د پټی خزانې د مؤلف ژبه

سر محقق دوست شنواری
د پټی خزانې د مؤلف ژبه 


پټه خزانه د پښتو د لرغونی ادب د لوی سمندر یوه داسی قیمتي مرغلره ده چی هيڅ شی د هغی قیمت نه شی پوره کولای، دغه ارزښت دومره څرګند دی چی هيڅ ډول بیان ته ضرورت نه لری.

پټه خزانه له يوې خوا د پښتو ادب د تاریخ په برخه کی موږ ته بې ساری مواد راکوی له بلی خوا د پښتنو د تاریخ په برخه کی داسی ارزښتمنه شتمنی ده چی دمخه يې له موږ سره څرک نه و او د دې ټولو په څنګ کی د لغوی زيرمی له امله د خاصی یادونی وړ ده. موږ ته پټی خزانې يوازی پښتو نګه او سوچه ارخائیک لغات نه دی راکړی لکه: اتل، بامل، هسک، برمل، لرمل، او داسی نور، بلکی د ډيرو لغاتو آریایی ريښې یې موږ ته راکړی دی چی هم د پښتو او هم د نورو خپلوانو ژبو د پاره ارزښت لری او دلته یې څو مثالونه وړاندی کوم.

ودنه: یو له دغسی لغاتو څخه (ودنه) ده چی په (ودان) او همدارنګه د (ب) په غږ باندی د (و) د غږ په قدامت په آباد، ابادان کی دغه ريښه شته، چی د پټی خزانې له لاری د اميرکروړ په حماسه کی موږ ته د (ودنه) حاصل مصدر په بڼه را رسیدلې ده.

د یادونی وړ ده چی (وده) د (نشو، نما) په معنا چی غالباً جسمی حالت ښئی د هيواد په مرکزی او لويديځو پښتنو کی يوه ژوندی کلمه ده چی ريښه یې له (ودان، آبادان) سره يوه ده. خو لکه څومره چی (وده) او (ودان) په معنوی لحاظ لږ څه توپیر لری د هغه په رڼا کی دلته د (ودنی) مفهوم له (ودی) څخه (ودان) ته ډیر نژدې دی، که څه هم په انتها کی يې ريښه او معنا يوه ده.

همدا رنګه د شیخ متی بابا په کلام کی د (قمیت، ارزښت، بها) په معنا د (پلور) استعمال موږ ته دا فکر راکوی چی د (پلورل) لومړی معنا په غالباً د(قیمت پری ايښودل، د قیمت ټاکل) وه چی بیا یې د (خرڅلاو – شراء) معنا پيدا کړی ده.

شیخ متی وایی:

    زړه می دا ستا د مينی کور دی                     سوی د عشق په سوځند اور دی

    رب یې و تاته ستا پر لور دی                       بې له دې هيڅ دی، ورک یې پلور دی

له دغه ځایه د پښتو قاموسونه دغه معنا په ځای ښکاری چی (پلور) ته لومړی معنا (بیه، قیمت، ارزښت) ورکوی او دویمه معنا خرڅلاو (وګ، پښتو تشریحی قاموس) همدا رنګه د پټی خزانې په متونو کی څو ځایه د (لور پيرزوینه، مهربانی) کلمه راغلې ده:

    خپلو وګړو لره لور، پيرزوینه کوم... (امیر کروړ ۱۷ مخ).

    ستا د لورونو يوه رڼا ده.

    دلته چی جوړه تماشا ده (شیخ متی بابا ۱۳ مخ).

    په جنت کی دی وه تون زموږ واکمنه – هم په تا دی وی ډیر لور د غفار (اسعد سوری ۲۱ مخ).

په دی باب د پټی خزانې محترم محشی ليکی چی: اوس د لور کلمه په ځانګړی توګه په پښتو کی ژوندی نه ده، او یوازی د (لورینه روا داری) په معنا پاته ده.

دغه کلمه هم لرغونی آریایی ريښه لری او امکان لری په پښتو کی د ساکی دیالیکت له لاری موجوده وی ځکه په اسیتی ژبه کی چی د لوی ساکی ژبی (الانی) لور ده په همدغه معنا او همدغه فورم ژوندی ده. په اسیتی کی (لور- lavar) د (بخشش، سوغات، وړیا) په معنا دی او له دغی ريښی ډیری جوړی شوی کلمې لری لکه: (لور کنون – بخښل، لور خور – وړیا خور) په سوغدۍ کی (ذور...سوغات) او دغه شان په نورو اریایی ژبو کی هم مشتقات لری. [i]

او په دغه توګه د پټی خزانې په لرغونو اخيستل شویو متونو کی موږ د لرغونو پښتو کلمو ډیری ريښې او د معناو اصالت موندلی شوو.

زه دلته د پټی خزانې د مؤلف په ژبه غواړم څه ووایم، نه خپله په ټوله پټه خزانه او که نه، د پټی خزانې په هر يوه اخیستل شوی متن لوی لوی علمی مقالې ليکل کيدای شی.

د پټی خزانې د مؤلف (محمد هوتک بن داود) په برخه کی يو ټکی د زياتی پاملرنی وړ دی. هغه دا دی چی نوموړی مؤلف په خپلو ليکنو کی د امانت ساتلو زښت مراعات کړی دی. هر متن که په هره لار ده ته رسیدلی دی هغه یې د خپل ذوق تابع نه دی ګرزولی او دغه امانت ساتنه دغه ستر امانتګر حتی په لیکدود کی هم مراعات کړی ده.

د مثال په توګه: ده په خپل متن کی د (مغول) نوم هر ځای د (مغول – په واو سره) په فورم ليکلی دی د مثال په ډول د قلمی نسخې په پنځم مخ کی اووه ځایه (مغول) لیکل شوی دی، او دغه شان هر ځای (لکه د خوشحال خان خټک په بحث کی) (مغول) ليکل شوی خو د بابا هوتک په سندره کی اته ځایه (مغل) (بی له واوه) ليکل شوی دی او له هغی وروسته بیا هم خپله د مؤلف په عباراتو کی (مثلا ۶ – ۷ مخونو کی) (مغول) ليکل شوی دی چی دا کومه اتفاقی خبره نه ده، بلکی سبب یې د مؤلف امانت ګری ده. او ضمنا دلته موږ ته يوه بله مفکوره هم را کوی او هغه دا چی که څه هم مؤلف وایی چی هغه سندره (د بابا هوتک سندره) ما ته خپل پلار داسی ویلې ده خو غالباً ده ته تحریری رسیدلې ده چی مجازاً د تحریر په ځای وینا ليکل شوې ده. او دا داسی مثال لری لکه چی څوک وایی: خوشحال خټک داسی وایی یا رحمان بابا داسی وایی.

همدا رنګه د پښتونخوا کلمه چی اوس یې په همدغه لیک دود لیکو د مؤلف په خپل عبارت کی د (پښتنخا) په لیک دود راغلې (لکه: دریم مخ اوومه کرښه. څلورم مخ دریمه کرښه. دیرشم مخ پنځمه کرښه) خو په اخيستل شوی متن کی کله د (پښتونخوا) په لیک دود راغلی (لکه: په ۲۴ مخ اوومه کرښه کی د ښکارندوی په قصیده کی) او کله د پښتنخا په لیک دود (لکه: په شپږم مخ کی درې ځایه د بابا هوتک په حماسی سندره کی) په لیک دود کی دغه تشتت د مؤلف د توجه د کموالی له امله نه دی، بلکی علت یې زما په نظر همدغه د امانت ساتلو فکر دی.

بل مثال: مؤلف په خپلو عباراتو کی هر ځای د اضافت ضمیر (زما) زموږ ليکی خو په اقتباس شویو عباراتو کی کله (ځما) او کله دما (لکه په ۳۵ مخ د خوشحال په شعر کی) لیکی، همدارنګه د پټی خزانې د هماغو اساساتو د معاصری پښتو د فاضل مؤلف د دغی امانت ساتنی مراعات د هر شاعر د لهجې د خصوصیت په برخه کړی دی او هغه یې هيڅ کله د خپلی لهجې تابع نه دی ګرزولی لکه د خوشحال خان، رحمان بابا او نورو په اشعارو کی چی هلته په څرګنده دغه امانت ساتنه محسوسه ده چی د ده دغه کار د ډير درناوی وړ دی.

البته د پټی خزانې د مؤلف ژبه د پښتو د لويديځی لهجې پوری اړه لری او همدغه لهجه د ده په عباراتو کی په کلکه مراعات شوی ده مثلاً هر ځای د ختيځی لهجې د (شته، شو، کيده [مفرد مذکر] لاړ، ته) پر ځای (سته، سو، کیدی، ولاړ، تلی) ليکی، خو د دې په څنګ کی په دوو مواردو کی د خپلی لهجې له استعمال څخه تيریږی او هغه دا دی:

الف: ټول، ټوله: په ختيځه لهجه کی د مذکر له پاره مفرد وی که جمع د (ټول) په فورم صفت استعمالیږی او د مفرد مونث له پاره د (ټوله) په فورم، خو په لويديځه لهجه کی (ټوله) هم د مذکر او هم د مونث له پاره لکه ټوله بیده دی، ما ټوله انار وخوړی)

خو د پټی خزانې مؤلف (ښایی د ګرامری اصولو د مراعات له امله) د مذکر له پاره صفت د (ټول) په لیک دود وړاندی کوی لکه:

(... تر څو چی سور غر یې د مغولو په وينو ولاړه او ټول یې پپنا [پوپنا] کړل).

[پنځم مخ]

(نقل کا چی خوشحال بیګ د خټکو سرداری کړله، او ډیر زامن یې درلود[ل] چی ټول شاعران و [و]) (۳۴ مخ)

ب:

په لویديځه لهجه کی د (مفعول له - dative) له پاره برسیره پر (ته) د (مفعول له) نه د مخه [و] هم معمولاً زياتيږی لکه (ما و احمد ته وویل...) البته په ختيځه لهجه کی اوس دغه واو نشته.

د پټي خزانې مؤلف هم د دغه (واو) د اضافه کولو مراعات نه کوی.

مثلاً د پټی خزانې د پيل عبارت داسی دی:

(حمد و ثنا ده هغه خدای ته.... ستاینه او سپاس دی هغه خاوند لره....)

د دغه (واو) په برخه کی باید وویل شی چی زما په خیال هغه د (دا تیف) د افادې له پاره ډیر لرغونی دی او که (و) او (ته) او د (ته) وروستی فورم (له) په لرغونی پښتو کی د دوو لهجو څرګندوی و نه بولو نو زه عقیده لرم (و) ډیر قدامت لری، چی په پښتو کی د(و) په غږ او په دری او فارسی کی د (به) په غږ ساتل شوی دی. دغه ادات په ساسانی فارسی کی د (و-ه) او هم د (اوی – avi) په غږ ژوندی و چی بیا وروسته په (به) واوښت. زه عقیده لرم چی په پښتو کی به دمخه يوازی د دغی ګرامری افادG له پاره يوازی (و) و او (ته) به وروستی تحول وی چی په دې برخه کی به راغلی وی.

دلته باید وویل شی چی په پخوانیو متونو کی که د پښتو د هری لهجې پوری اړه لری د دغه ګرامری حالت د افادې له پاره کله کله يوازی (و) استعمال شوی دی او کله کله (و جمع ته) لکه:

تاهاله و ګل خپل زړه ورکړ بلبلی.

که یې تل وایی دا بازار د زیبایی (خوشحال – غزلونه).

که اللّٰه را که وما – ماه و مهر د سماء (مصری خان ګګیاڼی)

چی یې ما په سر و مال خریداری کړه

مفت دی ورکړه و رقیب هغه وستونه (حمید)

چی په ناز ساتلی زړه می و یار ورکه

ورپسی می د ځان واړه اختیار ورکه (علیخان)

البته د دغه ګرامری حالت له پاره (و جمع ته) زښت ډیر مثالونه لری او د پښتو په هر لرغونی متن کی هغه موندلی شو، چی زما په خیال هغه د دغی ګرامری افادې زمانې منځنی حالت دی.

دلته یی د پټی خزانې په اقتباس شوی شعر کی مثال وړاندی کوم.

د غټولو جنډی خاندی و ریدی ته           زرغونو بڼو کی ناڅی زلمی جونه

                                                                                        (ښکارندوی ۲۲ مخ)

دا چی د پټی خزانې ارواښاد مؤلف ولی د خپلی لهجی د دغه ګرامری خصوصیت مراعات نه دی کړی، په یقین سره څه نه شم ویلی، خو اټکل کوم چی ده به دغه (و) ته د زاید په نظر کتلی وی.

د پټی خزانې د مؤلف د خپلو عباراتو د لیک دود په برخه کی هم څو ټکی د يادونی وړ دی او هغه دا دی:

په ځينو برخو کی د ځينو کلمو په لیکلو کی مؤلف بیخی متردد ښکاری لکه د (کی، کښ، کښی) د ظرفی نخښی لیکنه، زما په خيال علت یې هم د دغی کلمی دری حالتونه دی.

الف: د اکثریت په عامیانه تلفظ کی (کی) دی.

ب: تر څو چی زړو قلمی نسخو ته مراجعه کوو هلته په عنعنوی توګه (کښ) دی.

ج: د دغه عنعنوی تلفظ سمه افاده په (کښی) سره کيږی چی د پښتو ټولنی د هغی وروستی پريکړی پوری چی د (کی) او (چی) په برخه کی یې وکړه د (کښی) فورم معمول و.

د پټی خزانې د مؤلف په خپلو عباراتو کی دغه درې واړه فورمونه لیدل کیږی، مثلاً يوازی په پنځم مخ کی څلور ځایه (کی) او درې ځایه (کښ) لیکل شوی دی او ځای په ځای (کښی) هم ليدل کیږی لکه (دویم مخ ۱۳ کرښه) ۳۵ مخ دويمه کرښه، ۳۷ مخ دوه ځایه او داسی نور).

بل مثال: لکه څنګه چی د ماضی د جمع مذکر له پاره په معاصره پښتو کی د (ل) او (ﻫ) تر منځه تشتت ليدل کیږی (لکه: احمد او محمود راغله او راغلل) همدغه شان د پټی خزانې د مؤلف په عباراتو کی هم ليدل کیږی لکه:

الف: بابا هوتک خپل قومونه راټول کړل... په دې جګړه کی مغول تالا شول... د بابا هوتک خپلوان ومړل... تودیدل، او ټول یې پپنا کړل...) (پنځم مخ)

کله کله يوازی په (ﻫ) افاده شوی لکه:

(... او د کاسی اولاد بیارته ولاړ د کسی غره او پښین ...) لسم مخ. همدغه ګرامری افاده کله کله په (له – ل جمع زوره کی) افاده شوی چی زما په خيال دغه ګرامری فورم به ډیر لرغونی وی، لکه:

(...وروسته یې زامن په غوړه مرغه کی اوسیدله). (لسم مخ)

(... او له هغه څخه به یې خواږه شعرونه په ادب کی د عربو اوریدله. (۲۵ مخ)

له پرديو ژبو څخه په ځينو اخیستل شویو کلمو کی هم د مؤلف په ليکنو کی کله کله څه تردد ليدل کیږی، مثلاً (وقت) اصلاً عربی کلمه ده چی پښتو ته هم ننوتې او اوس د (وخت) په فورم د دغی ژبی خپل مال ګڼل کیږی.

د دغی کلمې په ليکنه کی مؤلف کله د اصالت مراعات کوی او په عربی فورم (وقت) یې ليکی (لکه: دریم مخ، اوومه کرښه. څلوم مخ دریمه کرښه. پنځم مخ دویمه کرښه. پنځم مخ دویمه او څلورمه کرښه)،

او کله کله یې ندرتاً په پښتو شوی تلفظ (وخت) ليکی (لکه: نهم مخ اوومه کرښه).

د کلمو جوړونه:

د پټی خزانې مؤلف د خپلي ژبی د يوه ماهر او لوی پوه په صفت د کلمو ډیر ښه اشتقاقونه او جوړونی لری چی موږ ته د هجری دولسمی پیړی د پښتو متونونه را په زړه کوی او موږ د هغو او د پټی خزانې د مؤلف د ژبی تر منځه کوم د يادونی وړ توپیر نه ګورو او بیا په هماغو اساسونو د معاصری پښتو د اشتقاقونو د طرز سیستم هم بناء دی.

البته ډیر لږ پيښیږی چی (ښایی د لهجې د توپیر له مخی وی) ځینو استثناأتو ته اشاره وشی. مثلاً:

د (من) وروستاړی (سوفیکس) په مرسته له اسم ذات څخه صفت جوړیږی، لکه (خوږمن، هیله من، سوبمن) څو له (ښځه) څخه (ښځمنه) جوړول هغه هم د (ښځه) په معنا زما په خيال يوه استثناء ده، د(ښځه) په معنا (ښځمنه) د مؤلف په عباراتو کی څو ځایه راغلی لکه:

(... د ملکیار بابا په کلا کی څوک نه و، پرته له ښځمنو څخه).

(اتم مخ)

(... د خدای دوستان د رحمان بابا شعرونه ډير لولی... ښځمنی هم دغه کتاب ډیر وایی). (۴۵ مخ)

همدا رنګه (ن) (چی دمخه یې زورکی وی) په معاصره ژبه کی د هغه په مرسته یوازی هغه صفات جوړيږی چی په معنا کی د عیب او نقص مفهوم ولری لکه (سپږن، دوړن، خچن، دښ، پمن، خيرن، ډارن) او داسی نور.

د همدغه (ن، دغه یې زورکی) په مرسته د مؤلف په عباراتو کی ځينی صفات جوړ شوی لکه (غوږن – صفات جوړ شوی لکه غوږن – واقف، خبر) دغه صفت داسی راغلی دی:

(مغول چی په دغو ودانیو غوږن سول...) (اووم مخ)

دلته باید وویل شی چی (غوږ) د (خبرتیا، وقوف) په معنا یوه لرغونی کلمه ده چی د (غوږیدل، خبریدل، غوږول، خبرول) فعلونه ترې جوړیدل؟ د غوږیدل فعل حمید داسی راوړی دی:

    په راتلو د کوم صیاد دی غوږیدلی

    چی نن رنګ د ټول صحرا دی تښتیدلی

                                                    (نیرنګ عشق ۱۰۵ مخ)

په اسرار العارفین (نهم مخ) کی دی:

    که کنار د چا مکان وی       له عالمه دی پنهان وی

    په اسلام نه وی غوږیدلی    نوم یې نه وی اوریدلی

    دی حساب دی له چارپایه    چی معذور دی دل ارایه

البته دغسی صفاتو د مؤلف د عصر نه تر مخه وجود درلود لکه وړنګن او جګړن د ښکارندوی په کلام کی.

د هندارو په څیر غرونه سپين وړنګن دی             چی په واوره باندی وکا ځل نمرونه

نه به راولی جګړن د سيند په لوری                                نه به بری څوک د هند خپاره ښهرونه

                                                                                                                            ۲۳ مخ

ډیره په زړه پوری به دا وه چی د پټی خزانې د مؤلف ژبه د هغه د نسبتاً معاصرو مؤلفینو د نثر د ژبی سره هم پرتله شوی وای، خو دا کار ما و نه کړای شو، ځکه چی له ما سره د هغه وخت د نثرونو قلمی نسخې نشته او کوم چی چاپی نسخې دی هغه هيڅ کله هم د اصالت څرګندوی نه دی.

ما د دغه مقصد له پاره (فتاوای احمد شاهی) وکتله، هلته د لویديځی لهجې د خصوصیاتو په جمله کی يوازی د (داتیف) له پاره د (و) استعمال ليدل کیږی لکه: (زکات په ژبه د عربو کی و پاکی ته وایی...) (شپږم مخ). نور هر ځای د (سته – سول) پر ځای (شته – شول) دی چی غالباً به د چاپوونکو تحریف وی.

همدا رنګه د تاریخ مرصع متن هم موږ ته د مؤلف د ژبی د اصالت په باب په یقینی توګه څه نه راکوی ځکه چی هلته هم د چاپوونکو او هم د استنساخ کوونکو له خوا د تغییر د اندازې اټکل نه شی کیدای. له دې سره سره د تاریخ مرصع په موجوده متن کی د څو کلمو په لیکلو کی څه ګډوډی ښکاری چی هغه هم کله د اکثریت د پښتو او د خټکو د لهجې تر منځه په توپیر ولاړ دی لکه د جمع مذکر له پاره (زویه) او (زامن). مثلاً یوازی په ۲۳۲ مخ کی نهه ځایه (زویه) د جمع مذکر له پاره او يو ځای (ځامن) ليکل شوی دی او کله کله دغه توپیر د فعل د مړه کيدونکی فورم (خواڼی، کاڼی) او د مروج فورم (خوری، کړی) تر منځه وی چی په تاریخ مرصع کی ډیر مثالونه لری.

منبع: د محمد هوتک یاد، د افغانستان علومو اکاډمی، پښتو ټولنه ١٣٦٢ﮬ،ش، ٧٦-٨٤ مخونه.


 
[i]. د اسیتی ژبی تاریخی ایتمولوژیک قاموس، دویم ټوک ٣٥ مخ، مؤلف و. ی ابایف. 


Share by: