د جهانی ملنډه


ډاکټر مطهر
د جهانی ملنډه


ډاکټر مطهر

په ٥ جنوری ٢٠٢٣ ښاغلی حبیب هوتکی زموږ د پښتو پیاوړی شاعر او ادیب ښاغلی عبدالباری جهانی سره مرکه کړې ده. دا مرکه د یو ټیوب د لاری خپره سوې ده. وگوري:

https://youtu.be/ExxLUFoU_rg?t=4190


مرکه اوږده ده خو د مرکې په 1:09:50 شیبه کي یو اوریدونکی د جهانی څخه د ناشناس د وینا په اړه پوښتنه کوي چی په هغه کي ناشناس دا ادعا کړې ده چي پټه خزانه جعلي کتاب دی. په جواب کی جهانی وایي چي برسیره له دې چی ناشناس یو عالم سړی دی خو د ده موقف د پټي خزانې په اړه ډیر ضعیف او بې اساسه دی… باید مرتب او مستند اعتراض یې کړي واي، دا به ښه کار واي… وروسته دی وایي: ”ژبه په دغه باندي نه غني کیږي او نه معتبره کیږي چی په دې ژبه کي زر کاله مخکي یو ضعیف شعر موجود وي، دا خو د ژبي غنا یا قدامت ته کومه گټه نه رسوي… که یو چټي شعر اته سوه کاله مخکي لیکل سوی وي هغه زما په څه درد خوری…“


راسي دغه وینا لږ وڅیړو. د فزیک علما وایي چي هر څومره چي گړندیتوب (سرعت) ډیریږي وقت لنډیږي یعنی وقت ځنډیدل (time dilation) پکار لویږي . داسي ښکاري چی دغه پیښي پر ښاغلي جهانی هم تاثیر کړي دي او دی د ٨٠٠ او ١٣٠٠ کلونو توپیر نسواي کولاي؟


دا چي د پښتو یو ستر شاعر او لیکوال یو لرغون شعر “چټي“ بولي د حیرانتیا او تعجب وړ خبره ده! هغه څوک چي په دغه مسایلو پوهیږي ور معلومه ده چي پر یوه شعر تبصره کول اول څیړنه غواړي بل دا چي باید ویونکي خپل د ادعا لپاره اسناد ښکاره کړي، د شعر بیلابیل اړخونه وڅیړي چي ایا رشتیا دغه شعر ښه دی که نه؟ د هغه وروسته نو کولای سي چي قضاوت باندي وکړي.


اوس به د امیر کروړ ویاړنه وڅیړو چي د جهانی په وینا ”چټي“ ده که نه؟


ویاړنه د امیر کروړ جهان پهلوان:


زه یم زمرى، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

بل په زابل نسته له ما اتل نسته

غشی د من مي ځي، بریښنا پر مېرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتیدونو باندی له ما اتل نسته

زما د بریو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ او په ویاړ

د آس له سوو مي مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم ایوادونه اوجاړ له ما اتل نسته

زما د توري تر شپول لاندې دي هرات و جروم

غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم

زه پېژندو یم په روم له ما اتل نسته

پر مرو زما غشی لوني ډاري دښن را څخه

د هریوالرود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه

رپي زړن را څخه له ما اتل نسته

د زرنج سوبه مې د توري په مخسور وکړه

په باداری مې لوړاوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه له ما اتل نسته

خپلو وگړو لره لور پېرزوینه کوم

دوی په ډاډینه ښه بامم ښه ئې روزنه کوم

تل ئې ودنه کوم له ما اتل نسته

پر لویو غرو مي وینا درومي نه په ځنډو په ټال

نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال

په ورځو، شپو، میاشتو، کال له ما اتل نسته


علامه عبدالحی حبیبي ”د پټي خزاني شعرو ته یوه کتنه“ په برخه کي لیکي:

په پټه خزانه کي تر ټولو پخوانی شعر د امیر کروړ جهان پهلوان حماسي ترانه ده چي دا سندره ډېره متینه او هم خالصه پښتو ده. کلمات او الفاظ ئې ډېر سهم جن او بحر او وزن ئې هم خورا پخوانی ښکاري، نو ځکه ویلای سو چي د پښتو ادب یو تاریخي شهکار دئ. د دغه شعر ښېګڼي په دغو لاندینیو موادو کي لنډوم:


۱. خورا پخوانی شعر دئ چي زموږ د ژبي ادبي ژوندون تر (۱۳۰هـ) پوري رسوي او موږ ته دا نکته راښيي چي د اسلام په لومړنۍ پېړۍ کي هم دغه ژبه داسي قوي او مستعده وه چي دغسي حماسي لوړ افکار په خورا متین شعر پکښې ویل کېده. نو له دغي نکتې څخه موږ دا خبره ثابتولای سوای چي باید اقلاً پنځه پېړۍ تر اسلام دمخه هم دا ژبه موجوده وه، ولي یوه ژبه چي د ادبي ارتقاء دغه حد ته را رسېږي، ښايي چي دمخه ئې درې څلور قرنه خپل ابتدائي

ژوندون تېر کړی وي.


۲. دا شعر را ښکاره کوي چي د اسلام په لومړنیو وختو کي د غور د خلکو ژبه پښتو وه او دغه پښتو له پردیو لغاتو او کلماتو څخه بېخي پاکه وه. پخواني لغوي مواد پکښې خوندي وه، لکه چي په دغه شعر کي هم دغسي کلمات راغلي دي چي اوس نسته او زموږ د اسلافو خورا قیمتي او ډېر غنیمت میراث دئ، ځکه چي وروسته د نورو ژبو غلبه ډېره سوې وه، نو دغه لغات هم ورک سوي دي.

مثلاً: ویاړنه (فخریه)، اتل (نابغه او پهلوان)، من (اراده)، میرڅمن (دشمن)، ژوبله (جنګ)، یونم (میروم)، یرغالم (می تازم)، هسک (آسمان)، نمنځ (تعظیم و نیایش)، پېژندوی (شناسا)، دښن (دشمن)، پلن (پیاده)، زړن (دلاور)، مخسور (خونریزي)، لوړاوی (اعتلا)، لور (مهر)، بامم (می پرورانم)، ودنه (نشو و نما)، دریځ (منبر)، ستایوال (مداح).

یوازي په دغه یوه شعر کي دوني خالصي پښتو کلمې راغلي دي، نو اوس موږ دا خبره منلای سو چي پخوا مو ژبه سوچه وه او ډېري خپلي پانګي ئې درلودې.


۳. د بحر او وزن له پلوه هم دغه شعر د ژبي له عروضي قیمتي آثارو څخه دئ او دا ښکاره کوي چي د ژبي پخواني اشعارو خپل مخصوص اوزان درلودل، چي د نورو ژبو له عرضو څخه بېل وه او موږ کولای سو چي دغسي اوزان اوس په خپلو سندرو کي هم ومومو او د نوي ادب سټه پر ټینګه کړو.


۴. د معنی او مقصد له پلوه هم دا شعر ډېر ټینګ او لوړ دئ. سړی چي ئې ولولي د شاعر حماسي روح ورښکاره کوي چي په څه شهامت او مېړانه خپل فتوحات یادوي، خپل بری ستايي او هم خپله رعیت پروري او ملي حب تصویر کوي.

اوس نومحترم لوستونکي دي پخپله قضاوت وکړي چي ایا دا شعر “چټي“ دي که نه؟

په آخر کي مي د مولانا جلال الدین بلخی دا پاړیکه را پیاد سوله:


در شهر یکی کس را هوشیار نه می بینم        هر یک بتر از دیگر شوریده و دیوانه


ژباړه:

 په ښار کي یو هوښیار نه وینم     هریو تر بل ډیر خروښېدلی او لیونی دئ



Share by: