آيا« پټه خزانه »په رښتيا هم يو جعلي کتاب دی !؟

یاران
آيا« پټه خزانه »په رښتيا هم يوجعلي کتاب دی !؟


                                                       

زه په پښتو ژبو شاعرانو او ليکوالو کې اخون دروېزه « ننګرهاري» او قلندر« مومند » ته يوفيصد درناوی نه لرم ! دليل مې دادی؛ چې اخون دروېزه « ننګرهاری » د مغلو لاسپوڅی و او قلندر« مومند » د پنجاب په خاطر پوهاند استاد عبدالحی « حبيبي » او د محمد « هوتک » ـ « پټې خزانې » تاريخي ـ ادبي کتاب ( لومړنۍ موندل شوې پښتو تذکرې ) پسې يې خپلې پايڅې را بډ وهلې؛ د پښتو او پښتنو پر ضد يې هغه څه ( کتاب ـ « رد پټه خزانه فې الميزان » ) وليکل، چې د نورو ژبو ويوونکو ورپسې هېڅکله هم نه و ليکلي ! هغه د پښتو ژبې متل بېخي پر ځای دی: « ونې ويلي دي : که د تبر لاستی زما له خپلې تنې څخه نه وای؟ نو زه تبر هېڅکله نشوم وهلی !؟ » څومره ضرر، خطر او سرګرداني چې « دروېزه » او قلندر« مومند» پښتو ژبو ليکوالو او د پښتو اثارو ته پېښ کړل؛ هغومره ورته د نورو ژبو ويوونکو ـ ليکوالو ونه رسول !!

ما ( ۸۴ ) کلن = ( ۱۳۹۸ ) صادق « فطرت ـ ناشناس » له نږدې څخه يواځې يوه پلا په ۱۳۶۳ کال کې د کابل د « آريانا » هوټل په صالون کې د يوې ادبي ناستې په ترڅ کې ليدلی دی. خو د ملي راډيوـ ټلوېزيون څخه مې « ناشناس » د هغه په سندرو کې اورېدلی او ليدلی دی.

خبر وم چې «ناشناس» د مسکو په دولتي پوهنتون کې په پښتو ادبياتو کې ډاکتري اخيستې ده؛ خو نن يې له مرکې څخه خبر شوم؛ چې صادق « فطرت ـ ناشناس » د « رحمان بابا او تصوف » په برخه کې د ډاکترۍ تېزس د استاد دوريانکوف تر لارښوونې لاندې ليکلی او دفاع کړی دی.

بله داچې د « ناشناس » د خپلې وينا له مخې، ده ( ۴۰ ـ ۴۵ ) کاله پخوا يواځې يوه پلا « پټه خزانه » شوقي او سرسره کي لوستلې وه ! دی اقرار کوي چې د احمدشاه بابا او « پټې خزانې » په اړه دقيق، علمي او هر اړخيزه مطالعه او معلومات نه لري! او هرڅه يې چې ( پر ضد ) ويلي دي ؟ هغه د ده ګومان او اټکل دی!

خو زما ( محمد عزيز «تحريک» ) د هغو معلوماتو له مخې چې د فسبوک ټولنيزې رسنۍ له مدرکه مې تر لاسه کړی دی؛ زما باور دا دی؛ چې صادق « فطرت ـ ناشناس » ( ۸۴ ) کلن شېخ فاني سندرغاړی، چې فکري تمرکز يې له لاسه ور کړی دی او د« ياد فراموشۍ » له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی او په عين حال کې د خپلې« خوشباورۍ » له مخې د پښتو ژبې او پښتنو د سوګند خوړوونکو تاريخي او نه پخلاکېدوونکو دښمنانو = « ساما » = ( سازمان انقلابي مردم افغانستان ) غړو ته؛ چې پخوا دا کسان په افغانستان کې د : «سکترېستانو» ، «شعله اې جاوېد = ماؤوېستانو »، « سقاويانو» ، « سازا » او « نظاريانو» په نومونو يادېدل؛ د هغو له خوا څخه « ناشناس » په شعوري ډول او پلانيزه بڼې سره داسې ژورې او خطرناکې څاه ته ور ټېل وهل شوی دی ! چې فکر نه کوم، بيا ترې ژوندی او روغ رمټ را ووتلی شي !؟

ما چې د « ناشناس » دوه ضد او نقيض مرکې له « بي بي سي » څخه واورېدلې؛ پر دې باوري شوم چې « ناشناس » که پخوا په شعر او ادب يو څه په ( شوقي او اماتوري بڼې ) پوهېده !؟ خو اوس اوس يې حافظه له لاسه ور کړې ده او دغه شېخ فاني سندرغاړي هرڅه د تاريخ او ادب په باره کې کورټ هېر کړي دي ! ده د پښتو ژبې ماستري او ډاکتري د خپل پلار د خوشحالولو په خاطر اخيستې دي، نه د مسلک لپاره !؟ ده روسي ژبه هسې د « هشت جبري» له مخې ياده کړې ده ! نه د څېړنې او ژباړنې لپاره !! « ناشناس » د صبورالله « سياه سنګ » له خوا په ژوندونې د قبر لحد ته ور ټېل وهل شو او لطيف « پدرام » يې په خپلو دښمنانه او احمقانه څرګندونو په ژوندونې باندې فاتحه واخيستله !!

زه اوس داسې فکر کوم چې صادق « فطرت ـ ناشناس » نه تاريخ پوه و، نه ژبپوه، نه شاعر و، نه اديب، نه ليکوال و، نه څېړوونکی، نه ژباړوونکی، نه تاريخ ليکوونکی، نه مؤلف و او نه هم مسلکي ژورنالېست !! دی يو سندرغاړی و! ماته اوس « ناشناس » داسې ښکارېږي ، لکه : « ګل سره » يا « کنرېکه » سندرماره مرغۍ !!

Канарейка=

چې ماغزه يې ډېر لږ دي، حافظه نه لري ؛ يواځې سندرې وايي او پرله پسې خواندن کوي!

« ناشناس » د « پټې خزانې » ، د محمد « هوتک » په څېړنې ـ ليکوالۍ ، په امير کروړ او د هغه په يواځني حماسي شعر، په پوهاند استاد عبدالحی « حبيبي » صاحب ، په ميرويس نيکه ، احمد شاه بابا او امير امان الله خان باندې ناوړه تخت او تاز او بېځايه ( مُخربانه ـ نيوکې ) څرګندونې وکړلې ! ده په خپلو خبرو او څرګندونو ( مرکو باندې ) د پښتو او پښتنو قسم خوړوونکي دښمنان ډېر زيات خوشحاله کړل ! او ټول پښتانه قلموال يې بېحده خفه او په غوسه کړل !!

د محمد « هوتک» ابن داؤد تاريخي ـ ادبي ارزښتمن اثر ، د « پټې خزانې » کتاب ( ۱۱۴۱ – ۱۱۴۲ ) ه،ق، کال تاليف ؛ چې په ۱۳۲۲ ه، ل، کال کې د عبدالعلي « اخوندزاده » له خوا څخه پوهاند استاد عبدالحی « حبيبي »صاحب ته د چاپ پر موخې په کوېټه کې د يوه قېمتي ملي ـ تاريخي ـ ادبي امانت په توګه سپارل شوی و او پښتوپال استاد « حبيبي » د پټې خزانې » کتاب په ۱۳۲۳ ه،ل کال له خپلې سريزې سره د پښتو ټولنې له خوا څخه د لومړي ځل لپاره چاپ کړ ! کله چې د پښتو او پښتنو دښمنان د دې تاريخي کتاب له تاريخي ارزښت او قُدامت ( لرغونتوب ) څخه خبر شول، نو د تخريب ډولونه يې په غاړو کې واچول او له ډول ډول سورڼيو او سندرو سره يې په وهلو او ناوړو تبليغاتو پيل وکاوه او هغه منحوسه او مُضره لړۍ تر اوسه پورې په ملموسه او ناملموسه بڼه دوام لري !

له نېکه مرغه « پټه خزانه » څو پلا چاپ شوې ده، په دري او انګليسي ژبو هم ژباړل شوې ده او تر ګوګل او انټرنېټ پورې رسېدلې او خوندي شوې ده ! نن ، سبا « پټه خزانه » يو نړیوال تاريخي ، ادبي ارزښتمن شهکار دی !!

دا چې د « پټې خزانې» د منځپانګې او د امير کروړ د شعر ( ژبې ) په باب د « ناشناس » معلومات نيمګړی دي، نو دا د دې دليل نشي کېدلی؛ چې ګواکې پښتو ژبه ټول ټال ( ۴۰۰ ) کلن تاريخ لري او د بايزيد« پير روښان » او اخون دروېزه « ننګرهاري» له دورو ، شعرونو او کتابونو ( نثرونو ) څخه يې ليکل پيل شوي دي!؟

زما په باور او عقيدې « پټه خزانه » د محمد « هوتک » اثر د شاه حسين « هوتک » پاچا د زمانې يو حقيقي او رښتينی لرغونی کتاب دی ! که هرڅوک دا کتاب « جعل » بولي ؟ هغه کسان دې يوه پلا بيا د « پټې خزانې » کتاب ، د پوهاند استاد عبدالحی « حبيبي » د « پښتو ادب تاريخ » ، « پښتانه شعرا » او د «افغانستان لنډ تاريخ» دې                 ولولي ! ماغزه به يې روښانه ، لاځوابه پوښتنې به يې حل شي !!

يادونه : زموږ په پخوانيو استادانو ، پوهانو ، څېړوونکو ، ژباړوونکو ، تاريخي کتابونو ، ملي شخصيتونو ، په پښتو ادب تېری ( ولو که د هر چا له خوا څخه و اوسېږي !؟ ) موږ ته په هېڅ صورت د زغملو او بخښلو وړ (ګناه ) نه ده !!!


سرمؤلف محمد عزيز « تحريک »

لاس انجلس ـ کلفورنيا ؛ د امريکې متحده ايالت

۳/۴/۲۰۱۹م. کال = ۱۵/۱/۱۳۹۸ل.ل. کال



Share by: