د پټي خزانې په لاس کښلې نسحه کي د ځينو کلونو تصحیح

پوهاند عبدالحی حبیبی
د پټي خزانې په لاس کښلې نسحه کي د  ځينو کلونو تصحیح


د محمد هوتک د پټي خزانې يوه په لاس کښلې نسخه تر اوسه پیدا سوې وه؛ له بده مرغه د بلي نسخې درک نه لرو چي د هغې په مرسته دغه لاس ته راغلې نسخه سمه کو، او یو انتقادي سم کړی متن ځيني جوړ کو، د داسي کتابو د چاپولو علمي لاره دا ده چي مرتب څو مختلفي خطي نسخې سره پرتله کړي، او له ګردو څخه داسي متن جوړ کړي چي اصل او واقيعت ته نژدې وي؛ او که له مؤلفه څخه سهوه سوې وي، هغه هم وښيي؛ (۴۰) کاله پخوا چي ما پټه خزانه ومونده، او چاپ مي کړه، زما کار تش پر دغه يوه لاس کښلې نسخه ولاړ وو چي وروسته يې کټ مټ هغه عکس په ۱۳۵۴ (ﻫ. ش) په کابل کي چاپ او خپور سو؛ اصلي خطي نسخه يې د آرشيف په خطي کتابو کي پرته ده.

هغه وخت ما د دې خطي متن ځني لغوي خواوي وڅېړلې، او ځني تاریخي پلوونه مي يې روښانه کړل؛ خو وروسته دې کتاب په داخل او دباندي کي داسي هنګامه واچول چي، د مينانو او ښاغلو په قول چي د پښتو یو سپېڅلی کتاب، او د مخالفانو په نغوته يو ”مجعول“ اثر و ګاڼه سو.

زه د مينانو د ميني او د شکاکانو د بې ځایه خبرو او تورنو دواړو پر خوا نه يم؛ ټول شيان بايد چي په علمي محک ووهل سي؛ هره شخړه چي وي، د پوهي او بصيرت په رڼا کي اوارېدای سي.

په دنيا کي داسي کتاب نسته چي څوک اعتراض پر و نه کړای سي، او تاريخي کتابونه او تذکرې خو ډيري تېروتني او خطاوي هم لري؛ مګر د يو څو اشتباهاتو په کږنه څوک ګرده کتاب نه غورځوي، او مؤلف ته يې ښکنځل نه کوي.

دلته به تر اصلي مطلب دمخه درې کتابونه د مثال په توګه در وښیم؛ چي د ډيرو غلطيو سره بيا هم د اعتبار وړ ګڼل کيږي؛ خو سترګور څېړونکي يې تش هغه د اعتراض وړ خبري په خپلو څېړنو کي را اخلي، او د واقعاتو سره سم اړخ يې را وړاندي کوي؛ ګرده کتاب په يو څو املاوي او د کاتب په خطاوو نه کږي:

١- د فارسي ادب يو خورا منلی، فصیح او غوره کتاب د احمد بن علي نظامي عروضي سمرقندي 'چهار مقاله' ده چي، د شپږم قرن په منځ کي يې د غوريانو په دربار کي کښلې ده؛ محمد قزويني يو ايرانی محقق وايی چي: «عروضي خو د خپل ګرده فضل او ادبه سره په دغه کتاب کي خورا ډيري غلطۍ کړي دي؛ د مشهورو خلګو نومونه يې سره ګډوډ کړي دي؛ کلونه يې هم يا دمخه يا را وروسته کړي دي؛ واقعات يې سره مروړلي دي.»

دغه نقاد څېړونکو په يوه ځای کي د عروضي نطامي اوولس غلطۍ د مثال په توګه راوړي دي، او بل ځای تش په دوو ليکو کي د ده شپږ تېروتني را بر سېره کوي. (ص ۲۲۷)

مثلاً: نطامي مشهور طبیب محمد بن زکريا رازي د منصور بن نوح ساماني پاچا معاصر ګڼي، حال دا چي دغه طبیب لږ تر لږه ۳۰ کاله د منصور تر جلوس دمخه وفات سوی وو. (ص ۱۰۴)

د سمرقندي نطامي د دغو ګردو غلطيو سره چي د مجتبی مينوي په قول تر ۲۰۰ زياتي دي، بيا هم 'چهار مقاله' تر اوسه د دري ادب يو غوره کتاب دی؛ هيچا ګرده نه دی ګږلی؛ خو محققان يې تش په غلطو رواياتو استناد نه کوي.

٢- د دري ژبي تر ټولو پخوانۍ او معلومه تذکره خو د محمد عوفي لباب الالباب ده، چي په اروپا او ايران کي څو واره چاپ سوې، او د دري ادب يوه غوره لرغونې پانګه پکښې خوندي ده؛ چي ګرده د ادبياتو د تاريخ ليکوال دغه کتاب ته حواله ورکوي، او معتبر مأخذ يې ګڼي.

مګر په دغه معتبر کتاب کي هم څېړونکو د خدای کوټه غلطي ميندلي دي؛ مثلاً: د آل زيار شهزاده امير کيکاوس د سکندر زوی، او د قابوس لمسی وو، خو عوفي هغه د قابوس زوی ګڼلی دی؛ بل ځای يې د سامانیانود ۹ تنو پاچهانو زمانه ۸۷ کاله ښوولې ده؛ حال دا چي دوی ګرده ۱۱۷ کاله پاچهان وه (له اسماعيله تر دوهم منصوره ۲۶۱ – ۳۸۹ ﻫ ) او که ګرده وشمېرو، نو يې حکمراني تر ۱۳۰ کالو پوري هم رسيږي.

٣- تر عوفي وروسته د دري ژبي بله معتبره تذکره د دولت شاه ده، چي ملک الشعراء د سبک شناسي په درېيم ټوک (ص ۱۸۶) کي د ده ډيري غلطۍ شمېري، او زه يې په مثال کي يوه، دوې راوړم: ده د ویس و رامين مشهور داستان چي فخرالدين اسعد ګورګاني د ۴۴۷ (ﻫ) په شا و خوا کي نطم کړی وو، کله د نطامي عروضي او کله بیا د نظامي ګنجوي بللی دی؛ او هم يې ناصر خسرو چي د ده له خپله قوله قبادياني بيا بلخي دی، اصفهاني ګڼلی، او هغه يې له يوه بل اصفهاني ناصر خسرو سره ګډ کړی دی، کوم چي په ۷۳۵ (ﻫ) کي مړ او د سعادت نامې خاوند دی. (سبک شناسي ۳ ص ۱۸۶)

تاسي و ګورئ، په دغه معتبرو درو تذکرو کي دغسي تېروتني سته، مګر دغه کتابونه تر اوسه لا هم د پوهانو او څېړونکو مرجع دي؛ خو دوني کوي چي ځيني سهوي او مشتبه اقوال يې نه اخلي.

پټه خزانه هم د دغسي يوه مؤلف اثر دی، چي هرو مرو به خطا لري؛ تېروزي به؛ او له تېروتني څخه به پاک او معصوم انسان هم نه وي؛ نو که د پټي خزانې ځيني خبري له عقله یا مستندو رواياتو سره سمي نه وي، یا وروسته کاتبانو سره مروړلي او ګربشولي کړي وي، بايد چي سترګور ليکوال يې په ټينګو او د منلو وړ دلايلو سره را څرګند کړي، نه دا چي د يوه کاذب شهرت په هوس یا په خاص تعصب ګرده کتاب مجعول وبولي.

په دې مقاله کي زه د پټۍ خزانې د دغي اوسنۍ پیدا سوي او عکسي چاپ سوي نسخې يو څو تاريخ ټاکنو ته چي ورځ او د مياشتي نېټې يې نه سره سميږي، کره کتنه کوم؛ او زما ټينګ ګمان دا دی چي دغه نا سمون د کاتبانو د بې باکۍ څخه په دغه نسخه کي پېښ سوی دی؛ او ښايي چي په خپله به په محمد هوتک اړه نه لري؛ او که د دې کتاب کومه بله خطي نسخه پيدا سي، ښايي چي دا غلطي به سمه کړي.

محمدهوتک د خپل کتاب د څلورم مخ په اومه ليکه کي وايي:

«په دغه کتاب چي ما په کښلو ابتدا وکا ورځ وه د جمعه ۱۶ د جمادی الثانی سنه ۱۱۴۱ هجري»

دلته که موږ ښه ځير سو په تطبيقي تقويمو کي چي ووستنفلد او بيا، وزیبولسکي (طبع مسکو، ۱۹۶۴ م) راوړی دی:

«د ۱۱۴۱ (ﻫ) کال د وروستۍ خور لومړۍ ورځ یکشنبه ده، چي شپاړسمه يې په دوشنبه وه، نه جمعه»

دا خو يو ښکاره غلطي ده؛ دلته زما يقين دا دی چي په کتابت کي يو عدد زیاتی سوی دی؛ ځکه چي د دغي مياشتي لومړۍ جمعه د جمادی الاخر شپږمه ده؛ کاتب د (۱) هندسي عدد په زياتولو ۱۶ کړې ده؛ چي بايد د پوهانو له خوا تصحیح سي؛ ځکه چي په هندسي اعدادو کي کله دغسي غلطي پېښیږي؛ پخوا به احتیاطي مؤلفانو د کلنو او ورځو اعداد په اصلي نومو باندي کښل، او له اشکالو څخه به ځان يې ژغوره چي بيا احتمال د دغسي کرغېړنو نه وي. دا زما حدس به ځکه سم وي چي د کتاب په پای کي يې د ختم نېټه د جمعې ورځ ۲۴ د شوال سنه ۱۱۴۲ ﻫ (ص ۱۱۱) کښلې ده؛ او که موږ دغه تطبيقي تقويم ته و ګورو، نو په دغه کال د شوال لومړۍ ورځ د شنبې او څلرويشتمه يې جمعه ده؛ (ص۹۸ زيبولسکي) چي دغه تاریخ بيا صحیح را نقل سوی دی او د کاتب له ظالمه قلمه ژغورل سوی دی؛ نو که د کاتب په يوې تېروتني سره سړی په خپله محمد هوتک ګناهکاروي او د ده ګرده کتاب ته په شک ګوري، دا خو به هرومرو د يوه خاص نظر او غرض نتيجه وي؛ او داسي کار د کوم عالم او پوﻫ چا سره نه ښايي.

يوه بله نېټه په پټه خزانه کي د غور وړ ده؛ او لومړی پلا د پېښور ښاغلي محقق دوست محمد کامل را برسېره کړې ده؛ د رحمان بابا د وفات کال ۱۱۱۸ (ﻫ) دی، او هغه دلایل چي ښاغلي کامل يې پر نا سموالي ويلي دي، ټول صحیح او د منلو وړ دي، او بايد چي په متن کي تصحیح سي؛ او د ادبياتو تاریخ هم د رحمان بابا د وفات کال دغه ۱۱۱۸ (ﻫ) نه ګڼي، ځکه چي په دغو اعدادو کي هم د کاتب سهوه ده او دوه يې د يوه په شکل کښلي دي چي صحيح نېټه يې ۱۱۲۸ (ﻫ) ده؛ د دغي نېټې د صحت دلايل او سند به ښاغلی پوهاند رشاد تاسي ته وړاندي کړي.

منبع: د محمد هوتک یاد، د افغانستان علومو اکاډمی، پښتو ټولنه ١٣٦٢ﮬ،ش، ١-٥ مخونه. 


Share by: