام په ننګ کښې ومری زوی هغه دی        په عالم کښې د خپل پلار غاړه کا لکه

             د وفا په ځای همه واړه جفا ده                 چې به ما ته رسیده له خپل قام[xxvii]

درې نیم سوه کاله وړاندې د قام توری د قوم په معنیٰ عام مستعمل ؤ چې جدید ورته نه شو ویلی، د ”ق“ او ”ک“ ابدال پښتو هم دغسې خپل کړی چې د هرې ژبې فطري عمل دی نو ځکه جدیدیت نه ځنې څرګندیږي.

له دې علاوه د قوم توری په پټه خزانه کښې په صفحه ٧٤ او صفحه ١١٢ کښې راغلی دی.[xxviii] چې ښکاره توپیر دی، د پښتو ژبې د وزیرو او مسعودو په لهجه کښې الف په واو او واو په ”ی“ باندې عموماً بدلیږي چې د دې مسئلې حل ځنې اخذ کولی شو.

پنځم اعتراض دا دی چې د ”قرائت“ په توري کښې همزه نه دی استعمال شوی. دا ټائپ یا د افغانستان د طباعتي نظام مجبوری یا بې مانوسیت ګڼي. دا خبره د پټي خزانې د لیک دود په رڼا کښې ځکه صحیح نه ده چې هلته د همزه استعمال د ځینو تورو سره شوی دی او په ځینو ځایو کښې پاته شوی دی، داسې مثالونه شته چې هلته همزه لیکل ضروري و خو هلته کاتب پرې ایښې ده. مثلاً په ص ٢٧ باندې د ”بستان الاولیاء“ او ”تذکرۀ غرغښت“ سره د همزه توری راغلی دی. د ”حدیقه خټک“ سره به ص ٦١ همزه نه دی لیکلی شوی[xxix] په صحفه ۵۴ او ٧٦ د علما او فضلا سره همزه نه ده لیک شوې. دغسې په ص ٦٤ او ٩٤ باندې د علماء سره همزه لیک ده. ګوا د پټي خزانې په لیک دود کښې د همزه لیکلو او نه لیکلو دواړه صورتونه مراعات شوي دی او په کومو ځایو کښې چې ضروري وه هغلته نشته. د همدې رعایت بې تکلفي او غالباً د بې توجهی په سوب کاتب په قراﻯت باندی همزه ور نه کړه. ښاغلی معترض د پښتو کاتبانو ته د رسم الخط د بوقلموني او دست برد رعایت خو ورکوي لاکن محمد عباس کاسي چون کندهارۍ لهجه لیکله او بیا د پټي خزانې دریمه نسخه هغه هم له بل نقل څخه، د هغه سره رعایت نه کول زیاتی ده. او که د سخت محتاط کیدل شرط د کاتب دپاره ضروري تقاضا وه نو د گران محقق همیش خلیل په قول د دومره لوی احتیاط باوجود د عکسي چاپ د ص ٥٦ په ځای ٥٥ لیکل به د تقاضای بشری په زمره کښې خو راشي ولې د عباس کاسي سهوه په قراﻯت همزه وا نه چوي نو بیا د افغانستان طباعتي نظام د رواج افسانه جوره شي.[xxx]

پر دې برسیره د ډیرو کلونو د کړاو او احتیاط او د جدید سهولیاتو باوجود د سبحان اللّٰه مقام دا دئ چې د ”سبحان اللّٰه“ په غلط نامه کښې هم د ص ١٦٩ لیکلی د قراﻯت ټول غلط توري چې ”ناسم“ ورته وائي، سم ښوول شوي دي، و دې سهوې ته به کومه خصوصی تقاضائي بشري ووایو که د قدرت ستم ظریفي.[xxxi]

شپږم اعتراض د خیرالبیان عکسي چاپ په مقدمه کښې پوهاند رشاد د (ځ) اوسنی شکل د (ح) په سر همزه وي کښلې ده چې د وزیر محمد ګل ایجاد یې بولي چې وروسته عام رواج وګرځیدئ. معترض په دې دلیل دی چې د دې ”بیان“ واضح تردید د حبیبی او بینوا له خوا نه دئ شوی او د تحقیق په دې خاموشۍ د فی المیزان محقق د ”غیر جانبدار مبصر“ په ډول پټه خوله نه پاته کیږي، بلکې د جانبدار وکیل په حیث د رشاد بیان (تحقیق نه) ته د سلطاني گواه بیان حیثیت ورکوي چې په دې فوجداری مقدمه کښې ګټه تر لاسه کړي.[xxxii]

د (ځ) په حقله زما دا اوسنی تحقیق د پوهاند رشاد په مخکښې په کال ١٩٩٢ کښې په کوئټه کښې وړاندې کړی شو چې هغوی و ستایلی او اتفاق یې په دې بنا څرګند کړو چې د تحقیق لارې بندې نه دی ولې چې تر وزیر محمد ګل خان تر رواج پنځوس کاله وړاندې د دې توري په اوسني شکل کښې کښل ثابت شو، که دې ته واضح تردید هم و نه ویل شي نو واضح تحقیق ضرور دئ. البته رشاد صاحب په خپل تحقیق کښې لومړی ”مروج“ توری استعمال کړی دی او وروسته د ”ایجاد“ او ”رواج“ تر منځ لږ معنوی مغالطه د معترض په ذهن کښې واقع شوې ده، او داسې د ډیرو تورو په اصطلاحی معناګانو کښې په افغانستان او پاکستان کښې توپیر موندل کیږي، لکه متأثر تجزیه او جایزه او داسې نور، اوس به د اصل موضوع په خوا ستاسې پام را وګرځو، د (ځ) توري مثالونه محترم همیش خلیل د سکندر خان، صدر خان او اخوند قاسم له نسخو څخه وړاندې کړی دی.[xxxiii] چې یو بل کره ثبوت یې دا دئ:

منشي کریم بخش ولد میاں امام بخش کاردار په شبقدر کښې د کلید زبان پشتو (یعنې پشتو زنان کې خالق باری) په نامه یو وړکی کتاب په اردو شاعرۍ کښې په کال ١٣٠٦ﮬ کښې چې ١٨٨٩ع سره سمون خوري لیکلي دئ، دغه کتاب په هم دغه کال د متروس په مطبع لاهور کښې چاپ شوی دی دا د غیر پښتنو پنجابیانو او ارود دانانو دپاره لیکل شوی دی چې ژبه زده کړي، منشی کریم بخش لیکلي:

             سمجہ نه آوے انکی بات               غیرت دل کو تهی دن رات

             طلب کتابیں کیی بسیار                کروں مطالعه سو سو بار

             پشتو کے وے حرف تیں پانچ جن کی شکل نرالی جانچ

             دوں میں انکی شکل بتا                پشتو کی جو اصل بنا

             اصلی پشتو پڑهے کتاب                تا ہو اس سے بہره یاب[xxxiv]

په دې کتاب کښې لومړی باب د تورو د شکل او رسم خط په باره کښې دی. (ځ) او (څ) توري لیکل په دې ډول بیانوي:

             حے حطی پر نقطے تین                اصل مین ث ہے چے تلقین

             حے حطی پر همزه سا                 زے ہے اصل میں جیم بنا[xxxv]

د دوهم شعر په حاشیه کې کټ مټ داسې لیکي: اسطرح (ځ) جیسے ځما، ځمونږ ځای یعنی زما زمونگ زائے د صفحه ٤ په حاشیه کښې لیکي چي دا (ځ) اوس متروک دئ دا نن صبا د (څ) په ډول لیکل کیږی.[xxxvi] د حیرانۍ خبره دا ده چې په نیم صفحاتو کې (ځ) په خپل اصلی شکل کښې لیکي چې دوئ ورته متروک وایی او په ځنو ځایو کښې د (څ) شکل لیکي او څو ځایه د (ځ) توری په (ز) باندې بدلوی، په حاشیه کښې یې هم مثالونه ورکړي دي،، لکه ”رازه“ یو ځای لیکلي (وځانګه) کټ مټ په نننی رسم الخط کښې لیکلی شوی دی او بل ځای لیکی (مه ذانگه).[xxxvii]

دا کتاب د دره خیبر چیف پولټکل آفسر کرنل، آر واربرټن (R. Warburton) ته وړاندې شوی دی، چې وروسته تر نقل پروانه نمبر ١٣٣٢ لاندې د قاضي طلا محمد په سفارش د کرنل موصوف له خوا د پښتو د امتحان دپاره منظور شوی و.[xxxviii]

د (ځ) د اصلی شکل او په تیره دې پیړۍ کښې په همدغه ډول موجودګي په لیک دود کښې ثابت شو چې د رشاد صاحب د اطمینان سره یې موږ په ډیر احترام ښاغلي معترض ته وړاندې کوو چې مطمئن شي چې (ځ) په هم دغه ډول او شکل د پټي خزانې د محمد عباس کاسي تر لیک دود ډیر پخوا هم د کندهار او اراکوزیا په شا او خوا کښې موجود وو چې نشاندهي یې خوشبختانه د یو غیر پښتانه په قلم زرمیله لرې په شبقدر کښې کوي چې له ښه مرغه د سلیمان ماکو د تذکرې تائید او تصدیق کوي. د پښتو ادب په مینانو د پټي خزانې د علمي او قامی سرمایې په محافظ کارانو او د حبیبی پر شاګردانو دې زیری وي.

دا کتاب په ١٣٠٦ﮬ کښې مکمل شوي چې د محمد عباس کاسي تر اخرې نسخې را نقلولو درې کاله وروسته دی. ممکنه ده منشي کریم بخش د پښتو په زده کړه درې کلونه تیر کړي وي چې په قول د دوی ډیر کتابونه موطلب کړو او یقیناً د دوئ زده کړه او تحریر کال د ١٣٠٣ﮬ سره سمون وخوري.

