پر پټه خزانه یو څو خبرې

         
څیړنمل محمد دین ژواک 
    پر پټه خزانه یو څو خبرې


په داسې حال کښې چې زما نظر دا دی چې ”هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه“ او د پټي خزانې پر متن خبرې د متن پیژندنی خاص تخصص غواړي. او زه د کندهار په اصطلاح په دې برخه کی ماما یم یا په دې برخه کې بې برخې نیم، نو په دغه متن زما یو نظر غوندې دا دی چې دلته هم دا تخلیقي اشنا یو تخلیق لري، هغه دا چې څوک دا متن اصلي متن بولي هغه حق لري چې یو یې زه یم ولې؟

او دا چې دا متن یوه بې مثله متبحر علامه عبدالحی حبیبي پیدا کړی دی چې د ځوانۍ څخه تر مرګه په دغه تلاښ کښې و چې زاړه متونه ومومي، و یې وایي او تفسیر او تشریح یې کړي چې دا توان د ده ارواښاد برخه وه او د ټولې دنیا ژبې پوهانو لکه جارج مارگنسټیرنه د ټولې نړۍ لوی مستشرق ناروژی چې ما یې د خولې اوریدلي دي: ”علامه عبدالحی حبیبی د ټولې دنیا مستشرقینو یو منلی متبحرعالم دی.“ ښه مې په یاد دي چې هربرت پنزل د ده د پوهې ځان مرهون باله او ویل به یې ”علامه عبدالحی حبیبي د اسیایي برخې یو پوهاند نه دی، دی د نړۍ د تحقیق په برخه کښې تر هر چا منلی شخصیت دی.

په همدې شان پروفیسور هلموت هومباخ آلماني مستشرق او م اسلانوف روسي لوی مستشرق دواړو یوازې متبحر شخص باله.

د ایران علي اکبر جعفري علامه حبیبی د هغو لویو شخصیتونو څخه باله چې په ایران کښې د ایران د تحقیقي برخې ستوری بلل کیداي شي لکه لوی مؤرخ نفیسی او په دې منطقه کښې چا نه مانه؟

که څوک د ده د تحقیق یا د ده په برخه کښې څه وایې زما په خیال د سپوږمۍ مقابله د لمر سره (کوي).

پټه خزانه ده پیدا کړه، ده تشریح کړې ده، ده یې د شعرونو د تحلیل توان درلود چې دا دعوه کولی شم بل څوک تر اوسه په دې منطقه کښې نه دی پیدا شوی چې د ده د پوهې، زیار او تحقیق سرحد ته ورسیږی.

پټه خزانه یا اوله نثري نمونه د ده د زیار برکت دی چې ټول پوهان یې باید و مني.

ګرانو د پښتو ژبې ننني پوهانو!

 که ووایم چې د شلمې پیړۍ د پښتو ژبې ژوند او د ادب د سره دی رهبر و او دی، دا کومه مبالغه نه ده هر محقق چې موږ یې محقق بولو د ده د پوهې، زیار او کوښښ سره سیال نه دی، دا خبره په ډیر جرأت کوم، په دغه اساس چې د ده په برخه خبرې کوي، باید شاو خوا د نظر خاوندانو ته یو وار وګوري، او بیا ځان یو ”کذاب محقق“ وبولي. زه ډیر حیران یم چې د دې ډوله راڼه په برخه کښې څرنګه د کوم لوی کار په ښودلو د ده پر کار او زیار د څه ویلو جرائت کوي.

په هر حال زه مطلقیت نه منم یو دګماتست نه یم. مګر دا باید ومنل شي چې کله کله ځینې وقت د حقیقت لمر ته دعوه داره دوی ګوتې نیسي او پټوی یې مونږ وینو چې حضرت محمد ﷺ ته ”رشدي“ پیدا شي خو هر وخت کذابان نه شي کولای چې د الهي د فضل او مرحمت خاوندان کوچني وښي، بلکې ځان کوچنی کوي، پر علامه حبیبي د ده پر پوهې او حقیقت پسندۍ خبرې کول یو اسان کار مه بولي. پټه خزانه علامه حبیبي پیدا کړه، علامه حبیبي یې متن وویلای شوای او تشریح او تحلیل یې کړای شوای مګر د هغې ورځی چې دا وثیقه ښکاره شوه بله کومه وثیقه چا میدان ته کړې ده؟

یه؟ هر ګز یه؟

دوهم زه د علامه حبیبي سره د هغه وخت نه اشنا یم چې ده ارواښاد په کندهار کښې ”طلوع افغان“ پښتو کړ او د ده لومړۍ لیکنه بیا تر پخوالی ما لیدلې ده او د ده د لیکنې د سبک سره د یوه کندهاري په حیث او هم د یوه سابقه دار او لیکوال په حیث اشنا یم او د پټې خزانې لیکنې سبک چې زما د سیمې دی د یوه مشر لیکونکي په څیر را معلوم دی. په کندهار کښې پروفیسور ارواښاد نوری، د مرحوم استاد بینوا او کاندید اکادمیسن محمد ابراهیم عطایي د نثر لیکونه چې ښه سره نژدې دی او په عین حال کښې بېل هم دا ټول د پټي خزانې د سبک سره برابر نه دی. د پټي خزانې سبک پوخ دی خو د معاصر سبک سره د سیمې په لحاط نژدې مګر په عین حال کښې بېل دی که وویل شي چې د پټي خزانې نثر دی ټولو ته نژدې دی او د منلو وړ دی خو دا چې یو ته یې نسبت کیږي دا د منلو وړ نه ده، او ارواښاد علامه حبیبي یو خاص سبک ځان ته پیدا کړ چې اوسني سبک ته ډیر نژدیوالی لري نه هم پخوانی سبک ته د تابع والي په نسبت ورته دی. د پوهاند علامه حبیبي سبک بېل دی. راغلو بیرته پر متن خبرې کول د متونو تخصص غواړي چې په تأسف موږ د پښتو اوسنیو پوهانو په ډله کښې دا ډول متخصص نه لرو چې پر پټه خزانه یا د اخوند دروېزه او پیر روښان پر متن د متنی فن په اساس څه وویلای شي خو دباندني پوهانو دپاره هم دا کار ګران دی او که یې وکړی د منلو وړ ځکه نه دی چې ژبه هم لغت لري او هم اډیم (اصطلاح) او د پردۍ ژبې خاوند د اډیم په لحاظ دا صلاحیت نه لري چې تر دې عهدې ووځي مثلاً: کور، سالو، لونګین او دا (؟) یا چکچکی او نور علامی پر لغوي معنیٰ خاص اصطلاحي معنیٰ هم کړې چې دا پوهه د ژبې خاوند سره شته او هغه چې مورنۍ ژبه یې پښتو نه وي نه شی کولای چې پښتو ژبه تر خپل متني حکم لاندې راولي نو د یو نیم مستشرق حکم د پښتو د پخواني متن په برخه کښې د منلو وړ نه دی. مثلاً لوی مستشرق  جارج مارګنستیرنه په ١٣٣٢ ﮬ ش کښې پوهاند رشتین ته په یوه لیک کښې لیکي ”… اوس په دې ورځو کښې هم ډیر نوي کتابونه را ورسیدل، لکه د خوشحال خټک بازنامه، د بهایي جان کلیات، او د ګل پاچا الفت ادبي بحثونه د دې ټولو کتابونو او مجلو د کتنې څخه راته ډیر فایده را رسیږي. مارګنستیرنه مستشرق (ادبي لیک د رشتین لیکنه). زما په یاد دي چې د سنایې شیخ او شاعر په سمینار کښې علامه حبیبي مرحوم ښاغلی دریانکوف مستشرق ته وویل: ”تاسې خو زمونږ د پوهې په اثر پر پښتو څه لیکئ نو هر وخت زمونږ مرسته غواړئ پر خپلی پوهې د تحقیق خاوندان کیږئ، نو که کوم مستشرق په پټه خزانه څه وایي هغه به د نفعې نه خالي نه وي. او د پښتو پوهانو څخه هیله ده چې هر کاره نه شي، شاعر هیڅ کله د متن د پیژندنې په حیث د اعتبار خاوند نه دی یا خو د علامه حبیبي پر کار څه روا دي، خو د ویلو سره اندازه ضروري ده شلمه پیړۍ یعنی د علامه حبیبي پیړۍ ده او نور دئ یې ښه راڼه ستوری دی دا دې زما نظر په عمومی رنګ خو د پټي خزانې د متن په برخه کښې به ما معاف کړئ صرف دومره ویلای شم چې علامه حبیبي پټه خزانه پیدا کړې ده د ده په برکت به مونږ ګټه ځینی اخلو، علامه زمونږ د پښتو د پوهې روح روان دی او په ده پسې روانیدل ثواب بولم.

شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٣٤١-٣٤٦ مخه. 



Share by: