په پټه خزانه کي د پښتني تاریخ د لویو پیښو انعکاس

 کاندید اکاډیمیسن محمدابراهیم عطایي
په پټه خزانه کي د پښتني تاریخ د لویو پیښو انعکاس 

 

 د تاریخي پیښو په باب هغه اسناد چي لرغونتوب ولري او په خاص ډول چي د پيښو لیکونکي د دغو پيښو ناظر او لیدونکی هم وي، نو داسي آثار او اسناد د تاریخي پيښو په کره کولو کي ارزښتمن مقام لري.
دا هم د ژبي د سیاسي فرهنګ غنا ښيي چي د تاریخي پيښو ملي اسناد ئې د ژبي او ادب په فرهنګ کي خوندي ساتل سوي دي.
هغه کسان چي د خپل هویت سره یو ځای تر ځآن وروسته دغسي ارزښتمن آثار پرېږدي، دا کسان د خپل عصر د فکر، ژبي او قلم خاوندان دي. دوی د خپل عصر انعکاسات په لیکنه کي را وروسته عصرونو ته په میراث کي پرېږدي. دغسي خلک او د دوی آثار د ملي هویت د ثابت ساتلو له پاره د غني وثایقو حکم لري.
محمد هوتک یا محمد بن داود هوتک د پورتنیو اوصافو درلودونکی دئ او اثر ئې (پټه خزانه) هم د هغو ارزښتونو څخه غټه ونډه لري، چي په تاریخ کي د ټولنو د ملي هویت له پاره د ملي او سیاسي اسنادو په جمله کي راځي. 
د پټي خزانې مولف(محمد هوتک بن داود) زموږ د هیواد د تاریخ په یوه داسي پر اضطرابه، خو د ویاړونو سره ملګري عصر کي اوسېدئ، چي پښتانه په هر اړخیز لحاظ د یو ملي دولت جوړښت ته چمتو سوي ول.
د میرویس نیکه قیام د پښتني ملي دولت قایمېدل د اجنبي تسلط وروستیو هیلو ته خاتمه ورکول، په یوه ملي دربار کي د پښتو ژبي او ادب فرهنګ ته د ودي لار برابرېدل؛ ټوله هغه لویي پيښي دي، چي په اتلسمه پېړۍ کي زموږ د ټولني او تاریخ ستر عناوین جوړوي او زموږ د پټي خزانې لیکوال پر دغو ټولو جریاناتو حاضر او ناظر دئ.
محمد د دغو پوتنیو پيښو په باب او د هغو په ارتباط پر نورو شا و خوا پيښو هم په خپله رڼا اچوي او هم د خپل پلار او د خپلو معاصرو واقعه نګارانو په حواله پر هغو ږغیږي.
د محمد اثر د لیکني له لحاظه زموږ په لرغونو اثارو کي خاص امتیازات لري او د همدغو امتیازاتو په درلودلو سره موږ د ده روشنفکري رسالت هم ستایو، چي د ملي فرهنګ په اوچتېدو کي ئې د خپل وخت په دربار کي د خدمت له ویاړه ډکه ونډه اخیستې وه.
پټه خزانه:
دا چي پټه خزانه د پښتو ادب د ژبني هنر د لرغونو عصرونو د خلکو یوه تذکره ده، نو د دې ارزښت په اړخ کي هغه غټ ارزښت چي ورته په نصیب دئ، دا دئ چي لیکوال ئې د تاریخي پيښو په برخه کي داسي آثار وړاندي کړي، چي هغه زموږ د تاریخ ډېر لوی فصلونه احتوا کوي.
ښايي ډېر لوی تاریخونه چي په زړه پوري مستنده جنبه هم ولري د واقعاتو او پيښو حکایات راته وړاندي کړي خو دهغو د فوکس ابعاد پراخ نه وي او دا نو د پټي خزانې غوندي اثر کولای شي چي د هغو پيښو د انعکاس تصویر ښه وباسي، هغه چي د ټولني په بطن کي جریان لري.
مثلا: د عربي پُر طنطنه دربار د دوو کورنیو (بن امیه ) او (بني عباس) تر منځ په انتقالي کودتاوو کي پښتانه د ابومسلم خراساني پر لار لوی لاس لري. د امیر کروړ پلار، امیر پولاد د (ابوالعباس سفاح) په هغه دعوت کي شریک وو، چي د ابومسلم خراساني په ګډون جوړ شوی وو. 
د امیر پولاد زوی امیر کروړ پر شا و خوا محلي حکمرانانو د تسلط خاوند دئ، ځکه ئې نو په یوه خاص غرور هغه ویاړنه ویلې ده، چي پټي خزانې هغه تر موږ پوري را رسولې ده. دا واقعه په یوه ټاکلي او ارزښتمن وخت کي موږ د پښتني ټولني له وضع څخه خبروي او د هغي روحیې ښکارندوی ده، چي د ملي عظمت ډېري لویي خبري پکښي پرتې دي.
که دغه وړوکې تذکره د هغو لویو او پنډو تاریخونو سره مقایسه کړو، چي واقعات په یوه پراخ افق کي بیانوي؛ نو مثال به ئې د تلسکوپ او زره بین وي. که تلسکوپ موږ ته د آسمان د ستورو د نظام په باب معلومات راکوي، نو زره بین بیا موږ د هغو جهانونو څخه خبروي چي په عین کوچینیوالي کي لوی قدرتونه شمېرل سوي دي.
په عمومي ډول پټه خزانه په یوه ټاکلې دوره کي د تاریخي پيښو ثبتول په بالواسطه ډول کوي. مولف ئې یو متشبث سړی دئ او د هر چا او د هغه د اثر په باب د خپل کار مېتود په څرګند ډول ښيي.
هغه چي د تاریخي پيښو په باب کوم متون را اخلي، نو حواله ئې یو بل اثر ته ده، چي هغه هم دیوه بل واقعه نګار اثر دئ. دا اثر (لرغوني پښتانه) او لیکوال ئې شیخ کټه نومیږي، چي د خپل وخت یوې عرفاني کورنۍ ته منسوب دئ. (لرغوني پښتانه) چي هم د کومو ماجراوو څخه ږغیږي، هغه د یو بل تاریخ څخه ماخوذ دئ، چي مولف ئې تر ده هم پخوا تېر سوی وو. دا اثر نو (تاریخ سوري) نومیږي او مولف ئې (محمد بن علي بستی ) وو.
دا چي دغه دوه اثره، چي پټه خزانه د لومړي په حواله د دوهم څخه د پيښو د اقتباس کار کوي، موږ په دې خبریږو، چي دا دوه اثره لکه زموږ نور په زرګونو اثار له منځه تللي دي. ځکه اوس زموږ په لاس کي نسته او یوازي د محمد هوتک ملي خدمت دئ، چي خپلو را وروستو نسلونو ته ئې کړی دئ او په پټه خزانه کي ئې د زمان له طوفانونو څخه د هغو څو پاڼي تر موږ پوري را رسولي دي.
هغه تاریخي پيښي چي زموږ په تاریخ کي د یادوني غټ ځایونه لري، په پټه خزانه کي د ( لرغوني پښتانه)، (کلید کامراني)، (مخزن افغاني)، ( د محمدرسول هوتک بیاض) او (محمود نامې) په حواله د اسي لنډیز کېدای سي. پر دې سربېره د ځینو پيښو حواله د خپل پلار قول ته کوي، ځیني د خپلو اورېدنو او لیدنو په مرسته بیانوي.
۱ـ د عربي یرغلونو د پيل له وخت سره د (سور) د کورنۍ اقتدار او د عربي لویو سلطنتي کورنیو په انتقالاتو او تبدیلاتو کي د پښتني دغي مقتدري کورنۍ د مشرانو ونډه.
۲ـ د غزنوي او غوري کورنیو تر منځ رقابتونه او جګړې.
۳ـ د غوري کورنۍ طنطنه او پر هند سوقیات.
۴ـ د چنګېز له بقایاوو سره د پښتنو مبارزې.
۵ـ په هند کي د لومړنیو لودیانو د اقتدار پيښي.
۶ـ په هند کي د (سوري) کورنۍ د اقتدار یاد.
۷ـ د ګورګاني اورنګزېب سره د خوشحال خان په رهبري د پښتنو قبیلو د مبارزې یادونه.
۸ـ د دباندني تسلط پر ضد د میرویس هوتک په مشري د پښتنو قیام، د پښتني ملي دولت منځ ته راتلل او د پښتنو فتوحات.
دا واقعات په پټه خزانه کي په تفصیل سره نه شرح کیږي، بلکي مولف د خپلي تذکرې له پاره د اشخاصو د ژوند پيښو د شرحي په ترڅ کي د هغو د کلام په نمونو کي د دې پيښو یادونه کوي. 
د پورتنیو مفرداتو څخه به په لږ زیاته توضیح دا دئ دلته و ږغیږو:
د امیرکروړ ویاړنه چي د پټي خزانې مولف په خپله تذکره کي په یوه څرګنده حواله قید کړې ده، په یوه ټاکلي وخت کي د پښتنو د اقتدار څخه حکایت کوي. د امیر محمد سوري پر مړینه د شیخ اسعد سوري مرثیه چي په دغه تذکره کي راوړل سوې ده، د غوري او غزنوي کورنۍ تر منځ د رقابت په باب پر یوه پېښه رڼا اچوي. په دې مرثیه کي دا پوره معلومیږي چي د غزنوي محمود پر لاس د امیر محمد اقتدار خاتمه مومي او هغه وژل کیږي. 
د ښکارندوی قصیده چي د محمد سام په ستاینه کي ویل سوې او پټي خزانې قید کړې ده، شاعر په هند کي د شهاب الدین محمد غوري د فتوحاتو یادونه کوي او هند ته د افغاني فاتحینو په ورتګ په هند کي د پښتني دربار د اقتدار د قایمېدلو لومړنۍ پيښي د هغه په بدرګه منځ ته راځي.
د بابا هوتک او ملکیار سندري چي په دغه تذکره کي قید سوي دي، د چنګېز له احفادو سره د پښتنو قبیلو د مبارزو تصویرونه باسي او په ملي سویه د سورغر سندره د دغه جریان یو محلي تصویر دئ.
د شیخ رضي لودي او نصر لودي په پاړکیو کي چي پټي خزانې د یوه ترمخني اثر په حواله د یو بل اثر له مخه رانقل کړي دي، په (ملتان) کي د لودي پښتنو د اقتدار جریانات بیانوي.
د پټي خزانې مولف چي کله د نعمت الله هروي د مخزن افغاني په حواله د سلطان بهلول لودي یادونه کوي، نو په لنډ ډول د هغو پښتنو د اقتدار څخه ږغیږي او په همدغه حواله د شیخ عیسی مشواڼي د کراماتو په بیان کي د سوري شېر شاه پر عدالت او درایت هم رڼا اچوي. 
د محمد رسول هوتک د بیاض په حواله چي د خوشحال خان خټک په برخه کي ږغیږي، نو د ګورګاني اورنګزېب له دربار سره د پښتني قبیلو د قیامونو یادونه هم کوي. 
د دغه ستر اثر یعني پټي خزانې په واقعه نګارۍ کي د بلي ډېري ارزښتمني او په ملي سویه د یوې غټي پيښي په یادونه چي کوم څه مومو هغه د پټي خزانې د مولف د معاصر شاعر(رېدي خان مهمند) د ( محمود نامې) هغه برخه ده، چي صفوي دربار ته د میرویس خان د څلورم سفر، لویي جرګې او لومړي قیام جریانات په تفصیل پکښي بیان سوي دي او همدارنګه په کندهار کي د ملي دولت د جوړېدو په برخه کي خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي.
محمد هوتک بن داود خان په ترتیب سره راځي د خپل عصر واقعاتو ته چي په خپله ئې د لیکني وظیفه پر غاړه اخلي. دلته د شاه حسین هوتک پر ژوند پيښو رڼا اچوي؛ نو د میرویس وفات، د هغه د ورور عبدالعزیز اقتدار اخیستل، د نارنج له بام څخه د عبدالعزیز را لوېدل او مړینه، د محمود هوتک سوقیات د اصفهان پر خوا او په کندهار کي د شاه حسین اقتدار په خپله محمد بیانوي.
د محمود د مړیني پېښه د هغه د خور زینبي له خولې په یوه مرثیه کي راوړي او په دې ډول پر هوتکي دوره له بېلو، بېلو جهاتو څخه رڼا اچوي.
محمدهوتک او د هغه پټه خزانه د سیاسي واقعه نګارۍ له پلوه د هر ډول ارزښتونو څخه غټه برخه لري.
په پټه خزانه کي د نورو ادبي ارزښتونو څخه علاوه د پښتني تاریخ د لویو پیښو انعکاس په ډېره صفایي ځای نیولی دئ؛ نو ځکه موږ هغه ته د یو ملي او دروند سیاسي مستند اثر په حیث ارزښت ور کوو. 
د پټي خزانې لیکوال په خپل دغه ستر اثر کي د هر ډول یادوني او لمانځني وړ بولو او نو ځکه په یادونه ئې د لمانځني په مجلس نه یواځي د حقشناسۍ په دود خپلي غاړي خلاصوو، بلکي د دغه ارزښتمن فرصت څخه په استفاده د دغه لوی اثر (پټي خزانې) او د هغې د مولف (محمدهوتک) په باب د بېلو، بېلو جهاتو څخه په څېړنه ملي فرهنګ ته خدمت کوو.
----------------------------------------------------
یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) مقالو ټولګه کي چاپ خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل) کال د افغانستان د علومو اکاډمي چاپ کړې ده.




Share by: