د پټی خزانې د دریمی نسخې د دوو نومونو املاء تر اوسه موږ ته د پټی خزانې درې قلمی نسخی څرګندی دی.لومړی نسخه په خپله مؤلف لیکلې او د نسخې په پای کی یې داسی کښلی:
”کتاب تمام سو په ورځ د جمعې ۲۴ د شوال المکرم سنه ۱۱۴۲ هجری په قندهار کی او مؤلف محمد هوتک هم فارغ البال سو الحمد اللّٰه حمداً کثرا“ (درییمه خطی نسخه ۱۱۱مخ)
دوهمه نسخه د مؤلف د لیکلی نسخې له مخی نور محمد خروټی د سردار مهردل خان له پاره قلمی کړې او لیکی:
”بتاریخ دهم ماه ربیع الاول سنه یکهزارو دو صد شصت و پنج هجری گذشته بود از هجرت رسول خدا صلی اللّٰه علیه و سلم بدستخط حقیر و فقیر کثیرا لتقصیر نور محمد خروتی برای عالیجاه رفعت جایگاه سردار عالی تبار سردار مهردل خان قلمی گردید.
هر که خواند دعا طمع دارم زانکه من بنده گنه کارم
(درییمه خطی نسخه، ۱۲ مخ)
دریمه نسخه د دوهمی نسخې له مخی محمد عباس کاسی په کوټه کی د حاجی محمد اکبر هوتکی له پاره قلمی کړی ده او لیکی:
”این کتاب را احقر الناس محمد عباس قوم کاسی در شهر کویته بلوچستان خاص از برای عالیجاه تجارت نشان حاجی محمد اکبر قوم هوتکی قلمی کرد سنه ١٣٠٣ هجری باستعجال تمام قلمی شد.“
(دریمه خطی نسخه، ۱۲۲ مخ)
په یاد شوو نسخو کی لومړی او دوهمه په لاس کی نشته خو له نیکه مرغه دریمه نسخه یی په کوټه کی یعنی د خطاطی په ځای کی یې خوندی وه چی لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبی له څښتن څخه په بیه رانیوله او بیا د دوی په سریزه، لمنو، سمونو، نښلونو، سپړنو او زیار په ۱۳۲۳ ﻫ. ش پښتو ټولنی خپره کړه چی بیا په ۱۳۳۹ﻫ. ش، ۱۳۵۴ش او ١٣٥٦ش کلونو کی دوهم، دریم، او څلورم ځل هم خپره شوه، دا ارځښتناکه نسخه اوس د افغانستان په ملی ارشیف کی ساتله کیږی.
د دې نسخې په ۹۸ مخ کی د بی بی نیکبختی د پيژندګلوی په برخه کی یو مکانی نوم د ”بدنی“ په بڼه ضبط دی:
دا نوم له لومړی او دوهمی نسخې څخه نقل په نقل راغلی دی.
د نسخی په ۱۱۲ مخ کی د (کاسی) قومی نوم راغلی دی چی دا د همدې نسخې د کاتب د شهرت په برخه کی دی او له لومړی او دوهمی نسخې څخه نه دی را لیږدیدلی، څرنګه چی ځينی کسان د دې دواړو نومونو املاء ناسمه ګڼی نو ځکه دلته لږ څه په تفصیل خبری پرې کوو:
بدنی
بدڼی د پيښور شمال ته په اووه میلی کی یو کلی دی چی تر څنګه یې يو سیند هم په همدې نامه بهیږی، خواجه نعمت اللّٰه هروی په تاریخ جهانی او مخزن افغانی کی د شیخ قاسم قادری او د ده د اولادې په برخه کی دا نوم اخیستی دی.
”تولد حضرت شیخ قاسم در سنه ٩٥٦ نه صدو پنجاه و شش بود در کنار رود بدنی فصل بهار و سفر رحلت ایشان در سنه ١٠١٦ هزار و شانزده بود.“ [i]
”دوم شیخ اکبیر المشهور به بالا پیر و تولد شیخ کبیر در سنه ٩٩٤ نهصد نود چهار شب پنجشنبه وقت عشاء چهارم ماه شوال در مقام بدنی واقع شد.“ [ii]
”...و تولد حضرت شیخ امام الدین غره ماه محرم الحرام در سنه ١٠٢٠ هزار بیست شب دوشنبه وقت خفتن در موضع بدنی بظهور آمد و به بیست و سوم ماه محرم الحرام سنه ١٠٦٠ هزار شصت شب چهار شنبه وقت سحر از دار فنا به دار بقا رحلت نمودند.“ [iii]
پټی خزانې د بی بی نیکبختی احوال د شیخ امام الدین غوریاخیل له (اولیای افغان) نومی کتاب څخه د خپل پلار (داؤد هوتک) له خولې را اخیستی دی، او د دې احوال په ترڅ کی د بدنی نوم داسی راغلی دی:
”په سنه ۹۵۶ یې له بطن غوث الزمان قطب دوران شیخ میان قاسم افغان په بدنی کی پیدا سو او دا شیخ په معرفت د خدای شهرت وکا چی په هند او پښتونخوا مشهور سو.“ [iv]
اولیای افغان د همدې سړی تالیف دی چی د مخزن افغان په وروستی ټوټه کی یې نوم راغلی او دا اثر د ۱۰۲۰ – ۱۰۶۰ ﻫ. ق کلونو تر منځ تالیف شوی دی. پټی خزانې د بدنی نوم د بدنی د یوه اوسیدونکی د کښنی له مخی ضبط کړی او دا هم ځکه چی د پښتو په زرهاو هغه نومونه او ویی چی د مغزی غږونو توری (ټ، ډ، ړ، ن) پکی دی په دری او د نورو ژبو په آثارو کی معمولاً په (ت، د، ر، ن) ضبط شوی چی دلته یې د امثالو او نظایرو راوړلو ته اړه نه وینم ځکه چی په دری کی لا تر اوسه هم داسی نومونه په (ت، د، ر، ن) کښل کیږی، نو په اولیای افغان او مخزن افغانی کی هم همدا دود پالل شوی دی.
دا چی محمد هوتک هم دا نوم د بدنی په شکل ضبط کړی نو که د پټی خزانې په دری ګونو نسخو کی همداسی وی دلیل به یې د ده د ماخذونو ضبط وی، ځکه چی دی له پيښور او بدنی نه ډير لیری په کندهار کی اوسیده، په ټول عمر کی دې خوا ته نه دی راغلی او دا نوم یې د دې ځای له اوسیدونکو څخه نه دی نغوږلی نو په دې اساس یې د بدنی د یوه اوسیدونکی کښنی ته اعتبار ورکړی او د همدې اثر په استناد یې کښلی دی، که څوک دا احمقانه دلیل وړاندی کوی چی محمد هوتک د بدنی نوم غلط کښلی دی (؟) نو د ده اثر غلط دی (؟) دا به یوه داسی جاهلانه کلیه وی چی د نړی د علم او ادب زیات ذخایر به د امحاء او بې اعتباری کندی ته وسپاری.
په زړو خبرو به سر نه خوږوو، د لیری کسانو په ویناو پسی به نه ګرځو، د بل نامه لټه به هم نه کوو، همدا بدڼی به په معاصرو لیکنو کی د پيښور د لیکوالو په آثارو کی و لټوو چي څنګه یې لیکی، د نمونې په توګه ښاغلی عبدالحلیم اثر سالارزی چی د بدڼی پر سیند په وارو وارو تیر او بیر شوی دی، په تیر هیر شاعران کی د بی بی ګلی د پيژندګلوی په برخه کی د بی بی نیکبختی ژوند څيړی، په دې څيړنه کی ۲۴ ځایه د (بدنی) نوم راغلی چی پنځه ځایه (بډنی) او نور نولس ځایه (بدنی) ضبط شوی دی. [v]
همدا راز د بډنی د اوسیدونکی قاضی صفی اللّٰه د «سیف المبتدی» نومی تالیف په ځينی چاپونو کی د بډنی پر ځای بدنی چاپ شوی دی. [vi]
جالبه دا ده چی ځينی هغه کسان چی د محمد هوتک د (بدنی) لیکلو ته ګوته نیسی هغوی هم لا تر اوسه د بډنی اصلی نوم سم نه شی لیکلی ځکه د پښتو د پیاوړی محقق همیش خلیل د وینا له مخی د دې کلی اوسیدونکی دا نوم نه (بدنی) وایی او نه « بډنی» بلکه د دوی اصلی تلفظ (بد – ڼ) دی چی تر اوسه چا په خپل اصلی بڼه نه دی ضبط کړی نو هغه کسان چی بدنی غلط بولی او ډیره لویه غلطی ورته ښکاری یو ځل دی بدڼی ته تشریف یوسی د خلکو له خولې دی واوری چی بډنی هم سم دی که غلط.
په نتیجه کی ویلای سو چی په پټه خزانه کی د بډنی نوم د رواج او اقتباس له مخی (بدنی) کښل شوی دی خو اوس چی موضوع و شاربله شوه نو دا نوم باید «بډنی» هم و نه کښل شی او د خلکو له وینګ سره یې (بدڼۍ) ولیکو.
کاسی
د کاسی کلمه د پټی خزانې له مؤلف او اصلی نسخی سره اړه نه لری، دا کلمه د دریمی نسخې د کاتب د قومیت د ښودلو په ترڅ کی کښله شوې ده، سره له دې چی د (کاسی) دا ډول کښنه د پښتو له آر او سټی سره سمه ده، خو ځينی د تهند تر تاثیر لاندی راغلی کسان دا بڼه نا سمه (؟) بولی او حکم (؟) کوی چی «کانسی» یې اصلی شکل دی، موږ د دې له پاره چی علمی مسایلو کی مو داسی له غرضه ډک او جاهلانه حکمونه رد کړی وی، د کاسی په نوم په لنډه توګه غږيږو.
اصلاً کاسیان یا کاسی یوه لرغونی آسیایی قبیله ده چی زرګونه کاله پخوا یې په بین النهرین یرغل وکړ او په ۱۱۷۱ ق. م کی د دوی سلطه پای ته ورسوله شوه، هغه زاړه متنونه چی د کاسیانو نوم اخلی تر میلاد وړاندی د ۲۴ پيړی متنونه دی، آشوریانو دوی د کاسی په نوم پيژندل... [vii]
دا چی یاد شوی کسان څوک وو د نژاد څیړونکو د اوږدو پلټنو له پاره ښه موضوع ده چی موږ دلته پرې څه نه وایو خو په پښتنو کی کاسیان د سړبنیانو يوه پښه ده چی انساب پيژندونکو یې شجره داسی جوړه کړی ده:
سړبن
شرخبون (شرف الدین) خرښبون (خیرالدین)
کند زمند
الوزی، جمریاڼی، محمدزی، موسیغ، کاسی، سبرون، کهیر،کوهیار، شینواری، سام، همر ، سلمت
دا نوم هم کاسیان او هم نور پښتانه هم کاسی وایی او هم یې کاسی لیکی او له همدې کبله په زیاتو پخوانیو او اوسنیو لیکنو او آثارو کی کاسی کښل شوی او ضبط شوی دی. کانسی اصلاً د کاسی هندی تلفظ دی چی هندی ژبو د خپل ژبې د جوړښت سره سم هغه نون غنه پرې ور زیات کړی چي د پښتو ژبی په غږونه کی نشته.
دا په خپله ښيی چی کانسی د پښتنو تلفظ نه دی، محققین او مورخین دا نوم ځکه کاسی لیکی چی نسب شناسان یې له کسی غره سره مرتبط ګڼی او اوس هم د کاسیانو زیاته برخه د کسی غره په لمنه کی ودانه ده. مطلب په کاسی کی د کانسی تصرف ډیر را وروسته شوی او په لرغونو آثارو کی د کاسی په ځای د کانسی بڼه نه وینو.
د نمونې په توګه د خواجه نعمت اللّٰه هروی مخزن افغانی چی په کلکته کی د شپږو نسخو له مخی چاپ شوی په ټولو نسخو کی یې د کاسی کلمه په همدی بڼه ده، یوازی د بانکی پور په نسخه کی یوازی یو ځای د کاسی نوم کانسی کښل شوی[viii] چی ښکاری د دې نسخې د کتابت سن به وروستی وی.
د تاریخ مرصع په قلمی نسخو کی هم د کاسی نوم په همدې بڼه ضبط دی[ix] البته د استاد دوست محمد کامل په چاپ کی د هندی تر تاثیر لاندی کانسی شوی دی.
تر دې را وروسته د حافط رحمت خان په خلاصة الانساب کی هم دا نوم کاسی ضبط دی،[x] تواریخ خورشید جهان هم هيڅ ځای کاسی د کانسی په ډول نه کاږی،[xi] حیات افغانی چی په اردو ژبه کښل شوی هم کاسی په همدې بڼه لیکی،[xii] و قس علی هذا.
په خپله کاسیانو هم د تاریخ په اوږدو کی خپل ځان ته کاسی ویلی او کاسی یې لیکلی دی، د نمونې په توګه په ملتان کی د کاسیانو يوه خطاطه کورنی ده چی د پښتو د زياتو آثارو او خصوصاً د اخون درویزه د مخزن نفیسی نسخې یې کښلی دی، د دې کورنی هر غړی چی د نسخې په پای کی خپل نوم لیکی نو د کاسی کلمه ور سره په همدې بڼه کاږی، له دې کورنی څخه یو هم عبدالغنی کاسی دی چی په ۱۱۴۲ ﻫ. ق کال (د پټی خزانې د تالیف کال) یې د پښتو ادبیاتو یو قمیتی جونګ او هم د مخزن یوه نسخه کښلی دی، د دواړو نسخو په پای کی لیکی:
”تمت تمام شد کتاب مخزن الاسلام بلسان الافغانیه بروز چهار شنبه بتاریخ دوم ماه جمادی الاول سنه ۱۱۴۲، کتبه عبدالغنی ولد ملا شیر خان ... عرف افغان کاسی ام ساکن بلدی دار الامان ملتان.“
”تمت تمام مجموعه بیانهای افغانی بروز پنجشنبه بتاریخ بیست و دوم ماه جماد الثانی سنه ۱۱۴۲، کتبه عبدالغنی ولد ملا شیر خان عرف افغان کاسی ام ساکن بلدی دار الامان ملتان.“
په همدی ترتیب د ده د کورنی نور غړی هم د مخزن په زیاتو نسخو کی له خپل نامه سره د کاسی کلمه لیکی، د دې مخزنونو نسخې په ملی آرشیف او د علومو اکاډیمی په کتابتون کی خوندی دی. [xiii]
اوسنی کاسیان هم چی زیاته برخه یې د کسی د غره په لمن کی ميشت دی ځان کاسیان بولی او همدا اوس هم چی د بلوچستان په خپرونو کی د کاسیانو په باب څه لیکل کیږی د (کاسی) په بڼه دی نه د «کانسی».
په همدې ډول کاسی د مکانی نوم په توګه چی د کاسیانو د استوګنی له مخی پرې ايښودل شوی د هيواد په ډيرو سیمو کی شته او په تاریخی متنونو کی په همدې بڼه ضبط شوی دی.
د غور ولایت د يوې برخی نوم کاسی دی چی قاضی منهاج سراج جوزجانی په اوومه هجری پیړی کی د (کسی) او «کشی» په بڼه ضبط کړی[xiv] او همدا اوس هم د هيواد په بیلا بيلو برخو کی د کاسی په نامه کلی او ځایونه شته لکه:
د کټواز د دوست محمد کلا جنوب غرب ته د کاسی په نامه یو غر شته، همدا راز د ننګرهار د حصارک د تیزین شرق ته د کاسی په نامه یو کلی موجود دی،[xv] او په همدې ډول په لغمان کی د کاسیګړ یو مشهور کلی دی او د هيواد په نورو برخو کی هم لوی او واړه ځایونه په دې نامه شته چی د کاسیانو د زړو مهاجرتونو یا استوګنی له مخی پرې ايښودل شوی دی.
په هر حال د موضوع لمن بیرته را غونډوم او هغه دا چی کاسی نوم که د قوم له پاره دی، یا د ځای او سیمی له پاره دی پښتانه یې د کاسی په ډول وایی او د هيڅ ځای پښتانه هندی نون غنه نه پرې ور زیاتوی له همدې کبله د پخوانیو او اوسنیو کورنیو او باندنیو ليکوالو په لیکنو کی هم دا نوم بی له (ن) څخه کښل کيږی خو اوس یې چی ځينی کسان کانسی لیکی هغوی د هندی تلفظ تر اغیزې لاندی راغلی او که څوک کاسی د کانسی په مقابلې کی ناسم بولی نو دا د پښتو له سټی څخه د ده بې خبری ښیی او د علمی حقايقو په مقابلې کی یې يو جاهلانه مقاومت بللای شو او بس.
منبع: د محمد هوتک یاد، د افغانستان علومو اکاډمی، پښتو ټولنه ١٣٦٢ﮬ،ش، ١١١-١١٨ مخونه.
[i]. نعمت الله هروی خواجه، تاریخ جهانی و مخزن افغانی دوهم ټوک، د سید امام الدین په سریزه او سمون، ډاکه، ۱۹۶۲ ع، ۸۵۱ مخ.
[ii]. همدا اثر، ۸۵۲ مخ.
[iii]. همدا اثر ۸۵۳ مخ.
[iv]. پټه خزانه، عکسی نسخه، ۹۸ مخ.
[v]. اثر، عبدالحلیم، تیر هیر شاعران، ۱۹۶۳، پيښور، ۱۷ – ۲۲ مخونه.
[vi]. وګورئ: د سیف المبتدی چاپی نسخه.
[vii]. وګورئ: د هخدا، لغتنامه، شماره مسلسل ۳۴، حرف ک ا، تهران ۱۳۳۶ ش، له ۱۷۹ تر ۱۸۰ مخونو پوری لنډیز.
[viii]. وګورئ: تاریخ مرصع.
[ix]. وګورئ: تاریخ مرصع.
[x]. حافظ رحمت خان، خلاصة الانساب.
[xi]. شیر محمد ګنډاپوری، تواریخ خورشید جهان، ۱۳۱۱ هجری، عکسی چاپ، ۱۸۵، ۲۰۰ او نور مخونه.
[xii]. حیات افغانی.
[xiii]. آبد روال قلمی نسخه (لاسکښلی نسخه).
[xiv]. منهاج سراج جوزجانی طبقات ناصری، د پوهاند عبدالحی حبیبی سریزه، سمون او تعلیقات ۱۳۴۲ ش، د افغانستان تاریخ ټولنه، لومړی ټوک، ۳۴۸ مخ.
[xv]. قاموس جغرافیایی افغانستان، جلد سوم، ۱۳۳۸ ش، ۲۹۹ مخ.