د پټي خزانې زبات یوازي نوې ژبپوهنه او ادب پوهنه کولای شي

         
پوهاند دکتور مجاور احمد زیار 
د پټي خزانې زبات یوازي نوې ژبپوهنه او ادب پوهنه کولای شي


 پټه خزانه تر هر څه مخکي یو ژبنی او بیا یو ادبي تاریخي اثر دی او له همدې کبله یې رښتینوالی، یا په بله وینا باوروالی او نا باوروالی په ژبپوهنه او ادبپوهنه جوتیدای شي او زباتیدای شي، هغه هم تر ټولو دمخه د دغو دواړو پوهنو (علومو) په نویو تیوریکو او کرټیکو آرونو (اصولو) او نوي علمي څدیړندود (ریسرچ میتادولوجۍ) په رڼا کښي چي له بده مرغه کومي لیکني څیړني چي د دغي ژبني ادبي اثر د رد او منښت لپاره وړاندي شوي دي، له نوي ژبپوهني او ادبپوهني او بیا په تیره تیره له نوي علمي میتادولوجۍ سره مټی دومره اړخ لگولاې شي لکه زوړ یونانی طب له نوي کمپیوټری او لیبارټري طب سره.

 له آره داسي بریښي، کوم شکونه او ټکونه چي پر دغي پښتو تذکرې په تیره د کوزي پښتونخوا د پښتنو لیکوالو له خوا له اویاییمو کلونو را هسي پیل شوي دی، له هماغو پښتنی ضد پلانونو او دسیسو څخه گڼل کیږي چي زاړه یا نوی سامراج (امپریالیزم) په سیمه کي د یوه نړیوال ایدیالوجیکی (صلیبی) جنگ د تیارۍ لپاره پلی کړي او د دې ټولو په سر کي د پښتني ولس د اتنیکی تاریخي، فرهنگی او سیاسی پیژند (identity) د مسخ کولو لپاره خپل ټاکلي او داوطلب گوډاگیان د پښتنو او بیا لیکوالو په جامه کي په ټول شور و زور گومارلي او پر کار اچولی وو. یو قلم را واخیست چي پښتانه بني اسرائیل دي، بل لروبر پښتانه سره دوه او درې جلا اتنیکی ډلي وبللي او په پای کي یو تر ټولو وفادار تش په نامه لیکوال را پورته شو او د خپلو نویو بادارانو د خوشحالۍ لپاره یې گرد سره پښتانه د یوه ”نژاد“ جوگه و نه گڼل او له پوښتنی او خرخشي سره یې مخامخ کړل.

 له ١٩٤٥ را هیسي چي پټه خزانه را بر سیره شوې او څو ځله په کابل او تهران کي له چاپه را وتلې او د ستر نومیالي نارویژي پښتو پوهاند استاد مورگن ستیرنی څو کلنو څیړنو او شننو وروسته دا ډاگیزه کړې چي دغسي گرانبیي گنجینې په رښتیا سره د پښتو ژبي او ادب ډیر مغتنمه پانگه له ورکي را ژغورلې او د تاریخ حافظې ته سپارلې ده، د پښتو او پښتنو د دښمنانو پر زړونو یې لړمي را خیژولي چي څنگه کیدای شي دغه غرنی او کوچانی (پوونده) ټبر دي دومره زوړ ادبي تاریخ ولري او له دې سره یې تر بل هر اریایی ټبره فرهنگی تاریخ دومره پر شا ولاړ شي.

 او دا چي بره خوا د ټولو ناپښتنو دښنو (پارسی تربورانو) د تنگ نظرۍ او انکار نه منونکي علمي زباتونو سره غلي کیږي او مذبوحانه هلي ځلي یې کوم ځای ته نه رسي، کوزه خوا یو نیم تش په نوم پښتون لیکوال، لکه څنگه چي وویل شو د زړو او نویو بادارانو تر نویو سیاسي سکیمونو او پلانونو لاندي هغه له دښمنانو را پاتي مړ خوگلن بیا را تاندوي او هغه هم په داسي غیر علمي اوتوبوتو او ماویلیو تاویلیو چی ننۍ علمي نړۍ پرې شرمیږي، له دې ناخبره چي نن سبا نوی ساینس او ټکنالوجۍ هر څه په خپل لاس کي اخیستی او هغه د هیرودوت یا د تاریخ فرشتې یا تاریخ افاغنه دور نه دی چي کله پښتانه په دیوانو پیریانو یا میږیانو او هم په عربو یا یهودو پوري وتړي او کله یې لا بیخي له اتنیکی شتوالي سترگي پټی کړي.

 اوسنۍ انترپالوجیکي او انتولوجیکي څیړني تر دې ځایه را رسیدلي چي د یوې تیږه شوي (فوسیل) کوپړۍ میلونه میلونه کلونه لرغونوالی زباتوي پاتي لا ژوندیو مهذبو او متمدنو پښتنو اتنیکی آره او منشاء او په دې ډول د پټي خزانې یا تذکرة الاولیا غوندي د زړو پښتو ادبي تذکرو د سپیناوي لپاره اوسني ژبني او ادبي تیوریکي او کریتیکی آرونه او لاري چاری در واخله.

 اوس که د چا زړه چوي یا پاتې کیږي، د پښتو آر، آرینه ثابته شوې. په هندو اروپایي کي د هندو آرین په آریاني او بیا ساکي څانگي پوري اړه لري. دا څومره د خندۍ وړ ده چی یو څو تصادفي لغوي مشابهتونه د پښتو د عبرانیت لپاره دلیل راوړل کیږي، حال دا چي د تاریخي او پرتلیزې اتمالوجۍ (ریشه شناسۍ یا فقه اللغة) له مخي له خپلي هندو اروپایي کورنۍ او هندو اریانی او بیا اریانی (ایرانی) ژبو سره دومره نژدې ده چي ځیني ختیځپوهان ژبیوهان یې د پخواني دود له مخي د دغې وروسۍ ژبنۍ څانگي (اریانۍ) گړ دود (لهجه) بولي.

 کوم اتنولینگویستیکی او انتوگرافی ریکارډ چي په شپیتمو کلونو کي د پروفیسور مورگن ستیرني او دیبتس تر مشرۍ لاندي د ټولو افغانانو او بیا په تیره د پښتنو اړه په کتبي او کتابی ټوگه را خوندي شوئ دئ، یادو شویو غیر علمي کرښو او انگیرنونه هم د پای ټکی ایښی دی.

 ایا د پښتني تاریخ او اصل و نسل دښمنان نور په دې ماشومانه پروپیگنډو نه شرمیږي چی د پټی خزانې غوندي د پښتنو آریایی والی په ارواښاد حبیبی او د هغه په نورو هممهالو برنیو پوهانو له ”بدعتو“ څخه شمیري! دغه له خپل فرهنگه منکر تش په نامه لیکوال چي د هري انگیزي (موټیف) او گروم (کمپلکس) له مخي یې د نورو یادو شویو خرخښو تر څنگه د پټي خزانې مخالفت ته را دانگلی دي، د هغو ایران پلوه پارسی ژبیو تبر ته په لوی لاس لاستی ورکول غواړي چي کلونه کلونه مخکي يې له ډیري ناامیندۍ او شرمندگۍ پخپله ایسته غورځولی و. کیسه داسي وه: ټیک پر هماغه (١٣٢٣ ﮬ ش = ١٩٤٥ زیږدی) کال چي پټه خزانه د ارواښاد علامه حبیبی له خوا تر لاسته راوړنې او یو کلني شننې او سپړنې، پایلیک لیکني، پایڅوړ (تعلیقات) کښنې او پارسی ژباړنې وروسته له چاپه را ووته، په ټول افغانستان کي تعلیمي ژبه یو مخیزه پښتو ته را اړول شوې وه او ایراني چارواکو خپل ټول زر و زور د دغه ستر ملي فرهنگي غورځنگ د شنډولو لپاره پر کار اچولی او انکار منونکي بیشرمانه لاس وهني ته یې را ډانگلی وو. تر څو چي په دغه ورانمکارۍ (سبوتاژ) کي هم بری ومنوند او دغه وخت حکومت دیته اړ ووت چي له تیار علمي شوي پروگرام څخه بیرته لاس پرسر شي او پښتو د تعلیمي ژبي په توگه یوازي په پښتون میشتو سیمو پوري تړلې او منحصره وساتي. نو څنگه چي نور بری د ایران او اړوندو افغاني ملی ضد لاس پوڅو په برخه شوی و، پر پښتني ژبه او فرهنگ یې دویم گوزار ته هم بډې را ووهلې او په نوي چاپ شوي پټي خزانې پسې یې را واخیسته. په ترڅ کي خبره اروپايي ختیځپوهانو او په ځانگړي ډول د نړۍ سراسر پیژندل شوې نوموړی نارویژي پښتو پوهاند مورگن ستیرن ته په داسي لفافه کي ورسول شوه چي پټه خزانه د حبیبی را برسیرونه نه، بلکی خپللاسی جوړونه ده او په رسمي پیژندنه کي یې له پوره پاملرني کار واخله که نه په دې به هم د پارسي ژبو په مخالفه ډله کی وشمیرل شې او د چا خبره افغان دوستي به یې له پوښتنې (سوال) سره مخامخ شي. پوهاند مورگن ستیرن چي لا تر هغه مهاله د کال دوه مخکي را برسیره شوې نیمگړې تذکرة الاولیاء له څیړني پلټني سم وزگار شوې نه و، د لندن د ”اسلامیک انسایکلوپیډیا“ د پوښتني په غبرگون کي یې همدومره ولیکل چي: ”د پټي خزانې په برخه کي زما څیړنه او شننه نوې پیل شوې او سمدلاسه یې پر باوریتوب او نه باوریتوب څه ویلای نه شم، خو تر دې دمخه مي د سلیمان ماکو د تذکرې را برسیره شوې اته مخه پوره څیړلی او شنلې او خورا ستر غنیمت راته بریښی…“

  په دې توگه لږ تر لږه دوې لسیزي پټه خزانه د ختیځپوهانو له خوا هماغسي لانجمنه پاتي شوه او هر یوه به پر استاد موگن ستیرني حواله ورکوله، ځکه ټولي لویدیزي نړۍ ته دغه پیاوړي پوهاند د پښتو ژبي یوازینۍ اټاریټي وه. دی بیشکه د یونیم سلو کلني ختیځپوهني او بیا آریانی او افغانی ژبپوهني یوازینی ځای ناستی و چي له دغه پلوه یې د هغه ټولو څیړنو پلټنو یو غوره او کره شوي نچوړ په لاس کي و او په شلمه پیړۍ کي یې په ټوله مانا کومم مخی او ساری نه درلود. د همدغي پیړۍ له لومړیو یې پښتو څیړني پیل کړي او پر ١٩٢٦ کال یې د پښتو آرپوهي An Etymological Dictionary of Pashto له دفاع او ډوکتورا اخیستې (١٩٢٧ع) یې بیا د مرگ تر وروستۍ سلگۍ (١٩٧٧) پوري پښتو او نوري خپلواني افغانی ژبي د خپل علمي ډگر موضوع گرځولې وه او هماغسي یې چي نورستانیان او دردیان د خپلو پنځوس کلنو ژبنیو څیړنو له مخي آریایی ثابت کړل د پښتو او پښتنو د آریایی والی او بیا اریانیوالی او ساکي والی پریکړه یې هم د ټولي علمي نړۍ لپاره د کاڼي کرښه شوه. او بیا هغه مهال هم راورسید چي استاد مورگن ستیرنی د پټي خزانې د رښتینوالی او باوریوالی په باب خپله وروستۍ پریکړه ډاگیزه کړه او کله چي ایټالیې ختیځ پوهانو پر ١٩٦٧ د افغانستان او پاکستان پر ادبیاتو خپل کتاب د استاد مورگن ستیرنی له هغه لیک سره چاپ کړ چي د هغې پریکړې څرگندویي یې کوله، په دې متن: له ”ویاړنې“ پرته چي ژبه یې لږ و ډیره و سمهالي یا ماډرنه بریښي چي ښایی له آره دومره زړه نه وي او محمد هوتک به یې د ویلو نیټه تر اتمي زیږدي (میلادی) پیړۍ پر شا وړې وي، خو دا په دې مانا نه ده چي پر ټوله خزانه دي شک وشي او هغه دي د محمد هوتک یا حبیبی خپلاسی را ایسته وگڼل شي. ده بې له کومي خرخشې په دغه خزانه کي د زاړه پښتو شعر ډیري گرانبیه پاتې شوني را ژغورلې او موږ ویلای شو د پښتو ژبي تر ټولو لرغوني شعرونه همدلته را خوندي شوي دي.“ (د بوسانی له کتابه د مورگن ستیرني د انگریزی لیک د ایټالي ژباړي ژباړه).

 د دغو کرښو لیکونکی په خپله یوه الماني لیکنه (د افغانستان د علومو اکیډمۍ د پښتو څیړنو نړیوال مرکز سپږ ژبیزه پښتو درې میاشنۍ مجله، ١٩٧٨) کي د استاد مورگن ستیرني د پورتنۍ گونتیوني د ځواب له پاره لومړی دلیل دا را وړاندي کړی دی چي د هري ژبي اوښتایي بهیر له خپل اړوند ټولنیز اوښتایی بهر سره سم ورو او گړندی کیدای شي. د پښتو ژبي دا د نورو ډیرو ختیزو ژبو غوندي له انگریزی یا بلي یا دې اروپایي ژپی هغه سره هیڅکله یو راز گړندیوالی نه شي درلودای او په دې توگه دا هیښنده (اریانوونکې) نه ده چي د امیر کروړ د ویاړني یا کوم بل شعر ژبه دي له اوسنۍ پښتو سره دومره زیات توپیر و نه لري. په دغه لړ کي د لیکونکی له خوا د دغه شعر ټولی ارکاییکی (زړې) خواوي او ځانگړتیاوی شنل شوی او په ځانگړي ډول یې بیا د نړۍ، ایواد (هیواد)، اتل، پلن، زړن، تښتیدوني، مخسور، یونل، یرغالل، بامل، دریځ، ستایوال، هریوال، ودنه، اودوم، ویاړ، نمنځ، میرڅمن، دښن، سوبه، من، لونل… غوندي ارکاییزمونه له بشپړي لیکزیکوجیکی او اتمولوجیکی شنني سره وړاندي شوي دي (د زیاتی خبرتیا لپاره: هماغه آلمانی مقاله او د وفا اوونیزي د ١٣٧٢ د ثور د ٣٣مي کڼې کي اړونده لیکنه).

 په هر ډول د استاد مورگن ستیرني له را وروسته نظر څرگندوني او پریکړي سره پټه خزانه نوره له پدل (تحریمه) را ووته او د ټولو ختیځپوهانو د منني او گټې اخیستني جوگه شوه.

 له دغه کار سره په دننه افغانستان کي هم د مخالیفنو او متعصینو خولې پټي شوې، او تر پوهاند عبدالاحمد جاوید پوري چي څه ناڅه دیرش کاله یې د هغوی مشري پر غاړه درلوده، نه یوازي له مخالفته لاس واخیست بلکي پر ١٣٦٣ (١٩٨٤) کال یې د امیر کروړ سوري د دولس سوه پنځوس سم تلین په سیمینار کی هم کارنده (فعاله) برخه واخیسته.

 مگر د نهیلۍ او خواشینۍ خبره دا چي کوزه خوا قلندر مومند د ځینو څرگندو مذهبي او فرهنگی گرومو (عقدو) پر بنسټ او د سیمه ییزو او نړیوالو دښنو د یوه تورجیو پولتیک پلان د یوه برخه وال په توگه د پټي خزانې پاي ته رسیدلې شخړې بیا له سره را تاندي کړې او د پښتنی فرهنگ پر دغه تاریخی وثیقې ”پټي خزانې“ یې د ”پته خزانه فی المیزان“ په نامه خپلي غیر علمي او بې سر وبوله اوتي بوتي را برسیره کړې، د چا خبره ”جڼگ سوړ شو، میری تود شو!“

 کی دا گوتنیوني د استاد مورگن ستیرنی د هغو غوندي پر علمي بنسټونو ولاړي وای، نو هرو مرو به په دې ارزیدلي وای چی ورته علمي او منظقی غبرگون یې شوي وای. پټه خزانه تر هر څه مخکي په یوې ژبنۍ او بیا ادبي کره کتنې او ارزوني اړه لري، هغه هم د نوي ژبپوهني او نوي ادبپوهني د اړوندو تیوریکو آرونو او اصولو په رڼا کي ”فی المیزان“ یوازي او یوازي پر متنپوهنه او ”تا ویلو ما ویلو“ روایاتو ډډه لگوي، هغه هم د متن څیړني پر زړو میتودونو چي زه یې د رد لپاره د محمد آصف صمیم او زرین انځور (د پټي خزانې میزان رښتیا میزان دی؟) او داسي نورو څوانو لیکوالو او بیا تر ټولو وروسته د پیاوړی لیکوال همیش خلیل ورته ټکسټیلوجیکی غبرگونونه بیخي کافي او شافي گڼم.

 د استاد مورگن ستیرنی گوتنیو ته چي هغه هم یوازی د امیر کروړ پر ویاړنه را څرخي، د ژبپوهني او بیا تاریخی ژبپوهني یا په بله وینا آر پوهي (اتمولوجۍ) په رڼا کی وړاندی شوې او یوازینۍ نیمگرتیا پکي لکه پاس چي یادونه وشوه، د ټولنیزو (سوسیالوجیکی) اړخ د شتنی تشتوالی دئ. او هغه دا چی د پښتنی ټولني بشپړتیایی بهیر یې ور سره په پام کی نه دی نیولی چي د اروپایی هغې په پرتله څومره ځنډن دی او له دې سره یې ژبنی بهر.

 زه له ښاغلی قلندر مومند او نورو لار ویانو څخه یې ړومبی دا پوښتنه کوم چی که د ژبپوهني او بیا تاریخی ژبپوهني او اتمالوجی له مخي د پټی خزانې کوم دلیل را مخته کولای شي، زه د دغو علمی څانگو د یو شاگرد په توگه چمتو یم هغه دلیل یې په دلیل ځواب کړم. د ساری (مثال) په توگه که ووایی چي د امیر کروړ او په هغه پسې د نورو لرغونو شاعرانو پر وخت په اړوندو (مربوطو) سیمو کي پښتو ژبه هډو هیڅ نه وه او له دې سره پښتو شاعرۍ هم شتوالی نه درلود، نو زه به یې په غبرگون کي بیا هم د استاد مورگن ستیرني اړوندي څیړنی او زیاتوني ور مخته کړم.

 استاد پښتانه د ساکانو زوزات بولي او پښتو د ساکی ژبي زیږنده. دا هغه آریایی او بیا شمال ختیز اریانی ټبر او ژبه گڼل کیږي چی تاریخ یې د لمر غوندی روښانه دی او په دې توگه د بښتنو او پښتو لومرنۍ زانگو ساکستان (سیستان) غور، هلمند او را وروسته کسی (سلیمان) غر بلل شوی دی. او چي یوه وگړنۍ ډله چیري اوسیدلې، نو هرو مرو یې خپلي ژبي او ورسره یې ادب و فرهنگ ته هم وده ورکړې ده، په بشري نړۍ کي یو ټولنه که بیخي ځنگلي هم وي، بې ژبی او بې ادب و فرهنگه نه شي پاتي کیدای.

 او بله پوښتنه مي ترې دا ده چی که د نوي ادبپوهني د آرو (اصولو) له مخي را سره استدلال کولای شي، تر ټولو مخکي دې را سره دا سپیتاوی وکړي چي له دویمي څخه تر لسمي اسلامی پیړۍ پوري پښتني ټولني په کومو شرایطو کی ژوند کړی چي که دا راز ادبیات یې را زیږولی نه وای، څه راز به یې رازیږولي وای. د ساري په توگه امیر کروړ یا اسعد سوری او یا هوتک بابا او شیخ متي ولی دغه راز شعرونه ویلي دي او یا یې نه وای ویلي! تر دغه پیر را وروسته شاعران خو له خپلو زیږندو سره بې له هغی هم د دښمنانو خبره د ”خبر واحد“ تر تور لاندي راتللای نه شی. له دې کبله وایم چي نن سبا د یوه ادبي اثر شننه او ارزونه یا کره کتنه پخپله د دې لار ښود او لاسوند کیداي شي چي په رښتیا سره هغه ادبی زیږنده منځ ته راغلې وا یا هډو هیڅ درغلی او تقلبي ده او په کوم رشتینی زیږندوی پوري اړه نه لري!

 

منبع: شمشاد د ١٣٧٥ ﮬ ش کال ٢ گڼه. ٢٣٥-٢٤٧ مخونه.

 

 مأخذونه:

 ١- محمد آصف صمیم او زرین انځور، د پټي خزانې میزان رښتیا میزان دئ؟ پیښور ١٩٩٠.

 ٢- پنجشیری عزیز احمد، جغرافیای تاریخی غور، پوهنتون کابل، ١٣٦٠ (١٩٨١).

 ٣- زیار، مجاور احمد، د پټي خانې رښتینوالی، د ژبپوهني او وگړ پوهني په رڼا کي، د محمد هوتک یاد، ١٩٧٧.

 ٤- زیار، مجاور احمد، د پټي خزانې لیکزیکی ځانگړتیاوی د رښتینوالی یو بل زبات. د لیکنو لړۍ، وفا اوونیزه، پیښور ١٩٩٣.

 ٥- قلندر مومند، پټه خزانه فی المیزان، پیښور ١٩٨٨.

 ٦- همیش خلیل، تول پارسنگ، پټه خزانه فی المیزان، پیښور ١٩٩٢.

 ٧- هیلموت هومباخ، د کنشکا د سره کوتل ډبرلیک (باختری ژبه) د زیار ژباړه او سریزه، د افغانستان د علومو اکیډیمی ١٩٩٠.

8- Bausani, Le letterature del Pakistan la le letterature Afghan, Sausoni, Academia Milano, Italy, 1968.

9- Morgenstierne, George, An Etymological Dictionary of Pashto. Oslo, 1929.

10- Morgenstierne, George, Pashtuns and Their Language, Pashto Quarterly, Vol 1, 1978.

11- M. A. Zyar, Pata Xazana eine Falschung? Eine Kritsdhe betrachtur in historicler literutur geschicht licher und linguistiseher Hinsicht, Pashto Quarterly, Vol, 1, 1978.





Share by: