د (ځ) توري تاریخي پس منظر په پټه خزانه کې د دغه شکل استعمال د قدماوو پیروي ده

محمد معصوم هوتک
د (ځ) توري تاریخي پس منظر
په پټه خزانه کې د دغه شکل استعمال د قدماوو پیروي ده

د پښتو ژبې په اوسنۍ الفبې کې نهم تورې (ځ) ده، چې د (چ) او (څ) تر منځ موقعیت لری. بر پښتانه (د ډیورنډ له کرښې ها خوا میشته پښتانه) یې (ځیم - زیم) بولي. دا ږغ په نورو هندو اروپایی ژبو کې هم سته. د دې ږغ گرافیمی بڼه د نورو ږغونو په شان د تاریخ په اوږدو کې یو راز نه ده پاته سوې.

په روښانی الفبې کې یې موقعیت د ډال او ذال تر منځ دې او شکل یې (ڊ) دې، یعنې دال ته یې لاندې ټکې ورکړې دې.

په خوشال خانی لیکدود کې یې د جیم تر ټکی لاندې همزه کیښ او د (ځ) ږغ یې په انځوراوه، په دې شکل (جٕ).

اخوند درویزه ننګرهاری رح (٩٤٠-١٠٤٨ ﮬ ق) په مخزن الاسلام کې د (څ) او (ځ) فرق نه دې کړې او دواړه یې په (څ) سره ښودلی دی، چې دې عنعنې وروسته هم دوام موندلې او په زیاترو پخوانیو متونو کې د (څ) او (ځ) توری توپیر نه دې سوې (ځاې) او (هیڅ) یې دواړه په (څ) کښلی دي.[i]

په افغانستان کې د پښتو مرکې په خپرونو کې د (ځ) له پاره د (ج࣪ ) بڼه غوره وګڼل سوه، یعنې جیم ته یې پر سر ټکې ورکاوه.

د طلوع افغان په نشراتو کې هم دا شکل تر ١٣١٧ش کال پورې مروج و، چې وروسته یې د (ځ) شکل غوره کړ، تفصیل به یې وروسته وکاږم.

وزیر صاحب محمد ګل خان (١٣٤٢ﮬ ش مړ) د (ځ) له پاره دا اوسنې مروج شکل خوښ کړ او عام یې کړ او د (زنځیرۍ) د فاضل مؤلف خبره ”د زنځیری لیکدود شکل یې را ژوندې کړ“.[ii]

په پټه خزانه کې د (ځ) تورې په اوسنی مروج شکل راغلې دې، چې د ځینو ښاغلو په نظر د جدیدې املا نخښه ده او د پټې خزانې (جدیدیت) په اثباتېږی. په دې برخه کې په هغه قول استناد سوې، چې د خیرالبیان په ”عکسی ایډیشن“ کې (د خیر البیان لیکدود) تر سر لیک لاندې چاپ سوی دی او د هغه له مخې ”گویا د (ځ) اوسنې مروج شکل چې د (ح) پر سر همزه (ء) کښلې ده د وزیر محمد ګل خان مومند ایجاد دې چې وروسته عام سو او په لروبر پښتونخوا کې یې رواج وموند.“ پر دې قول داسې استنتاج بناء سوې دې چې ”پټه خزانه د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسیدو نه پس ته دورو کې لیکل شوې کتاب دې او ځکه نو دا سروپ دروغ دی چې دا کتاب په ١٣٠٣ﮬ کې لیکلې شوې دې.“[iii]

زما د څیړنې له مخې د (ځ) اوسنۍ مروجه بڼه د وزیر محمد ګل خان مومند ایجاد نه دې او زما سره د وزیر صاحب مرحوم تر زیږیدو شل کال مخکې د (ځ) توری د اوسنی شکل چاپی اسناد سته، خپله څیړنه د هماغو اسنادو له فوتوکاپی سره یو ځاې د سیمینار درنو او ښاغلو برخه والو ته وړاندې کوم.

د (ځ) توری په باب د طلوع افغان د ١٣١٧ ش کال د حمل په ٢٧مه ګڼه کې لولو:

”دا شپږ کاله چې طلوع افغان پښتو شوې دې موږ یو ډول املا چې پښتو مستنده املا ده، غوره کړې ده، مګر قدماؤ د پښتو مخصوص حرف (جْ) په دې شکل هم لیکلې دې، ځ.

ځکه چې موږ د املا د توحید او یواولی پر خوا یو او هر کله موږ په دې باب کې لیکل او ویل کړی دی، نو د دې دپاره چې په خپله وینا موږ لمړې کړنې کړې وي اوس غواړو چې وروسته تر دې جْ ‌  داسې ولیکو ځ…“

په دغه کال یعنې په ١٣١٧ش کال وزیر محمد ګل خان مومند د “پښتو ژبې لیار“ او تر هغه یو کال دمخه یعنې په ١٣١٦ش کې یې “پښتو سیند“ کښلې او چاپ کړې دې، د پښتو الفبې ځینو ږغونه ته یې په همدې آثارو کې خاص شکلونه پېشنهاد کړی او ټاکلی دی.

زما په فکر ښایی د طلوع افغان په دې اقدام کې به د وزیر صاحب مرحوم غوښتنه بې اغیزې نه وه خو په پورتني عبارت کې چې د ارواښاد علامه حبیبی په قلم لیکل شوی دی، د ”قدماو“ کلمه په دې باب یو اشاره ده چې دا شکل نوې ایجاد نه دې. ”

همدې اشارې زه نورې څیړنې ته وهڅولم.

په دې برخه کې مې لومړې کتاب (لغات افغانی) وکوت چې د ارواښاد سید راحت اللّٰه راحت زاخیل لیکنه ده، دا کتاب که څه هم ځما سره بشپړه نسخه سته، خو د پیښور چاپ د زیاترو نورو کتابو په شان د چاپیدو نیټه نه لری، مگر واضحه ده چې د وزیر محمد ګل خان مومند د ”پښتو سیند“ او د ”پښتو ژبۍ لیار“ تر چاپ دمخه خپور سوې دې.

علامه حبیبی د (خوشحال خان خټک مرغلرې) په ٩٩٧ مخ کې د ارواښاد راحت زاخیلی همدې کتاب ته حواله ورکړې ده.[iv] د خوشحال خان خټک مرغلرې د ١٣١٧ ش کال په جوزا (مئ ١٩٣٨م) په کندهار کې چاپ شوې دې.[v] او په دې وخت کې (لغات افغانی) د څیړونکو د یوه ماخذ په توګه تر کندهاره هم رسیدلې ؤ. په لغات افغانی کې د (ځ) تورې په همدې اوسنی شکل راوړل سوې دې او دا حکم چې دا اوسنې شکل د وزیر محمد ګل خان ایجاد دې تر پوښتنې لاندې نیسی. البته دا خبره له امکانه لیرې نه ده چې ارواښاد وزیر صاحب به له (پښتو سیند) او (د پښتو ژبې لیار) پرته په نورو لیکونو کې دا شکل (ځ) ایجاد کړې وی، مګر د دې امکان د اثبات له پاره موږ لیکلې سند نه لرو. (د لغات افغانی د لومړی او دوهم مخ فوتو کاپی وګورئ).

دوهم کتاب مې د ابو سعد فضل احمد خان افغان اثر (گل کوهی) یا د (غره ګل) وکوت.

ابو سعد فضل احمد خان د پیښور د مردان د سرډهیری کلی یو حساس او پر پښتو او پښتونولۍ مین پښتون و. (گل کوهی) یې د ١٩٣٠م (١٣٠٩ش) کال په جنوری کې د بمبئ په خلافت پریس کې د افغان جنرل قونسل مرحوم غلام احمد خان په همت چاپ کړې دې. (غلام احمد خان د سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله له زامنو څخه دې).

لوی استاد علامه حبیبی د ارواښاد عبدالهادی خان داوی (١٣٦١ مړ) له خولې لیکی چي غلام احمد خان د بدیع ذوق څښتن و، په دری ژبه یې روان نثر کیښ او په دوهم مشروطیت کې یې ښه ونډه درلوده.[vi]

گل کوهی د وزیر محمد ګل خان مومند تر لومړی اثر اوه کاله دمخه او تر دوهم اثر اته کاله دمخه چاپ سوې دې. په دې کتاب کې هم د (ځ) تورې په اوسنی مروج شکل راغلې دې.

د گل کوهی د لومړی، آخر او یوویشتم مخ فوټو کاپی وګورئ.

که د (ځ) توری دا شکل د مرحوم وزیر صاحب له خوا د (پښتو سیند) او (د پښتو ژبې لیار) تر خپریدو دمخه هم ایجاد سوې وی، بیا هم ګمان نه کوم چې د هغه وخت د شرایطو او وسایلو په پام کې نیولو سره دې اغېزه په بمبئ کې د خلافت پرس تر کاتبانو پورې رسیدلي وي.

(دیوان اختر محمد مسمیٰ به مرغوب الخواص) مې هم پرله واړاوه. دا اثر د اشعارو یوه کوچنوټې مجموعه ده چې په ١٣٥١ ﮬ ق کال (١٩٣٢م کال) د لاهور په مسلم پرنټنگ مطبعه کې چاپ سوې دې، اختر محمد د محمد زمان خان تره کي زوی او د کندهار اوسیدونکې ؤ، دیوان یې تر (پښتو سیند) او (د پښتو ژبې لیار) تر څبریدو په ترتیب سره پنځه او شپړ کاله دمخه خپور شوې دې او د (ځ) تورې یې په ننی مروج شکل کښلې دې. (د مرغوب الخواص د لومړی او آخر مخ فوتو کاپی وګورئ).

څلورم کتاب چې تر دا درو سره قدیم چاپی اثر دې (نصاب افغانی) نومیږی او د محمد اسماعیل په قلم لیکل سوې دې، د دې اثر په کتلو سره مې اټکلونه په بشپړ یقین بدل سول، ځکه دا اثر د وزیر محمد گل خان مومند تر زېږېدو شل کاله دمخه یعنی په ١٨٦٦م کال د (جناب معلیّ القاب مسترهنری بکټ صاحب بهادر قایمقام انسپکټر مدارس حلقه سرحدی) په حکم د پیښور په جیل مطبعه کې چاپ سوې دې. (د ارواښاد وزیر صاحب تولد په ١٣٠٣ﮬ ق کال پیښ دې).

د ١٣٠٣ﮬ ق کال لومړۍ ورځ د ١٨٨٥ کال د اکتوبر له لسمې سره برابره ده. د وزیر صاحب مرحوم د زېږېدو په کال د پټې خزانې موجوده متن په کویټه کې د استنساخ تر نیټې شل کاله یا نولس کاله دمخه چاپ سوې دې. په دې کتاب کې د (ځ) تورې شکل له ننی مروج شکل سره یو شان دې. د نوموړی کتاب په ٤-٥ مخونو کې داسې راغلی دی:

”حرف دویم (څ) قریب المخرج است با زای منقوطه لیکن به ثقالت تلفظ و به تلقط زای منقوطه نیز جائز است چون څای (زای) بمعنی جای و څار (زار) بمعنی فدا. اکړ چه صورت خطی حرف اول (مراد یې (څ) ده -م.ﮬ) و حرف دویم (مراد ځ ده -م.ﮬ) در اکثر کتب افغانی یکسان دیده شده است، مگر درین جا فرق کردن ضرور آمد تا خواننده تشخیص دهد مابین هر دو حرف و نیز در کتب شعرای قوم خټک که در سنه یازده صد هجری نوشته شده، این طور به نظر آمده یعنی بجای سه نقطه یک همزه نوشته شده باینصورت ځ و درین اوراق صورت دویم مقرر گشت.“

