بې ځایه خج Improper Stress

پوهاند عبدالشکور رشاد
بې ځایه خج Improper Stress 


 

د کندهار د جلدک اوسیدونکي شیخ محمد صالح الوکزي (رح) د یولسمي هجري صدۍ په لومړنیو کلونو کي د سیمی نامتو بزرگ و، له عرفان او سلوک سره یې پښتو شاعري هم کوله. محمد هوتک په پټه خزانه کی د ده دوې غزلي راوړي او په دوهمه غزله کي یې دریم بیت داسی کښلي دي:

                 مگر اللّٰه چی حبیب دي هم طبیب دي   

                 کار سازي کا د خوارانو رنځورانو 

                                                     (پټه خزانه لومړې چاپ ١٠١مخ)

ښاغلي قلندر خان مومند په (پټه خزانه فی المیزان) ١٩٢ مخ کي د پورتنی بیت لومړي نیم بیتی له وزنه خارج بللې او د تول پارسنگ ښاغلي مؤلف دغه اعتراض ته داسي ځواب ویلې دي:

”پاتی سو د شاعر شیخ محمد صالح د غزل په شعر کی د وزن اعتراض. نو دا سطحي اعتراض په دې دي چي که د رحمان بابا (رح) او کوم بل لرغونی شاعر د شعرونو مختلفي نسخې وځیرلی شي نو د کاتب له برکته داسي به سلگونو شعرونه به په کي پیدا شي.“[1]

ښاغلي همیش خلیل خو د وزن د ورانۍ پړه پر نقلوونکي اچولې ده، خو زه وایم کیدې سي دا د ښاغلي قلندر خان په اصطلاح له وزنه وتل د اللّٰه کلمې د خج د بې ځایه کیدو په سبب پیښ وي. دا راز عروضي ښوییدني په پښتو نظم کي نور مثالونه هم لري، له دې امله نو زه لازمه گڼم چی تر ټولو دمخه د تر بحث لاندی بیت عروضي اړخ څیړم:

پورتنی بیت دوولس څپه ییزه دي هر نیم بیني یې پر دریمه، اوومه او یولسمه څپه خج لري، د وزن پوهني له مخي د دغه وزن عروضی بڼه داسی ده:

                                U - UU|U - UU|U - UU

او تر بحث لاندي بیت له عروضی لحاظه داسی سکښتل کیږي:

                                         U - UU        U - UU     U - UU

                                         مگر اللّٰه             چي حبیب دي      هم طبیب دي

                                         کار سازی کا      د خوارانو          رنځورانو

موږ وینو چی د پورتني تقطیع سوي بیت په صدر کي دوې کلمې (magar + allah) ځای سوي دي.[2] هره کلمه دوه څپه ییزه ده او د دواړو کلمو خج پر وروستیو څپو دی. په ږغپوهنه کی هغه کلمې چي خج یې پر وروستۍ څپه وی oxytonic بولي. ”مگر“ او ”اللّٰه“ کلمې دواري oxytonic دي.

په یوه رکن کي چي دوې خج لرونکي څپې راشی یو خج د هغه بل (چي په وزن پوهنه کي یې عروضي خج بولي) تابع کیږي او هغه یو غښتلی عروضی خج په رکن کي پاته کیږي. د دغي قاعدې له مخي د پورتنی بیت په صدر کي راغلی (مگر ma-gar) خپل خج باییلې دي او د اللّٰه کلمې خج چي د عمومی او عادي تلفظ له مخي باید پر دوهمه وروستۍ څپه (lah) وای. لومړۍ څپې (al) ته د عروضي اړتیا په حکم اوښتي او له اللّٰه کلمې څخه (paroxytonic) جوړ سویدي.[3] دغی عملیې ته په وزن پوهنه کي د خج بې ځایه کیدل وایي او زما په خیال پورتنی بیت په صدر کي دغه عروضی عیب پیښ دي. د داسی تصنعي (غیر طبیعي) خجونو څو مثاله د لویو شاعرانو په دیوانونو کي دا دي:

دولت لواڼی د یولسمي هجري سدۍ شاعر ویلي دي:

                                                              U - UU        U - UU

                 ته راغلې                      سوداگر یې         

                 اوس مه ځه بې               تجارته

                                                     (د چاپی دیوان ١١)

د دغه بیت په ابتداء رکن کي مه (mó) دوهمه او ځه (já) دریمه څپه ده. د دغه وزن عروضي غوښتنه دا ده چي د ابتداء رکن لومړۍ، دوهمه او څلورمه څپه باید بې خجه وي او فقط یوه دریمه څپه باید خج ولري. د دولت لواڼی د بیت په ابتدا کي چي ”مه ځه“ ناهیه صیغه د ”مه“ او”ځه“ له یو ځاي کیدلو جوړه ده د عادت او رواجي ادا له مخي غښتلي خج باید پر ”مه“ وی او د ”ځه“ خج ایسته کیږی خو ځکه چي د دولت د بیت په ابتداء کي ”ځه“ د غښتلي عروضي خج لرونکی څپې پر برابري راغلي دي نو د دغي عروضي اړتیا له مخي باید د دغه رکن په لوستلو کي د ”مه“ خج ایسته او د ”ځه“ خج غښتلې کړه سي، که نه نو د ښاغلي قلندر خان په وینا نیم بیتی له ټاکلي وزنه وزي.

د دغي قصیددې په یو بل بیت کي هم د خج د بې ځایه کیدلو عیب سته، هغه بیت دا دي:

                 آخرت بې بې میرمن ده

                 دنیا کمینه سورتیه

په عادی او مروج لوست کی kaminá کلمې خج پر وروستۍ هجا (ná) دي، خو د دولت په دغه بیت کي د کمینه کلمې خج لومړۍ څپې (ká) ته اوښتي دي. دغه عروضي اړتیا که د بیت په لوست کي مراعت نه سي، نو موزون (دغه نیم بیتی) هم له ټاکلي عروضي وزنه وزي.

دولت لواڼی په یوه بل بیت کی مزه (mazá) کلمه د قافیې د کلمې په توگه راغلې ده، مزه کلمه oxytonic ده، خو په بیت کي مزه کلمه د خوند په معنا paroxytonic سویده او خج يې لومړۍ څپې ته اوښتي دي. د مزې بیت له مطلعه سره دا دې:

                 هغه کس دي ویره کاندی له پرغزه

                 چي یې دم په یاد کي نه وزی له پزه

                 نعمتونه د څښتن څو څو الوان دي

                 معرفت غوندي بل هیڅ نه لري مزه

                                         (د دولت چاپی دیوان ١٢٣)

د مرزا خان اورمړ (١٠٤٠ﮬ ق مړ) د یوې غزلي د قافیې کلمې جهر (jáhar) دهر (dáhar) قهر (káhar) زهر (záhar) ښهر (sáhar) نهر (náhar) مهر (máhar) دي چي لومړي هجاوي یې خج لري[4] خو په مقطع کي یې بهر (báhar) کلمه د ورچنی او دباندي په معنا راغلې ده. oxytonic کلمه د غزلي د نورو قافیوی کلمو په تقلید باید په دغه مقطع کی paroxytonic وویله سی، که نه نو د ښاغلی معترض په وینا له (ټاکلي) وزنه وزی. د دغي غزلي مطلع او مقطع دا دی:

                 زه نن څه وایم په جهر

                 بې وفا دی فاني دهر

                 میرزا خلاص دي له نفاقه

                 خدای درون ویني هم بهر[5]

                                                     (د لاهور چاپ ٧٤)

د نوموړی مرزا خان اورمړ د یوې بلي غزلي د قافیې کلمې گرم (تود) نرم، شرم، برم، چرم (څرمن) دی چي diasyllabis ور پیښ دي. دا ټولي کلمې د ږغپوهني له مخی paroxytonic کلمې دی یعنی خج یې تر وروستۍ څپې پر دغو څپو واقع دي.

د دغي غزلي د قافیې په کلمو کي لرم (واحد متکلم صیغه، د پاړسی او اردو ”رکهتا هون“ او د پارسی ”می کارم“ په معنا هم راغلي دي چي oxytonic کلمې دی او وروستۍ څپې یې خج لري. د دغي غزلي څو بیته دا دي:

                 زه که یو ځل په اخلاص تا ته درم[6]

                 دا اخلاص به تر باوره پوري ورم[7]

                 دغه و هم چي د شک په ساړه کلک دي

                 په آخر به د توحید په اور شي گرم

                 لکه نمر د معرفت په جهان وخوت

                 دغه یخ مي د اوبو په دود شي نرم

                 دغه هسي رنگ نیستي زما هستي ده

                 کنه بل هنر می نشته، نه یې لرم

                 گه گهي بهار خزان، خزان بهار شي

                 دغه یو کښت گهي ریبم گهي کرم

                                         (پیښور چاپ دیوان ١٤٠)

د میرز خان اورمړ په لاهور چاپ دیوان (٥٥ مخ) کي راغلي دي:

                                                 U -UU         U - UU       U - UU 

            له دې خپلي           رضا هسي         رنگ فانی شوم

چي نفي معنا یې راوړه ته اثباته[8] د دغه بیت په ابتدا رکن کي راغلې ”نفي“ کلمه باید oxytonic ولوستله سي یعني خج به یې پر وروستۍ څپه ”فی“ وي. خو عادتاً دا کلمه náfyi لوستله کیږي چي لومړۍ هجا یې خج لري.

د مغولو پاچا اورنگزیب (١٠٦٨-١١١٨) ﮬ ق د زمانې شاعر خواجه محمد بنگښ د پښتو ژبي له پیاوړو شاعرانو څخه دي. د ده په چاپی دیوان (٩٨ مخ) کي یوه بې مطلعه غزله کښلې ده، ”وکه“ یې ردفیف دي د قافیې کلمې یې لاره (lára) گفتاره (guftára) دي.[9] چي خج یې تر وروستۍ څپې پر دمخه (ماقبل آخر) څپه باندي واقع دي. په دغه غزله کي د یوه بیت د قافیې کلمه (ننداره) راغلې ده، چی خج یې معمولاً پر وروستۍ څپه دي، د نندارې بیت دا دي:

                 که ئې سر له تنې درومي وا به نه وړي

                 مگر ستا د ښه دیدن ننداره وکه

دلته د بیت د عروضي عوښتني له مخي او د نورو قافیوی کلمو سره د فشاري موافقت له امله باید ننداره کلمه paroxytonic ولوسته سي، یعني خچ یې باید په تصنعي ډول تر وروستۍ څپې دمخه څپې ته راوړول سی.[10] مگر د خواجه په بله غزله کي بیا ننداره کلمه oxytonic راغلې ده چي د کلمې خج پر وروستۍ څپه دي، د خواجه محمد هغه بیت دا دي:

                 هر چي پرې مین شي ځان جهان یې واړه هیر شي

                 درستي فاني شوی د سپین مخ په ننداره دي

                                                                 (چاپی دیوان ١٢٧)

ننداره کلمه یواځی خواجه محمد بنگښ paroxytonic نه ده راوړې بلکه د خوشحال خان خټک غوندي ستر شاعر په دیوان کي هم د نندارې کلمې د دغه عیب ننداره کولای شو، د خوشحال خان بیتونه دا دي:

                 لاس په لاس مو سره وکړلې څه چاري

                 چي پرون مو تور منگور وژي په لاري

                 زه کوم که ته کنځل کړې لا خوشحال شم

                 چي کومه ستا د مخ زیبا ننداري[11]

د خوشحال خټک مشر زوی اشرف خان هجري (١١٠٦ﮬ، ق مړ) ویلی دي:

                                              U - UU       U -UU       U - UU           

                 چي فرهاد          دا غمگین           قول خبر شه     

                 سر يې دوه پا      ري د تیشو         په گوزار که     

                                                                (د چاپی دیوان ١٣٤ مخ)

تیشه (téša) کلمه د پښتنو او پاړسي وانانو په وینا کي oxytonic یعنی خچ يې پر وروستۍ څپه دي خو دلته شاعر د بیت د دوهم نیم بیتي په حشوه کی د تیشې خج لومړۍ څپې ته اړولي او تیشه یې paroxytonic ده.[12] لوستونکي دې ته اړ دی چي تیشه کلمه په دغه بیت کی téša ولولي. که نه نو دوهم نیم بیتي (له کلي) ورنه وزي.[13]

ارزانی خیشکي هم په خپله یوه غزله کی تیشه او اندیشه کلمې چي اصلاً oxytonic دي paroxytonic راوړی دي، د هغې غزلی څو بیته دا دی:

                 راشه ونغوره درویشه

                 اې درویشه په زړه ریشه

                 که دې خپسر تر چابه کړ

                 ته به ځان غوڅ کړې په تیشه

                 د فقیر خبري پند کړه

                 ته په ځان وکړه اندیشه

د نوموړي اشرف خان هجري د یوې قصیدې مطلع دا ده:

                            U - UU        U -UU        U - UU

                                غمه لیري         په گریز درو         مه له ما نه

                                که نه اوس به    دي سر غوڅ شی     تر زمانه                               

                                                                                         (چاپی دیوان ١٥٣ مخ)

د دې قصیدې په یوه بیت کي د قافیې کلمه افسانه (afsaná) راغلې ده چي وروستۍ څپه یې خج لری، خو د قصیدې د نورو ټولو بیتونو د قافیې کلمې paroxytonic دي یعني خجونه یې تر وروستۍ څپې پر دمخه څپه واقع دی، د افسانې بیت دا دي:

                             چی زما د          عشق له حاله       څوک خبر شه

                             د فرهاد قصه      هغه ته             شي افسانه[14]

                                                                             (د چاپی دیوان ١٥٢ مخ)

اشرف خان هجري چي د مرجاني په ویرنه کی کومه قصیده ویلې ده، د هغې مطلع داسي ده:

                             زمگی سر و       هه په لاسو         له دورانه

                             دا مذکور یې       هویدا کړه          بې زبانه

                                                                 (دچاپی دیوان ١٦٣ مخ)

د دغي قصیدې یو بیت داسي دي:

                             ما وې کومه       فتنه وزو           وه له چرخه

                             چي اوس غمز     ده تا وین           مه گریانه

په دوهم نیم بیتی کي راغلي ”غمزده“ ghamzadá کلمه درې څپه ییزه کلمه ده، وروستۍ څپه dá یې خج لری، دلته مونږ وینو چي شاعر د غمزده کلمې خج لومړۍ څپه gham ته اړولې دي او تر بحث لاندي کلمه باید ghámzada ولوستله شي، که نه وزن ورانیږي.

د اشرف خان هجری د چاپی دیوان په ٥٦٩ مخ کي راغلی دی:

                             نیک بده           چاره د دهر        گڼه تیره

                             تیر چار             بې نهایت کا       خالق هیره

                             د دنیا مثا           ل پاسي د           قمار بازو[15]

                             هره چاره یې       گهی تین شي       گهی تیره

د دې څلورځي د قافیې کلمې تیره téra (د تیر مؤنث صفت) هیره héra (د هیر مؤنث صفت) او تیره terá (په اردو ژبه کي د دیرلس په معنا دي) دوې لومرۍ د قافیې کلمې paroxytonic دي، یعنی خج یې پر لومریو څپو واقع دي، خو تیره (د دیرلس) په معنا oxytonic کلمه ده، یعنی د اردو په مروج تلفظ کی یې خج پر وروستۍ څپه دي.

د یونس په چاپي دیوان په ٣٦ مخ کي د یوې غزلي ردیف ”رقیب“ دي او د قافیې کلمې یې ویني، یني، ښیني، میني، نیازمني، سپیني راغلي دي چي د ږغپوهني له مخی paroxytonic کلمې دي، خو د دغو کلمو په څنگ کي میني او سیني هم د کلمو په دود لیدلي کیږي چي oxytonic کلمې دي، د دغي غزلي مطلع او مقطع او د بې ځایه خجونو بیتونه دا دي:

                 یو ځلي می وڅکاي د زړه ویني د رقیب

                 غوڅي مي په تیغ کړای دواړه یني د رقیب

                 دریغه سر میده کړاي بیا چا وویلای ماته

                 سر دي میده شوي که یې مني د رقیب

                 غشی لاجوردی وای د پولادو یې توبري وای

                 پوري ووری یستی (وای) تر سیني د رقیب

                 چیري که خیرات د یونس ستا په در قبلیږي

                 ایښی مي په اور وای توري سپیني د رقیب

د قلندر په یو بیت کی ژړا کلمه چی oxytonic ده د وزن د سمون لپاره باید paroxytonic ولوسته شی، هغه بیت دا دي:

                 د سحر ژرا        را باندي ښه       لگي

                 قلندر ځکه          په زړه  رنځور    یم

                                                     (ادبي ستوری٣٧٣/١)

د ادبي ستوری په دغه مخ کي د نوموړی قلندر یو بل شعر لیکلې دي چی په هغه کی د جگر oxytonic کلمه paroxytonic راغلې ده هغه بیت دا دي:

                 مخ دي چراغ دی ظلمت دي هجر

                 عاشق پرې سپانده، دي جلیا جگر

په ادبي ستوری (١٠/١ مخ) کي چي د اخوند میا دا کومه غزله راغلې ده، د قافیې کلمې یې لبریزي، خونریزي، نوخیزي، انگریزي او … راغلي دي چي د ږغپوهني له مخي paroxytonic کلمې دي، د دغو کلمو په څنگ کي د سنگریزي کلمه هم سته چی oxytonic ده، هغه بیت دا دي:

                 د څلورو خویندو وروره، ته و شرعي ته وگوره

                 په یوه حقه خبره، په منصور ولي سنگریزې

د نجیب د دیوان په ١٠٧ مخ کی یوه غزله راغلې ده چي د قافیې کلمې یې جانانه، پروانه، بیگانه، کانه، افسانه، مستانه، دیوانه، شانه دی، د دغول oxytonic کلمو په څنگ کي ”خوبانه“ کلمه هم راغلې چی paroxytonic ده هغه بیت دا دي:

                 د حباب له فوارې نه بقا غواړي

                 چي له تا دی څوک د وصل جویانه

د پښتو ژبي ستر شاعر خوشحال خان خټک ویلي دي:

                 کله مار و          کا حمله په          سمساره

                 ترې پیدا شی       مار بچړي په      انځاره[16]

                 ولی نه یې          مار مهره وی     نه يې زهر[17]

                 نه یې توان د       نمر د باد نه        د واوره[18]

د دغي غزلي نوري د قافیې کلمې تیاره tyárá سپاره spará سواره swára دی چی د سمساره او انځاره په کډون oxytonic دي او خح یې په وروستیو څپو دي.

په دغه غزل کي فقط د واوره wáwrá قافیوي کلمه paroxytonic ده چي په مروج تلفظ کي یې خج تر وروستۍ څپې پر دمخه څپه وقع سي او د خوشحال خان په دغه غزله کي د عروضي ضرورت له مخي باید oxytonic ولوسته سی، یعني خح یې بایدله لومړۍ هجا څخه په تصنعی ډول وروستۍ هجا ته واوړي.

د خوشحال خان خټک په یوه بیت کی د اغوندی کلمې خج چي عادتاً په مروج تلفظ کی پر لومړۍ څپه ” اَ “ دي د موزون د ساتلو په خاطر دوهمي څپې ”غون“ ته اړول سوي دي هغه بیت دا دي:

                 که تن سوک په تن اغوندی حلوا خورې

                 خو آخر د مرگ سړي یې و به مرې

د پښتو نامتو شاعر رحمان بابا ویلي دي:

                 ستا له مخه          مي په مخ باندی                ولې دي

                 لږ مي وپوښته      له حاله                                       چي ولې دی؟[19]

د دغه مطلع د لومړی نیم بیتي د قافیې کلمه ولې ده walé چی د واله (ویاله) کلمې جمع ده.[20] د ږغ پوهني له مخي oxytonic ده، یعني خج یې پر وروستۍ څپه دي، د غزلي د نورو بیتونو قافیې کلمې مصلي، مسئلي، گلي (یا غلي) لیلي، تسلي، اودلي دي او ټول oxytonic دی. د مطلع د دوهم نیم بیتی د قافیې کلمه ولي wali یا wale ده چي په ږغپوهنه کي paroxytonic بولي یعني خج یې تر وروستۍ څپې پر دمخه څپه (ماقبل آخر) باندي واقع دي.

”ولي“ په پښتو ژبه کي د استفهام کلمه ده، دا چي یاء یې معروفه ده که مجهوله، جلا بحث دي او دا یوه لهجوي مسأله ده.[21] خو زما په خیال پر لومړۍ څپه باندي د خج راتلل په ټولو پښتنو کي (هر لحظه چی وی) باب دی.[22]         

دا خبره باید هیره نه کړو چی په نظم کي د بې ځایه عروضی خج عیب چی د قافیې په کلمو کی راسی، لا پسې غټیږي، دغسي ښوییدني ته یواځي عروضی عیب نه سو ویلای، بلکه د قافیې عیب یې هم باید وبولو.

د شیخ صالح په تر بحث لاندي بیت کی زما په خیال یواځی عروضي عیب پیښ دي.

د پښتو ادب څیړونکو ته دي دا خبره معلومه وی چی داسی ښوییدني یواځي په پښتو نظم پوری اړه نه لری. هغه ژبي چی د نظم په رغاو کی یې خج زیاته اغیزه لری، په نظم کی یې د داسي ښوییدني امکانات شته، د مثال په توگه د اردو ژپي دا بیت ولولئ چی د دل محمد صاحب د سکه مني په اردو ترجمه ٢٧٦ مخ کي راغلی دي:

                 سچ ہی کا بیوپار کرو، گر تو سچے بیوپاری ہو

                 پہر درگاہ میں رب کے پیارے ساری کہیپ تماری ہو   

د دې بیت د قافیې کلمې ”بیوپاري“ او ”تماهاري“ دی د بیوپاری کلمې خج پر ورستۍ څپه rá ده، خو د ”تمهاری“ خج پر منځنۍ څپه há باندی دي، د دې بیت لوستونکي اړ دي د وزن د سملولو لپاره د ”تمهاری“ کلمې اصلی خج وروستۍ څپې ته واوړي او oxytonic ځني جوړ کړي.

   

٢. شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٩-٢٨ مخه.
 
[1]. وگوري: تول پارسنگ ١٨٩ مخ.

[2]. په عروضي اصطلاح د بیت لومړی رکن ”صدر“ بلل کیږي.

[3]. phonology په ږغپوهنه کی (paroxytonic) هغه کلمه چي تر وروستۍ څپې هجا پر دغي څپې خج ولري.

[4]. په دغو کلمو کي diasyllabism پیښ دي یعني له یوې هجا څخه دوې هجاوي جوړي سوي دي.

[5]. په دې نیم بیتی کي د ”درون“ او ”بهر“ تر منځ طباق صنعت شته بهر او باهر په هندی ژبه کي هم دغه معنا لري.

[6]. daram = ودریږم (مطلقه صیغه) یا دریږم (استمراري صیغه) خو د یو ځل قرینه د اطلاق پلوي کوي. 

[7]. waram = یووړم، یوسم (مطلق) یا وړم (استمراري).

[8]. په دغه نیمم بیتی کي راغلي ”ته“ د ”تر“ معنا لري. دغه تخفیف reduction د مرزا په دیوان کي ډیر راغلي دي.

[9]. په دغه بیت کي ”لاره“ د پارسي ”راه“ او اردو ”راسته“ معنا لري.

[10]. مرزا خان اورمړ چي د احداد په ویرنه کي کومه قصیده ویلې ده د هغې په مقطع کي هم ننداره کلمه paroxytonic راغلې ده.

[11]. په دغه غزله کي شاعر زشت و زیبا صنعت راوړي دي، دغه دوه بیته یې مظلع او مقطع دي. د قافیې نوري کلمې په دغه غزله کي پایزاري، خاري (په ندایی حالت کي) ویزاری، تار په تاري، نگاري، خونخواري دي.

[12]. د وزن پوهني په اصتلاح په لومړی نیم بیتی کي د صدر او عروض تر منځ او په دوهم نیم بیتی کی د ابتدا او ضرب تر منځ رکنونه حشوه بلل کیږي.

[13]. د خواجه محمد بنگښ په دې بیت کي د تیشه کلمې خج له عمومي تلفظ سره سم پر وروستۍ څپه دي:

                       زه فرهاد یم له شیریني به وا نه ورم

                       که تندی مي څوک دوه نیمه په تیشه کا

                                                           (د چاپی دیوان ٩٨ مخ)

[14]. د یونس په دې بیت کي افسانه کلمه oxytonic راغلې ده:

                       دور د فرهاد و شیرین تیر په وړاندی وخت شو

                       پاته یې قصه ده په عالم کی افسانه لا

                                               (د چاپی دیوان ٩٠ مخ)

[15]. پاسه د جوارۍ دانو یا مهرو ته ویل کیږي.

[16]. په ارتباطي حالت کی انځور کلمه انځاره ویله کیږي انځور د نقش او تصویر معنا لري.

[17]. دا ناقافیه لرونکی نیم بیتي دوولس څپه ییز دي، خو د غزلي ټول قافیه لرونکی نیم بیتي یوولس څپه ییزه دي.

[18]. واوره د فارسي برف معنا لری، نمر او باد یې د دغه معنا قرینې دي.

[19]. د رحمان بابا څلور چاپی او دوه خطی دیوانونه زما په کتابتون کي سته، په یوه خطي نسخه کی دا غزله نه وه، په نورو پنځو نسخو کی پورتنی بیت داسي کښلي دي (وگوری د کابل دوهم چاپ ٢٢١، د پیښور د پښتو اکاډمی چاپ ٢٢٥، لاهور چاپ ٢٠٦، پیښور چاپ ١٢٤، زما د کتب خانې دوهمه خطی نسخه ١٣٢ مخ) د رحمن بابا د دیوان هغه نسخه چي د پیښور اکاډمۍ د اردو ترجمې سره چاپ کړې ده، د هغې نسخې په ٢٢٥ مخ کي د دغه بیت اردو ترجمه داسي راغلې ده:

                       ہے ترے غم سے مرے رخ پہ اشک کا باران

                       کہبی تو حال میرے دل کا پوچہے ای جان

[20]. وگوري ظفر اللغات ١٧٥ مخ، پښتو قاموس ٩٦٩ مخ.

[21]. په ظفر اللغات کی استفاهامي ”ولي“ په مجهوله یاء کښل شوی دی. د ډاکټر بیلیو په پښتو انگریزی ډکشنرۍ کي یې هم ټرانسکریپشن wale راغلي دي خو په پښتو قاموس ٩٦٩ مخ د اسلانون په پښتو روسي سلور ٩٥٦ مخ د کابل چاپ پښتو انگریزی ډکشنری ٥٦٥ مخ کي د استفهامي ”ولي“ یاء معروفه ښودل سوې ده.

[22]. وگوري پښتو قاموخ ٩٦٩. پښتو انگریزی دکشنری ٥٦٥ مخ کابل چاپ ١٣٥٨ ش، د زودین پښتو روسی سلور ٥٣٢ مخ د ١٩٥٠ع چاپ د اسلانوف پښتو روسی سلور ٩٥٦ مخ د ١٩٦٦ع چاپ، Concise English Afghan Dictionary ٢٤٨ مخ د کویټی چاپ.

د ارواښاد مولوی صالح محمد هوتک ١٣٣٧ ش مړ د یوې غزلي ردیف ”ولي“ دي لومړۍ څپه یې خج لری. د هغې غزلي مطلع دا ده:

                       ټوله ویښ سوه ته بیده یې اغا ولي؟

                       گرده کښیناسته ته پروت یې لالا ولي؟

د سعید د یوه بیت په صدرکن کی ولی کلمه داسی راغلې ده، چي لومړۍ څپه یې خج لری او دوهمه وروستۍ څپه یې بې خجه ده، هغه بیت دا دي:

                       زړه دی ولی       په کوگل کي        سنگین کښي ایښ؟

                       چي می اوښیو      رو په مخ کي       رنگین کښي ایښ

                                                                                   (چاپی دیوان ٨٧ مخ) 



Share by: