د مؤلف محمد هوتک بن داود په شمول د پښتو په یو پنځوس شاعرانو (چې شپږ پکښي زنانه شاعرانې دي) مشتمله تذکره پټه خزانه چې په وړومبي ځل په کال ١٣٢٣ ﮬ ش کښې او بیا څو واره چاپ شوه نو ځیونو پښتنو او خارجي نقادانو د دغه تذکرې په اهلیت شکونه ښکاره کړل او خپل تنقیدونه او دلایل یې پیش کړل.
په دغه نقادانو کښې یو قلندر مومند دی چې وړومبی یې د کال ١٩٧٦ع د مارچ او د کال ١٩٧٩ د فرورۍ په میاشتیزه مجله “پښتو“ کښې دوه مقالې چاپ کړې او بیا یې په کال ١٩٨٨ع کښې د ”پټه خزانه فی المیزان“ په نوم د کتاب په شکل په پټه خزانه خپل اعتراضونه مفصل بیان کړل، او ذکر شوې دوه مقالې یې هم پکښې شاملې کړې. د ”پټه خزانه فی المیزان“ لسو بابانو کښې د وړومبیو شپږو بابونو په جواب کښې محترم همیش خلیل د پټي خزانې په دفاع کښې د ”تول پارسنگ“ په نوم کتابی شکل کښې خپل دلایل پیش کړل او د اوم او نهم باب په حقله یې مقالې ولیکلې چې یوه هم په دغه کتاب کښې شامله ده ځکه نو ما د خپل بحث دپاره د قلندر صاحب د کتاب اتم باب ”فني اړخونه“ منتخب کړو.
په دغه باب د قلندر صاحب اعتراضونه دا دي:
د پټي خزانې ترتیب په دوه قسمه شوی دی. اول ترتیب یې د خزانو دی چې د مرتب د پخته کارۍ ثبوت ورکوي، یعنی د دریو خزانو ویش په داسې اصولو شوی دی چې دا ترې ښکاري چې مؤلف یو پخته کار لیکونکی دی چې اوله خزانه کښې د تیرې زمانې شاعران، دویمه خزانه کښې خپلې زمانې شاعران، او دریمه خزانه کښې یې زنانه شاعرانې را جمع کړي دي. خو شاید چې مؤلف نورې پخته کارۍ ته تیار نه ؤ، نو د هرې یوې خزانې په سلسله کښې یې د انتهائي خامکارۍ د اظهار نه کار اخستی دی. او شاید چې د خامکارۍ دا اظهار بالکل دانسته دی. چې څوک دا و نه وایي چې په هغه زمانه کښې دومره ماهرانه ترتیب څنگه ممکن کیدی شو[i] همدغه تنقید په وړومبي باب ”ابتدایی معروضات“ کښې داسې شوی دی.
”هر څو که دا ناممکنه نه ده. ولې ډیره غیر اغلبه ضرور ده چې په کومو ورځو کښې عربۍ، فارسۍ او پښتو کښې د موضوعاتو په لحاظ د کتاب د تقسیم طریقه نه وه رایجه، محمد هوتک خپل کتاب په دریو جدا جدا برخو کښې څنگه وویشلو.[ii]
له دغو اقتباسونو نه دغه لاندنۍ دوه نکتې را وځي:
١- د پټي خزانې د لیکلو په وخت (١١٤١ﮬ) په فارسۍ، عربۍ او پښتو کښې د کتابونو په مختلفو برخو ویشل نه وو رایج.
٢- تدکرې عموماً په یو خاص ترتیب کښې وې (د حروف تهجی، تاریخ، علاقې یا فضلیت په لحاظ) ولې د پټې خزانې په دریواړو برخو کښې څه خاص ترتیب ځکه نه دی ساتل شوی چې څوک دا گومان و نه کړي چې په هغه وخت کښې دغه ترتیب نه و رایج.
له دغه نکتو په حقله د معلوماتو او کتابونو د لټون نه پس ما ته دا حقیقت معلوم شو چې په پټه خزانه اعتراضات د صحیح تنقید په جز به نه دي شوي، ځکه د خپلې مطالعې په رڼا کښې په دغه اعتراضونو د خپل بحث ابتدا کومه:
ورومبۍ نکته:
د پټې خزانې د لیکلو ابتدا په ١٦ جماد الثاني ١١٤١ﮬ کښې شوې ده او په دغه دور کښې د دې تذکرې په دریو برخو ویشلو اعتراض شوی دی، خو حقیقت دا دی چي له دغه دور نه مخکښې او بیا په همدغه دور، او بیا له دې نه وروسته هم د تذکرو او کتابونو په مختلفو برخو ویشلو تاریخي ثبوت موجود دی ځکه نو مونږ به د دغو دریواړو دورونو مثالونه په ترتیب سره پیش کړو.
(الف) د پټي خزانې نه وړاندینی دور:
١- ”لباب الالباب“ د فارسۍ د قدیم ترینو شاعرانو تذکره ده چې په کال ٦١٨ﮬ کښې د سیدالدین عوفی بخاري حنفي تألیف دی، او په لاندې دولسو بابونو ویشلی شوی دی.
وړمبی باب د شعر و شاعرۍ د فضلیت په حقله.
دویم باب د شعر د لغوي معنی په حقله.
دریم باب د شعر ویونکي (شاعر) په حقله.
څلورم باب د فارسۍ شعر ویونکي (شاعر) په حقله.
پنځم باب د بادشاهانو، ملوکانو او امیرانو د شعرونو په حقله.
سپږم باب د وزیرانو او صدرانو د شعرونو په حقله.
اوم باب د عالمانو فاضلانو د شعرونو په حقله.
اتم باب د آل طاهر، ال لیث او آل سامان په حقله.
نهم باب د آل ناصر د شاعرانو په حقله.
لسم بابد د آل سلجوق نه د سلطان سعید د وروستۍ زمانې د شاعرانو په حقله.
یولسم باب د معاصرو شاعرانو په حقله.
دولسم باب د صدرانو د شعرونو او فاضلانو او شاعرانو په حقله.[iii]
٢- ”تذکرة الشعرأ“ امیر دولت شا بن علاء الدوله بختیشاه غازي سمرقندی په کال ٩٨٢ﮬ ق کښې تألیف کړې ده. دغه تذکره د اوو اسمانانو په نسبت په اوو طبقو ویشلې شوې ده. په هره طبقه کښې د شلو شلو فاضلانو ذکر دی. او د مؤلف مقدمه او بیا خاتمه هم لري.[iv]
٣- ”عرفان العاشقین و عرصات العارفین“ د فارسۍ زړه تذکره ده چې په کال (١٠٢٢-١٠٢٤ﮬ) کښې تقي الدین محمد او حدی حسیني د قاضي بلیانی اصفهاني تألیف کړیده. دغه تذکره کښې د شروع نه واخله د تألیف تر وخته پورې د شاعرانو ذکر دی او په اته ویشت (٢٨) دورونو ویشلې شوې ده. او بیا هر دور په درې درې عروفو ویشلې شوې دی، په وړومبۍ عروفه کښې مقدمین، دویمه کښې متوسطین او په دریمه کښې معاصرین شاعران ذکر شوي دي.[v]
٤- ”مجمع الفضلاء“ د لسمې هجري صدۍ د ورستو کلونو او د یوولسمې هجري صدۍ د وړومبیو کلونو په شاعرانو مشتمله تذکره ده، مؤلف یې خواجه محمد عارف بقائي بخاري دی. دا تذکره په یوه مقدمه دریو فرقو او یوه خاتمه مشتمله ده.[vi]
٥- ”ذخیرة الخوانین“ یا ”تذکرة الامراء“ د شیخ فرید بکهري تألیف دی، دا کتاب په دریو برخو ویشلی شوی دی، چې په ترتیب پکښې اکبر، جهانگیر او شاه جهان د منصب دارانو او امیرانو ذکر دی. د کتاب د تألیف کال ١٠٦١ﮬ دی.[vii]
٦- ”دلیل الذاکرین“ د حاجي پهنور تألیف دی په کال ١١٠٦ﮬ کښې تألیف شوی دی دا کتاب په څلورو بابانو تقسیم شوی دی.[viii]
٧- ”بیان العارفین“ د محمد رضا بن عبدالواسع عرف میر دریاني تألیف دی چي په ١٠٣٨ﮬ کښې لیکلی شویدی. په دې کتاب کښې د مقدمې او خاتمې نه علاوه اوه بابونه دي.[ix]
له دغو پورته مثالونو واضحه شوه چې د پټي خزانې د لیکلو ١١٤١ﮬ نه وړاندې هم د تذکرو او نورو کتابونو په مختلفو برخو او بابونو د ویشلو رواج ؤ. له دې نه علاوه ځینې تذکرې داسې هم شته چې د مختلفو برخو او بابونو د ویش نه علاوه د پټي خزانې سره نور ډیر مطابقتونه لري. مثلاً د ښاغلي بریښ لخوا د امیر علی شیر نوائي د مجالس النفائس او د محمد هوتک د پټي خزانې مطابقتونه به پیش کړم. سره د دې چې امیر علی شیر نوائي د زمانې په لحاظ دوه څلویښت کاله د محمد هوتک نه وړاندې تیر شوی وه. ښاغلی بریښ لیکي:
”د امیر په تذکره کښې شاعران، پاچایان، وزیران، پوهان، شیخان، صوفیان، قاضیان، طالب علمان، سپه سالاران او نور معرفي شوي، او د محمد هوتک په پټه خزانه کښې هم له هغو شاعرانو سره مخامخ کیږو چې څوک واکمنان، څوک لویان، څوک سپه سالاران، عالمان، شیخان، ستانه دار او نور دي. د امیر علي شیر نوائي تذکره په ادبې مطالبو سربیره د وخت د سیاسي او اجتماعي تاریخ په باب هم ډیر مواد او خبرې لري او د محمد هوتک په تذکره کښې هم د وخت له سیاسي او اجتماعي تاریخ ډیرې برخې خوندي دي د ”مجالس النفائس“ په لوستلو سره د هرات د تیموریانو دربار له خپل ټول برم او پرتم سره د سړي په سترگؤ کښې مجسم کیږي. او د پټې خزانې په کتلو سره د کندهار د هوتکیانو دربار له خپلې ټولې ښکلا او ځلا سره وینو. په مجالس النفائس کښې سلطان حسین مرزا گورو چې شا و خوا یې په دربار کښې عالمان او پوهان راغونډ دي او په مشرۍ یې ادبي جسلې او غونډې روانې دي. په پټه خزانه کښې هم شا حسین هوتک وینو چې د نارنج په ماڼۍ کښې د پوهانو او ادیبانو یوه لویه کړۍ ترې را چاپیره ده او د ادبي متونو په کره کولو او نفوږلو بوخت دی.
په مجالس النفائس کښې پر شاعرانو سربیره شاعرنې هم معرفي شوي. په پټه خزانه کښې هم پر شاعرانو سربیره شاعرانې یوه ځانگړې ”خزانه لري“ او پکې معرفي کیږي. لکه څنگه چې مجالس النفائس د دولت شاه سمرقندي د لرغونې تذکرې او تر مجالس را وروسته تذکرو تر منځ د وصل د کړۍ بڼه لري. همدا راز پټه خزانه د سلیمان ماکو د تذکرة الاولیأ او تر پټي خزانې د را وروسته پښتو تذکرو د سره نښتون کړۍ جوړوي. په مجالس النفائس کښې د امیر علي شیر د خپل ژوند په باب ډیر معلومات تر لاسه کیږې او په پټه خزانه کښې هم د محمد هوتک د ځان په باب معلومات راغلي دي.
د نوم او جوړلښت له کبله باید ووایو څرنگه چې تذکرې د ادیباتو ژوند او د دوی آثار خوندي کوي، نو ځکه یو نفیس اثر گڼل کیږي او لیکوال یې هڅه کوي چې خپل اثر په پوره ادبي متره او ادبې ژبه ولیکي، د دې له پاره لومرۍ د خپلې تذکرې نوم ادبي او زړه را ښکونکی ږدی او دا دود په زیاتو تذکرو کښې پالل کیږي. د امیر علي شیر نوائي ”مجالس النفائس“ او د محمد هوتک پټه خزانه هم له همداسې ادبي او زړه وړونکو نومونو څخه دی چې بیا د همدی نومونو په ارتباط مجالس النفائس په مجلسونو (په یوه دری ترجمه کښې په بهشتونو) او پټه خزانه په خزانو ویشل شوې دی.[x]
(ب) د پټي خزانې دور:
د پټي خزانې په دور کښې به مونږ د ”سفینه خوشگو“ مثال پیش کړو. د ”تاریخ تذکرهای فارسي“ مؤلف د دې تذکرې د لیکلو تاریخ د ١١٣٧ﮬ نه ١١٤٧ﮬ پورې ښودلی دی. دغه تذکره په دریو دفترونو ویشلې شوې ده. په وړومبي دفتر کښې د رودکي نه واخله تر کافي ظفر همداني پورې د درې سوه دوه شپیته (٣٦٢) متقدمو شاعرانو ذکر دی. په دویم دفتر کښي د عبدالرحمٰن جامي نه واخله تر شگوفی گلپایگانې پورې د یو سل اتلس (١١٨) متوسطینو شاعرانو ذکر دی. او په دریم دفتر کښې د دوه سوه پنځه څلویښت (٢٤٥) هغو معاصرو شاعرانو ذکر دی، چې څه پکښې هندوستاني وو او څه په هند کښې صرف میشته وو خو هندوستاني نه وو.[xi]
د ”سفینۀ خوشگو“ په حلقه ډاکتر سید عبدالله لیکلي دی:
”دا د ټولو زړو او نوو شاعرانو تذکره ده. چې په درې برخو ویشلې شوې ده په وړومبۍ برخه کښې د متقدمیو حال دی. دویمه برخه کښې د متوسطینو او په دریمه کښې د معاصرینو بیان دی. د پانگي پور لائبریرۍ د فهرست نگار د بیان مطابق خوشگو دا تذکره په ١١٥٥ﮬ کښې ختم کړې وه. دا تذکره ډیره مشرحه او مفصله ده. د شاعرانو د کلام نمونه هم پکښې زیاته ده، د لیکونکي تنقیدي حیثیت ډیر ښه دی، ترتیب یې تاریخ وار دی، د معاصرینو حال یې ډیر مستند دی.[xii]
(ج) د پټي خزانې نه وروستی (او د تذکره نگارۍ د نوو تقاضو د رواج نه وآړاندي) دور:
د دغه دور داسې تذکرې چې د پټي خزانې غوندې په مختلفو برخو ویشلې شوې وي په گڼ تعداد کښې شته، دلته به محض د یو څو مثالونه پیش کړو:
١- ”اتش کده“ (١١٧٤-١١٩٣ﮬ ق) په دوو برخو ویشلې شوې ده چې په دوو مجمرونو یاده شوې ده او بیا دویم مجمر په دوو پرتونو ویشلې شوی دی.[xiii]
٢- گل رعنا (١١٨٧ﮬ) دوه فصلونه لري. وړمبي فصل کښې د مسلمانانو د فارسۍ شاعرانو ذکر دی او دویم فصل کښې د هندوانو د فارسۍ شاعرانو ذکر دی.[xiv]
٣- د ؛انجمن خاقان“ (١٢٣٤ﮬ) مؤلف محمد فاضل خان گروسی دی. دغه تذکره یوه مقدمه څلور انجمنونه او یوه خاتمه لري.[xv]
د نورو یو څو تذکرو به نومونه صرف ولیکم چې د پټي خزانې غوندې په مختلفو برخو ویشلې شوې دی، لکه: انجمن ناصري، باغ معاني، تذکره درکشاء، بساتین الخاقانیه، تذکره شبتان او تذکره شعراء[xvi] وغیره. دا وُ د وړومبۍ نتکې او قلندر مومند د دغه تنقید جواب چې ”پټه خزانه په هغه وخت کښې په درې برخو ویشل غلط دی“ په حقله زما معروضات او اوس به دریمې بکتې ته راشو.
دویمه نکته:
دویمه نکته کښې (د معترض په خیال) د پټي خزانې په بې ترتیبۍ تنقید شوی دی او ویلی شوي دي چې دغه بې ترتیبي قصداً ځکه شوې ده چې څوک دا خیال و نه کړي چې د هغه دور په تذکرو کښې ترتیب څنگه بر قرار ساتل شوی دی.
وړومبۍ خبره خو دا ده چې د پټي خزانې په ترتیب او بې ترتیبۍ دواړو په یو ځای اعتراض کول زما په خیال څه جواز نه لري. خو بیا هم که دې دپاره اعتراض وشي چې د قدامت له وجې په پټه خزانه کښې ترتیب قصداً بې ترتیبه کړی شوی دی. نو زه به عرض وکړم چې د تاریخونو د بې ترتیبۍ نه علاوه نورې ډیرې غلطۍ هم د پټې خزانې د دور او بیا د هغې نه وروستو تذکرو کښې هم شوي دي په داسې دور کښې چې نوې تحقیقي تقاضې هم را منځ ته شوې وې، په تذکرو کښې د تحقیق د اصولو خیال نه دی ساتلی شوی. ځکه نو د پټي خزانې په دور کښې خو دغه بې ترتیبۍ زیات امکان لري.
د تحقیقي اصولو نه پریوتو څو تذکرو مثال به پیش کړم:
١- وړاندې مونږ د ؛سفینه خوشگو“ او ”گل رعنا“ مثالونه دې دباره ورکړه چې په مختلفو برخو ویشلې شوې دې. لکه پټه خزانه چې ویشلې شوې ده. اوس به دا واضحه کړو چې په همدغو تذکرو کښې ځینې تاریخي او تحقیقي غلطۍ هم شوې دي لکه: پټه خزانه کښې چې شوې دي، د دغو دواړو تذکرو په حقله ډاکتر سید عبدالله لیکلي چې: ”دغه دواړه تذکرې سفینه او گل رعنا د واقعاتو په تاریخونو درج کولو کښې د ډیرې کوتاهۍ نه کار اخلي.“[xvii]
٢- د خوب چند ذکاء تذکره ”عیار الشعر“ چې د پټي خزانې نه یو سل شپږ (١٠٦) کاله وروسته تألیف شوې ده په حقله سید عبدالله وایي: ”دا تذکره د تحقیق او تنقید د اصولو نه عاري ده“ د پنځلس سوه (١٥٠٠) شاعرانو حال لري د اسپرنگر د قول مطابق ”د خپل نوعیت له مخې د ټولو نه زیات غیر محققانه کتاب دی.“[xviii]
هر کله چې د ١٢٤٧ﮬ په تذکرو کښې تاریخي او تحقیقي غلطۍ موجودې دي، نو له دې نه تقریباً سل کاله وړاندې خو د تحقیقي قواعدو او ضوابطو د فقدان له وجې د غلطیو امکان زیات کیدی شي.
د پټي خزانې په فني اړخونو دویم تنقید دا شوی دی چې د موادو د تنوع په حقله دا ویل صحیح نه دی چې گنې دا د یو کس یا فرد واحد د ذهن پیداوار نه شي کیدی.
د دې خبرې د اثبات له پاره دغه لاندیني دلائل پیش شوي دي:
١- د پټي خزانې شعري مواد په څلورو برخو تقسمیدی شي لکه: د ملي اوزانو شاعري، عشقي، تصوفي او کلاسیکي غزلونه، مثنویانې او قصیدې.
٢- د ټولو مثنویانو په یو بحر کښې کیدلو نه علاوه، اکثر غزلونه د پټي خزانې خپلو شاعرانو، او بهرنو شاعرانو د سره د زمانې د فرق باوجود په بحر، وزن، قافیه او دردیف کښې یووالي لري چې په پښتو غزل کښې د فرق ”یا ارتقا“ اندازه ترې نه کیږي.[xix]
اوس به په پورتنیو دوو لیکونو بحث وکړو:
وړومبی دلیل:
د وړومبي دلیل په حقله به زه دومره قدر ووایم چې د تنوع مسئله کله کله ذوقي هم وي خو د پټي خزانې د تنوع مسئله داسې نه وه چې فیصله یې په ذوق وشي. د پټي خزانې په موادو که مونږ نظر واچوو نو دغه مواد په دریو غټو برخو ویشلی شو. په وړومبۍ برخه کښې یې د لرغونۍ او زړې شاعرۍ داسې نمونې شته چې په خپلو کښې ډیر فرق لري لکه د امیر کروړ، شیخ متی او بابا هوتک کلام وغیره، دویمه برخه کښې د فوالکلوري شاعرۍ متنوعې نمونې شته لکه د سیدال خان ناصر، شیخ بستان بړیڅ او بي بي زینب د کلام نمونې او په دریمه برخه کښې یې کلاسیکي شاعري ده. سره د دې چې دغه کلامونه په ځینو ځایونو خپلو کښې یووالی هم لري قلندر صاحب ورته اشاره کړې ده. ولې ډیر فرق او توپیر هم لري او د همدغه توپیر له مخې مونږ دا وئیلی شو چې د پټي خزانې په موادو کښې دومره تنوع شته څومره چې تقریباً په ټول پښتو ادب کښې ده.
دویم دلیل:
تر کومه حده چې د پټي خزانې د شاعرانو د نورو شاعرانو سره او خپلو کښې د کلام د یووالي تعلق دی نو زما په خیال په دې دلیل د پټي خزانې د موادو تنوع نه متاثره کیږي. ځکه چې دغه قسم یووالی د هغو شاعرانو په کلام کښې هم شته چې د زمانو فرق لري، خپل انفرادي اسلوب لري او هر چا دپاره ثابت دی.
دغه یووالی نه صرف په بحر او وزن کښې دی بلکې د بحر، وزن، قافي، ردیف او خیال او په ځینو صورتونو کښې پوره مصرعې هم په داسې حال کښې یو بل سره یووالی لری چې په یو کلام تضمین هم نه وي شوی. د پښتو په زړو دیوانونو کښې دغه یووالی تقریباً د هر شاعر په شاعرۍ کښې شته خو مونږ به د هغو زړو شاعرانو سره د معاصر شعري ادب موازنه وکړو چې د زمانې فرق هم برقرار وي.
د رحمان بابا دوه شعرونه دی:
چې مجنون غوندې په مینه کښې صادق وي
رحمان وایم په هغه باندې سلام
قلندر چې په رښتیا قلندري کا
خان سلطان او قلندر دریواره یو دی[xx]
اوس د څوارلسمې صدۍ هجرۍ د ابتدائي دور شاعر برکت اخون دغه شعرونه وگورئ:
چي په عشق کښې د مجنون غوندې صادق وي
غم به لرې د هجران سراسري کا
قلندر چې په رښتیا قلندري کا
کوم بادشاه به د هغه برابري کا[xxi]
د رحمان بابا دا شعر چې:
خوب خندا له بې غمیه شي رحمانه
څوک چې ستا په څیر غمژن وي څه به خوب کا[xxii]
د برکت اخون دا شعر وگورئ چې د بحر، وزن او د ردیف نه علاوه مضمون هم یو لري:
خوب خندا په بې غمۍ په خوشالۍ شي
چې په دار لکه منصور وي څه به خوب کا[xxiii]
د نجیب (١١٧٨ ژوند) د غزل دوه شعرونه:
چې په ما په سفر تللی جانان راغی
له قالبه تللی بیرته روان راغی
غوندې څه خو یې غم لرې شي له دله
چې د خیال زما په سترگو مهمان راغی[xxiv]
په همدغه بحر، وزن، قافیه او ردیف کښې د حمزه بابا د یو غزل دغه لاندیني شعرونه ولولئ:
ځان په خپل کور کښې میلمه راته ښکاره شو
گویا تللی په سفر ؤ میزبان راغی[xxv]
د معزاللّٰه خان د غزل مطلع ده:
همیشه لره د اوښو په سیند تر مخ
گوندې ووینې په دا کښی د گوهر مخ[xxvi]
د سلطان محمود د قلندر د غزل مطلع ده:
ما د ورځې لټولو یار په هر مخ
وروستۍ شپه کښې راته وښودو دلبر مخ[xxvii]
د صاحبزاده محمدي د غزل مطلع ده:
ستا د تورو سترگو چې په ما نشته وتنه
ما به کا پوهیږم په وطن کښې بې وطنه[xxviii]
د قلندر مومند شعر دی:
څه یې راته ستایې په ما خپل وطن کشمیر دۍ
بې له پښتونخوا مې په بل خوا نه شي وتنه[xxix]
د شعرونو دغه یووالی به زما په خیال کافي وي. دغه قسمه یو والی زمونږ د زوړ او معاصر شعری ادب تر مینځه په کافي مقدار کښې شته، ځکه نو دا خبره واضحه ده چې په غزل کښې فرق یا د ارتقاع مسئله زموږ د شعرونو نه نه شي کیدی. سره د دې چې دا فیصله په هر شعري ادب کښې، که هغه د فارسۍ، عربۍ یا نور ادبیات دي. دا فیصله گرانه ده او بیا پښتو کښې خو دا فیصله ډیره گرانه ده ځکه چې زمونږ په ادب کښې بدلون او ارتقاع د مغربي ژبو غوندې په تیزۍ سره نه کیږي، ځکه چې د ژبې او ادب ارتقاع او بدلون د معاشرت او تمدن ارتقاع او بدلون سره تړلی دی. او دا خبره ښکاره ده چې زمونږ د پښتو معاشرت او تمدن څومره په سست رفتار ترقي کوي او بدلون پکښې راځي، کله کله داسې هم کیږي چې ادب په کوم ځاي ودریږي، نو بیا ډیره موده په هغه کښې بدلون او ترقي نه راځي. او د دې ښکاره مثال هم موجود دی په فارسي ادب کښې د غني کشمیري، صائب، کلیم او مرزا بیدل نه وروسته د شعر او ادب ارتقاع هم هغسې ولاړه ده. تر اوسه د بیدل نه ښه شاعر په فارسۍ کښې له هغه نه پس پیدا نه شو. دغسې د اردو مرزا غالب، د پښتو خوشحال، کاظم خان شیدا وغیره نه پس که ښه شاعر پیدا شوی هم دی نو څو صدۍ وروسته د حمزه شینواري په شکل کښې پیدا شوی دی. ولې بیا د خوشحال خان د پاسه څوک هم پیدا نه شو. ځکه نو د شعر او ادب بدلون او ارتقاع محض اتفاقی او حادثاتي ده، او مونږ د پټي خزانې په شاعرانو دا اعتراض نه شو کولی چې د زمانې د فرق باوجود د هغوی په کلام کښې فرق، بدلون او ارتقاع نه ده راغلی.
دریم اعتراض په پټه خزانه کښې د مؤلف او مدون محشي په ادبي، تحقیقي او شاعرانه غلطیو شوی دی. د دغه اعتراض غټې نکتې دا دي:
١- د پټي خزانې مؤلف د ښه شاعر، نثر نگار، ادبي منقد د قدیم طب په اصولو او اسیالیبو پوه، مدقق مورخ، تذکره نگار او واقعه نگار ور سره په فصاحت او بلاعت کښې د ښه مطالعې باوجود په پټه خزانه کښې ځینې داسې غلطۍ کړي دي چې امکان یې نه و، لکه د ”څلوریځه“ په ځای ”ځلوریځ“ لیکل د بیتونو په ځاې شعر یا د بیتونو په ځاې بیت لیکل داسې بیتونو ته مثنوي وئیل چې مثنوي نه وي، ځکه نو د پټي خزانې مؤلف له دغه غلطۍ نه وې کول پکار.[xxx]
٢- د ډیرو شاعرانو په کلام کښې د قافې، بحر وزن او نورې عروضي او تکنکي غلطۍ موجودې دي. دې ته علاوه مؤلف په خپله د ژبې بې شمیره غلطۍ کړې دي. او بیا د پټي خزانې د څو واره چاپ کیدو باوجود محشي و مُدون په یو چاپ کښې هم په دغو غلطیو حاشې و نه لیکلې چې خپله زمه یې خلاصه کړي وی.[xxxi]
د پورتنیو اعتراضونو په دواړو نکتو به مفصل بحث وکړو:
وړومبۍ نکته:
(الف) محمد هوتک چې په پټه خزانه کښې د “څلوریځه“ په ځاې “څلوریځ“ لیکلي دي، په دې حقله به دا ووایم چې په زړو لیکونو کښې، تر دې چې د شاعرانو په دیوانونو کښې به هم د ”ﮬ“ د اواز دپاره د زبر ”فتحه“ استعمال کیدو. او د ابجد به حساب کښې به هم دغه شمیر نه وه شامل. دغه استعمال د پخوانو لیکونو په نثر او نظم دواړو کښې کیدو. په مختصر توگه به د نثر او نظم دواړو نه یو یو مثال پیش کړم چې خبره واضحه شي.
په نظم کښې د ”ﮬ“ په ځای د زبر (فتحه) استعمال د کامگار خان خټک دغه شعر کښې وگورئ:
نور به څنگ و آدم زاد ته نزدې نه کړم
که مِ زړه شي دا ځل خلاص د تا له څنگَ[xxxii]
په نثر کښې د ”ﮬ“ په ځای د زبر (فتحه) استعمال د اخون درویزه بابا د مخزن دا مثال: ”په نامه د حق اغاز کړم اوس له دې علم کلامَ. دی رحمٰن رحیم خدای دی، بله چاره شي تمامَ.“[xxxiii]
سره د دې چې د ”ﮬ“ په ځای د زبر (فتحه) استعمال په زړو لیکونو کښې ډیر دی، ولې په نثر کښې نیغ په نیغه د ”ﮬ“ لیکلو استعمال زیات دی. په همدغه وجه محمد هوتک په پټه خزانه کښې په څلوریځه (څ ل و ر ي ځ ﮬ) کښې د وروستۍ (ﮬ) په ځای د زبر استعمال کړی دی. خو لکه د نورو لیکونکو یې زبر لیکل هم ضروري نه دي گڼلي.
(ب) د بیتونو په ځای بیت لیکل یقیناً چې د محمد هوتک غلطي ده. ډیرو بیتونو ته شعر خو وئیلی کیدی شي، ولی بیت ورته ویله غلط دي ولې سره د دې بیا هم کله کله ډیرو بیتونو ته هم بیت ویل د هغه وخت رواج ؤ چې د هوتک نه علاه د نور لیکونکو په لیکونو کښې یې مثالونه موندلی شي لکه د عبدالقادر خان خټک په “گلدسته“ کښې دوه بیتونو ته بیت ویلی دی.[xxxiv]
کاظم خان شیدا د خپل دیوان په مقدمه کښې یو بیت ته بیت او فرد، او ډیرو بیتونو ته ابیات ویلي دي، ولې په همدغه مقدمه کښې د یو نه زیاتو بیتونو ته یې بیت هم ویلي دی.[xxxv]
(ج) داسې شعرونو ته مثنوي ویل چې هغه مثنوي نه وي، یواځې د محمد هوتک په تذکره کښې نه بلکې د هغه وخت په ډیرو کتابونو کښې هم شته. د خوشحال خان خټک ادبي او علمي حیثیت نه صرف د محمد هوتک نه اوچت دی، بلکې په ټولو پښتو او د نړۍ په نورو ادبیاتو کښې د خوشحال بابا نبوغ، علم او ادبي مقام منلی شوی دی. خوشحال بابا ”دستار نامه“ کښې بار بار دغه قسمه بیتونو ته مثنوي ویلې ده. کومو ته چې محمد هوتک ویلې ده.[xxxvi] دلته به یې صرف یو مثال پیش کړم، چې دوه بیتونه یې د مثنوي دي، باقي مثنوي نه ده. له دې نه علاوه هغه ټولې مثنویانې نه دي کومې چې خوشحال بابا مثنویانې یادې کړې دي:
څو په تن د عاشق سر شته
پکښې هونبره شور و شر شته
سر چي وڅنډي ځوانان
څه زمري څه یې هاتیان
سر دې ځي همت دې نه ځي
تل څوک نه وي په جهان
ځان ساته نه شي له مرگه
که هر څو ساتي خپل ځان[xxxvii]
په پورتني بحث کښې د کامگار خټک، کاظم خان شیدا، عبدالقادر ختک، اخون درویزه بابا او خوشحال خان خټک د مثالونو پیش کولو نه مې مراد دا نه دی چې گڼې د محمد هوتک دغه غلطۍ په اوسني وخت کښې هم غلطۍ نه دی، اصلي مقصد یې دا دی چې په دغو غلطیو لکه څنگه چې د کامگار، شیدا، عبدالقادر، اخون درویزه او خوشحال بابا د لیکونو حیثیت نه دی مشکوک، همدغه رنگ د محمد هوتک د پټې خزانې حیثیت هم نه مشکوک کیږي، ځکه چې د وړاندې ذکر شویو ادبې عظمت او مقام د خاوندانو له دغه قسمه غلطیو باوجود که د دوی ادبي عظمت او مقام په خپل ځاي دی، نو د محمد هوتک بن داود څه گناه ده.
دویمه نکته:
د دغه نکتې په وړومبي جز کښې د پټي خزانې د شاعرانو په کلام کښې مختلفو غلطیو ته اشاره شوې ده. دغه غلطۍ قلندر صاحب په دلیل او علمي انداز ثابتې کړي دي. خو سوال دا پیدا کیږي چې دغه غلطۍ آخر د پټي خزانې صحت ته څه نقصان رسوي؟ په دې حقله به دومره ووایم چې غلطي خو به ضرور د شاعرانو په کلام کښې وی ولې تذکره نگار د هغې مسئول او ذمه دار نه شي کیدی، او نه هغه دا حق لري چې د شاعرانو په کلام کښې لاس وهني وکړي. ځکه نو محمد هوتک په اصلي شکل کښي ټول کلام پیش کړي دی او د یو تذکره نگار حق یې ادا کړی دی.
اوس به راشو دې ته چې د هوتک نه په خپله د ژبې غلطۍ شوې دي؟ په دې حقله به عرض وکړم چې د کومو غلطیو تفصیل پیش کړی شوی دی هغه د لهجې له مخه دي. لکه څنگه چې زموږ د برې او کوزې پښتونخوا په لهجه کښې فرق دی، او څنگه چې زمونږ د معاصر او پخواني دور په وینا کښې فرق دی. همدغه رنگ محمد هوتک بن داود د خپل عصر او علاقې په مناسبت وینا کړې ده. ښکاره خبره ده چې د هغه عصر او علاقه دواړه مونږ سره فرق لري او که د هغه عصر او علاقې سره د منسوبې وینا باوجود هم د هغه په ژبه کښې څه نه څه غلطۍ شوې وي، نو دا هم د یوه تذکره نگار دپاره نا ممکنه نه ده، هر څو که هغه عالم او فاضل هم وي.
د قلندر صاحب دا خبره ډیره وزن لري چې د پټي خزانې د شاعرانو او د مؤلف په غلطیو مرحوم حبیبی صاحت ته حاشې لیکل پکار وو.
رښتیا هم چې مرحوم حبیبی صاحب د پټي خزانې مدون و محشی دی نو د هغوي وظیفه دا وه چې په دغو غلطیو یې حاشیې لیکلې وي. خو له دې سره د قلندر صاحب دا وینا چې ”د پتي خزانې د مؤلف او د دې کتاب د مدون رأی د زمانو د فرق باوجود په غلطیو کې هم یوه ده او دا ”تصادف مغه وخت کیږي چي مؤلف او مدون یک جان و یک قالب وي.“ [xxxviii] زما په خیال دا محققانه رائې نه ده. ځکه چې دا تصادف یواځې د پتي خزانې په سلسله کښې نه دی شوی. داسې ډیر زاړه کتابونه شته چې مصحح، مدون، مرتب و محشی یې همدغه شان په غلطیو حاشې نه دی لیکلې، دا سهواً هم کیدی شي او ارادتاً هم. تفصیل ته به هم نه ځو، په لنډه توگه به د دغه قسمه غلطیو څو مثالونه پیش کړم چې، د کتابونو حیثیت او صحت پرې نه دی مجروح شوی، او په مؤلف او محشي یې د ”یک جان و یک قالب“ لیبل هم نه دی لگیدلی.
د همدې وروستي اعتراض په وړومبۍ نکته کښې وړاندې ذکر وشو چې خوشحال خان خټک نه په ”دستار نامه“ گښې ځینې داسې غلطۍ شوې دي (یا شاید د هغه دور رواج وه) څنگه چې د محمد هوتک نه په پټه خزانه کښې شوې دي. ”دستار نامه“ په کال ١٩٥٢ع کښې محمد عبدالشکور صاحب په کال ١٩٨٠ع کښې پښتو اکیډمۍ د خاطر غزنوی له خوا د دستار نامې اردو ترجمه او په کال ١٩٩١ع کښې پښتو اکیډمۍ د پردل خان خټک د تحقیق او حاشیو سره چاپ کړې ده. ولې په دغو کښې یو محشي او مدون هم د خوشحال خان بابا په دغو غلطیو حاشیه نه ده لیکلی، ولې سره د دې بیا هم د خوشحال خان خټک او دغو مرتبینو حیثیت په خپل خپل ځای دی.
په ”کلیات خوشحال خان خټک“ کښې درې شعرونه د غزل په زمره کښې راغلی دي.[xxxix] سره د دې چې خوشحال خان خټک په خپله په ”دستار نامه“ کښې غزل د پنځو نه تر څوارلسو شعرونو ښودلي دی.[xl] ولې بیا هم مرحوم کامل صاحب پرې حاشته نه ده لیکلې.
د سید انوار الحق د تحقیق او مقدمې سره چاپ شوي د ”حدیقه خټک“ په نامه د عبدالقادر خان خټک دیوان کښې د شبنم، کرم، جهنم، او صنم د قافیو غزل کښې د ملنگ قافیه راوړل د عبدالقادر څومره ښکاره غلطي ده چی سید انوار الحق صاحب پرې حاشیه نه ده لیکلې د دغه غزل مطلع او یو شعر دا دی:
خپلې مینې لیونی کړم و عالم ته
اوس به څه له چا گیله کوم صنم ته
زه ملنگ په دوهه پروت دوهه می خوښه
د دوهې د لوگي خوند دی و ملنگ ته[xli]
په همدغه دیوان کښې لاندینۍ مقطع دوه ځله دوه جدا جدا غزلو کښې راغلې ده:
څښه شراب د محبت عبدالقادره!
څو لا ستا له خاورو ساز نه وي جامونه[xlii]
له دې هر څه چې را تری شو، دغه خامۍ او کمۍ خپله د قلندر صاحب په تحقیق کښې هم شته. د مثال په توگه د صاحبزاده محمدي د دیوان د ترتیب کولو په وخت قلندر صاحب د ”کلید افغاني“ د حوالې ورکولو باوجود د په هغو غزلو حاشیې نه دي لیکلی، کوم چې په دیوان او کلید افغاني کښې په جدا جدا شکل دي او خپلو کښې واضحه فرق لري د شعرونو نمونه یې دا ده.
د صاحبزاده محمدي دیوان:
١- شرمولې هر سړی د دنیا طمع
د سپي توب نوم چې حاصل کا په دا طمع
٢- چې کرلې یې نن وربشې په پټي کښې
د غنمو خُشې کا ترې صبا طمع
٣- یوه ورځ نمړۍ په ستوني کښې شي زهر
لی غلیمه چې څوک کا د حلوا طمع[xliii]
کلید افغانی:
١- شرموي هر یو سړی د دنیا طمع
د سپي توب نامه حاصل کا په دا طمع
٢- چې کري به نن وربشې په پټي کښي
د غنمو خوشې کا ترې صبا طمع
٣- یوه ورځ به یې نمړۍ شی خُله کښې زهر
له غلیمه چې څوک کا د حلوا طمع[xliv]
دغه قسمه ډیرې تبدیلیۍ د صاحبزاده محمدي دیوان کښې نورې هم شته چې قلندر صاحب پرې د حاشیې لیکلو زحمت نه دی کړی.[xlv]
او له دغه خامیو او کمیو باوجود قلندر صاحب او صاحبزاده محمدي ”یک جان او یک قالب“ نه دي.
د پورتني بحث په رڼا کښې د پتي خزانې حیثیت د پښتو د زړو شاعرانو د یوې تذکرې دی چې محمد هوتک بن داود لیکلې ده، او محترم حبیبی صاحب یې مدون او محشي دی. په دغه تذکره کښې ځینې وړې وړې سهوې شته او همدغه شان سهوې د ډیرو ژبو ډیرې مستندې تذکرې هم لري. خو د دغه سهوو باوجود هیچا په دغه تذکرو د جعل الزام و نه لگولو.
٢٣. شمشاد، ٢ گڼه، ١٣٧٥ﮬ،ش کال، ٢٥٢-٢٨٠ مخونه.
حاشیې:
[i]. پټه خزانه في المیزان. ص ٢٧٣، ٢٧٤.
[ii]. همدغه کتاب ص ٤.
[iii]. تاریخ تذکره های فارسي (جلد دوم) ص ٧٧-٧٨ (١٣٦٣ﮬ).
[iv]. همدغه کتاب (جلد اول) ص ٢٦٤، ١٣٦٣ﮬ.
[v]. همدغه کتاب (جلد دوم) ص ٣.
[vi]. همدغه کتاب (جلد دوم) ص ١٥٤.
[vii]. پاکستان میں فارسی ادب کی تاریخ ص ۵۳۰-٥٣١ نومبر ١٩٧٤ع.
[viii]. همدغه کتاب ص ٥٥٩.
[ix]. همدغه کتاب ص ٥٦٠.
[x]. امیر علی شیر نوائي (د پښتو مقالو مجموعه) ص ٢٢-٢٣، (١٣٦٠ﮬ).
[xi]. تاریخ تذکره های فارسي جلد اول ص ٧١٣.
[xii]. ادبیات فارسی میں ہندووں کا حصہ ص ١٠٩ (طبع دوم نومبر ١٩٦٧ع).
[xiii]. تاریخ تذکره های فارسي جلد اول ص ٣.
[xiv]. ادبیات فارسی میں ہندووں کا حصہ ص ١١٠.
[xv]. تاریخ تذکره های فارسي (جلد اول) ص ٦٠.
[xvi]. همدغه کتاب (جلد اول) ص ٧١، ٨٢، ١٠١، ٢٢٥، ٢٥٠، ٢٧١.
[xvii]. ادبایت فارسي میں ہندووں کا حصہ ص ١١٠.
[xviii]. همدغه کتاب ص ١٠٨.
[xix]. پټه خزانه في المیزان ص ٢٧٨ نه ص ٢٨٨ پورې.
[xx]. د رحمان بابا کلیات ص ١٣٢، ٢٦٢، (١٩٨٤ع).
[xxi]. د پښتو غزل ص ٣٦٥، (١٩٧٨ع).
[xxii]. د رحمان بابا کلیات ص ٣٢.
[xxiii]. د پښتو غزل ص ٣٢.
[xxiv]. دیوان نجیب ص ٢٧٥، (١٩٧٢ع).
[xxv]. یون ص ١٦٣ (دویم چاپ ١٩٨٨ع).
[xxvi]. دیوان معزالله خان مومند، ص ٣٤ (دویم اشاعت جنوري ١٩٦٠ع) دارالتصنیف پیښور.
[xxvii]. میاشیتزه مجله ”ښکلا“ ص ٣٨، مۍ ١٩٩٢ع.
[xxviii]. د محمدی صاحبزاده دیوان ص ٣٥٧ (١٩٨٥ع).
[xxix]. صباؤن ص ٩٤ (١٩٧٦ع).
[xxx]. پټه خزانه في المیزان ص ٢٨٨، ٢٨٩، ٢٩٠.
[xxxi]. همدغه کتاب ص ٢٩١ نه ٣١١ پورې.
[xxxii]. دیوان کامگار خان خټک ص ٩٩ (١٩٥٥ع).
[xxxiii]. مخزن ص ٢ (دویم چاپ ١٩٨٧ع).
[xxxiv]. گلدسته ص ٢٢١، ٢٢٩.
[xxxv]. دیوان کاظم خان شیدا (اردو ترجمه) ص ٢٠ (١٩٦٦ع).
[xxxvi]. دستار نامه ص ٢٦، ٣٥، ٢١٣، ٢٢٥ (١٩٩١ع).
[xxxvii]. همدغه کتاب ص ٢١٣.
[xxxviii]. پټه خزانه في المیزان ص ٣٠٨.
[xxxix]. کلیات خوشحال خان خټک ص ١٧٧ (جنوري ١٩٥٢ع).
[xl]. دستار نامه ص ٤٢.
[xli]. حدیقه خټک ص ١١٥ (جنوری ١٩٦٩ع).
[xlii]. همدغه کتاب ص ١٤١، ١٤٢.
[xliii]. د محمدي صاحبزاده دیوان ص ٢٦٠.
[xliv]. کلید افغاني ص ٢٣٨ (ا٨٧٢ع).
[xlv]. د محمدی صاحبزاده دیوان ص ٢٥٤، ٢٥٥، ٢٦١.