په آخر کښې د جدیدیت په حقله د محترم معترض ټول کړاؤ را لنډوم چې موصوف د پټي خزانې سل کاله مخکښې لیک دود او د پخواني ادب او لهجو باندې مشتمل تحریر د لږ او کم زر کاله پخوانۍ ژبې او صیغو استعمال یې تر نقد لاندې راوستلی دی او د نن ورځې د یوې لهجې په تله کښې یې تللی دی، او د جعلې پیدا کولو په لټون کښې د خپل معلوم موقف د تائید دپاره د منفي رویې په وجه سرگرادن دئ چې هیڅ نتیجه نشي تر لاسه کولای. او دا “پته خزانه“ اوس پوره لوڅه شوې ده، اوس موږ ته پکار ده چې خپل علمي استعداد په ډک مټ د دغسې خزانې په صحیح ډول په خرڅولو صرف کړو. او د زړو تذکرو د اختلافاتو او تنازعاتو څخه ځانونه وژغورو چې بل هم زموږ له تهمت څخه خلاص شي او موږ هم د نورو له تهمت څخه بچ شو. دا به لویه نیکمرغي وي چې د پښتو ادب عالمان د ذات له دائرو څخه را ووځي او د علم او ښو اخلاقو مظاهره وکړی. د تیرو کلونو په یو متنازع کتاب لیکلو باندې هغه لیکوال ته د نړۍ نامتو پروفیسور علی مرزنوری (Marsanury) ویلي وو، هسې نه چې موږ هم یو بل ته د دغسې تبصرې سره مخامخ شو. که چیرې زما په تحریر کښې د تورو استعمال د معنوی اړخه په غیر اخلاقي ډول شوی وي او څوک زهیر شوی وي، نو زه د هغه څخه بخښنه غواړم او د پټې خزانې ټولو څیړونکو، لوستونکو او عالمانو ته د قران عظیم دا آیت وړاندې کوم چې: ”اقراء باسم ربک الذي خلق“.

 

شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٢٩٥-٣١٢ مخه.

 

حوالې


 
[i]. پټه خزانه فی المیزان، قلندر مومند، پیښور کال ١٩٨٨ ص ١٥٨.

[ii]. ایضاً ص ١٥٩.

[iii]. ایضاً ص ١٥٩.

[iv]. ایضاً ص ١٦٠.

[v]. ایضاً ص ١٦١.

[vi]. ایضاً ص ١٦١.

[vii]. ایضاً ص ١٦٧.

[viii]. ایضاً ص ١٦٣.

[ix]. ایضاً ص ١٦٣.

[x]. ایضاً ص ١٦٥.

[xi]. ایضاً ص ١٦٦.

[xii]. ایضاً ص ١٦٧.

[xiii]. ایضاً ص ١٦٨.

[xiv]. د خیرالبیان عکسی چاپ، پښتو ټولنه، کابل ص ٧٣.

[xv]. پټه خزانه فی المیزان ص ١٧٢.

[xvi]. د پښتو ګرامر د هربرټ پنزل د امریکی د مشګن د پوهنتون پروفیسور، د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی خپرونه، پښتو کونکی محمد رحیم الهام.

[xvii]. ایضاً ص ٤٨.

[xviii]. ایضاً ص ٧٥.

[xix]. د پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه، صدیق اللّٰه رښتین، پښتو ټولنه، کابل ص ١٩، کال ١٩٤٨.

[xx]. د افغانستان د پلوشې مجله، د ډاکټر مجاور احمد زیار مقاله، ١٣٥٦ ﮬ ش.

[xxi]. مخ الفکریه شرح مقدمه الجزریه، ملا علی القاری، طبع مصر.

[xxii]. پښتو شعر څنگه جوړیږی؟ (سیلابوتونیک) پوهاند دکتور زیار، کابل ١٣٦١ ﮬ ش.

[xxiii]. ایضاً ص.

[xxiv]. ایضاً ص.

[xxv]. پہل حدایق البلاغت، ص ١١٩، طبع لاهور.

[xxvi]. سفیر سخن کوثر لکهنوی مکتبه جدید لاهور، ص ٤٣.

[xxvii]. د خوشحال بابا دیوان چې د افضل خان خټک په قبضه کې وه او ډاکټر بیلیو په تصحیح او په اهتمام د سلطان بخش داروغه په ١٨٧٠ع کال کې او په دوهم وار په ١٩٢٩ کښې چاپ شوی وو.

[xxviii]. پټه خزانه د محمد هوتک، دریم عکسی چاپ ١٣٥٤ ﮬ ش.

[xxix]. ایضاً ٦١ ص ٢٧.

[xxx]. تول پارسنگ، همیش خلیل، پیښور، ١٩٩٣ ع.

[xxxi]. پټه خزانه فی المیزان ، ص ١٦٩.

[xxxii]. ایضاً، آخري عبارت د پنځم باب.

[xxxiii]. تول پارسنگ د همیش خلیل، پیښور ١٩٩٣ع.

[xxxiv]. کلید زبان پشتو، مرتبه منشی کریم بخش، مطبع متروس لاهور، با اهتمام پنډت مکندرام، ص ٣، ١٨٨٩ع.

[xxxv]. ایضاً ص ٥.

[xxxvi]. ایضاً ص ٥.

[xxxvii]. ایضاً ص ٤.

[xxxviii]. ایضاً ص ٢٤.


Share by: