رحمان بابا په کوم کال مړ دی؟

پوهاند عبدالشکور رشاد
رحمان بابا په کوم کال مړ دی؟ 


د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) ستایونکی ابوالولید حسان بن ثابت بن منذر الخزرجی الانصاری (رض) د عربو هغه نامتو شاعر دی، چی د فصاحت او بلاغت سکه یې په جهالت او اسلام دواړو کی چلیدله؛ مګر د دغه ادبی قبول سره یې د مرګ کال نه دی ټاکلی، څوک یې د مرګ کال ۵۳ (ﻫ. ق) بولی،[i] ځینی یې ۵۴ (ﻫ. ق) ښیی،[ii] یو روایت دا هم دی چی د حسان بن ثابت مرګ د امیر المومنین حضرت علی (رض) په خلافت کی (د ۳۵ – ۴۰ ﻫ. ق) کلونو تر منځ پيښ دی. [iii]

په آریانا دائرة المعارف کی فقط په دې اکتفا سویده چی د دوهم خلیفه امیر المومنین حضرت عمر ابن الخطاب (رض) تر شهادت (د ۲۳ ﻫ. ق کال وروستی ورځی) وروسته لا ژوندی و. [iv]

په شعرالعرب کی لیکی دی:

حسان بن ثابت (رض) د حضرت معاویه بن ابو سفیان (رض) بن حرب په خلافت (۴۱ – ۶۰ ﻫ. ق) کی مړ دی،[v] او د مشکوة المصابیح په اسماء الرجال کی یې په يوه روایت د حسان د مرګ کال ۵۰ ﻫ ق ښوولی دی.

ابوالقاسم حسن بن اسحاق (؟) بن شرف (فردوسی) طوسی د پاړسی ژبی هغه مشهور شاعر دی چی شهنامه یې د نړی په ممتازو ادبی شهکارونو کی شمیرله کیږی، مګر د دغه جهانی شهرته سره یې د مرګ کال نه دی څرګند، څوک یې د مرګ کال ۴۱۱(ﻫ ق) ښیی،[vi] ځينی یې بیا ۴۱۶ ﻫ.ق ګڼی. [vii]

د هندوستان نومیالی عالم شبلی نعمانی (۱۳۳۲ ﻫ. ق مړ) وایی: فردوسی تر ۴۱۱ (ﻫ. ق) څو کاله د مخه مړ دی. [viii] او مفتون یزدی هم په (حقیقت فردوسی و شهنامه) کی د شبلی دغه وینا تردیده نقل کړی ده. [ix]

خواجه میر درد دهلوی د اردو ژبی هغه پیاوړی شاعر دی چی د آداب حیات مصنف شمس العلماء محمد حسین آزاد دهلوی (۱۳۲۸ ﻫ. ق مړ) یې د اردو ادب له څلورو رکنونو څخه يو رکن بولی؛[x] د ده د مرګ کال ۱۱۹۹ ﻫ. ق دی؛[xi] خو میرزا علی (لطف) یی (چی د ده معاصر او هموطنه دی) په ګلشن هند کی ۱۲۰۲ ﻫ. ق ښیی. [xii]

دغه راز د نومیالی شاعر رحمان بابا د مرګ په کال هم اختلاف سته، لوی استاد پوهاند حبیبی دری څلویښت کال پخوا په پښتانه شعرا کی کښلی دی:

”موږ د دې خپل نومیالی شاعر رحمان بابا د ژوند کلونه له ۱۰۵۰ څخه تر ۱۱۲۰ ﻫ. ق پوری تخمین کولای سو ځکه چی ..... د رحمان بابا ژوند د ده له ویناو څخه د لومړی شاه عالم تر جلوسه ۱۱۱۸ ﻫ. ق یقینی دی.“ [xiii]

د لوی استاد دغه نتیجه ګیری هغه وخت په خپل ځای کی له دې امله سهی وه چی رشتیا هم د هندوستان او کابل د ګورګانی پاچا محی الدین اورنګزیب عالمګیر (۱۰۶۸ – ۱۱۱۸ ﻫ. ق) مرګ (چی د ۱۱۱۸ ﻫ. ق کال د میانی [ذی القعدی] په اته ویشتمه ورځ پيښ دی) او د ده د مشر زوی محمد معظم (چی وروسته شاه عالم بهادر شاه شو) پر تخت کښینستل د رحمان بابا په ديوان کی بیان سوی دی، داسی:

اورنګزیب هم يو فقیر و                                 چی ټوپی یی وه په سر

و ټوپی و ته یی شا کړه                                  چی قادر شه په افسر[xiv]

له حرصه ور ته هيڅ شه                                هم دارا هم سکندر

خیال یی دا و په خاطر کی                               چی به خپل کړم بحر و بر

باری ورځ ور ځنی ولاړه                               وخت پرې راغی نماز دیګر

نه یې مراد د زړه حاصل کړ                           نه یې یخ کړ خپل ټټر

همګی شول ځنی پاتی                                   که یې ملک و که لښکر

خالی لاس له دنیا ووت                                  لکه عین درویزګر

له دنیا یې هیڅ يو نه وړه                               مګر شویی[xv] یو څادر

خوار حیران پر مځکه پریووت                          بی بالینه بی بستر

نه پوزی شته تر ده لاندی                              نه ترې لاندی شه ټغر

اوس یې زه په روح دعا کړم                            که یې خدای که بهره ور

چی په نوم د اورنګزیب و                               و خوړ ګاو هغه دفتر

اوس نوبت د شاه عالم دی                              دور طور شه دګر[xvi]

د رحمان بابا په دیوان کی د اورنګزیب عالمګیر پر پاته سوی تاج و تخت باندی د ده د زامنو شهزاده معظم[xvii] او شهزاده محمد اعظم[xviii] خونړی جنګ چی د ۱۱۱۹ ﻫ. ق د لومړی خور (ربیع الاول) په اتلسمه پيښ و، هم یاد سوی دی، داسی:

شاه عالم، اعظم و ګوره چی یې سخا کړ
په خونونو واړه ملک د هندوستان
[xix]

په دې یادونه د رحمان بابا د ژوند باور دری میاشتی و شل ورځی نور هم پر مخ ځی او د لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبی ګمان څه نور هم یقین ته ور لنډوی، د رحمان بابا په ديوان کی د بلی داسی پيښی ذکر چی د ده ژوند نور هم وړاندی بیایی د جمال خان موسریزی مومند میراته ده چی د پيښور د مغلی حاکم ناصر خان په ټونګ (تحریک) د عیسی خان خدرزی مومند له خوا برید پر وسو او جمال خان یې د زوی د واده په ورځ د کور له غړو او میلمنو سره تپ کړ، د دې پخولی (فاجعې) بیان د رحمان بابا په ديوان کی داسی راغلی دی:

ډیر یاران وو د ګل خان و جمال خان
په کار نه شه يو په وخت د زارستان
د همه واړو یارانو مخ دی تور شی
که به څوک بله یاری کا په دا شان
هيڅ تعریف یی په دا ژبه وایه نه شی
صد رحمت شه په یاریه د ګل خان
تر دا هور ته د یاری شرطونه څه وی؟
چی په اور کی دواړه و سوځی يکسان
چی له آله له اولاده سره وسول
خدای دی نه که څوک دا هسی مظلومان
الغیاث دی الغیاث دی الغیاث دی
چی انسان کا هسی ظلم په انسان
د نمرود چاری می ولیدې په سترګو
چی یې اچول و اورو ته نبیان
عالم وایی چی قیامت به په جمعه وی
ولید ما په یکشنبه په دا دوران
سر بندونه ګویا دشت کربلا وه
چی سیلاب شو د سرو وینو پر روان
هزار حیف دی چی دا هسی رنګه چاری
واقع کیږی د دنیا په سود و زیان
په عیسی او په جمال کی ګناه نشته
دا مکرونه دی د نفس و د شیطان
عزیزان یې ځبله ووژله پخپله
دا همه واړه تقدیر دی د سبحان
[xx]

افضل خان خټک په تاریخ مرصع کی د دغی بخولی (فاجعې) د پيښيدلو کال ۱۱۲۳ ﻫ. ق ښوولی دی[xxi] ځکه نو ارواښاد دوست محمد خان کامل (۱۹ د دوهمی خور ۱۴۰۱ ﻫ. ق مړ) په خپلو ليکنو کی د رحمان بابا د ژوند یقین دری کاله نور هم وړاندی بیولی دی، ده په (رحمان بابا) نومی کتاب کی کښلی دی:

”د روارټی بیان دی چی د جمال او ګل خان واقعه په ۱۱۲۳ ﻫ. ق (۱۲ / ۱۷۱۱ ع) کی شویده.......که د راورټی وینا چی له احترام سره د توجه وړ ده ومنلی شی نو په ۱۱۲۳ ﻫ. ق کښی هم رحمان بابا ژوندی و......البته د شاه عالم اول د عهد د اختتام (۱۱۲۴ ﻫ. ق) نه پس یی د ژوند قرائن نه شی لیدې.“ [xxii]

د ارواښاد کامل خبره رښتيا ده، د رحمان بابا په ديوان کی بله داسی پيښه نه ده ذکر سوې چی د جمال خان د شاه عالم اول د عهد د اختتام او ګل خان تر فاجعې وروسته تاریح دی و ښيی.

مګر زما په خیال که د رحمان بابا د شاګرد یونس هغه څلورو بیتونو ته (چی يوڅلویښت کاله پخوا په پښتانه شعراء کی د رحمان بابا د مرثیې په نامه خپاره سوی دی) ځير سو هلته د رحمان بابا د مرګ څو تاریخی مادې سته او هیله ده چی دغه سخره غوټه دی د يونس د دیوان په کومک پرانیستله سی، هغه بیتونه دا دی:

چه پیدا له اشنایی سره هجران شو[xxiii]
ځکه داغ می په خاطر باندی ارمان شو
له رحمانه فیص یاب عبدالرحمان شو
چه له دې سرایه په نوی سرای مهمان شو
[xxiv]
د پښتو شعر یې هسی نامه یو وړه
چی خبر یې په اشعار ایران توران شو
پر لذت شعر به څو
[xxv] کاندی یونسه
چی په مرګ ځنی خاموش عبدالرحمان شو
[xxvi]

دغه پورتنی څلور بیته چی په پښتانه شعراء (لومړی ټوک) کی د يونس له دیوانه را اخیسته سوی دی، ټوله غزله یې دا ده:

چی پيدا له اشنایی سره هجران شه
ځکه داغ می پر خاطر باندی ارمان شه
انجمن د ښو یارانو نو بهار دی
جدایی ور باندی پیرو که خزان شه
چی په قدر کی شهوار در نایاب وو
[xxvii]
اوس صدف د هغو درو ګورستان شه
چی پر شرق د اشنایی لکه لمر وخوت
په مغرب د جداییه کی نهان شه
دا چی باد د جدایی په جهان ګرزی
له هیبته می
[xxviii] صورت بید ارزان شه
د سکوت قلف به یې څرنګ لیری کیږی؟
چی په مرګ یې درون بند کلید زبان شه
له رحمانه فیض یاب عبدالرحمان شه
چی له دې سرایه په نوی سرای مهمان شه
مرګ سخی د ښو خبرو هسی شوم کا
چی یې یو کلام زړه نه کیږی پر ګران شه
چی په ملک یې نام د نیکو شته
[xxix] مړ نه دی
څه شو دا که په حساب د مردګان شه
د پښتو شعر یې هسی نامه یو وړه
چی خبر یې په اشعار ايران توران شه
پر لذت شعر به څوک کاندی یونسه
چی په مرګ ځنی خاموش عبدالرحمان شه
[xxx]

د رحمان بابا د مرګ تاریخی مادې په دغه بیت کی راغلی دی:

له رحمانه فیض یاب عبدالرحمان شه
چه له دې سرایه په نوی سرای مهمان شه
[xxxi]

له دغه بیته د تاریخی مادې استخراج په پنځه ډوله کیږی:

١- (پنوی سرای مهمان = ۴۷۵) + (عبدالرحمن = ۴۰۵) + (رحم = ۲۴۸) = ۱۱۲۸.

(رحمان) د ډير رحم کونکی په معنا د راحم د مبالغی صیغه ده لکه : سکران (ډير نشه) هیبان (ډير بیریدونکی) ( چی د لومړی توری په زور ویل کیږی).

په دغه بیت کی د رحمان له (فیض) څخه مراد د رحمان (رحم) دی او د معما په اصطلاحاتو دغه عمل تبدیل نومیږی، (فیض) یې فاسد او (رحم) یې کائن دی،[xxxii] چی د یاب کلمې په قرینه سره په نوره تاریخی ماده پوری نښلول سوی دی.

حسن توارد دی چی د دغی تاریخی مادی د لومړی عبارت بشپړه جمله (پنوی سرای مهمان شه) که په عربی ژبه واړول سی هم دغه تاریخ ځیني را وزی، په دی ډول:

(ضییف =[xxxiii] ۹۰۰) + (بدار = ۲۰۷) + (جدید=۲۱) = ۱۱۲۸، له دې امله چی معمایان مشدده یاء پر ۲۰ نه شمیری، کیدای سی دغه عربی جمله داسی و ویله سی:

(ضیفی بدار جدید)

د دی عربی جملې معنا به نو دا وی چی (الرحمان) دی په نوی سرای کی خپل میلمه بللی دی.

٢-(د[xxxiv] دې سرای ۲۸۹) + (عبدالرحمن = ۴۰۵) +(رحمن[xxxv] ۲۹۸) + (مهمان = ۱۳۶) = ۱۱۲۸، دلته (رحمن) د (فیض یاب) په قرینه سره په تاریخی ماده کی راغلی دی.

٣-      که د ذکر سوی بیت په لومړی نیم بیتی کی راغلی (رحمان) مضاف الیه او (عبدالرحمان ) [شاعر] مضاف وبولو، او د (فیض یاب) په حکم د اضافت معنوی توری (د) د ترکیب په سر کی ور زیات کړو، نو داسی عبارت لاس ته راسی:

د رحمان عبدالرحمان

د حساب الکبیر[xxxvi] د قاعدې له مخی له دغه عبارت څخه ۱۴۱۹ لاس ته راځي چی د (زر سل اته ویشت) له ابجدی ارزښتو سره برابریږی، معادله یې دا راز ده:


  د            ۳۵

 ز                ٧ 

   ر              ۲۰۱

 ر              ۲۰۰

   ح              ۹

 س             ۶۰

   م                ۹۰

 ل               ۳۰

   ا               ۱۱۱

 ا                  ۱

   ن             ۱۰۶

 ت         ٤٠٠

   ع            ۱۳۰

 ﻫ                ۵

   ب               ۳

 و                ۶

   د                ۳۵

 ی              ۱۰

   ا               ۱۱۱

 ش        ۳۰۰

   ل                ۷۱

 ت         ٤٠٠

   ر               ۲۰۱

   (۱۴۱۹)

   ح                ۹

 

   م             ۹۰

 

   ا              ۱۱۱

 

   ن             ۱۰۶

 

      (۱۴۱۹)

 

 


٤-      که د ذکر سوی بیت په دوهم نیم بیتی کی راغلی (نوی سرای) مضاف الیه او (مهمان) مضاف وبولو، او د اضافت معنوی توری (د) د ترکیب په سر کی ور زیات کړو، نو داسی عبارت به لاس ته راسی:

(د نوی سرای مهمان)

د حساب الصغیر د قاعدی له مخی له دغه عبارت څخه ۵۷ لاس ته راځی او د (زر سل اته ویشت) له هغه ابجدی ارزښته سره برابریږی چه د حساب الصغیر د قاعدی له مخی حاصلیږی، معادله یی دا راز ده:

  د         ۴

 ز       ۷

   ن       ۲

 ر       ۸

   و       ۶

 س      -

   ی       ۱۰

 ل       ۶

   س      -

 ا        ۱

   ر       ۸

 ت      ۴

   ا        ۱

 ﻫ       ۵

   ی       ۱۰

 و       ۶

   م        ۴

 ی       ۱۰

   ﻫ       ۵

 ش      -

   م        ۴

 ت      ۴

   ا        ۱

 (۵۷)

   ن       ۲

 

   (۵۷)

 

 


د پښتو ژبی په ځينو لهجو کی (نوی) په غیر مستقیم حالت کی (نویی Nawyi) وایی، که د ذکر سوی بیت په دوهم نیم بیتی کی راغلی (نوی) کلمه چی په غیر مسقیم حالت کی ده، (نویی Nawyi) ولوستله سی، نو هغه نیم بیتی به داسی ویل کیږی.

((چه له دې سرایه په نویی سرای مهمان شه))

له دې تاریخی مادې څخه هم د جمل په حساب ۱۱۲۸ راوزی، په دي ډول:

چه               ۸

له                          ۳۵

دی               ۱۴

سرایه            ۲۷۶

په                ۷

نویی             ۷۶

سرای            ۲۷۱

مهمان            ۱۳۶

شه               ۳۰۵

                  ۱۱۲۸

د مرثیی په یوه بل بیت کی (نوبهار) کلمه راغلې ده، دا چی د معما په فن کی د یونس مهارت ته ګورم،[xxxvii] ګمان می دا دی چی دلته به د نوبهار کلمه د ربیع الاول (لومړی خور) معنا لری، او حسن توارد دا دی چی د دغه کال د نوروز ورځ د ربیع الاول له پنځه ویشتمی ورځی سره برابره هم ده.

که زما دا ګمان سهی وی نو د رحمان بابا مرګ به د ۱۱۲۸ ﻫ. ق د ربیع الاول په وروستی هفته کی پيښ وی، هغه بیت چی (نوبهار) پکښي راغلی دی دا دی:

انجمن د ښو یارانو نوبهار دی
جدایی ورباندی پیرو که خزان شه

د پټی خزانې د خطی نسخې په ۴۵ مخ کی چی د رحمان بابا د مرګ کال د ۱۱۲۸ پر ځای په عدد سره ۱۱۱۸ ښوول سوی، سهوالفکر نه دی، دا یوه عددی تیروتنه ده چی د مطلوبی سنی د عشراتو په کور کی پيښه سوې ده؛ کیدای سی د دې سهوالقلم سبب د پټی خزانې د نقل کونکی هغه تلوار وی چی ده د کتاب په پای کی د (باستعجال تمام قلمی شد) په جمله سره د هغه عذر غوښتی دی، او زما په خیال د دغه استعجال نتیجه به وی چی د خطی پټی خزانې په شپاړسم مخ کی د (ژمی) کلمه په (دوبی) ځينی اوښتې ده، او په ۹۶ مخ کی عبدالقادر خان خټک د حلیمی د ورور پر ځای د حلیمی پلار کښلی دی؛ د نقل کونکی دې ته نه دی پام سوی چی د ده په خپل قلم دری لیکی (کرښي) دمخه حلیمه د نوموړی عبدالقادر خان خټک سکه خور بلل سوې ده.

منبع: د محمد هوتک یاد، د افغانستان
 
[i]. : روضة الادباء، ۵۳ مخ.

[ii]. : و ګ، روضة الادباء، ۵۳ مخ. د فرید وجدی دائرة المعارف، ۳ ټوک، ۴۴۳ مخ. الاعلام، زرکلی، ۲/ ۱۸۸ مخ. معجم المولفین، ۲/۱۹۱ مخ. معجم الاعلام، ۵۷ مخ.

[iii]. : و ګ، ادبیات اللغة العربیه، ۶۰ مخ. اسماء الرجال مشکوة المصابیح، ص ٥٩٠.

[iv]. : آریانا دائرة المعارف، (پښتو) پنځم ټوک، ۴۷۲۴ مخ.

[v]. : و ګ، شعر العرب، لومړی ټوک ۱۱۴ مخ.

[vi]. : و ګ، تذکرۀ نتایج الافکار، ۵۲۶ مخ. تعلیقات ترجمۀ روسی چهار مقاله، ۱۵۸. تذکرۀ دولت شاه، ۶۲ مخ، تهران چاپ. فرهنګ ادبیات فارسی دری، ۴۷۱. تاریخ ادبیات ایران (تالیف شفق) ۱۰۸ مخ. منتخب الاشعار ۸۳ مخ.

[vii]. : و ګ، شعر العجم (اردو) لومړی ټوک ۹۸ مخ. (پنځم چاپ). د خواجه میر درد اردو دیوان د عبدالباری آسی په مقدمه په ۱۹۵۱ ع کال په کراچی کی خپور شویدی.

[viii]. : د خواجه میر درد اردو دیوان د عبدالباری آسی په مقدمه په ۱۹۵۱ ع کال په کراچی کی خپورشویدی.

[ix]. : و ګ، حقیقت فردوسی و شهنامه ۳۶ مخ، د حیدر آباد دکن چاپ ۱۳۶۷ ﻫ. ق.

[x]. : آزاد دهلوی، د آب حیات، سخندان فارسی، نیرنګ خیال، دربار اکبری، جامع القواعد فارسی او مجموعه نظم آزاد مولف.

[xi]. : و ګ، آب حیات، ۳۳۱ مخ، ۱۹۶۳ ع چاپ. تاریخ ادب اردو ۱/۱۰۵ مخ. تذکرۀ ریاض الفردوس (د محمد حسین خان ترین تالیف) ۷۸ مخ. ګل رعنا ۱۷۹ مخ. وقایع عالمشاهی، ۱۰۶ مخ. تذکرۀ شعراء (تالیف: شاد عظيم آبادی) ٦٨ مخ.

[xii]. : و ګ، ګلشن هند۱۲۷ مخ، لاهور چاپ، ۱۹۰۶ ع، (د ۱۲۱۵ ﻫ. ق تالیف).

[xiii]. : و ګ، پښتانه شعرا د لومړی ټوک ۱۹۳ مخ، کابل چاپ ۱۳۲۰ ﻫ. ش.

[xiv] . : افسر = تاج، ټوپی حمید مومند ویلی دی چی:

         لکه خاوری په سر خوښ یم زه په عشق کی

                                                                       پادشهان به هسی نه وی په افسر خوښ

[xv] . : دغه کلمه په کندهار کی Shuy ویله کیږی، جنس یی مذکر دی، لکه د مومن خان او شیرینو د نکل په دغه ناره کی:

                   مومن خان می داسی سپين لکه سپين شوی

                             نه به بله مور پيدا سی نه به راوړی داسی زوی

د والټر بيلیو په پښتو انګریزی ډکشنری (۱۰۵ مخ) لس زره لغات (۵۰۷ مخ) پښتو قاموس (۶۹۶ مخ) د راورټي پښتو انګریزی ډکشنری ۶۶۵ مخ کی هم د دغی کلمی جنس مذکر ښوول سوی دی مګر په ظفر اللغات (۶۵۳ مخ) او لغات افغانی (۱۵۵ مخ) کی یې جنس مونث لیکل دی، او د کلمې شکل یې هم د رحمان بابا د ديوان له ضبط سره سم کښلی دی.

شوی یا شویی سپین کړه سوی کرباس (خمتا) ته ویل کیږی، په برهان قاطع کی شوی د اهار په معنا راغلی دی چی اوبدلو ټوکرانو ته یې ورکوی (وګ: ٢ ټوک ٨٧ مخ د بمبئی چاپ).

[xvi]. : و ګ، د رحمان بابا دیوان ۶۱ – ۶۲ – ۶۳ – مخونه، کابل چاپ، ۱۳۵۶ ﻫ. ش.

[xvii]. : اورنګزیب عالمګیر چی مړ کيدئ، تر ټولو مشر زوی محمد اعظم یې د کابل او پيښور والی و، دی چی د پلار په مرګ خبر سو مخ پر اګره وخوځيدی، او په لاهور کی یې د ۱۱۱۹ ﻫ. ق کال د محرمی په وروستی ورځ د شاه عالم بهادر شاه په لقب خپله پاچهی اعلان کړه؛ دغه لومړی شاه عالم د ۱۱۲۴ ﻫ. ق د محرمی په يوویشتمه مړ دی، د پاچهی موده یی تقریبا پنځه کاله وه؛ په دغه کورنی کی دوهم شاه عالم هم سته چی لوی احمد شاه بابا په ۱۱۷۳ ﻫ. ق کی د دهلی پاچهی ته را وباله، څو کاله وروسته یې بیا غلام قادر خان روهیله عمرخیل سترګی و کښلی.

[xviii]. : محمد اعظم د لومړی شاه عالم کشر او میریزی ورور و، پلار یی چی د دکن په اورنګ آباد کی مړ سو، ده د لوی اختر په ورځ د دکن په احمد نګر کی د اعظم شاه په لقب خپله پاچهی اعلان کړه او د لوی اختر په څلورمه ورځ مخ پر اګره را وخوځيد، اګرې ته نژدی د جاجیو په ميدان کی دی او لومړی شاه عالم سره مخامخ سول، د ۱۱۱۹ ﻫ. ق کال د لومړی خور پر اتلسمه جنګ ونښت، په دغه جنګ کی اعظم شاه وواژه سو او پاچهی لومړی شاه عالم ته ور پاته سوه.

[xix]) : و ګ، د رحمان بابا دیوان ۱۱۲مخ، کابل چاپ، ۱۳۵۶ ﻫ. ش.

[xx]) : و ګ: د رحمان بابا ديوان ، ۱۱۰ – ۱۱۱ – ۱۱۲ مخونه. د رحمان بابا د دیوان په ځینو نسخو کی د جمال پر ځای دجال کښلی دی، دا يوه تيروتنه ده.

[xxi]. : وګ: تاریخ مرصع، ۴۰۲ مخ، د پيښور چاپ. (د ارواښاد دوست محمد خان کامل له مقدمې او تعلیقاتو سره).

[xxii]. : وګ: رحمان بابا، ۲۷ مخ، پيښور چاپ، ۱۹۵۸ ع.

[xxiii]. : په دیوان کی د (شو) پر ځای ردیف (شه) راغلی دی ؛ (وګ: د یونس چاپی دیوان ۱۴ مخ.)

[xxiv] . : دا نیم بیتی د رحمان بابا د دې بیت تر اغیزی لاندی ښکاری:

                   وړاندی سرای لره توښه تړه رحمانه

                                                                       څو سفردی کړی نه دی له دې سرایه

[xxv]. : په دیوان کی د (څو) پر ځای (څوک) راغلی دی، (وګ: د يونس چاپی ديوان ۱۱۴مخ).

[xxvi]. : وګ: پښتانه شعراء لومړی ټوک ۲۰۳ مخ.

[xxvii]. : په چاپی نسخه کی: (درونه د دریاب وو).

[xxviii]. : می – می یې.

[xxix]. : په چاپی ديوان کی د (شته) پر ځای (شه) کښلی دی.

[xxx]. : وګ: د يونس دیوان ۱۱۳ – ۱۱۴ مخونه کابل چاپ ۱۳۵۶ ﻫ. ش.

[xxxi]. : دا بیت په پښتانه شعراء کی د اقتباس سوی ټوټې دوهم او د يونس په ديوان کی د غزلی اووم بیت دی؛ سره له دې چی مطلع دی او نه حسن مطلع، بیا هم تصریح لری، یعنی دواړه نیم بیتی یې سره هم آهنګه دی، زما په خیال دا اعنات شاعر ځکه کړی دی چی د لوستونکو توجه دغه بیت ته ور واوړی، او دا ور وپوهوی چی په دغه بیت کی څه خاص مطلبونه سته.

[xxxii]. : د معما پوهان مبدل منه (فاسد) بولی او مبدل ته (کائن) وایی، فاسد غیر مطلوب او کائن په معما کی مطلوب جز وی.(و ګ: کشف الرموز د تبدیل بحث)

[xxxiii]. : د تضییف له مصدر څخه د واحد مذکر غائب له پاره د ماضی زمانې مجهوله صیغه (ضییف) راځی چی د (ضاد) په پيښ ويل کیږی، (مهمان شه) هم د مهمان کیدل (ميلمه کیدل) له مصدر څخه کټ مټ دغه صیغه ده، البته اوس زياتره پښتانه د (شه) پر ځای (شو) وایی.

[xxxiv]. : (له) او (د) په پښتو کی د ابتداء معنوی حروف دی، (د) د اضافت معنوی حرف هم دی؛ معمایان کله یوه کلمه راوړی مګر مراد یې د هغی کلمې بل مرادف وی، لکه په عربی کی چی (من) راوړی او (عن) ځينی مراد وی، دلته د (له) او (د) یو له بل سره اړول (تبدیل) هم له دغی مقولې څخه دی.

[xxxv]. : دا د دغی کلمی قرآنی رسم الخط (لیک دود) دی.

[xxxvi]. : په حساب الکبیر کی د تورو د شعرونو کی نه راځی او که کوم دی.

[xxxvii]            . : د یونس په دیوان کی نوری معماوی راغلی دی، څوارلس یی محمدی صاحبزاده (١٢٢٠ ﻫ. ق مړ) حل کړی دی، او څو یې د یونس د دیوان محشی ښاغلی بختانی څیړلی دی، څو معماوی لا نا حله پاته دی، په نا حله معماوو کی يوه دا ده:

                   له یعقوبه پونده لیری شوه، ښه نه وه
                       په هغه عوض بهی ورته انعام شه
                       بیا هغه بهی چی پښه ورلره نه ده
                       د يوسف اسم ترې هله سر انجام شه

دمعما حل:

په عربی پونده (عقب) بولی، د عقب کلمی توری چی له یعقوب څخه وباسی (یو) پاتیږی، د بهی ميوه په عربی (سفرجل) بولی، او پښی ته په عربی (رجل) وایی، (رجل) چی له سفرجل څخه وباسی (سف) پاتیږی، (یو) چی له (سف) سره وتړی یوسف سو.



       

Share by: