لومړی کتاب چه د پښتو ادب خورا قیمتي او زاړه ذخایر ئې په لاس راکړل د هغه کتاب څو پاڼی وې چی د سلیمان ماکو تر ٦١٢ﮬ وروسته کښلی، او د دغه کتاب نوم د پښتو تذکرة الولیاء ؤ، چي د کندهار په ارغسان یعني تاریخي اراکوزي کښي لیکل سوي وو.
لکه د پښتو د ادب شوقمنانو چی لوستی دی د هغه کتاب څو پاڼو د پښتو ادب په تاریخ کښی ډیر کومک را سره وکړ. چی شرح ئې د کابل د مجلې او کالنو او پښتانه شعراء لومړی ټوک په ښه ډول نشر کړه.
هغه کتاب چی کشف او څو پاڼي ئې نشر سول، د پښتو ادب ئې د تاریخ له پلوه ډیر دمخه ثابت کړ وروسته ما وغوښتل چی دا لټني او گرویږني دغه لار و نه شلیږی او تل په دې هیله وم چی گوندي تر هغه لا بله ښه ذخیره او ټینگه وثیقه ومومم، چي زموږ د ژبي اصالت او قدامت او ادبي لوړتیا ښه زیاد کړي او د ژبي د تاریخ له روښانه مخه څخه د ستر او خفا پلو پورته کړی. هغه ؤ چی زه په دې هیله بریالی سوم، او یو داسی قلمی کتاب لاس ته راغی چي د پښتنو د ملي ادب دپاره د اروا په څیر گڼل کیږي، او د پښتو د ادب تاریخ د هجري کلونو دوهم قرن ته رسوي، ځکه چی دې کتاب د پښتو شعر تر ١٠٠ﮬ وروسته ضبط کړي دی، نو دا په ټینگه ادعا کولاي سو، چی د ژبی ادب او شعر تر اسلام دمخه هم موجود ؤ، په دې دلیل: دغه شعر چی گورو دا راته څرگندیږي چي اوم او نوزاد او هلک شعر نه دی بلکي پوخ دی، کلک دی، کروړ دی، معمر دی، او باید چي ژبي تر دې دمخه ډیر ادبي مراحل پي کړي وي چی دغي درجې ته ئې ترقی کړې وي، چی هسي پوخ او متین شعر دي پکښي وویلی سي، نو زباده سوه، چي تر اسلام دمخه باید دې ژبي ادبي اثار او اشعار درلودل، چي دغه تر ١٠٠ﮬ وروسته د ژبي نضج او پوخوالی او ادبي صلابت ئې طبیعي نتیجه ده.
ښه! دا یو علمي خبره ده، او بیل تحقیق او پلټنه غواړي، زیاتي نه پکښي ږغیږم او اصل کتاب ښاغلو ویونکو ته ور ښیم.
دا کتاب پټه خزانه نومیږي، چی مرحوم محمد بن داؤد خان بن قادر خان هوتک په ١١٤١-١١٤٢ﮬ په کندهار کښي وکیښ، محمد د اعلیحضرت شاه حسین هوتک د دربار ادبي لیکوال او د هغه عصر پښتو شاعر او ادیب ؤ، چی دغه کتاب ئې د خپل پښتون او پښتو غوښتونکی او ادیب پاچا په امر ولیکی او د پښتو ژبي د ډیرو شاعرانو حال او اشعار ئې پکښی را غونډ کړله، د کتاب په مقدمه کښی د وینا او شعر صفت کوی بیا نو وایي چی ما دا دیرش کاله د پښتنو شاعرانو احوال لټاوه خو ما له فرصت او فراغ نه ؤ، بیا چی ملي قاید او پښتني مشر حاجي میرویس خان وطن آزاد کړ، نو فارغ سوم،، او د دې کتاب په لیکلو مي د خپل پاچا په امر او غوښتنه پیل وکړ. مؤلف دا کتاب پر درو خزانو ویشلي دی:
لومړۍ خزانه:
قدماء او هغه شعراء چی له ١٠٠ تر ١٠٠٠ﮬ تیر شوي دي.
دوهمه خزانه:
د مؤلف معاصرین
دریمه خزانه:
د پښتو ښځي شاعري.
دا کتاب ټول ١١٢ مخه دی دغه نسخه په ١٣٠٣ﮬ د محمد عباس کاسي په خط په کوټه کښي لیکله سویده، او مالک ئې مرحوم حاجي محمد اکبر هوتک ؤ، چی یو ویښ او عالم او د پښتو د ادب شوقمن سوداگر ؤ.
لومړۍ خزانه:
په لومړۍ خزانه کښي مؤلف د دغو شاعرانو حال او اشعار د زړو کتابو په استناد راوړي دي:
١. بابا هوتک: د بارو زوي چی په ٦٦١ﮬ زیږیدلي او په ٧٤٠ﮬ د عمر تر نه اویایم کال وفات سویدی، د ده یوه حماسي او جنگی ترابه ضبط ده چی د مغولو په جگړو ئې د ځلمو په تشویق ویلې ده.
٢. شیخ ملکیار: د بابا هوتک زوی چي د ٧٤٩ﮬ په شا او خوا کښي ژوندی او د ترنک پر غاړو اوسیدی د ده یوه ناره په دې کتاب کښی سته چه عشقي تاوده احساسات لري، او د ترنک رود ته خطاب دی.
٣. اسماعیل: د بیټ نیکه زوي چي د ٤٠٠ﮬ په شا او خوا ژوندی ؤ، او د دغه نیکه یو شعر سلیمان ماکو پخپله تذکره کښی هم لیکلي (وگورئ پښتانه شعراء لومړی ټوک) د ده یوه ناره خپل تربور خرښبون ته خطاب دی، او د خپلوۍ ښه احساسات ځني څرگندیږي.
٤. خرښبون: د سړبن زوي چی په ٤١١ﮬ وفات سویدی. ده د اسماعیل د نارې ځواب په یوه څلوریځ (مربع) شعر ویلی دی.
٥. شیخ متی: د شیخ عباس زوي چی په ٦٢٣ﮬ متولد او په ٦٦٨ﮬ د پنځو شپیتو کالو په عمر د ترنک پر غاړه وفات سوی او د کلات پر غونډۍ ښخ دی د دې نیکه یو د مناجات خورا سوزان او د اوره ډک شعر ضبط دی.
٦. امیر کروړ جهان پهلوان: د امیر پولاد زوي چي د غور سوري پاچهان دی، امیر کروړ په ١٣٩ﮬ د غور په مندیش کښي پاچا سو او د ابو مسلم سره ئې د عباسي کورنۍ په نصرت کښي کومکونه وکړل، یو شعر ویاړنه (فخرته، رجز) د ده په نوم ضبط دی او دا شعر د موضوع او ظاهری محاسنو له خوا ډیر کروړ او متین او خوږ دی، او د قدامت له پلوه هم په دې کتاب کښی تر ټولو پخوانی دی.
٧. شیخ اسعد: د محمد سوري زوي چي د امیر محمد سوري معاصر او په ٤٢٥ﮬ د زمینداور په بغني کښي وفات سو، دی د امیر محمد سوري سره د غور په آهنگران کښي اوسیده، چي سلطان محمود له غزني څخه غور ته ولاړ امیر محمد سوري په آهنگران کښي محصور او وروسته محمود ته تسلیم سو، محمود دی بندي غزني ته واستاوه خو پر لاري مړ سو، شیخ اسعد چی د امیر محمد ملگری ؤ، د ده مرثیه ئې وویله، چی په دې کتاب کښي ضبط ده.
٨. ښکارندوی: چی پلار ئې احمد او د فیروز کوه کوټوال ؤ، او ښکارندوی د سلطان معزالدین محمد سام د دربار مخور سړی ؤ، چي هغه سلطان پر هند یرغلونه کړل، ده ئې یو د ستاینی بولل (قصیده) وویله چی په دې کتاب کښی راغلې ده.
٩. ابو محمد هاشم بن زید السرواني البستي چی په ٢٢٣ﮬ د هلمند سروان (سروان کلا) کښي زوکړی او په ٢٩٧ﮬ په بست کښی وفات سوی دي، دا سړی د ابن خلاد مشهور عربی ادیب شاگرد ؤ او د خپل استاد یو عربي شعر ئې په پښتو ترجمه کړیدی چي په دې کتاب کښي سته.
١٠. شیخ تیمن: د کاکړ بابا زوي چی د علاوالدین حسین سام په عصر کښي (٥٠٠-٥٥٠ﮬ) وفات سویدی د ده یو عشقی شعر راغلی دی.
١١. شیخ بستان بړیڅ: د بستان الاولیاء مؤلف چی دا کتاب ئې په ٩٩٨ﮬ کښلی دی او یو عشقي شعر ئې په خزانه کښي سته.
١٢. امیر الفصحاء شیخ رضي لودي: د شیخ حمید لودي وراره چی پس له ٣٠٠ﮬ په ملتان کښی پاچهان وه، د ده یو شعر ضبط دی چي خپل تربور نصر ته ئې خطاب کړیدی.
١٣. د شیخ حمید لودي زوي، چي د شیخ رضي ځواب ئې ویلی دی.
١٤. شیخ عیسی مشواڼی: چي د شیر شاه سوري معاصر ؤ، (وگورئ پښتانه شعراء لومړی جلد) د ده یو شعر ضبط دی.
١٥. سلطان بهلول لودي: چي په ٨٩٤ﮬ په هند کښی مړ دی، د دې پښتانه پاچا یوه رباعي په خزانه کښي سته.
١٦. خلیل خان نیازی: چي د سلطان بهلول لودي د دربار سړی ؤ، او یوه رباعی ئې په دې کتاب کښی راغلې ده، و سلطان ته خطاب، چي سلطان ئې هم په یوه رباعي ځواب کړیدی.
١٧. خوشحال خان خټک: چی په ١٠٢٢ﮬ متولد، او په ١١٠٠ﮬ وفات سویدی.
١٨. زرغون خان نورزی: چی د زمینداور د نوزاد ؤ، په ٨٩١ﮬ ئې د خراسان او عراق سفر وکړ، او د شیبانی خان په جگړو کښی له سیستانه دفاع کړله، او د اشعارو دیوان ئې درلود، په ٩٢١ﮬ د کندهار په دیراوت کښي وفات سو، په دې خزانه کښی د ده یوه خورا روانه او سلیسه او خوږه او اثر ناکه ساقي نامه سته چی په دویځ (مثنوي) ده.
١٩. دوست محمد کاکړ: د بابړ خان زوي چی په ٩١٢ﮬ کال هرات ته ولاړ، او په ٩٢٩ﮬ چي بیرته ږوب ته راغی نو ئې یو کتاب په مثنوي نظم کړ، د دې کتاب نوم ”غرغښت نامه“ ؤ، دی وایي: چي زما پلار بابړ خان د ”تذکره غرغښت“ په نامه یو کتاب نظم کړي ؤ چي ”غرغښت نامه“ د هغه کتاب په ډول د ده له غرغښت نامي څخه یو حکایت په خزانه کښي سته.
٢٠. رحمان بابا: د عبدالستار زوی چی په ١٠٤٢ﮬ د پیښور په بهادر کلی کښي وزیږیدی په ١١١٨ﮬ وفات شو، د رحمان بابا ډیر ښه شرح حال په دې کتاب کښی سته، چی تر اوسه دغسي د ده د ژوندانه وقایع نه وه راته معلوم.
٢١. شیخ محمد صالح: د جلدک الکوزی ؤ، چي د ٩٠٠ﮬ په حدودو ژوندی ؤ، او د ده شاگرد ملا اللّٰه یار الکوزی د ده د ژوند شرح حال او اشعار را ټول کړه، یو کتاب ئې د ”تحفه صالح“ په نامه وکیښ، د شیخ دوې غزلي ضبط سویدي.
٢٢. علی سرور لودي: چي د ملتان ډیره ؤ د تصوف او عرفانه ئې لویه برخه درلوده یوه غزل ئې په خزانه کښی سته، د ژوندانه وخت ئې تر ١٠٠٠ﮬ دمخه دی.
دوهمه خزانه:
په دوهمه خزانه کښي مؤلف خپل معاصرین ذکر کوي، او دا اکثر هغه خلق دي، چي مؤلف لیدلي دي د ده ادبي ملگري یا د ده د عصر مشاهیر دي.
٢٣. ملا باز توخی: د کلات د اتغر ؤ، علمي تحصیل ئې په هند کښي کړی، او د مؤلف ملگری او دوست ؤ، د ده یوه بدله په ملي لهجه ضبط ده.
٢٤. شاه حسین هوتک: چي د مؤلف د عصر پښتو روزونکی او علم پالونکی، او ډیر عالم او ادیب ځلمی پاچا دی، مؤلف د دې ځلمي پاچا د ژوندانه شرح په داسی ډول کوي، چی د وطن د تاریخ مجهولات لڅوي، او د هغه وخت اوضاع او د دربار کیف او مشاهر، او علمي تحریکونه ښه را ښئي، مؤلف د شاه حسین د دربار ادبي لیکوال دی، وایي: چه زه د پاچا پښتو او پارسي اشعار لیکم، او د شعر دیوان ئې غونډ سویدی، مؤلف د شاه حسین د عصر فتوحات په اوسنی بلوچستان او هند کښی تر ډیرو او ملتانه بیانوي، او د پاچا د دربار د درو تنو علماؤ ذکر کوي، ملا یار محمد هوتک چي د پاچا استاد دی، او د ”مسایل ارکان خمسه“ د کتاب مؤلف دی، بل عالم ملا محمد یونس توخی د کندهار د جامع امام چي ”جامع فرایض“ کتاب ئې کښلی دی، بل مدار المهام صدر الافاضل ملا زعفران ترکی چي د دربا مشر دی، او په طب کښي ”گلدسته زعفراني“ کتاب تالیف کړی دی. په خزانه کښی د شاه حسین هوتک یو غزله ضبط ده.
٢٥. ملا زعفران: چي دمخه ئې ذکر وسو یوه قطعه شعر ئې په خزانه کښی دی.
٢٦. محمد یونس خان موسی خیل: چي په ١١٣٠ﮬ یو دیرش کلن ځلمي ؤ، په خیبر کښي اوسیدي، د اشعارو دیوان لري، دوې غزلي ئې ضبط دي (د دې شاعر دیوان هم ما ډیر خوشخط او مطلا لیدلی دی او نقل ئې سته.)
٢٧. محمد گل مسعود: چي په پیښور کښی اوسید او یوه ملي بدله ئې ضبط سویده.
٢٨. عبدالقادر خان خټک: چي دیوان ئې دمخه ما چاپ کړي دی دلته د ده د سوانحو ځني ښي نقطې سته چی پخوا نه وې راته ښکاره مثلاً: د تولد تاریخ ٢٣ د جمادی الثانی ١٠٦١ﮬ، د کابل راتگ ١١١٣ﮬ، د خزانې مؤلف وایي: چي ما یو کتاب له صدر دوران بهادر خان څخه په ١١٤٠ﮬ ولید چي د عبدالقادر خان په خط او د ده تالیف ؤ.”حدیقه خټک“ د عبدالقادر خان په تالیفاتو کښي دا کتاب اوسنیو پښتنو ته نه وو معلوم.
٢٩. صدر اکابر دوران بهادر خان: د شاه حسین سپاه سالار ؤ چي ږوب، شال، ډیرې ئې تر ملتانه ونیولې توریالی ادیب وو د کندهار علماء او ادباء هر کله پر ده را ټول وه، ده به ښه پالل. شاه حسین ده ته د ورور خطاب کړ او عوامو امیرالامراء باله، مؤلف د دې توریالي سپه سالار ادب پالنه او علم روزنه ستایي، او یوه بدله په ملي لهجه د ده له اشعارو څڅه په خزانه کښی خوندي کوي.
٣٠. ملا محمد صدیق پوپلزی: د یار محمد زوی د ارغسان اوسیدونکي چي عالم وا عشقي ځلمی دی، د کتاب د لیک پر وخت ٢٣ کلن ؤ، د ده یوه ملي بدله ضبط ده.
٣١. ملا پیر محمد هوتک: مشهور په میاجی د ملا سرور زوی ؤ، چی د شاه محمود فاتح سره اصفهان ته ولاړ او هلته په پیر افغان مشهور ؤ، ده دوه کتابونه کښلي دي، یو ”افضل الطرایق“ د اخلاقو په علم، دوهم ”القرایض“ مؤلف له افضل الطرایق څخه یو منظوم حکایت را نقل کوي او داسي ښکاري چي ټوله کتاب په مثنوي پښتو نظم دی.
٣٢. اللهیار افریدی: چي په بوری کښي اوسید او د شعر دیوان ئې درلود، مؤلف ئې یوه غزل را نقل کوي.
٣٣. صدر دوران بابو جان بابی: چی په اتغر کښي اوسید د کرمخان زوی ؤ او په وطنی جهاد کښی د مرحوم حاجي میرویس خان ملگري ؤ او بیا د شاه محمود سره د اصفهان په جنگو کښي هم شامل ؤ دې توریالی ادیب په ١١٢٩ﮬ د ”شها او گلان“ ملی قصه په مثنوي نظم کړه چه مؤلف یو څو بیتونه له هغه کتاب را اخیستي دي او د کتاب نوم ”قصص العاشقین“ ؤ.
٣٤. ریدی خان مهمند: د غیاث خان زوی د مسعود خان لمسی ؤ، چي د کندهار د مهمندو کلی د دوي په نامه دی. غیاث خان په ملي جهاد کښي د مرحوم حاجي میرویس خان ملگری ؤ او ریدی خان هم د شاه حسین په دربار کښي ډیر مخور او معزز ؤ. ریدی خان په ١١٣٤ﮬ اصفهان ته ولاړ او د بریالی شاه محمود په حضور کښی ؤ چي بیرته راغی د حاجي میرویس خانه له وخته را نیولې بیا د شاه محمود تر جگړو پوري ئې ټوله وقایع څلور زره بیته په مثنوي نظم کړه چی نوم ئې ”محمود نامه“ ؤ، چي دغه کتاب ئې د شاه حسین حضور ته وړاندی کړ زر طلاوي صله وموندله. مؤلف له دې کتابه یو خورا خوږ باب غوره کړی او په خزانه کښي راته ساتلی دی.
٣٥. محمد عادل بړیڅ: چي په ښوراوک کښي اوسید او یو کتاب ئې د ”محاسن الصلوة “ په نامه نظم کړ، د ده پلار محمد فاضل هم فاضل سړی ؤ چي د ”روضه رباني“ مؤلف دی.
٣٦. محمد طاهر جمریاڼی: د محمد علی زوی چی په کندهار کښي دکانداري او تجارت کاوه، تحصیل ئې په مستنگ کښي کړی ؤ ظریف ځلمی او د مؤلف ملگری ؤ یو څو بیتونه ئې مؤلف نقل کوی.
٣٧. محمد عمر خان: د مؤلف ملگری او معاصر او د محمد طاهر دوست ؤ مؤلف ئې څو بیته راوړی، ظریف سړی ؤ.
٣٨. محمد ایاز نیازی: زاهد او متورع سړی ؤ د شعر دیوان ئې درلود اشعار ئې عارفانه نکات لري څو رباعۍ چي مؤلف د ده له کتابه را نقل کړی دی پخې او عارفانه دي.
٣٩. محمد حافظ: د محمد اکبر بارکزي زوی چی عالم او واعظ ؤ د ”تحفه واعظ“ کتاب مؤلف دی وعظیه اشعار ئې سته.
٤٠. نصرالدین خان اندړ: د محمد زمان خان زوی د شاه حسین د دربار سړی ؤ متخلص په نصر چی د شعر دیوان ئې هم درلود یوه ملی بدله ئې مؤلف ضبط کړیده.
٤١. ملا نور محمد توخی: چي د ملا یار محمد زوی او د شاهی کورنۍ استاد، حسن عالم کور ئې په پنجوائی کښی ؤ، د ”نافع مسلمین“ په نامه ئې یو کتاب کښلی دی یو د پند نظم ئې مؤلف راوړی.
٤٢. شاعر ظریف عبدالطیف اڅکزی: د غلام محمد زوی چی له بوستانه د کندهار ماشور ته راغلی، عالم او حافظ سړی ؤ ځینی د ورم قیصې ئې نظم کړي دي، چي په ښکاره ظرافت او په دننه کښی وعظ او ورم او پند دی، یوه قیصه ئې چی په ملی لهجه بدله ده مؤلف ځني را نقل کوي.
٤٣. سپه سالار سیدال خان ناصر: د ابدال خان زوی او باړي زی ناصر ؤ، چی پلار ئې په ډیله کښی اوسید وروسته د سلطان ملخی توخی په عصر کښی اتغر ته راغله، او ابدال خان د عادل خان توخی سره د آزادۍ په جگړو کښی ملگری ؤ بیا ئې زوی سیدال خان لومړی د حاجي میرویس خان او بیا د شاه محمود بریالی ملگری او سپه سالار ؤ، سیدال خان د پښتنو یو مشهور بریالی او توریالی سپاه سالار ؤ او خزانه وایي: چی دی عالم هم ؤ مروج علوم ئې لوستي وه، او ادیب هم ؤ، مؤلف د ده یوه خورا خوږه ملی بدله را نقل کوي.
دریمه خزانه:
دریمه خزانه کښي مؤلف د هغو ښځو اشعار او احوال لیکي چی ده ئې شعرونه میندلي دي. دغه برخه که څه هم لږ ده خو ډ یره خوږه ده ځکه چی تر اوسه موږ ته د دغو پښتنو میرمنو احوال او اشعار هیڅ معلوم نه وه، د دغو میرمنو احوال او اشعار ئې راوړي دي:
٤٤. نازو توخی: دغه پښتنه میرمن د پښتنو په تاریخ کښی ښه شهرت لري ځکه چه لومړی خو د سلطان ملخی توخی لور ده، چي دا سړي په خپل عصر کښی له جلدکه تر غزني حکمران وو، او لکه چی موږ ته ښکاره ده د دهلی مغولی شاهنشاهانو دی په رسمیت هم پیژاند (وگورئ حیات افغانی). دوهم دا چی دې نومیالۍ میرمني داسي زوی روزلی دی لکه مرحوم حاجی میرویس خان چی د پښتنو د سلطنت لومړنی ژوندی کوونکی دی. په دې کتاب کښي د نازو پښتنې میرمني د ژوندانه شرح ښه راغلې ده، چی دا یوه ډیره سخیه او عابده او د پښتنوالی په صفاتو ستایلې ښځه وه، غرباء او مسافرین ئې روزل، او دوی ته به ئې ډوډۍ او کالي ورکوله. توریالۍ هم وه مؤلف له خپله پلاره روایت کړی، چی حاجي میرویس خان تولد سو نو ئې مور خوب ولید، چی بیټ نیکه دې ته وایي: ”دا زوی ښه وروزه! چی لوي سی لوي کارونه به وکړی او له نسله به ئې پاچهان پیدا سی.“ نو مور به حاجي میرویس خان ته هر کله ورمونه کړل: ”چي زویه! د شیخ بیټني نیکه له قوله ستا په مخ کښي لوي کارونه دي، چي لوی سې، د خدای عبادت او د خلکو خدمت کړه! ته خدای پیدا کړې د دې دپاره چه لوي کارونه تر سره کړې، او خلق اللّٰه په خدمت ستا آرام وکړي.“ په ١١١٩ﮬ چي حاجي میرویس خان مرحوم د وطن آزادي حاصله کړه نو ئې د شکر سجده اداء کړه او وې ویل: ”چي اوس ما د مور وصیت پر ځاي کړ!“ مؤلف د نازو یوه خورا خوږه او بلیغه او قیمت داره رباعی ضبط کړیده، او وایي: چی د دې اشعار ډیر دي او داسي ښه دي، چی نارینه هم هغسي اشعار نه سي ویلای.
٤٥. حلیمه: د خوشحال خان خټک لور او حافظه او زاهده میرمن وه، چي ښه اشعار ئې ویله مؤلف ئې یوه غزل له خپله پلاره روایت او نقل کوي.
٤٦. بي بي نیکبخته: د شیخ اللّٰه داد مموزی لور وه چي په اشنغر کښي د ٩٥٠ﮬ په شا او خوا کښي اوسیده یو کتاب ئې په نصیحت او عرفان کښي د ”ارشاد الفقراء“ په نامه په پښتو په ٩٦٩ﮬ نظم کړ. عارفه ښځه وه چي مؤلف له هغه کتابه د دې یو څو نظمونه را نقل کوي.
٤٧. بي بي زینب: د مرحوم جاجي میرویس خان لور او عالمه او شاعره میرمن وه، د خپل ورور شاه حسین سره ئې د جهاندارۍ او پاچهۍ په کارو کښی مرسته کړه هغه وخت چی د دې د ورور شاه محمود بریالی د مرگ خبر له اصفهانه را ورسید دې شاعري خور ئې په ملي وزن یوه مرثیه وویله، چی دغه مرثیه په خزانه کښی سته او ډیر ښه احساسات او د شعر کمال ئې ځنی ښکاره کیږی.
٤٨. زرغونه: د ملا دین محمد کاکړ لور او عالمه میرمن وه، خط ئې خورا ښه لیکی په ٩٠٣ﮬ ئې په پښتو د سعدی بوستان په نظم ترجمه کړ چي مؤلف له هغه کتابه یوه قصه په خزانه کښي اقتباس کړیده.
٤٩. رابعه: په کندهار کښی د بابر پادشاه په عصر کښي اوسیده یوه رباعي ئې مؤلف ضبط کړیده.
دا وه د کتاب د درو خزانو محتویات چی لوړ مو لنډ ولیکل گویا زموږ خزانه د پښتنو (٤٩) تنو شاعرانو شرح حال او اشعار لري چي د دغو شاعرانو زمانه له ١٠٠ﮬ تر ١١٤٣ﮬ کاله پوري ده د کتاب په پاي کښی یوه خاتمه هم سته چی مؤلف د خپلي کورۍ او پلار او خپل حال لیکلي دی چي ټوله ذکر سوي شاعران په دې کتاب کښی ٥٠ کیږي.
اوس چی ښاغلي ویونکي د کتاب په محتویاتو لنډ لنډ وپوهیدل نو به لږ څه د کتاب پر ښیگڼو او مزایاؤ هم وږغیږم.
د کتاب نثر او ژبه:
محمد هوتک د دې کتاب مؤلف د پښتو یو زبردست نثر لیکونکی دي چي د سلاست او روانۍ له پلوه ئې نثر نظیر نه لري، په پخوانیو نثر لیکونکو کښي د خیر البیان او اخوند درویزه نیم منظوم نثر هسي اغیزه کړې وه چي د دوي سبک له پیښوره تر کندهاره ټولو تعقیباوه، حتي ملا نور محمد غلجي چي د مؤلف معاصر او د یوه درباره او یوه ځاي خلک دي هم د خیر البیان د ناوړه نیم منثور لیک د سبک اقتضا کوی، مگر د دې کتاب مؤلف لومړی سړی دي چی روان، سلیس نثر لکه د پښتو خبري او محاوره چی ده کټ مټ ئې لیکي، که موږ د پښتو نورو منثورو آثارو ته وگوره دا به ثابته سي چی محمد هوتک دغه کتاب د پښتو په نثر کښی یو شهکار پریښي دي.
د پښتو د خورا قدیم نثر نمونه چی تر اوسه مو میندلي ده هغه د سلیمان ماکو نثر دی خو په هغه نثر کښي د ژبي د اصلي محاورې او عنصر اغیزه لږ ښکاري، بیا د خوشحال خان او پیر محمد کاکړ او افضل خان او عبدالقادر خان نثرونه چی موږ په عیار دانش، او معرفه الافغاني او تاریخ مرصع او پښتو گلستان کښي لیدلي دي، که څه هم ډیر غنیمت دي مگر بیا هم د دې کتاب سلاست او روانۍ او خوږ توب ته نه رسیږی، محمد هوتک لومړی سړی دي چی د لیک سبک ئې د محاورې او خبرو اصلي اساس ته وگرزاوه او لکه د پاړسو او عربي انشاء پردازان مصنوع نثرونه او مسجع او مقفي لیکونه ئې پریښووه، سادگي او بساطت او سلاست ئې د نثر لیکونکو د اساس په ډول غوره کړ، چی تر اوسه لا هم اوسنیو لیکونکو ته د هدایت مشغل گرزیدلاي سي.
د کتاب لغوی ښیگڼي:
د پټي خزانې یو مهم مزیت دا دی چی د پښتو ژبي ډیر زاړه لغات او مواد ئې را ساتلي دي په دې کتاب کښي وینو چي د پښتو په زړو اشعارو کښي ډیر داسي لغات او کلمات راغلي دي چی اوس بالکل مړه دي، د پردو ژبي غلبې زموږ ژبه را تالا کړیده او خورا غنیت ثروتونه او لغوي پانگي ئې را څخه وړی دي، د مثال په ډول زه دلته د دې کتاب یو څو لغتونه راوړم، چي ښاغلی ویونکي د دې کتاب لغوي ذخیرې ته ځیر سي او لږ څه مسئله ښه ورته څرگنده سي:
چندی = شاعر
خاتیځ = شرق
لویدیځ = مغرب
برمل = پیشین
لرمل = نماز دیگر
ترمل = شام
نمزدک = مسجد
دریځ = منبر
واکمن = شاه
هسک = آسمان
بودتون = بُتکده
زلما = جوانی
جنډی = گل
څنډون = اُفق
جگړن = لښکر
گروه = دین
من = اراده
تون = جای
اتل = پهلوان
رغا = بیزاری
ځلا = تابش
دا یو څو لغتونه ما د مثال په څیر ولیکل، خو لغوي ذخیره ئې ښه او خورا غنیمت، او اوس ډیره راته په کار ده.
گرامري مزایا:
د دې کتاب په زړو اشعارو کښي دا ښه راته څرگندیږي چی پښتو ژبه د قواعدو او گرامر له پلوه پڅوا ارته وه او اوس ئې ډیر گرامري مواد له لاسه وتلي دي، مثلاً ډیري کلمې سته چی اوس یې ځني جزوي ریښې په ژبه کښی را پاته دي، مگر مصدري کیف او فعلي صورت ئې محو سویدی، مثلاً: گڼل مصدر چی د (آرایش) په معنا دي او فعلونه ئې وگاڼل او نور چی اوس نه مصدر سته نه فعل خو گاڼه (زیور) موجود دی.
دغسي دی: ښکلل (آرایش)، یرغالل (تاختن)، یونل (سفر کردن) رپل (اهتزاز) او نور، چي اوس ئې فعلي او مصدري کیف ورک سوی خو ځیني ریښې ئې پاته دي، دغسي د ژبي ډیر گرامری پخواني خواص او مزایا دا کتاب را ښئي.
تاریخي ښیگڼي:
دا کتاب علاوه پر دې چي د ډیرو ملي شاعرانو احوال را سپاري، د وطن د تاریخ ځیني مهم وقایع هم ضبطوي او ډیر غیر مکشوف مواد په لاس را کوی مثلاً: د پښتنو لودي سلاطینو پښتونوالی ثابتوي چی ځینو مؤرخینو خالص عرب گڼلي دي لکه: شیخ حمید لودي او نصر او داؤد، چی وروسته تر ٣٠٠ﮬ په ملتان کښي پاچهان وه، دوهم د غوري پاچهان د عصر ځني نوی نوی حوادث په سند قوي را ښئي او دا ثابتوي چی د غور پاچهان پښتانه او پښتو ژبي وه. د هوتکو د دورې ځني داسی وقایع بیانوي چه تر اوسه له نورو کتابو څخه نه وه را معلوم، رجال، مشاهیر، د دربار اوضاع، د پاچهانو علم دوستي را ښکاره کوي. دا کتاب ډیر علمي، ادبي، حربي، ملي مشاهیر را باندي پیژني، او زموږ د پلرو او اسلافو احوال ښه راته څرگندوي، د مختلفو دورو ډیر غیر مکشوف مواد را ښئي.
دا کتاب راته ښکاره کوي چی د پښتنو اسلاف او نیکونه لکه په توره او جنگ او میړانه کښي چه نومیالي وه دغسي هم د علم او ادب خاوندان وه، ډیر مؤلفین او علماء را ښئي، او د ډیرو کتابو نومونه اخلي، او حواله ورته کوي، چی تر اوسه مو نوم هم نه دي ارویدلي، مثلاً:
تاریخ سوري د محمد بن علی البستي
د خدای مینه د شیخ متي خلیل غوریاخیل
لرغوني پښتانه د شیخ کټه متي زی
اخبار اللودي د شیخ احمد بن سعید اللودي
کلید کامراني د کامران خان سدوزی
غرغښت نامه د دوست محمد کاکړ
محمود نامه د ریدی خان مهمند
او ډیر داسي نور کتب چی د وطن په علمي او ادبي تاریخ کښي ډیر زیاتی کوي. د ښځو شاعرانو په خزانه کښي دا کتاب را ښئي چي د پښتنو میرمني هم د وطن په علمي او ادبي تاریخ کښي ښه برخه لري.
روایتی ټینگار او عنعنه:
محمد هوتک د کتاب مؤلف هسي عالم او فاضل سړی دی، چی په خپل کتاب کښي هیڅ کوچنۍ او لویه خبره بیله سنده نه لیکي، د تیرو شاعرانو په احوال کښي یا راوي ښئي، یا ماخذ او کتاب ته حواله کوي، یا خپله مشاهده لیکي، نو له دې لامله د کتاب روایتي او عنعنوي خوا هم ټینگه او د ویسا وړ ده، ځکه چی مؤلف بې سنده خبره نه کوی ډیر شیان له خپله پلاره را نقل کوي چی هغه هم فاضل او ادیب او غښتلی سپه سالار ؤ. تر دې ځایه مي د کتاب ځیني خصایص او مزایا لنډ لنډ وښوول، په نورو گڼو کښي به ورو ورو د دې کتاب نوري ښیگڼي هم ولیکم، او ځیني د اشعارو نمونې او د کتاب د نثر برخی به اقتباس کړم.[1]
[1]. کابل مجله، ١٣٢٢ کال، ٥ گڼه، ا-٩ مخونه.