په پورتنۍ توصیح کې لولو چې د (ځ) شکل ایجاد د (نصاب افغانی) د مؤلف محمد اسماعیل ایجاد هم نه دې، بلکې ده د خټکو د لیکدود په پیروۍ دغه شکل غوره ګڼلې دې. (د نصاب افغانی د لومری، څلورم او پنځم مخ فوتو کاپی وګورئ).

له ١١٠٠ ﮬ ق څخه تر ١٣٠٣ ﮬ ق پورې چې د پټې خانې د وروستی استنساخ کال دې، درې د پاسه دوه سوه کاله تیر سوی دی او دا کافی موده ده چې د (ځ) شکل دې له اټکه تر کویتې او بیا تر عباس کاسی پورې ورسیږی. د نصاب افغانی هغه فیصله چې د (ځ) شکل په برخه کی یې کړې ده، هم په شل کاله کې تر کویټې پورې رسیدلاې سواې. که خبره سره را غونډه کړو باید ووایو او ویې منو چې د (ځ) ننې شکل د وزیر محمد گل خان مومند ایجاد نه دې، بلکه قدیم دې.

د خیر البیان د عکسی چاپ په سریزه کې د راغلی حکم توضیح باید داسې وي چې د افغانستان په معاصرو مطبوعاتو کې د (ځ) تورې د وزیر صاحب پر لاس په دا اوسنی شکل رواج شوې دې او ارواښاد د وزیر صاحب د (قدماو) په پیروۍ دغه شکل غوره کړې دې.

دغه راز څیړنه چې زما په شان مبتدی له پاره ممکنه ده، ایا د هغو معترضونو له پاره مقدوره نه ده چې د کتاب د نعمت باران پرې اوري او د ادبی او تاریخی ریسرچ اوږده سابقه لری، بالکل وه.

اوس به نو درانه لوستونکی دا حکم چې ”ځکه نو دا سروپ دروغ دی چې دا کتاب (پټه خزانه - م.ﮬ) په ١٣٠٣ﮬ کې لیکلې شوې دې“ څرنګه تعبیر کړی؟ او دې فیصلې ته به په کومه سترګه وګوری چې وایی: ”دلته دا خبره هم باید یاد وساتلې شی چې د (ځ) دا تورې په هغه قلمی تذ کره کې هم استعمال شوې دې چې سلیمان ماکو پورې تړلې شوې ده… په دې بنیاد د سلیمان ماکو تذکره هم د پټې خزانې غوندې یو جعلی دستاویز دې او د بیټ نیکه، د ملک یار غرشین او د شیخ اسماعیل د شاعرۍ قصه هم یوه افسانه ثابته شی.“[vii]

زه وایم د بې انصافۍ په سترګه به ورته وګوری.

                                                                             (پای)

                                                     ټورنټو، کاناډا، ٩ جولای ١٩٩٤- ١٨ سرطان ١٣٧٣ش

شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٣١٧-٣٢٦ مخه.

ماخذونه:


 
[i]. تفصیل یې په خیرالبیان (عکسی چاپ) سریزه ٧٢ مخ کې وګورئ.

[ii]. زنځیرۍ ٤٨-٤٩ مخونه.

[iii]. پټه خزانه فی المیزان، ١٧١ مخ.

[iv]. هماغه اثر ١٠٢ مخ (پدې مخ د ارواښاد وزیر صاحب نوم سهواً ګل محمد خان مومند لیکل شوی دی).

[v]. د افغانستان تاریخی پېښلیک ٢٨٠ مخ.

[vi]. جنبش مشروطیت در افغانستان.

[vii]. پټه خزانه فی المیزان ١٧٢ مخ. 



       

Share by: