پټه خزانه د پښتو د پخوانیو تذکرو په لړ کې تر اوسه پورې یوازینۍ بشپړه تذکره ده، چې زموږ لاس ته را رسیدلې ده، پټه خزانه لکه نوم یې چې پټه خزانه دې، د پښتو ادب پټ رازونه په کې خوندی دی، دې تذکرې نه یوازې دا چې د پښتو د تحریری ادب او شعر سوابق دوهمې هجری پیړۍ ته ورسول، بلکه دا سندونه یې هم را بر سیره کړل چې پښتو اکثره پاچاهان د پښتو شاعران هم وو، د دې خبرې لویې نمونې د سوریانو، غوریانو، لودیانو او هوتکیانو کورنۍ دی، چې هم د دې خاوری سلاطین او ټولواکان او هم د پښتو ادب روزونکی، پالونکی او حتیٰ پخپله اد یبان وو چې په دې لړ کې امیر کروړ، سلطان بهلول لودی، نصر لودی او شاه حسین هوتک د یادولو وړ دی.
همدا راز دې کتاب د پښتو یوه زیاته اندازه لرغونی کلمات او لغات هم زموږ لاس ته راوستل، چې اوس متروک او له منځه تللی دی.
همدا راز دې تذکرې د پښتو گڼ شمیر کتابونه هم را وپیژندل او نومونه یې موږ ته را ورسول.
د پټي خزانې مؤلف د پښتو یو پوه، عالم، سترگور او فاضل ادیب، مؤرخ او لیکوال خدای بخښلې محمد هوتک دې، چې خپله پیژندگلوی یې هم په خپله تذکره کې راوړې ده، دې د داؤد خان هوتک زوی او د قادر خان هوتک لمسې و، د نیکنو اصلی استوگنئې یې مرغه وه، چې بیا د کلات سیوری ته راولیږدیدل او بیا یې له هغه ځایه د کندهار کوکران ته کډه وکړه چې دې هم په ١٠٨٤ﮬ ق کال په کوکران کې وزیږیده د تمیز سن ته له رسیدو سره یې زده کړه پیل کړه او تر اتلس کلنۍ پورې یې د وخت ټول رواجی علوم ولوستل. د پلار تر وفات وروسته د وخت د پاچا شاه حسین هوتک په غوښتنه د کندهار ښار ته راغې او د دربار ادبی چارې ور وسپارل شوې، دې د ادبی غونډو منشی او د پاچا د دیوان مرتب ؤ، وخت یې په لیک او لوست تیراوه، پر پټه خزانه سربیره یې د ”خلاصة الفصاحت“ او ”خلاصة الطب“ کتابونه هم ولیکل او د خپل شعر دیوان یې ترتیب کړ.
په ١١٥٠ ﮬ ق کال د نادر افشار په لاس د کندهار تر سقوط وروسته د کلات سیوری ته راغلې، هلته یې کلیوالی ژوند پیل کړ، د عرفان او سلوک لاره یې ونیوه او د یوه لوی روحانی شخصیت په توگه یې ژوند تیراوه. دې د احمد شاه بابا د واکمنۍ تر لومړیو کلونو پورې ژوندې و، چې د ممو کلی او ممو کاریز په نامه یې یو کلې او کاریز اوس هم په نامه دې او د دې کلي په څلور کیلومترۍ کې د سرې درگې په هدیره کې ښخ دې.
پټه خزانه محمد هوتک د شاه حسین هوتک په تشویق او امر په ١١٤١-٤٢ ﮬ ق کلونو کې کښلې او ترتیب کړې ده.
پټه خزانه په لومړی سر کې په دریو خزانو ویشله شوې ده، لومړۍ خزانه د هغو شاعرانو په پیژندگلوۍ کې چې پخوا تیر شوی، دوهمه خزانه د مؤلف د معاصرو شاعرانو بیوگرافی، دریمه خزانه د هغو ښځو په پیژندگلوۍ بناء ده، چې په پښتو کې یې شاعري کړې ده، خاتمه د مؤلف د پلار او د ده په خپله پیژندگلوۍ اداڼه ده.
په لومړۍ خزانه کې بابا هوتک، شیخ ملکیار، اسماعیل، خرښبون، شیخ متی، امیر کروړ، شیخ اسعد سوری، ښکارندوی، ابو محمد هاشم، شیخ تیمن، شیخ بستان بړیڅ، شیخ رضی لودی، نصر لودی، شیخ عیسیٰ مشواڼې، سلطان بهلول لودی، خلیل خان نیازی، خوشحال خان خټک، زرغون خان، دوست محمد کاکړ، رحمان بابا، شیخ محمد صالح او علی سرور معرفی شوی دی.
په دوهمه خزانه کې ملا باز توخې، شاه حسین هوتک، ملا زعفران، محمد یونس خان، محمد گل مسعود، عبدالقادر خان خټک، بهادر خان، ملا محمد صدیق پوپلزې، ملا پیر محمد میاجی، اللّٰه یار افریدې، بابو خان بابی، ریدی خان مهمند، ملا محمد عادل بړیڅ، محمد طاهر جمریاڼې، محمد عمر، ملا محمد ایاز نیازې، ملا محمد حافط بارکزې، نصرالدین خان اندړ، ملا نور محمد غلجې، عبدالطیف اچکزې او سیدال خان ناصر پیژندل شوی دی.
په دریمه خزانه کې نازو انا، حلیمه حافظه، بی بی نیکبخته، بی بی زینب، زرغونه او رابعه معرفی شوی دی.
او په خاتمه کې: داؤد خان هوتک د محمد هوتک پلار او پخپله محمد هوتک معرفی شوي او کتاب سر ته رسیدلې دې، چي په دې ترتیب په پټه خزانه کې ټول ٥١ تنه شاعران او عاشرانې معرفی شوی او په دې قیمتی خزانه کې د ٥١ تنو پښتنو ادیبانو ژوند پیژندنه او د اشعارو مرغلرې خوندي دی. د پټي خزانې د قلمی نسخې څرک ارواښاد علامه عبدالعلی اخوندزاده په سهیلی پښتونخوا کې لگولې ؤ، بیا یې حبیبی صاحب ته خبر ورکړ، حبیبی صاحب کوټې ته ولاړ او دا نسخه یې له اصلی مالک نه د پیسو په بدل کې تر لاسه کړه.
د پټې خزانې تر لاسه شوې نسخه د هغې دریمه نسخه ده، چې په ١٣٠٣ ﮬ ق کال محمد عباس کاسی د بلوچستان د کوټې په ښار کې د حاجی محمد اکبر هوتک له پاره قلمی کړې ده، دا نسخه بیا د هغې نسخې نه نقل شوې چې په ١٢٦٥ ﮬ ق کې نور محمد خروټی د سردار مهردل خان مشرقی له پاره قلمی کړې وه او هغه نقل د مؤلف له نسخې نه اخیستل شوی ؤ چې محمد هوتک په ١١٤٢ کال په کندهار کې په خپل قلم لیکلې وه.
د پټي خزانې قلمی نسخه د افغانستان په ملی آرشیف په ښیښه یی ویترین کې ایښې وه چې گڼو بهرنیو او کورنیو پوهانو یې ننداره کړې، کتلې یې ده او د نسخه پیژندنې له مخه یې څیړنې پرې کړي دي.
پر پټه خزانه ارواښاد علامه عبدالحی حبیبی علمی کار وکړ، سریزه یې پرې ولیکله، لمن لیکونه یې ورکړل، تعلیقات او تشریحات یې پرې وکښل او په دری ژبه یې وژباړله، چې لومړې ځل په ١٣٢٣ (١٩٤٤) کال د پښتو ټولنې لخوا خپره شوه، دوهم ځل د پوهنې وزارت په ١٣٣٩ (١٩٦٠) کال په ایران کې چاپ کړه، دریم ځل په ١٣٥٤ (١٩٧٥) کال د پښتو د پراختیا او پرمختیا آمریت د خطی نسخې له مخې په افسیټی ډول چاپ کړه او له دې چاپ سره د کورنیو او بهرنیو شکاکانو د شکونو په ځواب کې ارواښاد استاد حبیبی یوه نوې مقدمه هم پرې ور زیاته کړه، څلورم ځل پټه خزانه په ١٣٥٦ (١٩٧٧) کال د زلمی هیوادمل په زیار خپره شوه.
په دې چاپ کې یوازې د پټی خزانې پښتو متن او ور سره د استاد حبیبی د نوې نقدمې پښتو ژباړه راغله او نور زواید ترې حذف شول.
همدا چاپ د پنځم ځل له پاره ښاغلی قادم محمود په ١٩٨٩ کال تجدید کړ او د پښتو ادبی مرکز سرائ نورنگ څخه یې پټه خزانه په ختیځه پښتونخوا کې هم خپره کړه.
د پټي خزانې د ماخذو په باره کې باید ووایو چې د دې کتاب پوه مؤلف د خپل کتاب د مآخذو ذکر ځای په ځای کړې او د هر قول مآخذ یې که روایت دې یا عنعنه یا له کوم کتابه اخذ دې، ټول یې ښودلی دی، چې د پټي خزانې ټول مآخذ په لومړی سر کې په څلورو لاندې برخو ویشلای شو:
١. هغه مآخذ چې محمد هوتک مستقیماً کتلې، استفاده یې ترې کړې او په لاس کې یې وو.
٢. هغه اخځونه چې محمد هوتک د خپل پلار یا نورو په روایت استفاده ترې کړې او حواله یې ورکړې ده.
٣. هغه آثار چې د محمد هوتک مستقیمو مآخذونو استفاده ترې کړې او حواله یې ور کړې ده.
٤. شفاهی روایات او د ده خپلی لیدنې کتنې او پوښتنې چې له شاعرانو او ادیبانو یې کړي دی.
دا لومړی درې ډوله مآخذونه دا دی:
لومړی، هغه مآخذ چې محمد هوتک مستقیماً کتلی دا دی:
افضل الطرایق، بیاض، تحفۀ صالح، تحفۀ واعظ، حدیقۀ خټک، د رحمٰن بابا دیوان، د محمد هوتک خپل دیوان، د شاه حسین دیوان، محاسن الصلوٰة، غرغښت نامه، قصص العاشقین (شها او گلان)، گلدستۀ زعغرانی، لرغونی پښتانه، مخزن افغانی، پښتو محمود نامه، او نافع المسلمین، که څه هم ځینې نور آثار یې هم ذکر کړی، خو دا اخیستنې اشاره نه لری.
دوهم، هغه مآخذ چې محمد هوتک د نورو په روایت استفاده ترې کړې ده، دا دی:
اولیای افغان، ارشاد الفقراء، پښتو بوستان، بوستان الاولاء، د خدای مینه، د اللّٰه یار او نازو انا دیوانونه.
دریم، هغه آثار چې د محمد هوتک اخځونو اخذ ترې کړې، دا دی: اعلام اللوذعی فی اخبار اللودی او تاریخ سوری.
د پټي خزانې په تر لاسه کیدو او خپریدو سره له دې گټور اثر نه بهرنیو او نه کورنیو محققینو په خپلو ادبی څیړنو کې ژوره استفاده وکړه او د پښتو ادب تاریخونه، تحلیلونه او څیړنې ټول په دې پاخه بنسټ متکی شول، خو له دې سره ځینو محدودو کسانو د علمی احتیاط په بنا او بهانه او ځینو د ژبنی او سیم ییز ړانده تعصب په بناء پر پټه خزانه د شکونو کاڼی ور ورول او پر دې کتاب یې د جعل ټاپې ولگولې.
ځینو مستشرقینو چې په سر کې یې استادالاساتید فقید مارکنسټرن ولاړ ؤ په پټه خزانه کې د ځینې پرابلمونو نشاندهی وکړه او هغه یې د تأمل وړ وبلله، خو کله یې چې ژوره مطالعه وکړه، پرابلمونه ورته حل شول او د پټي خزانې له مخې نه یې د شک نخښه لیرې کړه ځکه د واقعی عالمانو خاصیت دا دې چې کله په خپله سهوه او خطا پوه شی نو بیا پر خپله خبره جاهلانه ضد ته دوام نه ورکوی او مردانه اعتراف کوی.
یو شمیر ایرانیانو چې علی اکبر جعفری یې په سر کې ؤ، له دې امله چې د پټي خزانې موندل کیدو پښتو ادب تر فارسی ادب نه مشر کړ، د ژبنی تعصب په بناء په پټه خزانه کې د شکونو لټون وکړ او د دوی په تبعیت او حتیٰ لمسون د افغانستان ځینی دری ژبو متعصبینو هم پټه خزانه شکمنه وبلله، خو کله چې له ځوښ نه هوښ راغلل نو بیا دوی هم د ایرانیانو پیروی پریښوده او د پټي خزانې په باب یې نه یوازې شکونه له ذهنه وایستل، بلکه د پټي خزانې په رڼا کې یې څیړنې وکړې او تکیې یې پرې وکړې.
د افغانستان دوه لوی محققین ډاکټر جاوید او ډاکټر روان فرهادی له همهغو محققینو څخه دی چې د پټي خزانې په تکیه یې ډیر څه لیکلی دی.
په پښتو لیکوالو کې لومړې ځل ارواښاد عقاب خټک په ١٩٥٩ کال په خپل رحمٰن بابا کې ولیکل چې د پټي خزانې فرضی کتاب د محمد بن داؤد خان هوتک قندهاری په نوم جوړ کړې شوې دې… خو کله چي ما او ښاغلی هیوادمل په ١٩٧٩ کال په بنو کې د ارواښاد طاهر کلاچوی په کور کې ور سره وکتل، صادقانه اعتراف یې وکړ چې پټه خزانه یې لا تر دې وخته لیدلې هم نه ده، چې بیا هیوادمل صاحب یو نسخه له افغانستانه ورته راولیږله.
په ١٩٧٦ کال ښاغلی قلندر مومند د “پټه خزانه فی المیزان“ مقاله د پښتو اکیډکۍ په پښتو مجله کې چاپ کړه، خبرې به ښکاره کوو، د ده هدف دا ؤ چې د دې مقالې ځواب به حبیبی صاحب ورکړي او دې به په پښتو کې هغه مقام ته چې له مثبتې لارې نه ؤ رسیدلې په منفی لاره ورسیږی، یعنې حبیبی صاحب به ده ته ځواب ورکړی او د ده سطحه به د حبیبی صاحب سطحې ته ور لوړه شی.
خو حبیبی صاحب ته چې دا مقاله ورسیده، په ډیره سړه سینه او عالمانه رویه یې وویل: ما پټه خزانه بیا مونده، نشر مې کړه او پښتنو ته مې ور ورسوله، که څوک یې منی یو ځل یې کور ودان او که نه یې منی سل ځله. زه یې وکیل مدافع نه یم. دا په دې وایم چې د قلندر صاحب د هغې مقالې دعوې سره له دې چې پرطمطراقه او له چلنجونو نه ډکې وې خو ژبه یې سپکه او بې ادبه نه وه.
که څه هم حبیبی صاحب دا لیکنه په ځواب و نه ارزوله، خو نور ځوانان چې د دې لیکنې تر شا پټ لاسونه هم ورته ښکاره وو، پټه خوله پاتې نه شول او د ښاغلی قلندر شکونو او وهمونو ته یې چې د ده د انتقادونو په نامه وړاندې کړی وو مستند او مستدل ځوابونه ورکړل. ښاغلی پروفیسور ولی محمد خان سیال کاکړ تر ټولو مخکې شو او د اولس مجلې د ١٩٧٦ کال د مئ او جون په گڼه کې یې یو پوخ ځواب ورکړ، دا ځواب که څه هم په سلو کې شل احساساتی ؤ، خو په سلو کې اتیا په پخو سندونو ولاړ ؤ، ور پسې د پښتونخوا لوی ادیب مجذوب مروت په پاخه استدلال او منطق وکیلانه ځواب ورکړ او بیا محترم همیش خلیل صاحب د تول پارسنگ په مقاله کې د ده ټول شکونه او وهمونه په دلیلونو او سندونو رد کړل او گران ښاغلی زلمی هیوادمل د بیلا بیلو مجموعو او کتابونو په ترڅ کې د ده د هر شک په ځواب کې د همهغه شق د عالم او متخصص نظریات را غونډ کړل او وخت په وخت نشر شول، هغه د چا خبره، وایی: قاضی ملامتولم خو زه نه ملامتیدلم، سره له دې چې د ښاغلی قلندر ټول ځوابونه شوی وو او د ټولو شکونو خولې یې د سندونو سوکونو ماتې کړې وې، خو بیا یې هم “پټه خزانه فی المیزان“ ولیکه، که څه هم په دې کتاب کې یې هغه چیلنجونه چې په لومړۍ مقاله کې یې لیکلی او ویلی یې وو چې که چا زما یو ځواب راکړ نو زه له خپلو ټولو اعترضونو ته تیر یم تکرار نه کړل ځکه په لسهاوو ځوابونه یې اوریدلی وو، خو د مقالې لهجه یې له دې کبله چې علامه حبیبی ځواب نه و ورکړې له مؤدبانه لهجې نه هلکانه او بازاری لهجې ته واړوله او د مشرانو د سپکاوی یوه داسې ډبره یې پورته کړه چې د ده پر سر هم را لویدې شی.
د کتاب د چاپیدو وروسته هم د پښتونخوا گڼو ځوانانو، پوهانو او محققینو خوله ماتونکی ځوابونه او شک زایلوونکی حقیقتونه را بر سیره کړل او د دې منفی اعمالو تر شا یې د پردو لاسونو سیوری هم عکاسی کړل، چې زما د مطالعې له مخې د ښاغلی قلندر هر شک او توهم ته له یوه نه نیولې تر لسو پورې مستند او مستدل ځوابونه ورکړل شوی خو څرنگه چې خواره واره دی او اوس ما دا ټول سره یو ځای کړي، له یوې خوا مې د ښاغلی قلندر ټول اعتراضونه نمبر وار راوړی او بیا مې هر اعتراض ته د لومړی ځواب، دوهم ځواب تر لسم ځواب پورې نومره وار ځوابونه ورکړي، چې د ځوابونو هره لړۍ له مهم نه دا هم اوله قوی نه دا قوی په لور روانه ده.
ما دې کتاب ته چې به اساس کې د کڼو پوهانو د عالمانه ځوابونو مجموعه ده ”برهان قاطع“ نوم ورکړې او قلندر صاحب به مکلف وی چي که ځوابونه ولری، خواب دې ووایی او که نه وي، مردانه اعتراف دې وکړي او د خپل بې ځایه ضد نه دې لاس واخلی او که دا یو هم و نه کړی، نو اوس خو د علم زمانه ده، تشې دعوې، شکونه او وهمونه نه چلیږی، د بصیرت خاوندان به یې لولي او پخپله به قضاوت کوی چې د دې شکونو ماڼۍ تر کومه مقاومت کولای شی.
و ما علینا الی البلاغ!
شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٢٨١-٢٩٤ مخه.