پټه خزانه د عظیم ادب عظیمه خزانه ده

         
مرتضیٰ شاهین 
پټه خزانه د عظیم ادب عظیمه خزانه ده



  زه په دې موقعه ”پټه خزانه“ یا د هغې مؤلف تاریخي اهمیت نه څیړم ولې چې د دې سمینار په بلنلیک د محمد هوتک بن داؤد د زیږیدنې او مړینې د نیټو، تصنیفونو او تالیفونو څرگندونې شوې دي. کیدای شي چې د تاریخ پوهان پرې د خپل تحقیق مطابق زیاته رڼا واچولی شي.

زه به دلته د محمد هوتک بن داؤد د بې ساري تالاش او جستجو په نتیجه کښې د حاصلې ادبې ثمرې ذکر وکړم. دا خبره د ادبیاتو د تاریخ لوستونکیو نه پټه نه ده، چې د محمد هوتک د عصر نه ډیر پخوا د عظیم افغانستان په ټولو سیمو کښې ادبي چینې را خوټکیدلې وې. د هغې د سړو او تړ مو اوبو له دارو څخه نرۍ نرۍ ویالې او لختي جوړیدل که د ویدونو گیتونه دی او که د اوستا سندرې دې، د پښتو او پښتنې خاورې خوشبویه وږمې ترینه خیژي، خو د دې باوجود دې پر غروره خاورې او باکماله ژبې خپل ادبي کلاسیک او مصنف پیدا نه کړیشو. حالانکې د عظیم افغانستان په گونډ کښې ایران او هندوستان کلاسیکي ادبیات او مصنفین پیدا کړي وو، د هغوی د سیالۍ د کبله افغانستان هم د کلاسیک چوڼ کولو پسې لاس و پښې وهل. تالاش او لټون یې ور پسې کولو هغه د پښتنو د ذهینو او فطینو دماغونو د جدت او فوق العاده رڼا د څړیکونه څرګندیدله، چې یو نه یو ادبی لوبغاړی به پکښې د کلاسیک چوکۍ حاصله کړي ولې څه وخت پس به هغه غټ او واړه شهاب ثاقب د ادبي اسمان په لمن کښې ورک شول.

دا خو یوه منلې شوې خبره ده، چې دغه شان بې ربطه ځلبل د قامونو د ادبې دولت پنګه درنولی نه شي صرف د عالي ادب تصور او تخلیق د یو داسې مضبوط څیز نقشه پیش کولی شي چې په هغې کښې د تسلسل سره سره د قیام قدرت او قوت وي، نو هله د قومي وحدت په روایاتو کښې د ژوند او بیدارۍ ولولې او جذبې را پا رولی شې. د هغې جذبو اثرونه بیا د رائج الوقت سیکې په شان خپله او راتلونکیو زمانو کښې چلیږي. د ملک ګټ ګټ ته هر لاس او هر جیب ته ورسیږي.

د میرویس خان بابا نه پس د پښتون قام په وجود کښې هم د قامي افتخار ارتعاش په لومړی ځل محسوس کړی شو، چې په ادبی اسمان د پښتو د اقبال ستوري هم سر وهلی دی په دغه ایام کښې که یوې خوا ته د شاه حسین په دربار کښې خوشامندو او مبالغو شور او ځوګ وه، نو بلې خوا ته په دغه شور شعب کښې د صداقت جام هم کړنګیده شوې وه نو محمد هوتک قام سره د مصنف په حیث خپله پیژندګلوي کړې وه. د هغه پټه خزانه څرگنده شوې وه. د وخت ادبي محفلونه پر ګرم وو. د بحثونو اهمه موضوع وه خو د مصنف سره به د هیچا به فکر کښې دا خبره نه راتلله چې یوه ورځ به پټه خزانه د معمولی سهو باوجود د پښتو ژبې د کلاسیک مرتبه او مقام تر لاس کړي.

د پټي خزانې مؤلف چې کوم لعلونه د خاورویرونه راخستي او تراشلي دي هغه کښې چې سړی د امیر کروړ حماسی رنګ ته او د شیخ اسعد سوري او ښکارندوی قصیدو ته ګوري نو پښتو ورته یوه فصیحه او بلیغه ژبه ښکاري او د ابو هاشم سرواڼي کلام ورته هم د حضرت داؤد علیه السلام د مزامیرو هم پله لګي هر منصف مزاج محقق چې د پخوانو د شاعرانه کلام غنائي رغونې ته ګوری نو بیا ور سره د دې وینا ګنجائش نه پاتې کیږي، چې محمد هوتک بن داود له ګني د روایاتو له د ارتقا او حریت په لاره د روانولو چل نه ور تللو هغه دا سخت هم په خوند خوند سر ته رسولی دی د هغه ناقدینو ته دې څرګنده وي چې د کلاسیک د محوه کولو او د بیخه ویستلو رواج یوازې په پښتو کښې عام دی بلکې د روانې صدۍ په ابتدا کښې په عالمي سطحه د کلاسیکي فنپارو د تصور محدودلو او تاریخي اهمیت کملولو سوچ پیدا شوی وه. په ١٩٣٥ کښې چې د فرانس د علومو اکاډمۍ لومړی لغت چاپ کړو نو په هغې کښې د کلاسیک نه هغه مصنف یا تصنیف مراد اخستی شوی وه چې هغه په یوه ژبه کښې د نمونې په ډول پیش کیدای شي د هغې نه پس یې په تحریر کښې د ”ماډل“ د ”تخلیق او ټاکلی اصولو“ او د فن د بې سا قاعدو تذکره بیا بیا کړیده. لیکن اوس د هغه شان فرسوده مفهوم ضرورت پاتې شوی نه دی، زما په خیال خو صحي کلاسیک یو داسې مصنف یا مؤلف جوړیدی شي، چې د هغه اثر د علم په مال انساني ذهن غنې کړي، او د زمانې د قید نه آزاد په ډاډه زړه یو قدم مخکښې لاړ شي، هغه به یو داسې فنکار وي چې هغه ناباوره صداقت نه بلکې اخلاقي رښتیا دریافت کړي، او د هغې په بنیاد پخپل تصنیف یا تألیف کښې داسې حقیقي ښکلا پیدا کړي چې د هغې په سوب په بنجرو زړونو کښې هم د ابدي جوش بوټی وټوکیږي.

منم چې په مصنف او مؤلف کښې فرق وي، خو د عقل، سوچ او فکر په پاټکو دواړه د علم ماڼۍ ته په یو شان خیژي زما په خیال خو محمد هوتک یو داسې نابغه ادیب دی چې د پټې خزانې نه د هغه د خیالاتو، مشاهداتو او احساساتو پوره پوره پته لګي. د اسلوب نه قطع نظر هغه پخپله عظیم او وسیع، لطیف او معقول، پرجوش او شائسته دی. هغه د هر چا سره د قدیمو شاعرانو په باره کښې په خپل مخصوص طرز د ادبي دنیا د گفتگو انداز دی کوم چې په یو وخت کښې د قدیم او جدید یعنې هرې یوې زمانې همعصر دی. محمد هوتک نه انقلانی او انقلاب پسند و او نه انقلابي ښکاري، هغه صرف ادبي جمود مات کړی دی ده هغو عناصرو خلاف یې د جنگ اعلان کړی دی څوک چې د آدب په تنظیم، حس او توازن کښې فرق او سقم پیدا کوی، هغه پس له مرگي هم په آدبي جگره کښې بوخت دی.

پټه خزانه د پښتو آدب یوه بې مثله و مثال اثاثه ده، زه یې د ورکوټوالي نه لولم او داسې گڼم لکه چې یو عظیم مصور د قدماو عکسونه مصور کړی وي.

بغان په خپله اسالیبي خطبه کښې په رغوڼه، ترتیب او تکمیل زیات زور راوړی دی. ځکه چې همدا توکی د صحی کلاسیکی تخلیقونو بنیادي عنصر ګڼلی شوي دي. هغه وائي چې هره موضوع یوه وی، د ډیرې پراختیا باوجود په یو تحریر کښې را غونډیدی شي، که موضوعات ګڼ شي نو بیا د مداخلت او توقف نه علاوه برخه وار تقسیم څه بد کار نه دی.

لیکن زمونږ مؤلف په پټه خزانه کښې خواره واره مضامین په لویه استاذۍ او کمال خوبۍ سره را غونډ کړی دی، او په لیکلو کښې یې د هم آهنګۍ، ذهانت او اعتدال نه کار اخیستی دی، اوس ځینې خلق دا غوښتنه کوي چې په پټه خزانه کښې دې یې د معقولیت نه هم کار اخستی وی، دا یوه لاطینی توجیه ده، چې اوږده موده فرانسویانو هم منلې وه. که دا نظریه و منلی شي، نو تخیل او احساس به د معقولیت تابع شي. که چیرې معقولیت پسنده لیکوالو په دې لفظ باندې بې ځایه زور نه اچولې نو شاید چې د معقولیت په توجیه کښې پټ حقیقت را څرګند شوی وی، لیکن د افسوس خبره دا ده، چې معقولیت پسنده عناصر د معقولیت ناروا استعمال تر اخیري دمه هم پریښودو ته جوړیږي نه.

د مثال په طور که معقولیت او شاعرانه ذهانت یو بل سره ګډ واخلی شې او یو اخلاقی مکتوب ترینه جوړ کړیشي نو دې مخلوط څیز ته به هغه ذهانت وویلی شي د څه په سبب چې رزمیه حماسې، تاریخ نما تذکرې او تاریخې ډرامې زمونږ د هر رنګه جذبو د اظهار ذریعې جوړیږي. دا نني معقولیت پسنده عناصر به په کومو کتابونو، تذکرو او روایتي تاریخونو کښې د معقولیت په شکل کښې د ملنګۍ په کچکول پتري وهي. او د قدیمو لیکوالو په مرۍ به لکه د خپسې کښیني چې د څه وخت دپاره یې سا بنده کړي. د ادبیاتو په تاریخ کښې دا د وخت هغه شیبه وی چرته چې مونږ ته د ګونجې ماشوړې سر په لاس راځي. د موجوده ادبي او تاریخي تنازعې د مقدمې مطابق د یو ادبې اثر د کلاسیک منلو دوه طریقې دي، یوه دا چی یا به یې د حد نه زیات تعریف او توصیف کولی شي او دویمه دا چې یا به هغه اثر د زیات مخاصمانه تنقیص په چوب ځمبلی شی، اوس دا کتل پکار دي چې د موجوده بحث کوم مفهوم مقصود دی، ایا د پټې خزانې صرف معائب په گوته کول دي که محاسن به یې هم ښودلی شي؟ زه به په دې موقعه صرف د هغو اوصافو ذکر وکړم کوم چې زما په نظر کښې د هر کلاسیک سره موندی شی. زه دا هم نه وایم چې پټه خزانه د عظیم ادب عظیمه خزانه ده البته د عظمت نخښه یې دا ده چې د مؤلف د عصر پورې ټول خصوصیات پکښې را جمع کړی شوي دي، هغه ادبیات چې د کلاسیک جمله اوصاف یې په مختلفو شاعرانو او مختلفو زمانو کښې خواره واره پراته وو، د محمد هوتک زرخیز ذهن چې څومره کیدی شو را ټول کړل. او پښتو ژبې له یې په ادبي لحاظ اوچت مقام ورکړ. دا هم یو په زړه پورې خبره ده چې د هرې ژبې خپل وسائل او حدونه وي، د ژبې مقتضات او د هغو خلکو تاریخي غوښتنې څوک چې په هغه ژبه ګړیږي. ما ته چې د شاعرانه عظمت کوم خصایص د امیر کروړ په کلام کښې ښکاري د هغې په بنیاد به زما دا دعوه بیځایه نه وی، چې هغه یو غظیم ترین شاعر دی.

که د پټي خزانې شاعرانو له د کلام د کموت د کبله د کلاسیک درجه ور کولی نشي نو پټه خزانه دې له دې اعزاز نه ولې محرومه پاتې شي، که نه مونږ به کلاسیک له د کلاسیک حیثیت محض د پس بینۍ او تاریخی پس منظر نه پیژندلو د کبله نه ورکوو.

پټه خزانه د یو اعلیٰ او مکمل تألیف نه علاوه په ګڼو حصو کښې تقسیم ده خو د موضوعاتو ګټوالی د قدر وړ لیکوال بې زړه کړی نه دی. هغه د پښتو ژبې په روایتی او ادبي تاریخي تصوراتو کښې د بیدار روح پوک وهلو کارنامه تر سره کړیده، په الهامي فیصلو کښې په شدت دور ډوبیدو باوجود یې یو قدم هم د ادبي پولې نه کوز ایښی نه دی.

دا کار صرف لوی لیکوال نه بلکي هر حقیقت پسند لیکوال د ژبې یو نه یو امکان د همیشه لپاره د پوره کولو کوشش کوي او د مستقبل د لیکونکیو د مخې نه یو امکان کم کړي.

که د یو بې طرفه او منصف مزاجه ناقد په حیث پټه خزانه د کره کتنې به زرکاڼي وکتلی شي نو دا به اصلي طلا ثابته شي.

دا ادبي شهکار یوازې پښتون قام منلی نه دی بلکې په عالمي ادبیاتو کښې یې هم لوړ مقام خپل کړی دی. د دې بیمثاله او قدر وړ اثر د سادګۍ او عظمت څخه که د مخاصمانه انداز خپلونکي اختلاف وکري نو د هغوی د بد نیتۍ دغه قدم هم د پټي خزانې د نیکۍ تله درنوي.

ما ته خو د پښتو ادبیاتو ګټه په دې کښې ښکاري چې د توجیه تمبړۍ دې زیاتې بیرته کړی شي او ټولو ادب مینانو ته دې وښودلی شي چې بې د تناو لنډولو هم په ادبي ذهن کښې وسعت ممکن دی.

په دې لړ کښې نابغه شاعر او دانشور ګویټي وئیلي وو چې ”زه کلاسیکی ادب صحتمند او روماني ادب ناروغه ګڼم. ننني تصنیفونه پة دې وجه روماني نه دي چې ګنې هغه نوي دي، بلکې روماني ځکه دي چې هغه کمزوري، ناتوانه، رنځمن او ناروغه دي، او پخواني ادبیات له دې کبله په عالي ادبیاتو کښې نه راځي چې ګنې هغه پخواني دي. بلکې هغه قوت مندۍ، تازگۍ او صحت مندۍ د کلاسیک په چوکۍ کښینولي دي.“

زما په خیال خو به مناسب دا وي چې د ذهن نه تعصب، باطن نه خبرۍ او غوږونو نه د بد نیتۍ پشمونه وباسو او د پټي خزانې په باره کښې د فیصلې اورولو نه وړومبی د ادبي نړۍ لوړې ژورې، کندې کپرې، غرونه ځنګلونه، دشتې ابادۍ، کلي او ښارونه چاڼ کړو، د هغې د ابتدائي جوش او بې پایانه تلون سیل وکړو، نندارې او تماشې یې وکړو. نو په یو نیم ځنگلي انسان به مو نظر پریوځي، دا څوک دی؟ دا خو هومر دی د عالیه ادبیاتو قر نیکه. یو متفر د انسان نه دی بلکې یو دور دی، د نیم بربری تهذیب بې ساري نمونه خو د هغه د کلاسیک ثابتولو دپاره ټول یورپ مټې و نغښتې او د ادبي ایجاد، روایتي تاریخ، د فصاحت او بلاغت ټولې تحفې یې ورته په غاړه کښې واچولې، هغه یې د ادبي خوبیو او تاریخي روایاتو مرکز ومنلو اګر چې د هغه د فطري تقاضو د ودې او ادبي سمسورتیا په وخت کښې به دا قیصې د هغه په خیال او خوب کښې هم راغلې نه وې، دلې دا خبره د یادولو وړ ګڼم چې د کلاسیک جوړولو کومه خاصه نسخه لا انساني ذهن ایجاد کړې نه ده. که یو مصنف یا مؤلف خپل یا د بل د اسلوب نه قطع نظر صرف د لطافت او اعتدال، صحت او نفاست د څو صفتونو نقل کولو په ذریعه که د لوړې پوړۍ منلی شوی، نو بیا به د خوشحال بابا د ځامنو نه یو تن په ادبي قطار کښې وړاندې ودریدی نشو، د کلاسیک مخالفت به خپل همعصران یا راتلونکې خامخا کوي ګنې ورستو ورته دغه چوکۍ ګرانه هم پریوتی شي د اردو والو مثال به واخلو په یو وخت کښې ولی دکنی د هغوی کلاسیک وه، وروستو د ډاکټر امرنات په تحقیق هغه د کلاسیک د تاج نه محروم کړی شو، د ذوق او غالب مسئله هم لاحل کړی شوی نه ده د هغوی په صف کښې محمد حسین آزاد د ”آب حیات“ د خالق په حیث د کلاسیک منل کیدو مضبوط امیدوار دی.

زما په خیال د یو تصنیف یا تألیف د دې له پاره قرباني کول چې باقاعدگې او معقولیت پکښې نشته د ادبې اهانت، سپک نظرۍ او دل ازارۍ نه سیوا نور څه کیدای شي. پکار خو دا ده چې هر ذهین پښتون د پښتو د سپیڅلی ادبي مذاق په عبادتگاه کښې یوه نوې ادبي کوټڼۍ جوړه کړي، که د محل جوړولو قدرت لري، نو محل دې پکښې ودان کړي، ځکه چې د تحزیب نتیجه بده او د تعمیر نتیجه ښه راوزي، د پخوانیو تعمیر له وسعت ورکول پکار دی. پخوانۍ ودانې ورانول په تمدن، تهذیب او تاریخ باندې خاورې ور اړول دي. د هغوی د پاتې اثرونو قدر او عزت افزائي پکار ده، د هغوی په پاخه رنګ خام رنګ خیژول ادب سره فرېب دی. تنقید جایز او تنقیص ناروا دی، د یو دور مؤرخینو اکثرو واقعاتو ته په بیل بیل نظر کتلې دي، یو په یو شان او بل په بل شان خط بندي کړې دي، د واقدی او فرشته لیکونه د مثال لپاره پیش کیدیشي، ولې په دغو تصنیفونو چا د جعلسازۍ الزام لګولی نه دی.

ادبي تذکرې یا تاریخونه هر عالم د خپل سوچ، علم او فکر مطابق لیکي، د شاعر د کلام نه علاوه د هغه د ژوند تصویر په نثري رنګونو جوړوي، دا د تذکره نګار خوښه ده چې هغه پخپله نګار خانه کښې څوک کښینوی د هغې دپاره د چوڼ حق د هغه نه اخیستل په هغه یو غاصبانه حمله ده.

ما مخکښې ذکر کریدی چې تنقید د تعمیر دپاره او تنقیص د تخریب دپاره وي، نن چې د پخوانو په باره کښې د تنقیص او بدنامولو کومه سلسله روانه شویده، دا د ماضي سره د تعلق شلولو علامه ده. یا شاید چې هغه زمان را لنډه شویده چې یو پخوانی اثر به هم په امان کښې پاتې نشي، لیکوال به ورک او کتابونه به کم شي. هغه خلک خوش قسمته دي چي د مطالعې د نعمت په خوان ماړه دي، او د کتابونو په وسیله خپل رجحان او وجدان بې د څه قیده ژوندي ساتي، څوک چې د تعلیمیافته خلکو په سینو کښې د ادبي سیاحت ولولې ځپل او جذبې اوده کول غواړي، د هغوی ارمان به پوره نشي، ځکه چې په دې سمینار کښې د خوشالۍ دا غږ اوریدیشي چې د پیژندلیو او بلدو څیزونو مطالعه وکرئ، د محسوسو احساساتو نه خوند واخلئ، محبوب څیزونه په زړه پورې ونیسئ او بیا بیا یې ګورئ. معلومیږې چې همدا زمونږ د ادبي بلوغت ورځې دي. اوس مونږ د ادب په صحي مفهوم او معنیٰ پوهیږو که په دې وخت کښې پښتو ادب د کلاسیک تاجور اثر پیدا نه کړی شو، نو د نورو تجربو دپاره نه مونږ سره وخت شته او نه د نوو ورشګانو د تلاش شوق.

پکار دي چې دا پیژندلی شوې دوستان ځان ته را جوخت کړو ځکه چې زاړه شات، زاړه کتابونه او زاړه یاران ډیر خواږه وي.

دا زړه راته وایي، چې نن د محمد هوتک په یاد کښې دومره څه ووایه، چې د هغه روح را پاسي او داسې ووایي: چې ما د خپل خوب تعبیر واوریدو، په غړیدلو مي ولیدل چې چار چاپیره د سرو وینو نیز راغلی دی، انساني سرونه پکښې لکه د پنډوسونو رغړي، ځینو خلقو په داسې حالاتو کښې هم زما په لاش پسې د اپریشن چړې او قیچیانې را واخیستې هغوی را نه څرمن وباسې چې دا څرمن یې اصل نه ده څوک مې په هډوکو پورې خاندي چې دا هم جعلي دي.

زه خو په دې شرط را پاڅیدم، چې ګڼې اسرافیل د امن شپیلۍ پوک وهلې ده، هرې خوا ته مینه مینه ده ورورولي ده، د آزاد افغانستان سره به په پښتونخوا کښې هم د سپرلې خوشبویه وږمې لږیږي، ګلونه به یو بل له غاړې ورکوي، د بلبلو د چغارو او لولکیو د اټڼونو، د جونو او زلمو د نڅا او ګډا په هوا ها کښې د تمبلونو او ډولکو د ټپا او ډنگا، د بانکو ګړنگا او د پیلو شرنګا هنګامې به وي. ما ویل چې اسرافیل به د امن شپیلۍ په خپل وخت پوک وهي، خو زه به دومره قدر ته وایم:

                 شوری شد و از خواب عدم دیده کشودیم

                 دیدیم  که باقی ست شبِ فتنه غنودیم

ګرانه هوتکه! زه به ستا په حق کښې لیکم ځکه چې زما عمر ستا نه زیات شوی دی خو ورسره به ستا د پټي خزانې مطالعه هم کوم، ځکه چې د زړو شرابو په څښلو د سړي ستوماني وځي.

راځئ چې دا وعده وکړو، چې محمد هوتک وي او که د پخواني ادب بل یو ترجمان مصنف یا مؤلف چې مونږ ته د هغوي سره د ملاقات موقعه را پیدا کوي مونږ به د هغوی اثارو سره د دهوکه فریب او بې وفائي نه کوو او پټه خزانه چې عالمي شناخت یې ګټلی دی، د کلاسیک منلو قرض یې په مونږ پورې وه، هغه ما د خپل طرفه ادا کړو، باقی ستاسو خوښه.


Share by: