د پښتو وړومبی نقاد اخوند درویزه ګڼلی شي او هغه چې د تنقید کوم بنیاد ایښی ؤ، نو د خدای فضل دی مونږ هم هغه شان او هغه طور طریقو سره پوره پوره بحال ساتلی دی. یعنې دا چې د پښتو دغه وړومبی نقاد هم د خپل یو همعصر په کتاب بې ځایه تنقید کړی وه! او د هغه د سوزولو فتویٰ یې جاري کړې وه. دغه رنګ زمونږ یو موجوده نقاد هم د پټي خزانې په حقیقت بې ځایه تنقید کړی دی.
د دې مطلب دا شو چې د تنقید په حقله زمونږ قد قامت، عمر او معیار لا هم هغه هومره دی څومره چې خوا و شا درې څلور سوه کاله پخوا وو. زه خو چې دې حال ته ګورم نو هغه د خدای بخښلی فریحان شیدا بابا خبره را یادیږي وئیل یې: له یو پښتون نه چا تپوس کړی وه چې ستا عمر به څومره وی؟ هغه وی پنځوس کاله. سړي ترې یو پنځه شپږ کاله پس بیا پوښتنه وکړه چې ستا عمر څومره دی؟ هغه جواب ورکړو چې پنځوس کاله. یو لس دولس کاله پس یې ترې بیا پوښتنه وکړه چې اوس به دې عمر څه وي؟ په جواب کښې یې ورته ووئیل: د پښتون یوه خبره وي. یو ځل مې درته وئیلي دي چې زما عمر پنځوس کاله دی. بس دا به هم دومره وي. په دې کښې اوس نه زیاتی کیدلی شی او نه کمی.
د شیدا بابا دا خبره زمونږ د تنقید د معیار صحیح ترجمانې کوي. مرحوم دې اللّٰه تعالیٰ وبخښي. ډیر د کار سړی وه په ګپ ګپ کښې به یې ډیرې د کار خبرې کولې. یو ځل ترې ما پوښتنه وکړه چې د پټي خزانې په باره کښې دې څه خیال دی؟ نو راته یې ووې چې مطلب دې څه دی؟ ما وې نن سبا په دغه کتاب بحڅونه کیږي. څوک وایې چې دا اصلې دی او ځینې ورته د شک په نظر ګوري. هغه راته پخپل مخصوص انداز کښې ووې چې وګورئ که چیرته پکښې حبیبي صاحب خپل نیکه یا غر نیکه لوی شاعر ګڼلی وی نو کتاب به مشکوک وی. او که داسې نه وي نو بیا کتاب د هر قسمه شک نه بالاتر دی.
تر څو پورې چې د پټي خزانې د حقیقت خبره ده، نو مونږ سره د دې نه بغیر بله کومه لاره نه پاتې کیږي چې دا ومنو چې دا کتاب د محمد هوتک تألیف او یو حقیقت دی. خو قلندر صاحب د تنقید په لړ کښې ډیر عجیبه طبیعت لري، پښتو ادب کښې چې کوم شاعر د ده د موقف تائید کوي، نو هغه به اصلي شاعر وي او چې چا د ده د مقصد خلاف شاعري کړې وي نو د قلندر صاحب په خیال د هغه په دیوان کښې به یا خو چا ګوتې وهلې وي او یا به هډو دغه شاعر تیر شوی نه وي. لکه د ”هیواد“ مثال به یې واخلو هیواد په اکثرو زړو دیوانونو کښې د ملک په معنیٰ استعمال شوی دی. خو قلندر صاحب وایي چې نه د دې لفظ معنیٰ ارومرو ”فاصله“ ده.
په پښتو او نورو ژبو کښې ډیر ټکي داسې شته چې مختلفې معاني لري. ”بوره“ چې مونږ یې د لرګو بوره ته او افغانان یې چیني ته وایي. ”کالی“ مونږ یې د ”زیور“ په معنیٰ اخلو خو بر پښتانه یې د ”سامان“ او ”جامو“ په معنیٰ اخلي، په دغه شک قلندر صاحب د الفاظو د معنو د اختلاف په بنیاد پټي خزانې ته د شک په نظر ګوري حالانکی د هغه خپل یو شعر دی:
ستا د کالو د شرنګهر په وجه
زما ځواني ولې کالي، کالي شي
اوس که بره پښتانه د لفظ ”کالی“ په خپل مفهوم کښې تشریح کول وغواړي نو د دې شعر تشریح به څنګه کوی؟ یا د لفظ ”کالي“ د معنیٰ د اختلاف او د هغوی د دغه شعر په وجه د هغه کتاب ته که څوک جعلي ووایې، نو دا به تر کومه حده صحیح خبره وي؟
خو قلندر صاحب ډیر د مزې سړی دی. یو ځل ورته ما وې چې د نورو شاعرانو سره سره شمس الدین کاکړ هم د ”هیواد“ لفظ د وطن په معنیٰ استعمال کړی دی. چې یو صاحب دیوان شاعر دی نو ما ته یې ووې چې ”شمس الدین کاکړ خو جعلي شاعر دی.“ ما ترې تپوس وکړو چې په دې کښې د چا څه مطلب چې خپل روغ دیوان یې د بل چا په نامه کولو. نو راته یې وویل: ”د دې یواځینی مقصد دا وو چې پیر محمد ته پرې کاکړ ووایي حالانکې هغه کاکړ نه دی“ مطلب دا چې ”ورسره چې پیر جلال وي نو ګیدړ به پرې حلال وي“ او که نه وي نو ښکاره خبره ده چې په پنځه واړه مذهبه حرام دی. که کوم شاعر ”هیواد“ د وطن په معنیٰ راوړی وي هر څه چې وی د قلندر صاحب په خیال هغته جعلي دی. او که د ”فاصلې“ په معنیٰ یې راوړی وو نو بس اصلي دی.
قلندر مومند یو اعتراض په پټه خزانه دا هم لري چې پخوا په کتابونو د صفحو په ځای رکابونه وو، او د پیرګرافونو لیکلو کوم رواج نه ؤ. په دې غرض چې ما په پښتو اکیډیمۍ او نور ځایونو کښې ځینې قلمي نسخې وکتې نو هلته راته معلومه شوه چې د هغه دا خبره څه نا څه حقیقت لري، او په اکثرو نسخو رکابونه دي، البته پښتو اکیډیمۍ کښې ما یوه قلمي نسخه ولیده چې ”گلستان به زبان پښتو“ ورته وایي او په دغه کتاب د رکابونو په ځای صفحې لیکلي شوې دي. خو چې ما کله قلندر صاحب ته دا خبره وکړه نو هغه وې چې دا به پرې چا وروستو لیکلې وي. ما ورته ډیر ووې چې نه صاحبه په هماغه قلم باندې صفحې لیکلی شوې دي په کوم قلم چې کتاب لیکلی شوی دی. خو څوک چې د قلندر صاحب سره څه موده پاتې شوي دي، نو هغوی د دې معاملې نه په ښه توګه خبر دي چې هغه یو ځل په کومه خبره ونښلې نو د هغه کوڼ په مثال دي چې ژبه یې روغه وي خپله وایې او د بل نه اوري.
خو د ټولو نه عجیبه معامله د پیرګرافونو په لړ کښې را پیښه شوه. او هغه دا چې زه او همیش خلیل صاحب یو ورځ پښتو اکیډمۍ ته لاړو، چې دغلته په لائبریرې کښې یو کتاب په ګوتو راغلو چې ”قلب السیر“ نوم یې دی. په دغه کتاب کښې ځینې پیراګرافونه په نظر راغلل چې په پښتو اکیډیمۍ او دیپارتمنټ کښې مو هم د کار کونکیو ځینو کسانو نه د هغې تصدیق وکړو. او هغوی هم ټولو په یوه خُله دغو ته سکوټ پیراګرافونه ووې. خو چې کله قلندر صاحب له لاړم نو د هغه قلندري دغه وخت ما ومنله، چې ما ته یې ووې تا چې کوم کتاب کتلی دی د هغه یو فوټوسټیټ ما سره هم شته. راشه ما ته یې هم پکښې وښایه غالباً په دواړو نسخو کښې فرق صرف دومره وه چې پښتو اکیډیمۍ کښې د پروت نقل بایئنډنګ د ښې اړخه او د قلندر مومند سره پروت نقل بائینډنګ په انګریزي طرز یعنې د ګیس اړخ نه شوی وه. خو د قلندر صاحب دغه کتاب کښې ما هیڅ یو پیرګراف و نه موندلی شو. او دلته په ما هغه ټوقه وشوه لکه زمونږ په علاقه یو قصه مشهوره ده چې د څوکنو میاں عمر له یوه زنانه راغلې وه، چې په غیږه کښې یې ماشوم نیولی وه. او میاں صاحب ته یې عرض وکړو چې دا مې څلورمه لور ده، خدای ته دعا وکړه چې ما ته زوی راکړې. ګنې خاوند به مې ژوندۍ پرې نږدي. میاں عمر دې اوریدو سره په وجد کښې راغلو او ورته یې ووې: چې ستا په غیږ کښې نیولی دغه ماشوم هلک دی. ښځې چې ماشوم ته وکتل نو هغه په حقیقت کښې هلک شوی وه. ښځه د خوشحالۍ نه په منډه روانه شوه چې د بډهنۍ سره نږدې په صابۍ کلی ورغله چې دغلته یې بل بابا ولیده غالباً چې په ”شهید بابا“ شهرت لري ، هغه چې دا ښځه ولیده هغه ترې پوښتنه وکړه چې چیرته دومره په منډه روانه یې؟ هغې ورته قصه وکړه. شهید بابا ورته ووې: لیونۍ منډې مه وهه په غیږ کښې دې نیولی ماشوم هلک نه جینۍ ده. ښځې چې وکتل نو واقعې دغه ماشوم نه بیرته جینۍ جوړه شوې وه. ښځه بیرته څوکنو ته راغله میاں صاحب ته یې بیا قصه وکړه. هغه ورته بیا ووې: ”یو ځل خو مې درته ووئیلي کنه چې هلک دی. اول ماشوم ته ګوره بیا خبره کوه.“ ښځې چې بیا ماشوم ته وکتل نو ماشوم هلک وه. ښځه بیا لاړه او شهید بابا ته یې ووې چې تا خو راله جینۍ کړې وه. میاں صاحب بیا هلک کړو. هغه ووې چې زه یې جینۍ کړم بیا نه شي هلک کیدی. ښځې چې وکتل نو بیا ماشوم جینۍ شوې وه. ښځه بیا میاں عمر ته راغله. هغه ورته ووې: ”دا ته په کومه لاره ځې“ وې د شهید بابا په لاره. نو میاں صاحب ورته وې ”که هلک دې پکار وي نو په بله لاره لاړه شه. او که جینۍ دې پکار وي نو په هغه ورشه، یا ما له راځه او یا هغه له.“ نو د پټي خزانې په معامله هم د همیش خلیل او قلندر مومند مثال د دغه باباګانو دی. که څوک قلندر مومند له ورشي نو وړمبی خو دا چې پټه خزانه به یو جعلي کتاب ګڼي. او که نه وي نو څه نا څه شک خو به یې ضرور پیدا کیږي. او چې همیش خلیل له ورشي نو بیا په پټه خزانه بیرته ایمان راوړي. او که خدای مې نه خطا کوی نو په دې څلورو واړو باباګانو کښې دا یو قدر هم مشترک دی. چې د څوکنو نه صابۍ او د اشنغرۍ نه تاکال پورې فاصله به هم یو هومره وي. داسې اورو چې پخوا به د ولیانو خپل خپل حدونه مقرر وو. نو دغسې دا دواړه ادبې ولیان هم دي چې هر یو د خپلې، خپلې علاقې بې تاجه بادشاه ګڼلی شي. او چې څوک هم په دوی کښې د چا علاقې ته ور داخلیږي نو بائید چې د هغه په لاس بیعت کوي. خو زمونږ د ټولو نه لویه المیه دا ده چې جدید مواصلاتي نظام د دې دواړو باباګانو د استانو تر مینجه فاصلی کمې کړې دي. او بل دا چې دواړه په داسې ځایونو کښې پراته دې چې هر شاعر، ادیب به خامخا د دواړو په علاقو ورځي. خو ویریږمه هسې نه هغه ټوقه را سره وشي لکه د حمزه شینواري خبره:
دوه مین معنیٰ کښې بس د دوه میچونو پلونه دي
څوک چې پکښې راغلو خامخا د مینځه ووتو
قلندر مومند وایي چې پټه خزانه جعلي کتاب دی کوم چې مرحوم حبیبي په دې غرض جوړ کړی وه چې د افغانستان په خاوره پښتو ژبه او پښتون قام د دې خاورې اصلي اوسیدونکی تسلم کړي خو بیا یې په حبیبی صاحب دا تنقید هم کړی دی چې ده د ځینو ټکو معانی غلطې لیکلي دي. که دا خبره رښتیا وي نو بیا حبیبي صاحب به داسې ټکي ولې استعمالول چې په خپله یې په معنیٰ نه پوهیده. او بیا دا چې حبیبي مرحوم متعلق د اکثرو لیکوالو رائې دا ده چې هغه که هر څو د تحقیق د میدان ستر شهسوار و، ولې د دویمې نه بلکې د دریمې درجې شاعر وه. او لا دا چې یو شاعر څنګه کولی شي چې شلو دیرشو شاعرانو له مختلف قسمه شاعري وکړي.
هسې د حبیبي مرحوم متعلق یوه خبره را یاد شوه او هغه دا چې د پښتو آدب او تحقیق او ودې دپاره د هغه هومره کار نه وړاندې چا کړي دي او نه به کیدی شي چې د هغه نه وروستو څوک وکړی شي خو د بد قسمتۍ نه هغه په داسې وخت کښې وفات شو چې د هر افغان په کور کښې ماتم دی. د هر کور نغري ساړه او دیوالونه پریوتي دي. خلق په خپلو غمونو دي، نو ځکه ترې حبیبي صاحب هیر شوی دی. خو حبیبي صاحب لکه څنګه چې په ژوند د کمال خاوند و پس د مرګه خو د هر محفل چراغ جوړ شو، بیا خصوصاً قلندر مومند چې کله د هغه خلاف کتاب ولیکو نو د هغې ورځې نه وروستو خو هر ځای او هر محفل کښې هم د هغه خبرې کیږي چې دا خبری به شاید تر ډیرو وختنو جاري وی، البته اوس به د دې ستر ادبي شخصیت سره د همیش خلیل او قلندر مومند نومونه هم یادیږي.
پاتې شوه دا خبره چې پټه خزانه اصلي کتاب دی او که جعلي؟ نو په دې لړ کښې داسې کوم ثبوتونه د هیچا سره نشته، چې ګنې پخوا به ”الف“ داسې لیکلی کیدو او اوس داسې. بلکې دا دواړه ”متن پوهان“ دي. او د هغې په بنیاد یو دا کتاب جعلي او بل یې اصلي ګڼي. البته د قلندر مومند دا خبره لږ تحقیق غواړي. د ”ځ“ توری د وزیر محمد ګل خان ایجاد دی. او ”ګ“ وړاندې نه وه بلکه ”ک“ به لیکلی شو، په دې حلقه لا کومه سکوټه فیصله ځکه نشي کیدی. چې همیش خلیل لا خپل جواب پوره کړی نه دی او ورسره قلندر مومند هم وخت په وخت ځیني ضروري وضاحتونه کوي.
د قلندر مومند او همیش خلیل په یو بل دا ټونګې د پښتو ادب په ګټه تمایمېږي خو بائید چې دواړه په دې لړ کښې لږ غوندې د پراخ دلۍ نه کار واخلي. او د یو بل د اهمیت نه سترګې پټې نه کړي، لکه څنګه چې دوی په شعوري توګه کوشش روان کړی دی. چې د یو بل نوم قدرې هم نه اخلي. چې د دې ابتداء قلندر مومند کړې ده، ما ترې یو ځل پوښتنه کړې وه چې ته ولې د هغه نوم نه اخلې؟نو هغه راته وې ”همیش خلیل صاحب په دې خپه کیږي“ او ما وې په تنقید. نو بیا یې غږ و نه کړو. او چې کله د همیش خلیل صاحب کتاب چاپ کیدو نو هغه هم زما د بیا بیا خواست په جواب کښې دغه یوه خبره کوله چې ”قلند صاحب هم په دې خفه کیږي.“ او ما وې په تنقید نه خفه کیږي. نو راته یې وې ”که په هغې خفه کیدو نو په بل به یې ولې کولو.“
شمشاد ٢ ګڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٣٤٧-٣٥٦ مخه.