اینکرانیزم

همیش خلیل 
اینکرانیزم Anachronism

د اینکرانیزم (سهو زماني، غلط زماني) د موضوع لاندي په پټه خزانه د عدم یقین په بحث کي د ښکارندوی د قصیدې د هغو دوه شعرونه چي په کي د ”اټک“ کلمه استعمال شوې ده په بنیاد د ځینو تاریخي شواهدو په رڼا کي د دې خبري یو ځل بیا د مقصد تر لاسه کولو دپاره دا هڅه شوې ده، چي چونکي ښکارندوی د سلطان شهاب الدین غوري (٥٦٩-٦٠٢ﮬ) هم عصر شاعر ؤ او په دغه زمانه کي د ”اټک“ د نوم هیڅ تاریخي ثبوت نشته، ځکه چي دا نوم جلال الدین اکبر (٩٦٣-١٠١٤ﮬ) د سلطان شهاب الدین غوري نه اټکلاً څلور سوه کاله پس کال ٩٨٩ﮬ کي په نیلاب یا سند ساگر (موجوده اباسین) د یوې قلاء جوړولو په وخت د هغه دور د حکومت د نمر ختیز و صوبو د یوې قلاء ”کټک بنارس“ د نوم سره د قافیې د سمون او دواړو قلاگانو تر مینځه د فرق په گوته کولو په خیال ”اټک بنارس“ ایښودلي ؤ.

د بحث په نتیجه کي په دغه سهوه (د معترص په خیال) دا اعتراض شوي دي، چی هر کله د شهاب الدین غوری او د هغه د هم عصره شاعر ښکارندوی په دور د ”اټک“ په نامه اډو دسره کومه علاقه یا سیند نه ؤ، نو څنگه بیا د نیلاب یا سندﮬ ساگر دپاره ښکارندوی د ”اټک“ نوم وپکارولو؟

خو په پټه خزانه د اعتراضونو د زنځیر دا هم یو داسي کړۍ ده، چی د حقیقت په میزان کي هیڅ څه وزن نه لري، ځکه چي د ”اټک“ په نامه یو علاقه کم نه کم د لوی شیر شاه سوری د مرگ (١١ ربیع الاول ٩٥٢ﮬ) نه پس د هغه د زوی سلیم شاه په دور کی د ”اټک“ په نامه یوه علاقه تاریخ مونږ ته داسي په گوته کوی:

”د دغو واقعاتو نه پس سلیم شاه د خپلي دارالخلافي گوالیار نه واپس شو او کله چي ډیلی ته ورسیدو، نو خبر شو چی همایون د هندوستان په اراده ”اټک“ ته رسیدلي دي.“[i] 

د پورته اقتباس له مخي د ”اټک“ په نامه یو ځای، علاقه یا ښار د اکبر بادشاه د اټک قلاء نه کم از کم ٣٧ کاله وړاندي هم مونږ ته د اټک د تاریخی ثبوت حقیقت په گوته کړي دي او دا د ښکارندوی د قصیدې وئیلو نه وړاندي هغه تاریخي ثبوت دي چی معترض ته د منتخب التواریخ د حواله ورکولو باوجود بیا هم په نظر نه دي ورغلي، چی په پټه خزانه په پټو سترگو د اعتراضونو په بهیر کی یو ځل بیا په موصوف د تدرلیس الزام ثابتوی.

د ”اټک“ په حقله د ذکر شوي تاریخي ثبوت نه علاوه هم دا حقیقت مونږ نه شو په شا کولې، چی هره تاریخي قلاء تر اوسه په کومه علاقه تعمیر شوې ده، هم د هغې علاقې په نوم بللې شوې ده، لکه د شاگۍ قلا، د جهلم قلا، د لاهور بادشاهی قلا او د کالنجر قلا وغیره. دا تولی قلاگاني په دغه حقیقت گواهي لری، چی د دغو قلاگانو د تعمیر نه وړاندي د شاگۍ، جهلم، لاهور او کالنجر په نومونو په دغو علاقو له وړومبیه کوم کلی یا ښهر یې موجودی وي چي وروستو بیا دغه قلاگاني هم د دغو ځایونو یا ښهرونو په نامو یاد شوي او که دا حقیقت وی، نو بیا ولي دې د اټک قلا د جوړولو وړاندي دلته هم د ”اټک“ په نامه کوم ځای یا ښهر نه وی آباد.

اوس هر کله چي د تاریخ له مخه د اټک قلا د جوړولو نه وړاندي همدلته د اټک په نامه د یو ښهر موجودگي ثابته شوه، نو دا هم یو حقیقت دي چي کوم سیند له کومي علاقې تیریږی، یا په کومه علاقه کي بهیږي هم د هغه علاقې په نامه یادیږي، لکه د میچنۍ سیند به واخلو. دا سیند په بروغل کی ”د بروغل سیند“ وادي یارخون کي ”د یارخون سیند“ مستوج کي ”د مستوج سیند“ چترال کي ”د چترال سیند“ کونړ افغانستان کی ”د کونړ سیند“ او میچۍ (پیښور) په علاقه ”د میچۍ سیند“ په نومونو یادیږي.

دغه شان د اټک سیند چی د اټک له سیمي تیریږی نو د خپلو نورو نومونو سره پڅوا هم د اټک سیند یا اټک دریاب په نامه یادیدو، او نن د اباسین سره د اټک سیند یا اټک دریاب په نامه یادیږي، او د دې ثبوت دا دي چي د اکبر بادشاه درباری شاعر فیضي دا سیند د اټک دریاب په نامه هم یاد کړي دي، وایی:   

                       نامه نوشتم به خان خټک را

                       که پل بندی کنید به دریا اټک را

چونکي اکبر بادشاه د مرزا حکیم په تعاقب کی د اټک قلا د تعمیر نه وړاندي دغه علاقې ته راغلې ؤ چی خان خټک یعنی ملک اکوړی ته یې د باسشاهي لاری د حفاظت په بدله د خیر آباد نه تر نوښاره پوري علاقه په طور د جاگیر ورکولو نه علاوه په بادشاهی لار د څاروو په تگ راتگ د محصول وصولو اختیار هم ورکړې ؤ، او یقیناً چي ذکر شوې شعر به فیضی اټک ته په وړومبي وار د اکبر بادشاه د راتگ او بیا د دارالخلافي ته د واپسي نه پس د بادشاه په هدایت وئلې وي، ځکه چی د اټک قلا بند بنا اکبر بادشاه په ٩٨٩ﮬ کی دغه علاقې ته د راتلو په موقع شوې وه.

مطلب دا دي چی د اټک قلا د جوړولو نه وړاندی فیضي په خپل شعر کي سند ساگر یا نیلاب د اټک په نامه هم یاد کړي دي، ځکه نو دا مفروضه غلطه شوه چی گڼي د ”اټک“ کلمه د اکبر بادشاه د ذهن اختراع وه.

بیا پټه خزانه کي د ښکارندوی د هغو دوه شعرونو په حقله چی په کی دوه ځلي د اټک کلمه راغلې ده داسی اعتراض شوي دي.

”د یو دواړو شعرونو کی ”اټک“ د اباسین په معنو کی استعمال شوي دي“ دغه اعتراض که د دې خبری ثابتولو کوشش شوي دي، چی گڼی ”اټک“ په پښتو کي لا تر اوسه چا د اباسین په معنو کي نه دي پکارولي د دې اعتراض وضاحت داسی کولې شي:

”اټک په پښتو کی هیچري د اباسین دپاره نه دي استعمال شوي او که چا ترې دا معنیٰ وښکلي ده نو ”اټک“ نه بلکی ”اټک سیند“ یې یاد کړي دي.“

د اشرف خان هجري په دغه شعر کی که د ”اټک“ نه څوک د اټک سیند معنیٰ نه اخلي، نو دا د هغه خپله خوښه، البته لوستونکی دي ولولي او خپله دی فیصله وکړي چي دې شعر کی د اټک معنیٰ د اټک سیند ده او که نه؟

             ما هاله ماتم د ځان وکړو په وینو

             چی اټک وته مي شا کړه په ژړا شوم

او که څوک دا ووایي چي د دې مقصد د اټک غرونه هم کیدلې شي، خو دا به صحیح ځکه نه وي چی یو بل ځاي کی هجری وایی:

             لوی فلک له خندا شین شو له هوسه

             چی هوډي جبل په مخ زه ورته شا شوم

او هم په اټک د پوري وتلو غوندي چي د نربدا په دریاب پوري وتو، نو وئلي یې وو:

             

             د هوسۍ په ښکر برات د وصل مخ شه

             چي را پوري په ندۍ د نربدا شوم

خو بیا هم که څوک د اشرف خان هجری په وړومبی ذکر کي د ”اټک“ له کلمې د ”اټک سیند“ په معنیٰ کی د شک گنجایش ته ځای ورکوي، نو د خوشحال بابا د دغه شعر په حقله به آخر څه دلیل پیش کړي شي؟

             مروت یاري ترې مه غواړه خوشحاله!

             هر سري چی اوبه وڅښي له اټکه

زما په خیال د خوشحال بابا دا ډیر واضحه شعر د دې اعتراض چی ”اټک په پښتو کی هیچري د اباسین دپاره نه دې استعمال شوې.“ یو داسی واضحه تردید دي چه دغه ضمن کی د نور ټول بحث دروازې یې بندي کړې بیا هسي هم که څوک دا ووایي چی فلانی په اټک پوري وتو نو آیا ما ته به د دې پوښتني اجازه وي چي دلته نه د ”اټک“ نه د اټک سیند مطلب وی او که نه؟

بیا د ښکارندوی یو شعر کی د ”سال“ د کلمې په جمع ”سالونه“ داسی اعتراض کیږي:

”پټه خزانه“ یې یو ځل جمع ”سالو“ او بل ځای ”سالونه“ بیانوی. پښتو کي د کال جمع هم کله کله په مغیره حالت کی په “کالو“ او معمولاً ”کالونه“ کیږي خو هر کله چي د ”نه“ جمع معمولاً هغه اسمأ کي راځی چي شمیرلې نه شي، ځکه نو د سال (شگه) جمع په دې قاعده ”سالونه“ صحیح نه ده.“

د پورته اقتباس د اعتراض په جواب کي د خوشحال بابا دا شعرونه باید لږ په غور ولوستلې شي:

             څوک ملک وارث و نه وهي سرونه

             هومره چیري قراریږي سمي غرونه

             ننگ یواځي څه په ما راغلي نه دي

             پښتانه ډیر دی په غرونه په سمونه

             خیل خانه می شوه په غرونو

             پرې کارونه پیښ عجب شول

             موږه د بادشاه یوو قدیمي دولت خواهان

             یو مي نام بدیږي بل سټیږي افغانان

             زه خوشحال خټک هغه یم قدر نه شته

             دا می واړه له افغانو نه افغان شي

دغه شعرونه کي د ”غر“ جمع ”غرونه“ او ”غرونو“ د ”سمه“ جمع ”سمي“ او “سمونه“ او ”افغان“ جمع ”افغانان“ او ”افغانو“ شوي ده. خصوصاً بیا د ”سمه“ او ”افغان“ جمعي پر له پسې ”سمونه“ او ”افغانو“ نه خو په مغیره حالت کی اونه معمولاً شوي دي، بلکي د شعري ضرورت له مخه شوي دي، او په دغه شعري ضرورت نه صرف پښتو شاعرۍ کی بلکي د فارسی او اردو ژبو ډیرو لویو شاعرانو هم عمل کړې دي.

بیا د خوشحال بابا دا شعر:

             چی د شعر فکر ورشي په خواړه شي

             سپیني وریژي په مزه شی ورته گال

گال په فارسی کی ”غُښت“ ته وایی او گال هم په هغه اسماؤ کی راځي چی شمیرلې نه شی.

آیا زه اوس دا پوښتنه کولې شم چی د گال جمع به په مغیره حالت کی ”گالو“ صحیح وي او چه معمولاً به یې جمع “گالونه“ سمه وي؟ او که گالونه صحیح وي نو بیا د ”سال“ په جمع “سالونه“ آخر دا اعتراض په کومه جذبه شوي دي؟

د اینکرانیزم بل مثال د بي بي حلیمه حافظه په باره کی دي. د دې اعتراض نه مقصد دا دي چي هر کله د حضرت مجدد الف ثاني مکتوبات د هغوي په ژوند (١٤ شوال ٩٧١ ﮬ ٢٩ صفر ١٠٣٤ﮬ) د دریو بیلو بیلو دفترونو په ځان ځانله نومونه لکه دُرُالمعرفت، نور الخلایق او معرفت الخلایق یادیده، چي وروستو بیا کال ١٢٧٥ﮬ یادي نه پس دغه درې واړه جلدونه د “مکتوبات امام رباني“ په نامه د رائي بهادر منشي نول کشور بهار گوا په مطبع کي چاپ شول، دا اعتراض په دغه الفاظو شوي دي:

“په دې لحاظ هر کله چی د نول کشور مطبوعات په دیار لسمه صدۍ کي شروع شوي دي، نو مونږ ښه په یقین سره دا وئلي شو چی ”مکتوبات امام ربانی“ تاریخی نوم دي او ځکه د حلیمه حافظه دپاره دا هډو ممکنه نه وه چی د خپله مرگه دوه سوه کاله پس د ”مکتوبات امام ربانی“ مشکلات حل کړي ځکه چی د حضرت مجدد مکتوبات په دغه زمانه د حلیمه حافظه له مرگه پس په دیارلسمه صدۍ کی مرتب او چاپ شویدی.“

دا اعتراض هم لکه تیرو ټولو اعتراضونو هیڅ ارزښت نه لري، ځکه چی د اسلامیه کالج پیښور په لایبریرۍ کی د ”مکتوبات امام ربانی“ په نامه د فارسی کومه اصلی قلمی نسخه د ”عدد مسلسل ٩٣٩“ په نمبر موجوده ده. د دې قلمي نسخې په فهرست د کتاب نوم په دغه الفاظو درج دي.

”فهرست جلد اول مکتوبات امام ربانی مجدد الف ثانی رضی اللّٰه تعالیٰ عنه“ 

جلد اول نه مقصد ”دُر المعرفت“ دي چي د حضرت مجدد الف ثاني خلیفه مولانا یار محمد الجدید البدخشي الطاقان په کال ١٠٢٥ﮬ کي جمع کړي دي او د اهل بدر د شمیر مطابق په درې سوه دیارلس (٣١٣) خطونو مشتمل دي.

ذکر شوي خطي نسخه په ٩ رمضان المبارک ١٠٨٣ﮬ کی لیکل شوې ده او صرف ورومبی جلد ته په کی ”مکتوبات امام ربانی“ وئلي شویدي.

د دې قلمی نسخې حقیقت د دې دعوې تردید کوي چي گني ”مکتوبات امام ربانی“ د هغو دریو دفترو مجموعې ته وایی، کوم چی په دیارلسمي صدۍ کی مرتب او چاپ شوي دي او ډیره ممکنه ده چی هم ذکر شوي خطي نسخه یاد دي کوم نقل د بي بي حلیمه حافظه د مطالعې لاندي راغلې وي.

 

منبع:  شمشاد ٢ گڼه ١٣٧٥ﮬ ش ٥٤-٦٤ مخه.                 

                                 


 
[i]. منتخب التواریخ ص ٢٧٧ اردو ترجمه. 


Share by: