پټه خزانه لیاقت سیماب

         
لیاقت سیماب   
پټه خزانه


پټه خزانه د محمد هوتک بن داؤد لیکلی کتاب دی، دا کتاب نامتو ژبپوهان او د پښتو ادب ستر استاد ارواښاد عبدالحی حبیبي موندی او د افغانستان ځینې سرکاري او دولتي علمي او ادبي ادارو د خوا وخت په وخت چاپ شوی او خور شوی دی. پټه خزانه په ړومبي ځل په کال ١٩٤٤ کښې خوره شوه. وایي چې دا کتاب کال ١٧٢٩ع کښې په قندهار کښې لیکلی شوی دی. د دې کتاب را غونډونکی محمد هوتک د اتمې پیړۍ عیسوۍ نه تر خپل وخت پورې د پښتو د شاعرانو او شاعراتو په هکله ځینی معلومات او د هغوی د کلام نمونې په دې کتاب کښې په یو خاص او منظم ترتیب سره جمع کړې دې.

د دې کتاب مؤلف محمد هوتک د قندهار د بادشاه شاه حسین د دربار یو درباري و، چې د شعر او ادب سره یې تعلق او علاقه لرله.

وایې چې محمد هوتک د شاه حسین د ادبي دربار سکرتر و. او دا کتاب یعنې پټه خزانه ده د بادشاه په خواهش یاحکم تألیف کړې دی.

پټه خزانه په دریو برخو ویشلی شوې ده. وړومبۍ برخه کښې د هغه لیکلوالو او شاعرانو په حقله معلومات ورکړی شوې دي کوم چې محمد هوتک د خپل دور یعنې عصر نه مخکښې ګڼي. دویمه برخه په هغه شاعرانو مشتمله ده چې مؤلف یې د خپل عصر ګڼي. د کتاب دریمه برخه د پښتو د زنانو شاعرانو ده.

کتاب ډیر زوړ نه دی یعنې د اتلسمې عیسوۍ پیړۍ د شروع تألیف دی خو چاپ شوی د تألیف نه څه د پاسه دوسوه کاله پس دی. که چیري د پښتو ادبیاتو تاریخ نه دا کتاب وایستی شي نو تر اوسه پورې معلومیږي چې ډیرې خبرې به غلطې ثابتې شي.

ځکه چې د ١٩٤٤ کال نه پس چې د پښتو ادب په حقله کومه څیړنه شوې ده د هغې اساس هم دا کتاب دی. که مونږ امیر کروړ د پښتو ړومبی شاعر ګڼو نو مونږ سره ثبوت صرف د محمد هوتک پټه خزانه ده.

خو د بده مرغه کله نه چې دا کتاب خور شوی دی نو د دې کتاب په اصلیت شک شوی دی، چې ګنې دا کتاب چا د دروغو لیکلی دی. حتی چې یو منلی شوی پښتون پوهان او دانشور د دې کتاب غلا او جعلي ثابتولو دپاره دې کتاب نه غټ کتاب او لیکلو چې نوم یې پټه خزانه فی المیزان دی، د دې تنقیدي کتاب په مقابل کښې بیا یو بل کتاب تول پارسنگ منځ ته راغلو. دې دواړو کتابونو د پښتو ادب مینان او د نوی کول لیکوال او څیړنکار په دوه کښې حیران کړیدي. خو دواړو غاړو ته انتها پسندي هم شته، یعنې په خپله خپله خبره داسې کلک ولاړ دی چې بس دوی څه وایي نو همدغه اخري خبره ده.

څوک چې د محمد هوتک پټه خزانه یو جعلي کتاب ګڼي نو که چرې د دوی دا خیال او دا خبره صحیح وي نو بیا پوښتنه دا را ولاړیږي چې استاد عبدالحی حبیبي اخر ولې دا جعلي کتاب ولیکلو، ولې دومره خواری وکړه او دومره زیار یې ویستو چې په دې کتاب لیکلو مجبور شو.

دلته دا شک پیدا کیږې چې استاد حبیبي به دا کار ځکه کړی وي چې په دې طریقه دې پښتو ژبه او پښتو ادب د دې خاورې د یوې بلی ژبې لا نورو ژبو نه زوړ لرغونی او قدیم ثابت کړي خو ګومان نه لرم چې د استاد حبیبي غوندې لوی سړی به دومره وړوکی کار کړی وي.

د دې کتاب د اصلیت نه انکار کونکی پښتون نقاد ولې په دې موضوع دومره غټ کتاب ولیکلو.

دا مې اوریدلي دي چې ده د نورو لا د پردو د خوشحالولو دپاره دا کار کړی دی. دا تور د منلو نه دی ځکه چې دې شخصیت د پښتون قام او پښتو ژپې ته ډیر لوی خدمت کړی دی او لګیا دی کوی یې. د ده نه دا توقع ساتل غلط فهمی کیدی شي.

دا هم ویلی کیږي چې دا کتاب محمد هوتک خپل بادشاه د خوشالولو دپاره لیکلی دی. دې خبره کښې زیات شک نشته ځکه چې د حاکم بادشاه درباریانو نه صرف دوه دوه نیم سوه کاله مخکښې د خپل بادار د خوشالولو دپاره کتابونه لیکلي دي بلکې اوس هم لا دا عمل روان دی. د تاریخ ډیر کتابونه د حاکمانو په خواهش لیکلی شوی دی که چرې لیکونکو ته د حاکمانو سر پرستی نه وي حاصله نو نه به دومره غټ غټ کتابونه وو او نه به دومره زیات علم او پوهه. د علم ادب او پوهې سرپرسي تل دربارونو کښې شوې ده او اوس هم لګیا دی کیږي په دې سرپرستۍ کښې چې کله هم کمی راغلی دی نو ادیبانو او پوهانو د دربارونو نه غوښتنه او مطالبه کړې ده چې زمونږ سرپرستی دې وشی. نو که دا کار محمد هوتک کړی وی نو څه بد یې نه دي کړي. په پښتو ادب او بښتو ژبه یې احسان کړی دی او که چیرې شاه حسین په محمد هوتک دا کتاب لیکلی وی نو شاه حسین په خپل قام ډیر لوی احسان کړی دی. بله دا چې دې خبره کښې څه شک هم نشته چې دا کتاب محمد هوتک د شاه حسین په خواهش لیکلی دی چې محمد هوتک خپله د کتاب په شروع کښې دا لیکلي چې دا کتاب زه د شاه حسین په خوښه تألیفوم.

څوک چې دا وایي چې دا کتاب محمد هوتک لیکلي دی خو جعلي او فرضی یې لیکلی دی نو نه پوهیږم چې محمد هوتک ته د دروغو لیکلو څه ضرورت و. هو دا کیدی شي چې د هغه تحقیق او څیړنه صحیح او په تول پوره نه وي ځکه چې په هغه زمانه کښې خو نه د څیړنې او تحقیق موجوده طریقه یعنی research methodology او نه د یو څیړنکار سره دومره وسائل وو. نه د تګ راتګ ذریعې دومره تیزې او تندې وې چې محمد هوتک دې هرې منطقې او هرې علاقې ته ځان رسولی وی چې هلته نه یې معلومات را غونډ کړی وی. نه د حوالو کتابونه وو چې د محمد هوتک لار ښونه یې کړی وي، په ځای د دې چې مونږ د محمد هوتک دا کتاب فرضی وګڼو باید چې د دې کتاب په رڼا کښې خپل تحقیق په مخکښې بوځو.

که چیرې د امیر کروړ په حقله مونږ شکمن یو نو د تحقیق دروازې بندې نه دی د محمد هوتک دعویٰ یا څیړنه اخري نه ده او نه مقدسه ده چې په دې نور څه تحقیق کیدې نه شي.

 په کتاب پټه خزانه کښې د یو پنځوسو شاعرانو ذکر سره د هغوی د کلام د نمونو ذکر شوي دی. د هر شاعر د وینا انداز د بل نه بیخې مختلف ښکاري. نه خو محمد هوتک دا توان لرلي شي چې دومره مختلف اندازونو کښې شاعري وکړي او نه استاد عبدالحی حبیبي دا کولی شي چې، که چرې استاد حبیبي یا محمد هوتک دا هنرمندي یا فنکاري کولې شوه نو دا دواړه خو بیا ډیر لوی هنرمندان څه چې جعلسازان وو. او یو کس چې د ژوند په یو اړخ کښې جعلسازي کولی شي، نو د ژوند نورو اړخونو کښې هم بیا هغه د خپل غرض دپاره جعلسازي کولی شي. نو څه استاد حبیبي دا قسمه سړی وڅه؟

پښتون قام په سیاسي توګه د مخکښې نه ویستی شوی دی. دا د پښتون ملت خوش بختي ده چې په دوی کښې څه قسم مذهبي جنګ جګړه لا فرقه پرستي نه وه. تقریباً ټول په یوه عقیده او یو مسلک ټینګ ولاړ وو. خو د تیرو څو کالو راسې د افغانستان د حالاتو له کبله پکښې فرقه پرستۍ هم لارې وکړې. دغسې د ژبې او ادب د ترقۍ او پرمختګ دپاره پښتو شاعرانو او لیکوالانو ټول په یوه خوله او یو قدم خپل ملي فرایض تر سره کړی دی خو د څه مودې راسې د محمد هوتک پټه خزانه د دوی تر منځه د جګړې یو بنیاد جوړ شوی دی. چې د ټول پښتون قام بدبختي ګڼلی شي.

په ځاې د دې چې مونږ د جګړو او اختلافاتو ادب تخلیق کړو وخت په اختلافی مسئلو ضایع کړو او لا ټول عمر پدې کښې تیر کړو چې پښتو ژبه څومره زړه ده او د … ژبې نه مخکښې ده. ادب یې د چا نه زوړ دی نو د دې نه به هیڅ جوړه نه شي او نه به و قوم ته څه فایده ورسي. که چیرې زمونږ لیکوال خپل قوت د یو داسې ادب په تخلیق کولو کښې ولګي چې د قام ضرورت او وخت غوښتنې او تقاضې وې نو دا به د پښتو ژبې او پښتون قام ډیر لوی خدمت وي.

محمد هوتک بن داؤد که هر څه کړي دي د خپلې ژبی خپل ادب او خپل قوم خدمت یې کړی دی. محمد هوتک بن داؤد د خپل وخت یو ځلنده ادبي شخصیت و او په پښتو ژبه، ادب او پښتون قام یې ډیر لوی احسان دی.

شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٣٧٧-٣٨٣ مخه.



Share by: