د پټي خزانې د څلورم چاپ سریزه

         
 علامه عبدالحی حبیبي
 د پټي خزانې د څلورم چاپ سریزه
     

لکه چي د دغه کتاب د لومړي چاپ له سريزي (١٣٢٣-١٩٥٧ ع) ښکاري د پټي خزانې خطي نسخه ما په ١٣٢٢ ش کال په پښين کي د مرحوم علامه عبدالعلي خانوزي کاکړ په وسيله پيدا کړه، لومړى مي په دري ترجمه کړه، شروح او تعليقات مي پر وکښل او په ١٣٢٣ ش کال د پښتو ټولني له خوا خپره سوه. په ١٣٣٩ ش کال د لومړي چاپ له مخه د تاليف او ترجمې د رياست له خوا په ډېر نفاست (٥٠٠٠) نسخې بيا چاپ سوه او لکه چي معلومه وه، د دغه کتاب نسخې ډيري لږي سوي وې، هماغه وو چي په ١٣٥٤ ش کال ئې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا د آمريت له خوا، له اصلي خطي نسخې نه په افسيتي ډول درېيم ځل هم چاپ سو.
  له کومه وخته چي دغه کتاب نشر سوى دئ، د دغو درې دېرشو کالو په موده، ډول-ډول خبري د دغه کتاب په باب اروېدل سوي دي او مختلف شکوک د ځينو خلک له خوا پر ښکاره سوي دي، چا وويل چي دغه کتاب ما جوړ کړى دئ او ځينو بيا دا خبره کړې، چي محمد هوتک دغه کتاب د خپل حکمدار شاه حسين بن حاجي ميرويس خان د خوشحالۍ لپاره جعل کړى دئ، همدارنگه د اروېدلو او نه اروېدلو وړ ځيني خبري په دغه موده کي ويل سوي دي. مگر متاسفانه چي دغو محترمو نقادانو (!) پر دغه کتاب په مستدل او علمي شکل څه نه دي ليکلي چي سړى ئې د اروېدلو او منلو وړ انتقادونه واروي او که ئې خبر او استدلالونه د رد وړ وي، څه پر وليکي.
  متاسفانه تر اوسه پوري د علماوو او دانشمندانو له خوا پر دغه کتاب مفصل بحث نه دئ سوى او هغه څه چي په دې خصوص کي ليکل سوي، هغه ډېر مجمل او تش د شک اظهار دئ، نه کوم علمي او قوي انتقاد، چي د ژبپوهني او ريښه پېژندني د أصولو له مخه د کلماتو پر اصالت او جعليت بحث سوى وي او د هغو له مخه حقايق روښانه سوي وي.

د پروفيسور مارگنسترن ليکني:
  کله چي په ١٣٢٤ ش کال معروف نارويژي ژبپوه مارگنسترن کابل ته راغئ، نو ما د دغه کتاب په باب له ده څخه چي چاپي نسخه مي ئې د مخه ور لېږلې وه، د نظر غوښتنه وکړه، ده جواب راکړ:
  "زما مطالعه په پښتو ژبه کي تر دې حده نه ده رسېدلې چي پر ادبياتو او د شعر پر سبکونو او د تحول پر ادوارو ئې څه ووايم."
خو کله چي همدغه ژبپوه د اسلامي دايرة المعارف د انگليسي ايډيشن په دوهمه طبع کي د پښتو په باب څه ليکلي هلته وائي:
  "پښتو په خپل اصل کي له ايراني ژبو څخه يوه ژبه ده، چي له هندو اروپايي ژبو څخه ئې آزادانه مواد اخيستي دي. او زياتره د ايراني اصواتو د تبادلې قواعد پکښي جاري دي او د ختيځو ايراني ژبو په قطار کي دريږي او له هغو ژبو سره مطابقت او شباهت لري او دا گومان کيږي، چي د شمالي ساکي ژبو له پاته سويو لهجو څخه وي ځکه چي روابط ئې ډېر او سره تړلي دي.
  تر اوسه پوري د پښتو ادبياتو قدامت له ١٧ پېړۍ نه تېرېده، خو د ١٩٤٠ ع کال په کابل کالنۍ کي عبدالحي حبيبي د تذکرة الاولياء څو پارچې خپرې کړي، چي عمر ئې دوهمي هجري پېړۍ ته رسي او همده په ١٩٤٤ ع کال د محمد هوتک پټه خزانه خپره کړه، دغه کتاب په ١٧٢٩ ع کال په کندهار کي کښل سوى دئ. دا کتاب د پښتنو شاعرانو يو تذکره ده، چي له اتمي عيسوي پېړۍ څخه د مؤلف تر عصره د ځينو شاعرانو حال او د کلام نمونې پکښي راغلي دي، خو ځيني تاريخي او ژبني ژور پرابلمونه منځ ته راولي او د اصالت خبره به ئې هغه وخت ثابته سي، چي خطي نسخې ئې د فيلالوژي له نظر وکتلي سي. که چيري د پټي خزانې اصالت ومنل سي، نو هغه زوړ شعر چي محمد هوتک ئې وخت تعيين کړى، د شک وړ دئ. ځکه د راورټي په قول شيخ ملي د يوسفزو تاريخ په (٨٢٠ ق) کښل دئ او تر دې زيات موږ خبر نه يو".
                                    (اسلامي دايرة المعارف ١/٢٢٠ د لندن طبع ١٩٦٠ ع)
  اوس موږ دلته موقع غنيمت گڼو او د نوموړي دانشمند په خبرو تحليلي کره کتنه کوو.
لومړى: دا چي ده پښتو ژبه د ساکي ژبو له پاتي شونو څخه گڼلې هيڅ د تعجب او تامل وړ نه ده او په دې کي هيڅ شک نسته، چي په ټولو آريايي ژبو کي ورته والى او نزدېکت ليدل کيږي، ځکه چي دغه ژبي د هندو اروپايي (آريايي) ژبو له کورنۍ څخه گڼلي کيږي، په دې ترتيب اوس هم موږ په پښتو کي زړې آريايي کلمې مومو، لکه آريانا ويجه (په اوسنۍ پښتو کي اويجه د ټاټوبي په معنى ده) يا آريا ورشه چي (ورشو، چراگاه) د پښتو ژوندۍ کلمه ده. همدارنگه په سلگونو ويدي، اوستائي، ميدي او د فُرس قديم کلمې په دې ژبه کي مشترکي ليدلي کيږي او د ساک په نامه اوس په پښتنو کي يوه قبيله هم سته. خو هغه څه چي نارويژي دانشمند له شرقي ارياني ژبو سره د دې ژبي د نښتون په باب ويلي دي، په دې برخه کي ډېر دلايل له موږ سره سته چي دغه ژبه يوه باختري ژبه وبولو، چي له هندي (شرقي) او ايراني (غربي) ژبو سره د اتصال د کړۍ حيثيت لري، ځکه د ږغ پوهني، د جملو د ساختمان او د کلماتو د ريښه پېژندني له پلوه ډېر زيات ورته والى له شرقي (هندي) ژبو، لکه ويدي، سنسکريت او پراکريت سره لري او همدارنگه له ايراني او حتي آريايي اروپايي ژبو سره ئې صوتي او لفظي او ساختماني مشترکات سته.
  دغه ژبه د (ټ، ډ، ړ، ڼ) په اصواتو کي له هندي ژبو سره د (څ، ځ، ښ) په آوازونو کي له غربي آريايي ژبو لکه: سلاوي آلماني او نورو سره نزدېوالى لري. نو بنا پر دې ئې يوه شرقي ايرانۍ ژبه گڼل د تامل وړ خبره ده او پښتو ژبه هم لکه د افغاني کلتور نور مظاهر داخلي او نور شرقي او غربي نوي راغلي عناصر لري. د سرخ کوتل له کتيبو څخه ښکاري، چي په دوهمه پېړۍ کي باختري کوشاني ژبي زاړه پښتو او دري عناصر درلودل، چي له دغي جملې څخه (آب)، (نو بخت) او (شا)خالصي دري کلمې او بگ (لوى) او مال (وخت) ژوندۍ او مستعملي پښتو کلمې دي پوهر (پور) پدين (بدين) ايوگ (يک) او بوروز مهر او فرومان او نور له پهلوي سره نزدېکت ښيي، د معاصر تاريخ پوه ټاين بي له قوله چي وايي: افغانستان تل د مدنيتونو د څلور لاري په توگه پاته سوى نو پښتو ژبه هم بايد د شرقي غربي او شمالي قديمو آريايي ژبو د اتصال کړۍ وگڼو. د (دز-دژدى) کلمې چي د حصار معنى درلوده د سرخ کوتل د کتيبې په رسم الخط کي (ليز) ده په شمال او سغد کي (ديزه) يو وروستاړى وو، چي د نومونو له آخر سره په نښت لکه: (چاکر ديزه)، په سمرقندي کي مشهور هديره او يا (شاليز) چي په غزني کي د يوه ځاى نوم دئ يا (ورو اليز) چي په والو الج معرب شکل واوښت.
  په دې ډول باختري کوشاني ژبه هم د نورو فرهنگي مظاهرو په څېر د شرقي، غربي او شمالي مدنيتونو په تقاطع کي واقع سوې وه، چي اوس هم پښتو دغه منځنى حال ښيي.
  دوهم: که جناب نارويژي دانشمند د شرقي ژبو ادبي تاريخونو ته نظر وکي او د هغو د ترتيب، تکميل او د ليکلو سير وڅيړي نو به ور ښکاره سي، چي د نويو تحقيقاتو او د نويو آثارو د پيدا کېدو سلسله د ټولو دغو ژبو د ادب په تاريخونو کي جاري ده او خصوصاً د دري ژبي د ادب تاريخ همدغه مراحل او د ژبپوهني پروبلمونه تېر کړي دي.
بله خبره دا ده چي اوس موږ يوازي د تيرو اروپايي پوهانو پر ليکنو اکتفا نه سو کولاى.
کله چي راورټي (١٨٢٥-١٩٠٦ ع) دارمستتر (١٨٤٩-١٨٩٤ع) او يا دورن (١٨٠٥-١٨٨١ ع) سل کاله د مخه په پښتو ژبه کي تحقيقات پيل کړه، نو هغه مهال د پښتو له څو محدودو ادبي او ديني کتابو، لکه د اخوند درويزه "مخزن الاسلام" د اخوند قاسم "فوايد الشريعت" او د رحمان بابا او خوشحال خان دېوانونو پرته نورو آثارو چندان شهرت نه درلود، خو اوس خورا ډېر نوي معلومات زموږ لاس ته راغلي دي.
  څه چي محترم دانشمند د راورټي له ليکنو اخيستي او دا ئې کښلي چي شيخ ملي په(٨٢١ هـ ق) کي د يوسفزو تاريخ ليکلى دا هغه حدسيات دي، چي په بومي او قومي رواياتو تکيه کوي، ځکه چي دغه کتاب تاريخ نه وو او اوس هم د يوسفزو خلک هغه د شيخ ملي د دوتريا دفتر په نامه يادوي او په دغه کتاب کي د ځمکو، اوبو او ځايونو د ويش دودونه راغلي ول او د وېش دغه سيسټم د انگليس د استعمار تر زمانې او د بندو بـست تر مهاله (١٨٦٩ع) پوري هم د سوات د غرنيو خلکو تر منځ موجود وو څرنگه چي له ډېر پخوا څخه د خانانو، فيوډالانو او د اقتدار د خاوندانو دا هڅه وه، چي دغه اجتماعي سيستم له منځه يوسي او ځمکي تر خپل شخصي تملک لاندي راولي، نو بنا پر دې ئې د شيخ ملي دوتر هم له منځه يوړ او د خوشال په عصر کي هم دغه دفتر په سوات کي پټ ساتل کېده، خوشحال خان ويلي دي:
                        په سوات کي دي دوه څيزه که خفي دي که جلي
                        مخزن د درويزه دئ يا دفتر د شيخ ملي

متاسفانه تر اوسه د دغه کتاب نسخه تر لاسه سوې نه ده، خو د سوات په غرنيو سيمو او د يوسفزو په نواحيو کي ئې شهرت تر دې مهاله دوني ډېر دئ، چي د هغه وجود د تاريخ مبدا ټاکي. کله چي د سوات او مردان سپين ږيري د يوې پيښي په باب خبري کوي نو وايي چي دغه واقعه له "دوتره" څو کاله وړاندي يا وروسته واقع سوې ده.
  لکه چي جناب مستشرق ويلي دي "پټه خزانه" بايد د ژبپوهني له پلوه او هم له تاريخي او علمي نظره تر کتني لاندي ونيول سي، دغه خبره سمه ده خو د چا له خوا؟ د هغه چا له خوا چي پښتو ئې مورنۍ ژبه وي او د نوي ژبپوهني په مباديو او د کلماتو په ريښه پېژندنه وپوهيږي د افغانستان او پښتنو له تاريخ سره کاملاً اشنا وي او د منځنۍ آسيا د ژبو له تحولاتو او سبک پېژندني هم خبر وي.
  جناب مستشرق په خپله دې ليکنه کي فکر کړى دئ چي د پښتو قديم اثر خو د راورټي په قول د شيخ ملي (د يوسفزو تاريخ؟) دئ او څرنگه چي محمد هوتک تر نهمي پېړۍ د مخه پښتو آثار ضبط کړي دي، نو بنا پر دې دغه کتاب د شک وړ دئ(!) حال دا چي موږ د نورو ژبو د ادبياتو په تاريخونو کي د دغه ډول واقعاتو مثالونه ډېر ښوولاى سو، چي خلکو د خپلو ژبو تاريخ ادبيات د موجودو معلوماتو له مخي بشپړ کړى او کښلى دئ. خو کله چي نوي مواد پيدا سوي نو ئې د نوو کشف سوو آثارو له موجوديت څخه په دې دليل انکار نه دئ کړى، چي د نوي پيدا سوي اثر يادونه په فلاني کتاب يا تذکره کي نه ده سوې؟
  که چيري د شيخ ملي دوتر پيدا سي او په هغه کي د محمد هوتک د قديمو ماخذو يادونه نه وي، نو دا د دې دليل نسواى کېداى چي محمد هوتک د دغه کتاب جاعل دئ.
  وگورئ! تر سل کاله د مخه زمانې پوري د دري ژبي قديمه تذکره د دولت شاه سمرقندي تذکرة الشعراء وه (د ٨٩٢ ق تاليف) او پخپله دولت شاه کاږي. "تاريخ و تذکره و حالات شعراء فارسى را هيچ افريده ئى از فضلا ضبط نه نموده" (دولت شاه مقدمه) نو په دې ډول زموږ معلومات په دري ادب کي په هغه څه پوري تړلي ول، چي دولت شاه په خپله تذکره کي راوړي دي. ده په ځينو مواردو کي خپل اسناد ښوولي خو په ډېرو ځايونو کي سند هم نه لري او يوازي د کتاب په پاى کي ئې د خپلو هم عصرو اوو تنو شاعرانو سوانح راوړي دي. په ١٨٤٦ ع کال مستر نتانيل بلند د لندن د آسيايي انجمن په مجله کي يوه مقاله وکښله او په هغې کي ئې د دري يوه بله تذکره د عوفى (لباب الالباب) معرفي کړه، چي يوازي دوې نوي خطي نسخې ئې تر اوسه په دنيا کي معلومي دي، يوه د مستر بلند نسخه او بله د برلن د همايوني کتب خانې مخطوطه، چي د مستر بلند نسخه بيا د فقيد مستشرق ايدورد براون او مرحوم قزويني له خوا طبع هم سوه او په دې وسيله زموږ معلومات په دري ادب کي زيات سول او موږ د عوفى نوي معلومات په دې سبب چي دولت شاه ئې يادونه نه ده کړې د ترديد وړ نه بولو، سره له دې چي د عوفى د تذکرې دوې ډيري نوي خطي نسخې په لاس کي دي او د دري ژبي د اکثرو پخوانو شاعرانو دواوين هم له منځه تللي دي د عوفى او دولت شاه په قول موږ د اکثرو دري ژبو شعرواوو ادبي پارچې چي د سبک شناسۍ له موازينو او تاريخي وقايعو سره مغايرت نه لري منو او د شک اظهار مو پر هغو نه دئ کړى. دا له انصافه ليري ده، چي محترم مستشرق په پټه خزانه کي د ژورو تاريخي او ژبپوهني له پلوه د پروبلمونو (!) يادونه کوي، مگر دغه پروبلمونه نه شرح کوي او حتىٰ اشاره هم نه ورته کوي، چي البته دغه کار پرته د عامه افکارو د خړولو بله څه علمي گټه نه لري.
  د دري ادبياتو په قديمو ماخذو کي له لباب الالباب او څو نورو عربي کتابو پرته چي کوم بيت يا جمله ئې نقل کړې وروسته تاريخ سيستان دئ، چي نه ئې مؤلف معلوم دئ او نه د کتاب نوم او د ليکلو طرز ئې هم د سبک شناسۍ د قوانينو له پلوه د پنځمي هجري پېړۍ څخه شروع کيږي او تر ٧٢٥ ق پوري رسي نو بنا پر دې دغه کتاب د يوه لاس او يو آهنگ او يوه ليکوال نه دئ او د ليکلو په يوه سبک هم اړه نه لري.
  دغه کتاب هيڅ پېژندل سوى نه وو، حتىْ د احياالملوک مؤلف شاه حسين چي د صفاري شهزادگانو له بقاياوو څخه دئ او په ١٠٢٨ ق= ١٦١٩ م ئې خپل کتاب ليکه د دغه کتاب له وجود څخه د سيستان د تاريخ په نامه خبر نه وو.
  د دغه کتاب متن د يوې واحدي نايابي خطي نسخې له مخه د پخواني ايران په ورځپاڼه کي (له ٤٧٤ گڼي تر ٥٦٢ گڼي پوري (١٢٩٩-١٣٠٢ ق) خپور سو او د همدغه متن له مخي ئې نوري نسخې وکښلي سوې تر هغې چي د مرحوم ملک الشعراء بهار په زيار په ١٣١٤ ش کال په تهران کي چاپ سو.
  دغه کتاب د دري ادب په تاريخ کي ډېر نوي مواد اضافه کړل چي له هغو څخه د سيستان ذکر کوي د آتشکدې سرود، د محمد بن وصيف سکزي مدحيه او د محمد بن مخلد اشعار د قدامت زاړه سبک او د تاريخي وقايعو سره د رابطې او برابر والي په سبب د منلو وړ دي. که څه هم عوفى او دولت شاه ابداً او اصلاً د هغو يادونه نه ده کړې او د تاريخ سيستان نسخه هم واحده ده، مگر هيچا ونه ويل چي دغه اشعار فلاني شخص يا شاعر يا ليکوال يا د تاريخ سيستان مؤرخ د فلاني غرض لپاره جعل کړل او يا د ژبپوهني او تاريخ له پلوه پروبلم لري.
  که نه وي په لباب، د دولت شاه په تذکره او همدغه تاريخ سيستان او نورو تذکرو او قديمو ماخذو کي په سلگونو ژور حل نه منونکي پروبلمونه پيدا کېداى سي چي د ژبپوهني، سبک پېژندني او تاريخي وقايعو د نه ارتباط له پلوه د منلو وړ نه دي. د مثال په توگه دغه معروفه قصيده چي عباس مروزي ته منسوب ده او د مامون خليفه (حدود ٢١٠ هـ ق) په مدحيه کي ويل سوې ده وگورئ.
اى رسانيده بدولت فرق خود تا فرقدين
گسترانيده بجو دو فضل در عالم بدين (لباب ٢٠)
  د دې قصيدې پر تندي باندي خود جعل او نوي توب کرښي ښکاري.
  په همدې قديم کتاب، کي چي د دري ژبي له قديمو اومعتبرو تذکرو څخه گڼل سوى، يو شعر سلطان محمود ته منسوب دئ، چي د گلستان نومي مينځي په مرثيه کي ويل سوى د دې شعر ژبه ابدا د غزنويانو د عصر ژبي ته نه پاتيږي:

                 تا تو اى ماه زير خاک شدى
                        خاک را بر سپهر فضل آمد
                        دل جزع کرد، گفتم اى دل صبر
                        اين قضا از خداى عدل آمد
                        آدم از خاک بود و خاکى شد
                        هر که زوزاد باز اصل آمد.    (لباب ص ٢٥)
  دا چي سلطان محمود غوندي ستر سلطان د خپلي مينځي مرثيه په داسي ژبه او الفاظو وايي، په خپله د تامل وړ خبره ده، حال دا چي همدغي معتبري تذکرې يو بل شعر هم سلطان محمود ته منسوب کړى دئ.
            زبيم تيغ جهانگير قلعه کشاى.  (لباب ص ٢٥)
  چي همدغه شعر د ايران د ملي شورا د کتب خانې په يوه خطي سفينه او هم په تاريخ گزيده (ص ٤٥٧) کي د محمد بن ملکشاه سلجوقي په نامه ثبت دئ.
  څرنگه چي موږ د عوفى زمانې ته نزدې خطي نسخې په لاس کي نه لرو او دغه دوې نسخې هم وروستۍ دي او د کتابت تاريخ ئې هم نه دئ معلوم او کله چي د بزم آرا مؤلف علي بن محمد حسيني په زرم هجري کال کي د لباب الالباب ټول مواد پرته د ماخذ له ذکره او بې د مؤلف د نامه له يادوني په خپل کتاب کي واخيستل، نو اوس دلته پروبلم منځ ته نه راځي چي د دغه کتاب خلاق څوک دئ؟
سره له دې چي د لباب الالباب په ځينو اشعارو انتقاد هم واردوي او هم هغه آثار او اشعار چي د لندن او مانچستر په متاخرو نسخو کي ليدل کيږي د ١٠٠٠ هـ ق په حدودو کي ئې په بزم آرا کي هم وينو نو آيا دلته د شکوکو او پروبلمونو ځاى نه دئ.
  د دغو ټولو شکوکو او شک لرونکو خبرو سره د لباب الالباب، دولت شاه، آذر او هدايت مقام پر خپل ځاى دئ او دغه کتابونه د تاريخ ادبيات له مهمو ماخذو څخه گڼل کيږي. د يوه قول ضعف او يا د کتاب پر يوه موضوع باندي د شک موجوديت د ټول کتاب اعتبار له منځه نه وړي حال دا چي موږ د ژبي اهل يو د خپل ژبي د تحول تاريخ مو لوستى دئ او پټه خزانه مو هم کلمه په کلمه لوستې او تحليل کړې ده. له هيڅ ډول داسي پروبلم سره، چي هغه دي له ژبپوهني او تاريخ سره مغايرت ولري، مخامخ سوي نه يو او که دغسي يو پروبلم په دې کتاب کي موجود واى، نو هرومرو به مو په تعليقاتو او حواشيو کي هغې موضوع ته اشاره کړې واى. نو د ډېر افسوس ځاى دئ چي محترم مستشرق په کتاب کي هيڅ ژبني او تاريخي معضله په مفصل ډول نه ده شرح کړې او تش ئې د يوه مبهم او مجمل شک په اظهار سره عمومي اذهان مشکوک کړي دي او دا د يوه محقق عالم کار نه دئ.
  پښتو ژبي پخوا تذکره نه درلوده او که تاليف سوې هم وي، د خاتوني د مناقب الشعرا په څير (چي حاجي خليفه او دولت شاه ئې يادونه کړې) له منځه تللى دئ. په ١٣٢٠ ش کال ما له پښتو ټولني د پښتانه شعراء لومړى ټوک خپور کړ او په دې کتاب کي مي هغه مطالب ځاى کړل، چي تر هغه وخته پوري مي سره را ټول کړي وو مثلاً ما هغه وخت د تذکرة الاولياء د ورک کتاب څلور پاڼي (٨ مخه) د هلمند د رود په غاړو کي له يوه کلي پيدا کړي وې هغه پاڼي مي په عکسي شکل او مواد مي ئې په اقتباسي بڼه په هغه کتاب کي خپاره کړل نو هغه څه چي راورټي د پښتو ادب د تاريخ په باب ويلي وو او د دغي ژبي د ادب تاريخ ئې تر اووه لسمي پېړۍ پوري فرض کړى وو، دې کتاب هغه تاريخ ډېر وړاندي بوت او تر دوولسمي مېلادي پېړۍ پوري ئې ورساوه خو کله چي ځيني نور خطي آثار لکه د سلطان سخي سرور د (٥٧٧ هـ ق مړ) کرامات چي د پنجاب د سلطانيه فرقې مؤسس وو، پټه خزانه او د نعمت الله هروي مخزن افغاني (١٠١٨ هـ ق) او نور تر لاسه سول او پښتانه شعراء هم د تجديد نظر وړ سو، نو ما ټول دغه نوي مواد د تاريخ ادبيات په دوهم ټوک کي سره راوړل، چي بيا په ١٣٤٢ ش کال د پښتو ټولني له خوا خپور سو او که په آينده کي نور آثار پيدا سي نو هغه به هم پر زياتيږي، خو بايد چي د محترم مستشرق او د ده په ډول د نورو ښاغلو د شک وړ نه وي، ځکه د ادبياتو تاريخو نه تل د نويو موادو په پيدا کېدو سره د تکميل په حال کي وي اوس موږ ډېر نوي مواد په دري ادب کي لرو، چي د براون تر تاريخ ادبيات وروسته پيدا سوي او دغه نوي مواد پر هغه کتاب علاوه سوي او ځيني ئې هم له منځه تللي دي، لکه: د محمد بن عمر رادوياني د ترجمان البلاغة نسبت فرخي ته او يا هم د يوسف زليخا د نظم نسبت فردوسي ته.
  دا عجبه خبره ده چي ژبپوه استاد د راورټي تر قول سل کاله وروسته د شيخ ملي ورک دوتر (يا په غلط تعبير د يوسفزو تاريخ) د پښتو لومړى اثر گڼي، خو دغه اثر تر اوسه موږ نه ليدلى او نه ئې جناب مستشرق څرک لگولى دئ. نو که دى د يوه ورک کتاب په استناد د پټي خزانې معلوم مواد د شک وړ بولي، د ډېر تعجب ځاى دئ او د يوه ورک او مطلق مجهول کتاب په اثر يو موجود او مشهود کتاب تضعيف کول بيا هم د ډيري اريانتيا خبره ده.
  په پټه خزانه کي داسي کلمات استعمال سوي، چي اوس په مستعمله پښتو کي ژوندي نه دي، مگر د دې ژبي هر ويونکى په پوهيږي او د تاريخ ادبيات او ريښه پېژندني په مرسته ئې پېژندلاى سواى چي دا پښتو کلمې دي او نظاير ئې په قديمو اوستايي او ويدي آريايي کلمو کي راغلي دي.
افسوس دئ چي محترم شکاکان د پروبلم نوم اخلي، مگر په دې برخه کي په تفصيل سره نه ږغيږي چي سړى وپوهيږي چي دغه تاريخي او ژبني پروبلمونه کم دي څوني علمي ارزښت لري؟ چي د يوه معتبر ارزښتمن او نادر کتاب د مشکوکولو سبب سي.

افغانستان د لرغون پوه لويس دوپري تاليف
او د ويلبر د شکوکو نقل
            په دې نامه يو کتاب په ٧٦٠ مخونو کي د امريکا له پرنستون نيو جرسي څخه په ١٩٧٣ ع کال خپور سوى دئ، چي لوستل ئې د افغانستان د پېژندني لپاره (د احتياط په قيد) مفيد دئ.
ښاغلي مؤلف د قبل التاريخ لرغون پوهني په باب کار کړى دئ ډېر آثار ئې خپاره کړي دي، چي د ده دغه کارونه د افغانستان په قديم تاريخ کي گټور او د قدر وړ دي.
            که څه هم د دغه کتاب احصائې کورټ د اعتبار او منني وړ نه دي. سربېره پر دې ځيني نوري تېروتني هم لري. لکه په ١٨٥ مخ کي کورنۍ پښتو گڼله سوې او مقابل ئې ور ته په دري کي خانواده ښوولى دئ، او بيا ئې يوه ليکه وروسته همدغه کورنۍ دري گڼلې او مقابل ئې ورته په پښتو کي کهول ښوولى دئ. حال دا چي کورنۍ او کهول دواړه قديمي پښتو کلمې دي او مقابل ئې په دري کي دود مان، خاندان او خانواده دي.
            په ٧٥ مخ کي دپار دريا کلمه چي معرب ئې ماراء النهر ده او ډېره زړه آريائي (پار) ريښه لري-پاى دريا Pay-i-Darya ضبط کړې ده، حال دا چي د افغانستان خلک تر اوسه "پار دريا" وايي.
په ٨٠ مخ کي ئې ميرزا عبدالقادر بيدل په ١٦٤٤ ع کال د پټنې زوکړى او په ١٧٢٠ ع کال دهلي مړ، د دهلي د گورگانيانو د دربار د پارسي استاد ښوولى دئ، حال دا چي په ٩٢ مخ کي بيا همدغه ميرزا عبدالقادر بيدل د معاصرو شعراوو، بيتاب، قارى او مستغني په صف کي راوړى او اثر ئې په ځوانو شاعرانو ډېر ژور ښيي.
            په ٨٢ مخ کي سردار غلام محمد خان طرزي سياسي نفي سوى شاعر سر لوحه ليکونکى ښيي او د شکسته نويسۍ ماهر ئې بولي خو موږ دا وايو چي د شکسته ليکني طرز، چي په خپله د خوش نويسۍ يوه نوعه ده له نهمي هجري پېړۍ را په دې خوا باب سوې خو دى ئې په broken-line poetry ترجمه کوي، چي غلط محض دئ او له شاعري poetry سره هيڅ تعلق او ربط نه لري. دى وايي: هغه وخت په افغانستان کي فاميلي نوم نه وو، خو ده خپل ځان ته "طرزي" stylist وايه، چي دغه مساله هم ذاتاً غلطه او د مسالې په نه پوهېدلو تعلق لري.
            طرزي د غلام محمد خان شعري تخلص وو او له زرو کالو په دې خوا د افغانستان په دري ادبياتو کي د شعري تخلص دود موجود وو لکه فرخي، دقيقي، جامي او حتى د طرزي تره مشرقي او عندليب د هغه زوى، چي دا ټول کورني نومونه نه ول او لکه مستغني، قاري او بيتاب شعري تخلصونه او نومونه ول، بايد د کورني نوم او د شعري تخلص فرق وسي او دا چي تر غلام محمد خان وروسته د هغه نوميالي زوى، د خپل پلار تخلص کورنى نوم کړ، او اوس يوه کورنۍ په دې نامه سته. دا البته د نوي عصر د غوښتنو او د غربيانو په تقليد د کورنۍ نوم رواج دئ.
            د کتاب په تاريخي موادو کي هم ډيري ناوړي غلطۍ ليدل کيږي مثلاً په ١٦ څپرکي (ص ٣١٢) کي په افغانستان کي د اسلام د خپرېدو په باب او همدا رنگه د عربو لومړنۍ لښکر کشي په ٨٠-٨١ ق کال د کندهار له لاري ښيي. حال دا چي د اسلامي عساکرو پرمختگ د سيستان او هلمند او بُست او رخج له لياري وو او د کابل فتح د ابن سمره په وسيله په ٣٦ ق کي سوې ده. (تاريخ سيستان ص ٨٥، فتوح البلدان ص ٤٨٨) په دغه ډول نوري غلطۍ په دې کتاب کي ډيري زياتي دي. په هر صورت زموږ د کتاب له نورو تېروتنو او مطالبو سره څه کار نسته په (٧٥١ مخ) کي د افغانستان د ادبي سوابقو د تلخيص په برخه کي د دري ادب د قديمو شاعرانو محمود وراق، حنظله بادغيسي او نورو شعرو نه پرته له کومي تبصرې اخلي، هغه ترجمه او معرفي کوي مگر د پښتو په باب کاږي. (د پښتو ادبياتو ته حتىْ په افغانستان کي هم توجه نه ده سوې نجيب اللّٰه، د افغانستان محقق او سياست مدار په خپل گټور کتاب "ادبيات اسلامى" ١٩٣٦ ع کي پښتو ادبيات نه دي ليکلي).
            د پټي خزانې پر اصالت چي په ١٧٤٩ ع (صحيح ١٧٢٩ ع) په کندهار کي نشر سوې ده (صحيح ختم سوې ده) او د ٧-٨-٩ پيړيو پښتو اشعار ئې راوړي دي په دې تازه گيو کي د ويلبر له خوا شک ښکاره سوى دئ (زبان و اجتماع مساله ايران د ٢٢-٢٣ مخونو ٢ نوټ ١٩٦٧ ع کال) ځکه چي د پښتو آثار تر ١٧ قرن د مخه تر لاسه سوي نه دي او تر ٢٠ قرن پوري په بطي او نا منظم شکل را رسېدلي دي) (د افغانستان ص ٨٣) د ښاغلي دوپري دغه مجمله تبصره هم يوه اشاره ده چي هيڅ دليل او تفصيل نه لري او پرته د اذهانو له تشويبه بله معنى نه ځني اخيستله کيږي. ده د ويلبر پر شک چي نه ئې يوه کلمه پښتو زده وه او نه ئې د دې ژبي تاريخ ادبيات لوستي وه او دغه تبصره هم د ده په مطلق جهل دلالت کوي، تکيه کړې ده، چي دا کار د محققانو او تاريخ پوهانو نه دئ.
ما ويلبر نه دئ ليدلى او نه ئې پېژنم خو مقالې مي يې ليدلي دي، علمي نه دي بلکي ډيري سطحي او سياسي رنگ لري او پر هغو تبصره د يوې علمي ليکني کار نه دئ.
            خو دا چي مرحوم نجيب الله په خپل کتاب کي د پښتو ژبي او ادبياتو يادونه نه ده کړې په دې دلالت نه کوي، چي گوندي دغه ژبه قديم تاريخ او ادب نه لري ځکه امکان لري هغه کتاب چي ليکنه ئې ده ته سپارل سوې وه په هغه کي د پښتو ادب پر تاريخ بحث نه کېدى.
            ښه مي په ياد دي، چي دغه مرحوم په هغو مجالسو کي هم شرکت درلودى چي د دغه کتاب د حواشيو تعليقاتو متن او د اشعارو د ترجمې د لوستلو د پاره د کتاب تر چاپ د مخه جوړېدل، ده په هغه وخت کي د کتاب پر متن او اشعارو څه اعتراض نه درلودئ او کله به چي ئې د پښتو د قديمو قصايدو ترجمه واروېده نو به ئې له سترگو اوښکي تويي سوې، خو دا چي ده په خپل کتاب کي د پښتو ادبياتو په راوړو کي سکوت کړى، شايد دغه موضوع د هغي موسسې په تعليمي مقرراتو اړه ولري او که چيري د افغانستان په ځينو کتابو کي د پښتو ادبياتو يادونه نه وي سوې، نو دا خبره د پټي خزانې د امتياز د سقوط موضوع نسواى کېداى.
پر شيخ سعدي باندي اعتراض لري چي ولي ئې دغه معروف بيت:
                        اگر سه روز را گويد شب است اين
                        ببايد گفت اينک ماه و پروين

په خپل اخلاقي کتاب کي راوړي او درواغ ويل ئې جايز کړي دي. که دغه اعتراض وارد هم وي د يوه تن اعتراض دئ، د گلستان ادبي ارزښت نسواى لږولاى. بله دا چي مرحوم نجيب الله په پښتو ادبياتو کي وارد نه وو، نو څه به ورسيږي دې ته چي ده دي د پښتو وسيعو ادبياتو پر تحول خبري کړي واى.

د دکتور علي اکبر جعفري شک اميزي ليکني
   د سخن مجلې د ١٣٤٦ ل. کال پرله پسې گڼو کي د پښتو په باب د دغه پوه په قلم ځيني مقالې خپرې سوي، چي د ١٧ د وري په څلرمه گڼه کي پر پښتوادبياتو هم مختصر بحث لري، زما په مقالو او نوشتو او کتابو حواله ورکوي، د سلېمان ماکو تذکرة الاولياء او پټه خزانه د پښتو په اولنيو آثارو کي شميري.
            ښاغلى جعفري لومړى په دې اعتراف کوي، چي خپل ځان د دې وړ نه بولي چي په دې باب قضاوت وکړي (سخن ص ٣٣٥) مگر بيا هم په اسلامي دايرة المعارف کي د پروفيسور مارگنسترن له نوشتو متاثر سوى او د هغه مشکوکي خبري را نقلوي او بيا هم د ډېر افسوس ځاى دئ، چي په دې خصوص کي هيڅ تفصيل نه ورکوي او پرته له دې چي مثالونه ورکي، او نظاير وښيي، ليکي: (از ديدن بعضى واژه هاى هندى که تلفظ آنها را نمى توان از چند قران اخير کهن تر دانست و بيکمان پښتو آنها را پس از کشور کشاييهاى پښتو زبانان در شبه قاره هند در خود پذيرفته است.) په دې برخه کي دى اريان سوى او فکر کوي چي دا موضوع لږ تر لږه درې علته لري:
١. در داستانهاى نثر فارسى ديده ميشود که نويسنده در جاهايى که خودش مناسب ميداند شعر هاى از خود يا از شاعران ديگر دردهار قهرمانان مانند رستم، افراسياب، دارا، سکندر، دختر خاقان چين، امير حمزه و ديگران ميگذارد، ممکن است، که داستان گويان پښتون هم در باره امير کروړ و ديگران همين کار را مى کردند و محمد هوتک با منابعى که وى از آن سود جسته آنرا راست انگاشته اند... تا چه اندازه محمد هوتک درستى و نادرستى گفته هاى مردم را بررسى و وارسى کرده ما نميدانيم.
٢. اين شعر ها از زمان کهن تا روز گار محمد هوتک به علت دهان به دهان گشتن ديگر گونيها ديده (تازه نما) گرديدند.
٣. نسخه برداران در آن مطابق زمان خود دگر گونيهايى پديد آوردند به هر حال با وجود تازگيهايى که در آن ديده ميشود ازين شعر ها بوى کهنى مى آيد (سخن ص ٣٣٧).
په دې لوړ مشکوک او مجمل اظهار کي بيا هم د هندي لغاتو يا نوو لغاتو او يا هم تازه نما کوم مثال نسته چي هغه د ښاغلي دکتور د شک وړ گرځېدلي وي او بيا دي د نويوالي تر څنگ د زړوالي بوى هم ځني ولاړ سي.
            د هندي کلماتو په باب بايد وويل سي، چي پښتو له زړو آريائي ژبو ويدي او سنسکريت سره مشترکات لري، چي ډيري قديمي ويدي او سنسکريت کلمې اوس هم په پښتو ژبه کي ژوندۍ او رواج دي او د پښتو په منځنيو او زړو ادبياتو کي هم راغلي دي.
او دا وضع بايد په دې ډول وي ځکه آريايي خلک له همدې خاوري (افغانستان) څخه شمالي هندوستان ته تللي او ډېر ژبني ماثر ئې له ځان سره وړى او بيا په تگ راتگ او تجارتي مبادلاتو او اجتماعي تاثيراتو کي ډېر هندي کلمات پښتو ته راغلي او له دې ځايه هند ته تللي دي، چي ما دغه خبري د پښتو ادب په تاريخ کي په تفصيل سره راوړي دي (وگورئ د پښتو ادبياتو تاريخ ج ١ طبع اول ١٣٢٥ طبع دوهم ١٣٥٤) خو ما په پښتو قديمو اشعارو او يا هم د گورگانيانو له دورې (٦٠٠ حدود) د مخه آثارو کي داسي کلمې نه دي پيدا کړي، چي د ښاغلي جعفري په قول ئې تلفظ له څو وروستيو پېړيو پخواني ونه بلل سي. خو څنگه چي ده کوم مثال نه دئ راوړى او ما خپله په زاړه ادب کي د داسي کوم شي څرک نه دئ ايستلى نو له دې زيات په دې باب څه نه سم ويلاى.
            کاشکي ښاغلي نقاد (!) د خپلي مدعا د اثبات لپاره مثالونه ورکړي واى ښاغلي دکتور په خپلو دريو راوړو عللو کي په لومړي علت کي پټه خزانه (د پښتو شاعرانو تذکره) د پارسي د داستاني نثرونو د کتابو په جمله کي راوړې، چي دا هم د جنس او نظير له مخي سم قياس نه دئ. ځکه چي ده تذکره ليکنه له داستان ليکني سره خلط کړې ده، حال دا چي پټه خزانه د دولت شاه د تذکرې لباب الالباب مجمع الفصحا، د آذرد آتشکدې او نورو په څېر يوه تذکره ده، چي موږ د دې اروېدني او روايات د دوى په کتابو کي وينو او په ډېرو مواردو کي دوى د ورکو کتابونو څخه نقل قول کوي او کله هم خپل منشا او ماخد نه ښيي چي په دې اساس د رواياتو د سموالي او نا سموالي احتمال د ټولو شرقي ژبو پر تذکرو وارديږي سره له دې چي محمد هوتک د امير کروړ د شعر لپاره ماخذ هم ښيي (لرغوني پښتانه د شيخ کټه متي زي تاليف) چي دغه مؤلف له تاريخ سوري څخه د غور په بالشتان کي مواد اخيستي وو. (حدود ٧٥٠ ق) نو له دې امله نسواى کولاى چي د پټي خزانې محتويات او روايات د پارسي پر داستاني کتابو قياس کړو.
            دوهم دا چي جناب جعفري په کم دليل ځيني اشعار "تازه نما" بولي او بيا د "بوى کهنى" استشمام هم ځيني کوي دا خبره معلومه او مشروعه نه ده. ظاهراً د زړوالي او نويوالي تر منځ تضاد موجود دئ، خو ښاغلي ليکوال دواړه يو ځاى راوړي، آيا منطقاً دغه تضاد جايز دئ او د ليکونکي خپل منطق مذبذب نه دئ؟
            درېيم: د خطي کتابو د ليکونکو تصرفات يقيني دي، موږ د شرقي ژبو په کتابو کي دوه سره ورته نسخې گرد سره نه سو پيدا کولاى که چيري موږ د فردوسي د شاهنامې په سلگونو نسخې چي د مغلو له تاړاکه وروسته کښل سوي، سره مقابله کو په ډيري سختۍ به دوې نسخې سره ورته پيدا کو. له بده مرغه د پټي خزانې او يا د هغې د قديمو ماخذو کومه نسخه اوس په لاس کي نسته چي د هغو له مخي دا معلومه سي، چي په پټه خزانه کي تر کومه ځايه د کاتبانو تصرف راغلى دئ.
د سبک پېژندني او مادي او معنوي خصوصياتو له پلوه د مغلو له دورې مخکي قدماوو ته منسوبو پښتو اشعارو خپل لرغونتوب ساتلى او ډيري داسي متروکي کلمې پکښي سته چي د ريښه پېژندني له نظره اصالت لري، خو اوس په ژبه کي نه استعماليږي.
هندي کلمې چي ښاغلي جعفري ئې يادونه کړې دا د آريايي ژبو هغه زاړه مشترکات دي چي پښتو په هغو کي د شرقي او غربي ژبو تر منځ د وصل د کړۍ حيثيت لري او د دغو کلمو استعمال هم په پښتو کي قديم دئ.
            د مثال لپاره د ښکارندوى غوري په مدحيه قصيده (ص ٥٧ پټه خزانه) کي د "بودتون" کلمه راغلې چي ظاهراً ئې ريښه له هندي "بود" کلمې سره يو شان ده مگر پښتو ته ئې راتلل تر اسلامي دورې په مخي وختو پوري اړه لري او دا بايد د سلطان محمود د فتوحاتو اثر ونه بولو.
البيروني د الهند په کتاب (١/١٦٣) کي کاږي چي هيولا بالقوه درې خاصيته لري: عقل، دين او جهل چي لومړني ته ئې (بدهـ) وايي، او د نفس د خوښى او راحت علت دئ او دغي کلمې بيا وروسته په نورو آريايي ژبو کي هم ريښه وځغلوله لکه مو بد (حافظ الدين) سپه جمع بد (سپه سالار) او نور...
            د البيروني په قول د مشهور داي "بودا" نوم هم له "بد" څخه وتلى دئ چي د ماني په کتاب "شاپورگان" کي هم په دغه ډول راغلى دئ. او په عربي کي هم بد د "بت" په معنى راغلى دئ. ابوالعلا معري د دنيا په غندنه کي ويلى دئ:
                        والقلب من اهوائه عابد
                        ما يعبد الکافر بده( )

له دې تحليل او د کلمې د تاريخي سير له مخي ويلاى سواى، چي پښتو بودتون (بتخانه) په اصل کي ظرفي بودتون وو، چي استعمال ئې د غوريانو په عصر اړه لري (٥-٦ قرن) او دا بايد يو نوى آميزش ونه گڼو او په دې ډول په سل گونو هندي، ترکي پهلوي او اوستايي کلمې د پښتو په قديمو ادبياتو کي وينو چي اختلاط ئې د اسلام له عصره لرغونى دئ او هغه بايد د ښاغلي په قول له (تازه نما) ونه شميرو بلکي هماغه زوړ رنگ او بوى لري.
  په هر صورت تر مغلو د مخه پښتو آثارو علمي تحليل بايد د ريښه پېژندني د موازينو او په ژبه او ادب کي د تحولاتو د سير او همدارنگه له تاريخي پيښو سره د تطابق له مخي وسي او هغه څوک بايد دې کار ته لاس واچوي چي په دغو ټولو مواردو کي پوره لاس او معلومات ولري او د خپلي مدعا د اثبات لپاره مثالونه ورکولاى سي، او خپل دلاليل په اجمال او اشاره را نه وړي چي د اذهانو د تشويب سبب نه سي.

 
داخلي شکاکان
  يوه بله مساله چي دلې بايد توضيح او تصريح سي ځيني هغه خبري دي، چي په افغانستان کي له خلکو اروېدل سوي او احياناً ئې ليکلي هم دي. دغه خلک په دې خصوص کي ځيني شخصي رايي او خبري لري او څه چي وايي پر حقايقو متکي نه دي، زه دلته د دغه کتاب د مطلق مدافع په توگه خبري نه کوم بلکي غواړم خپلي اروېدني د علم له پلوه تحليل کړم که وروسته تر دې هم څوک علمي خبري وکي پرته له کوم ټينگار او تعصبه بايد واروېدل سي او که چيري دغه علمي خبري د تامل وړ وي نو بايد تر تحقيق او څېړني لاندي ونيول سي.
  يوه ليکونکي يوه پوښتنه داسي طرح کړې وه، چي د پښتو ژبي لومړنى شعر بايد معتبر تاريخي سند ولري او محققين نه سي کولاى بې له کومه معتبره سنده اظهار نظر او قطعي حکم وکړي او داسي نوري خبري.
  دلته بايد وويل سي چي د پټي خزانې او نورو ژبو د تذکرو په مطالعه کي په قطعي صورت د "اولين شعر" يا قديمترين نظم او نثر د اصطلاحاتو کارول درست کار نه دئ، ځکه په مجرد او مطلق ډول پر يوه شعر د اولين شعر حکم کول سم کار نه دئ او شعر په اني صورت او په يوه ژبه کي د تکامل د مراحلو له تېرولو پرته وهلتانه نازليږي هغه څه چي تذکره ليکونکو د دري د قديم شعر په باب کښلي او قديم دري شعر ئې بهرام گور يا محمد بن وصيف سيستاني يا عباس مروزي يا ابوحفص بن احوص سغدي ته منسوب کړى، هم سمه خبره نه ده او بايد داسي وويل سي چي لومړنى مکشوف شعر يا قديمترين منظوم او منثور اثر چي په پلانۍ ژبه کي تر اوسه پېژندل سوى دئ او له همدې امله موږ د پټي خزانې په استناد د امير کروړ شعر د پښتو لومړنى معلوم او مکشوف شعر گڼلى او لکه چي مي په تعليقاتو کي هم کښلي د دې ژبي نظم له دغه شعره پخوا د خپل پخوالي او ادبي نضج مراتب تېر کړي دي، تر څو چي په دوهم هجري قرن کي د متانت او صلابت دغي درجې ته رسېدلى دئ او زما دغه نظر د هغو علماوو له نظره سره چي د دري قديمو مکشوفو آثارو په باب ئې ښکاره کړي دي يو شان دئ.
  دوهم دا چي په تذکرو کي د قديمو اشعارو يادونه يوازي د يقين مؤيد نه سي کېداى، ځکه په تذکرو کي ځيني داسي خرافي او غير علمي موضوعونه هم راغلي دي، چي هغه بايد د نوو علمي معيارونو په وسيله په انتقادي نظر رد سي. د نوي تحقيق طرز خو پر تجربه او مشاهده ولاړ دئ او اوس په دې خصوص کي سبک پېژندنه، ريښه پېژندنه او حتى د شعر او فکر پوهنه معيار گڼلى سي او په همدې سبب سبک پېژندونکو علماوو په لباب الالباب کي د محمد عوفى روايت د عباس مروزي د قصيدې په باب رد کړى دئ، خو په همدې کتاب کي ډېر د منلو وړ مواد هم سته.
د تحقيق په ټولو مواردو کي (جديد وي که قديم) انتقادي نظر او د ژبپوهني او سبک پېژندني له علمي معاييرو سره د هغه مطابقت شرط دئ او د ښو له بدو او د اصيل له نا اصيله بېلول، د سبک پوهانو کار دئ، چي د خپلي ژبي پيدا سوي آثار د قدامت په لحاظ درجه بندي کي نو بنا پر دې موږ د امير کروړ شعر د پښتو لومړنى لاس ته راغلى شعر بولو او کېداى سي وروستۍ پلټني نور پخواني اثار تر لاسه کي.
  درېيم دا چي ليکونکي کښلي دي: "په دولسمه پېړۍ کي د محمد هوتک اظهار نظر د امير کروړ د شعر په باب قانع کوونکي نه دي او کله چي د نن ورځي محقق له دغه ډول مسالې سره مخامخ سي بايد خپل ځان پر تسکين نه کي او د قناعت وړ ئې واقع سي". ښاغلى ليکونکى په خپل دې حدس کي هم گرم دئ، ځکه کله چي د ننني محقق خبري کيږي نو بايد پوښتنه وسي، چي کوم محقق؟ که مقصد نقاد، ليکوالان او د تاريخ ادبيات محققان وي خو نو د دغو علماوو سره د دغه کتاب په وړاندي د دغسي محض انکار او عدم تسکين رويه نسته.
  په لباب الالباب، د دولت شاه په تذکره او همدارنگه د دري او عربي او نور شرقي ژبو په ډېرو تذکرو کي په زرگونو داسي شعرونه موجود دي، چي نوو محققانو د تذکرو د هماغه واحد روايت له مخه منلى دئ مثلاً د براون، همايي، صفا، سعيد نفيسي او دکتور شفق او نورو کتابونه له دغه ډول رواياتو ډک دي. که چيري دغه خلک علما او محققان ونه گڼو نو د دغي کلمې مصداق به د عنقا په څېر وي.
  نن د حنظله بادغيسى دېوان نسته، خو د نظامي سمرقندي د چهار مقالې (ص ٢٦) په قول دا دېوان له احمد بن عبدالله خجستاني (مقتول ٢٦٢ هـ) سره موجود وو او هغه ئې وايه او د دري له دې قديم شاعر څخه فقط يوه دوې قطعې په لباب الالباب او چهار مقاله کي پاتي دي که څه هم د سبک پېژندني له پلوه هغه اوس هم د شبهې وړ دئ. عوفى په خپله وايي، چي د ابوالفتح عربي او دري دېوان مي ليدلى دئ (ص ٦٢ لباب) خو اوس پرته له څو دري بيتونو د بُست د دغه ذواللسانين شاعر نور دري شعرونه په لاس کي نسته او عربي مکمل دېوان ئې ابراهيم بن علي طرابليسي په ١٢٩٤هـ ق کال چاپ کړى وو، اوس دکتر امير محمود انوار په تهران کي د څو خطي نسخو له مخه په ١٣٥٠ بيتونو کي تکميل کړى دئ (مقالات و بررسيها، ج١٣-١٦، ص ٣٤٥ طبع تهران) اوس چي د قديمو شعراوو دېوانونه ورک دي نو که موږ وروستۍ ليکني کان لم يکن وگڼو بيا به د نن ورځي د محقق لپاره د تحقيق او څېړني هيڅ موضوع پاته نه وي او په دې ډول بايد د تاريخ ادبيات نيم موضوعونه له منځه يوسو، ځکه هغه مواد چي په لباب الالباب او نورو تذکرو کي راغلي داسي، مواد دي چي پخپله تذکره ليکونکي راټول کړي نو که چيري د دوى پر نقل اعتماد نه وي نو د ننني محقق لپاره د تحقيق په برخه کي هيڅ نه پاتيږي ځکه د اکثرو قديمو کتابو (د شاهنامې په شمول) اصل له منځه تللى او د هغو نقل په لاس کي دئ. خو که د ځينو په نظر د يوه ليکوال لکه محمد هوتک اظهار نظر د شک وړ وي نو د نور لپاره بيا د عوفي او دولت شاه او آذر او هدايت کښني د اعتبار وړ نه دي که دولت شاه او عوفي تر محمد هوتک قديم دي آذر خو ئې معاصر او هغه بل تر ده وروستى دئ.
  بيا ليکي "د محمد هوتک په څېر د يوه ليکوال اظهار نظر..." نپوهېږم چي ولي ئې د محمد هوتک اظهار نظر د قناعت وړ نه دئ بللى؟ حال دا چي د عوفي، دولت شاه، آذر او هدايت کښني هم د محققانو تر څېړني او بحث لاندي دي هغه مرتبه چي عوفي او هدايت د پارسي ژبي او ادب په ليکنه کي لري،محمد هوتک تر هغوى زيات په پښتو ادب کي وارد دئ، د محمد هوتک تېروتني د پټي خزانې په کښنه کي د دولت شاه او هدايت په پرتله ډېر لږ دي، هغه احتوا چي عوفي، دولت شاه او نظامي سمرقندي پر دري ادب درلوده، محمد هوتک په هماغه اندازه په پښتو ادب کي خبير او بصير دئ. محمد هوتک په کندهار کي د هوتکيانو د دربار منشي او د ثقه خبري خاوند دئ او د اقوالو په نقل کي د عربو او عجمو د مؤرخينو په څېر خپل سند، که ليکلى وي او يا ئې اروېدلى يادوي چي د دغو اقوالو ډېر کتابونه او منابع لا تر اوسه هم سته، لکه د نعمت الله هروي مخزن افغاني او د خوشحال خان آثار او د نور محمد غلجي نافع المسلمين.
  هغه کتابونه چي محمد هوتک ليدلي او يا ئې بالوسيله نقل ځيني کړى دئ او اوس له منځه تللي نه سو کولاى چي هغه مجهول وگڼو او نه د محمد هوتک په منقولاتو کي د سبک شناسۍ او تاريخ له پلوه د جعل آثار ښکاري. او دا د هغو نقلونو سره شباهت لري چي دولت شاه د ابوطاهر خاتوني له مناقبت الشعراء څخه کړى دئ (ص ٢٦، ٤٧) سره له دې چي د مناقبت الشعراء کتاب ورک دئ مگر موږ د دولت شاه نقل قول تر هغه وخته منو، چي د هغه د نقض مقابل قول پيدا سي.
په همدې ډول په ډيرو معتبرو تاريخونو، لکه تاريخ بيهقي او طبقات ناصري کي ځيني داسي اقوال ليدل کيږي، چي له ورکو کتابو څخه ئې نقل کړى دئ او د هغو کتابو اصل په لاس کي نسته لکه د بو نصر مشکان مقامات چي مؤلف ئې د غزنويانو د دربار منشي وو او زجاجي وايي چي دغه کتاب لس جلده وو، خو اوس په لاس کي نسته خو هغه څه چي بيهقي له هغه ورک کتابه نقل کړي دي، هغه موږ صحيح گڼو او د بيهقي پر واحد نقل قول (سره له دې چي د دغه کتاب قديمه نسخه هم په لاس کي نسته) اعتماد لرو. او همدارنگه د محمود وراق ورک تاريخ مسامره خوارزم، مقامات محمودي او نور ټول د بيهقي مراجع دي او ډېر زيات مواد ئې له دغو کتابو څخه نقل کړي دي. همدارنگه منهاج سراج هم د سلامي، تکملة اللطايف، احداث الزمان تاريخ مجدول، منتخب تاريخ ناصري، نسب نامه غوريان او تاريخ نابي له ورکو کتابونو څخه مطالب راوړي دي او اوس د دغو کتابو نسخې زموږ په لاس کي نسته، خو د منهاج سراج پر قول اعتماد کوو، سره له دې چي د دغو کتابو هم د جوزجاني او بيهقي عصر ته نزدې نسخې اوس موږ نه لرو.
  اوس نو که چيري موږ دغه فورمول د فارسي ژبي د تذکرو او تاريخونو په باب قبلوو نو د هيڅ دليل ځاى نه پاتيږي، چي هغه د محمد هوتک په باره کي هم ونه منو، که چيري د محمد هوتک نقل قول په دې نسبت چي د دولسم قرن سړى دئ، د قديمو آثارو په باب ونه منو نو دغه فارمول پر آتشکده آذر او د هدايت پر مجمع الفصحاء هم د تطبيق وړ دئ او موږ بايد ددغو کتابونو واحد نقل او اخبار هم ونه منو ځکه چي آذر او هدايت هم د ١٢ او ١٣ قرن خلک دي.
خو څرنگه چي دغه ډول فارمول له محققانو سره نسته، نو بايد پرته له کومي ملاحظې او خاصه تعصبه دغه ټول کتابونه په يوه سترگه ووينو مخصوصاً په هغو ځايو کي چي مؤلف کتاب او يا اروېدني ته حواله ورکوي او له ځانه څه نه ليکي لکه محمد هوتک چي د پخوانيو د دغو اُصولو سخت پابند دئ، خصوصاً د امير کروړ د احوالو او شعر په راوړو کي خپل ماخذ لرغوني پښتانه د شيخ کټه متي زي غورياخېل بن شيخ يوسف بن شيخ متي (حدود ٧٥٠ هـ ق) تاليف ښيي، خو څرنگه چي شيخ کټه په خپله دغه مواد له تاريخ سوري د محمد بن علي البستي له تاليفه نقل کړي ول، نو د محمد هوتک د روايت عنعنه هم په دې خصوص کي ښه معلومه ده او لکه چي د منهاج سراج او بيهقي پر هغو مطالبو چي له ورکو کتابو څخه ئې اخيستى اعتماد کوو، نو دغه رنگه بايد په پټه خزانه کي د محمد هوتک نقل قول هم د اعتماد او باور وړ وگاڼه سي.
  حال دا چي موږ د امانت رعايت د ده په هغو نقلونو کي چي ئې له مخزن افغاني، د رحمان بابا دېوان، د عبدالقادر خان دېوان او خوشحال خان له اشعارو کړى، مومو نو له ورکو کتابو څخه د هغه په نقل قول هم بايد باور ولرو او لکه چي لوړ مو هم وويل دغه ډول نقلونه په نورو تذکرو کي هم سته، او يا پخپله د مؤلفانو ضبط کړي مواد هم پکښي پيدا کولاى سواى، چي د تاريخ ادبيات پنډ ټوکونه ورڅخه ډک دي او حتى تر هغه چي لباب کامله نسخه نه وه پيدا سوې له لباب الالباب څخه د عرفات العاشقين په وسيله د هدايت پر وروستي نقل هم اعتماد کېدى څو چي براون انگليسي په ١٩٠٣-١٩٠٦ م کال لباب الالباب نشر کړ نو د مرحوم سعيد نفيسي په قول هدايت د لباب زيات مواد له عرفات څخه اخيستي وو او داسي ئې ښووله چي گويا ده پخپله مستقيماً لباب ليدلى وو (وگورئ د لباب الالباب مقدمه، سعيد نفيسي ١٣٢٥ تهران) ښه اوس نو بايد دا روښانه سي هغه زيات مواد چي لباب الالباب، دولت شاه او نورو ډيرو تذکرو راټول کړي او حتى خپل ماخذ ئې هم نه دئ ښوولى، نو څنگه به د محققانو د اعتماد او تسکين وړ وي او د محمد هوتک هغې به نه وي؟ هغه خلک چي پټي خزانې ته په شک گوري په هماغه اندازه به نور خلک هم حق ولري، چي د عوفي، دولت شاه او نور د مطالبو په باب هماغسي فکر وکړي که چيري تعصب له منځه يوسو نو د دولت شاه دا قول "ابوطاهر خاتونى گفته که به عهد عضدو والدوله ديلمى هنوز قصر شيرين که بنواحى خانقين است، بالکل ويران نشده بود، و در کتاب آن قصر اين بيت نوشته يافتند که بدستور فارسى قديمست:
            "هژ برابکيهان انوشه بذى
            جهان بديدار توشه بذى"

(درست: نوشه) دا نقل څنگه دئ؟ آيا د خاتوني مناقب الشعراء ورک نه دئ؟ آيا يوازي د دولت شاه په همدې نقل اعتماد کېداى سواى له لرغوني پښتانه څخه د محمد هوتک نقل هم هماغه حکم لري، دغه رنگه په سلگونو مطالب په تذکرو کي راغلي چي ناقل ئې يوازي مؤلف دئ، که چيري دغه ډول مطالب او واحدي ليکني د پښتو دري او نورو ژبو له تاريخ ادبيات څخه ليري سي، نو ډېر دغه ډول آثار او شاعران به له منځه ولاړ سي او د ليکونکي په قول به ننني محقق تش لاس پاته سي او په تش لاس به سوداگري کوي.
بيا ليکي "تاريخ په واضحو ټکو کي نه څرگندوي چي د دغه عصر خلکو په (٨ ميلادي قرن) کي او يا تر هغه وړاندي په عمومي ډول په کومه لهجه خبري کولې او رسم الخط ئې څه وو؟ خو ځيني تيت و پرک اسناد دا ښيي چي د هيواد د مختلفو قومونو خلکو خپلي ملي او محلي ژبي د نورو ژبو له مداخلې پرته لږ و ډېر په خپل رسم الخط ليکلي او حتى د مرکزي او کوهستاني خلکو ژبه او لهجه د اسلامي دوهمي پېړۍ په اوايلو کي د عربو د کلام له نفوذه خالي وه او دا هم په دې اعتبار چي تر هغې پوري د عربو مادي او معنوي اثر په عام و تام ډول غلبه نه وه کړې او که کړې ئې هم وه په خپلو لومړنيو مراحلو کي وو.
  د پښتو او دري ژبو قدامت کولاى سو له اوستا او ويدي سرودونو او د يونان او عربو د مؤرخينو له ليکنو څخه ثابت کړو. خو خبره د ملي ژبي د اوسني رسم الخط پر موضوع ده، څو پوه سو چي له کومه وخته ئې په دې شکل او قيافه ظهور کړى او منځ ته راغلى؟ ومو ويل چي په دوهم هجري قرن کي د عربو نفوذ، خصوصاً په مرکزي سيمو کي له سره نه وو او که وو هم په داسي بڼه نه وو، چي په کُلي ډول د دوى په ژبه، دين او ليک او لهجه کي کم ژور اغېز ولري. بله دا چي هغه قديم ماخذ چي زموږ په خپله دري او عربي ژبو کي سته او کولاى سواى چي په اوسني وخت کي د هغو له مخي اظهار نظر وکړو، هغه تاريخ بيهقي، طبقات ناصري، فتوح البلدان، شهنامه طبري او هم د بې طرفو مؤرخينو او پوهانو آثار دي.
  دوى او نور ډېر معتبر ماخذ په دې عقده دي چي اسلام حتى تر څلرم هجري قرنه پوري د غور په سيمو کي نفوذ نه درلودئ، نو پر دې اساس تر دغه مهاله د عربو هيڅ ډول تاثير د دوى پر ژبه او رسم الخط نه وو وارد سوى که چيري د دغي ژبي خط او کتاب تر لاسه سي، نو هغه به هرو مرو عربي رسم الخط نه وي او د دغه رسم الخط نحوه موږ د اوسنيو پيدا سوو کتيبو له مخه ټاکلاى سواى زما په عقيده د عربي رسم الخط په پښتو ژبه کي د دري په څېر هغه وخت داخل سو، چي عملاً دغه سيمي د مسلمانانو امراوو تر تسلط لاندي سوې.
دا چي اسلام د غزنويانو په وسيله د غور سيمو ته تللى دئ، نو څنگه کېداى سي، چي عربي ژبه دي تر هغې دوه قرنه د مخه دغه سيمو ته تللې وي او عربي ژبي دي هورې دوني نفوذ وارد کړى وي چي امير کروړ دي په عربي رسم الخط زموږ عصر ته خپل شعر په هغه فصاحت او بلاغت يادگار پريښى وي؟
  که چيري دغه له توقع خلاف نفوذ دوني ژر د غور په سيمو کي خپور سوى وي، نو بايد د دوى کتيبې هم پر عربي رسم الخط اوښتي واى (تم کلامهم).
  د دې ليکني لومړنۍ برخه د تاريخ له مثبتو واقعيتونو سره منافي ده.
لومړى دا چي د رسم الخط مساله د ډېرو ليکونو، پيدا سوو مسکوکاتو د هند، عربو او يونان د مؤرخانو د ليکنو او ديني کتابو لکه اوستا او پهلوي او چيني سفر نامو څخه ښه ښکاري دا چي اوستايي خط په پخوانۍ آريانا کي معمول وو پخپله د اوستا کتاب له مثبت سند، څخه معلوميږي چي دغه اثر په بلخ، سيستان، د هلمند په وادي او رخذ پوري اړه لري او اوستايي، رجال او وقايع زياتره د افغانستان دي دا چي په يوه مملکت کي دين او کتاب منځ ته راځي او هغه کتاب هم په يو رسم الخط کښل کيږي نو ويلاى سو، چي دغه خط په دې مملکت کي رواج نه درلود "او تاريخ دا په صراحت نه ښيي".
  د يوناني رسم الخط په سلگونو ليکني او مسکوکات چي د افغانستان په داخل کي پيدا سوي، او د نړۍ په موزيمونو کي ساتل کيږي نو د هغه له مخي حکم نسواى کېداى چي د سکندر له هجومه (٢٣٠ ق م) وروسته تر اتو نهو قرنو پوري د افغانستان رسم الخط يوناني وو.
د موريايي پاچا آشوکا (٢٧٣-٢٣٢ ق م) د ديني نصايحو کتيبې چي په مانسهره او شهباز گړۍ کي پيدا سوي دي، په خروشتهي او پراکريت رسم الخط کښل سوي او هغه کتيبه چي له درونټې تر لاسه سوې په آرامي رسم الخط او د کندهار د زاړه ښار په يوناني او آرامي رسم الخط دي. نو آيا په قطعي صورت دا حکم نسواى کولاى چي په دوهم او دريم قبل الميلاد قرن کي يوناني آرامي او خروشتهي رسم الخط په افغانستان کي د سند تر غاړو پوري رواج درلودئ او د خلکو رسم الخط او يا کېدلاى سواى، چي ديني نصايح دي د خلکو له رسم الخطه پرته په بل رسم الخط وليکي؟
د کوشاني عصر د اوايلو کتيبې په تخاري ژبه دي، چي رسم الخط ئې يوناني دئ. د روزگان او جغتو کتيبې هم دغه ډول دي چي تاريخ ئې تر پنځم ميلادي قرنه رسيږي. او وروسته تر دې هم د ٦-٧ م قرن کتيبې او مسکوکات په سره دا، برهمي، يوناني او پهلوي رسم الخط ليدل کيږي، چي دغو ټولو بيا خپل ځاى کوفي او عربي رسم الخط ته پرېښووى او دا چي ليکونکى وايي: "چي محلي ژبي د نورو ژبو له مداخلي پرته لږ و ډېر په مخصوص رسم الخط کښل کېدې" دا خبره سمه نه ده دلته آرامي رسم الخط له بين النهرين څخه د هخامنشيانو په وسيله او يوناني رسم الخط د سکندر په وسيله او پهلوي رسم الخط د پارس د ساسانيانو له درباره او همدا رنگه سره، داناگري او برهمي رسم الخط له هنده نفوذ کړى دئ او يوازي د خروشتهي رسم الخط پيدايښت د هلمند او سند تر منځ سيمي پوري اړه لري او ويلسون هم هغه د آريانا رسم الخط بللى دئ (آريانا انتيکا) نو په دې حال کي نسواى ويلاى چي تاريخ په صراحت دا نه ښکاروي.
  آيا دغه اسناد تاريخ نه دئ؟ که چيري دوى مدونو اوراقو ته تاريخ وايي، نو دي لطفاً د ښاغلي ليکوال کهزاد د افغانستان تاريخ دوو ټوکو نه او زما د افغانستان مختصر تاريخ دوه جلدو نه او د افغانستان بعد از اسلام لومړى ټوک ولولي د ژبي په باب قضيه هماغه ډول ده، لکه چي تاريخ د کلتور د نورو څانگو او شقوقو په خصوص کي حکم کوي او افغانستان د تمدنونو او فرهنگونو د تقاطع محل بولي نو له کمه ځايه دا ويلاى سواى، چي محلي ژبي د نورو ژبو له مداخلې آزادي وي. ډېر توراني لغات د کوشانيانو او هفتليانو له راتگ سره زموږ ژبي ته راغلل. په پښتو کي تر اوسه، اولس، جرگه تِغ، توره او په سلگونو قديمي ترکي کلمي داخلي سوي دي او زموږ د ژبو جز گرځېدلى دئ. د بغلان په ٢٥ کرښيزه کتيبه کي چي ټول کلمات ئې قديمه آريايي ريښه لري او لکه چي وويل سول په دې کتيبه کي هم د شرق او غرب ژور کلتوري اثر ليدل کيږي.
د مندر کلمه چي په دې کتيبه کي استعمال سوې، اصلاً د سنسکريت کلمه ده، چي د سراى، قصر او معبد او قرارگاه معنى لري، صريحاً د هند د کلتور او ژبي اثر ښيي د نيسان مياشت له بابلي مياشتو څخه د يوې مياشتي نوم دئ، چي په سرياني او يهودي تقويمونو کي هم ځاى لري. دغه کلمه په اگادي کي: نيسن او په آرامي کي: نيس او په عربي کي نيسان ده چي حتماً د کوشاني دورې په تمدن کي د ساکا او هخامنشي تمدن له اغېز څخه را داخله سوې او له بابل څخه ئې آريانا ته سفر کړى دئ.
  په داسي حال کي چي افغانستان د قديمو مدنيتونو او فرهنگونو د يو ځاى کېدو سيمه وه، نو څنگه مدعي کېداى سو، چي زموږ ژبي دي (د يوې مقالې د ليکونکي په قول) د نورو ژبو له مداخلې څخه ليري پاته وي.
  دا چي دى ليکي: د عربي ژبي او فرهنگ اغېزي تر څلرم هجري قرنه غور ته نه وې رسېدلي دا خبره سمه نه ده او نه اسلام اساساً د غزنويانو په وسيله په څلرم هجري قرن کي غور ته لاره پيدا کړې ده بلکي د حوادثو د واقع کېدو تاريخ بل ډول دئ غور ته د عربو د فرهنگ رسېدل او د عربي ژبي تسلط په اول قرن کي دئ.
  منهاج سراج د غور د پاچا ملک شنسب بن خرنک د اسلام منل د حضرت علي (٣٦ هـ) په وسيله ښيي (طبقات ناصري ١/٣٢٠) امير پولاد د ابومسلم مروزي معاصر گڼي (١/٣٢٤) چي نېټه ئې د ١٣٠ هـ ق حدود کيږي.
  خو د عربو او اسلام دغه نفوذ د غور ليريو سيمو ته ونه رسېدئ څو چي په ١٠٧ هـ ق کال عربي فاتح اسد بن عبدالله پر غرستان او د هغې سيمي پر حکمران نمرون حمله وکړه او وروسته ئې د غور پر غرنيو خلکو هم حمله يووړه. د دې سيمي خلکو خپل اموال د غره پر سر په يوه غار کي پټ کړي وو، اسد تابوتونه جوړ کړل او خپل خلک ئې په هغو تابوتونو کښېنول او په داسي وسيله ئې هغه غار ته ورسول او په دې توگه ئې هغه اموال را وويستل (طبري ٥/٣٨٧) تر کمه ځايه چي د تاريخ په پاڼو کي ثابته ده، د غور د غرنيو ليريو سيمو خلک تر ٢٥٣ هـ ق پوري اسلام نه وو قبول کړى. (طبقات ناصري ١/٣١٨)
  په داسي حال کي چي د غور امراوو د حضرت علي (رض) او هارون الرشيد دربارونو ته تگ راتگ درلود او امير پولاد د ابومسلم مرموزي په جنبشونو کي برخه درلوده نو له همدې امله د عربو د مدنيت او دين نفوذ د غور په يوه برخه کي ښکاره دئ او دغو امراوو خپل داخلي هويت د سلطان محمود او سلطان مسعود تر عصره ساته او دا امکان سته، چي د غور غرنيو ليريو سيمو ځيني خلکو تر ډېره اسلام نه وي منلى مگر د عربو د ژبي او فرهنگ نفوذ د غور پر بلادو حتمي دئ او دا ادعا باطله ده چي اسلام په څلرم هجري قرن کي دې سيمو ته نفوذ پيدا کړى دئ او د تيمور تر عصره هم په کامل صورت د غور سيمو ته اسلام لار نه وه پيدا کړې.
  که چيري د طبري او طبقات ناصري لوړ اسناد ښاغلي لوستونکي وگوري نو به ئې قناعت حاصل سي او دا به ورته زباته سي، چي د مدعيانو خبري له تاريخي متونو سره برابري نه دي.

دا څنگه ممکنه کېدلاى سي، چي د غور امرا دي د خلافت دربارونو ته لاره ولري، له فاتحو عربو رجالو سره دي محشور وي او هم دي د بومسلم مروزي په لښکرو کي عربي اشعار ويل کيږي او عربي ژبه دي د ادب او دربار ژبه وي، خو دغه امرا دي له فرهنگي محيطه دوني ليري وي، چي په يوه کلمه عربي دي هم ونه پوهيږي!
  د مقالې ليکونکى د ژبي او رسم الخط مساله يوه له بلي سره گډه کړې او وايي: "دا ډېره له امکانه ليري ښکاري چي په ١٣٠ هـ ق کال کي دي هغه هم د اسلام په اوايلو کي د امير کروړ په نامه يوه سړي خپل شعر په عربي رسم الخط انشاء کړى وي".
  دا بايد وويل سي چي د پټي خزانې له هيڅ ځاى څخه دا خبره نه زباتيږي چي دغه شعر په کوم رسم الخط وو، خو که چيري موږ دا قبوله کړو چي د غور د اميرانو کورنۍ له عربو او بو مسلم مروزي سره د محشوريت په صورت کي هم په عربي رسم الخط نه پوهېدل، دا هم څه ليري خبره نه ده دوى به خپلي ژبي په يوناني خروشتهي او پهلوي رسم الخط ليکلې او کله چي په ١-٢ هجري قرنونو کي د عربو نفوذ په هغو مناطقو کي اثر کړى دئ نو بيا به ئې په عربي رسم الخط اړولى وو د دري ژبي قديم آثار لکه د سيستان ذکر کوي آتشکدې سرود يا بهرام گور ته منسوبه منظومه (منم آن شير گله) او يا هغه بيت چي د خانقين د قصر شيرين پر کتيبې کښل سوى وو حتماً، په اوستائي او يا پهلوي رسم الخط وو خو کله چي يې دري تذکرو ته لاره پيدا کړې ده نو هغه يې په عربي رسم الخط اړولى دئ. نو پر همدې اساس د رسم الخط مساله بايد له ژبي سره خلط نه کړه سي د امير کروړ په وياړنه کي د ځينو ښارونو لکه زرنج، جروم، غرج او هريرا لرود نومونه بې له کومه شکه معرب سوي دي او موږ گورو چي دغه نومونه په ټولو معاصرو جغرافي آثارو کي په همدغه شکل رواج لري او لکه چي دغه وخت عربي د ادب او دربار ژبه وه، نو ضرور د خراسانيانو په عربي تاليفاتو کي هم دغه نومونه په معرب شکل استعمال سوي دي او دا چي د غور امُرا په خراسان کي د ښار او دربار له خلکو سره محشور ول، نو بنا پر دې د دغو څلورو نومو د معرب شکل استعمال، د اشعارو د جعل دليل نه سي کېداى حال دا چي موږ وينو د هرات د پوشنگ طاهري پادشاهانو چي له غوره ډېر ليري هم نه وو پنځوس کاله وروسته په عربي شعرونه وويل.
  بله دا چي په اول هجري قرن کي له عربي تسلط سره سم د اکثرو ښارو نومونه معرب سول او بومي خلکو هم د هغو معرب شکلونه استعمالول، لکه سگستان چي سجستان سو او زرنگ چي په زرنج معرب سو او په ټولو دري او عربي آثارو کي ئې همدغه معرب شکل مستعمل وو، که چيري په آثارو کي دغه نومونه په اصلي شکل هم راغلي، نو کاتبانو اونسخه ليکونو د کښلو په وخت کي تبديل او تعريب کړي دي، لکه د چول کلمه چي تر اوسه په پښتو او دري کي د وچي بيديا په معنى مستعمل لغت دئ د تاريخ سيستان په نسخه کي په معرب شکل چول ليکل سوې ده، همدا رنگه رخج چي د پهلوي "رخوت" او دري "رخذ" معرب شکل دئ په ټولو آثارو کي په همدې ډول ځاى نيولى دئ او ټول دغه تعريبات د عربو دورو د په هماغه اوايلو کي وارد سوي دي، او رواج ئې پيدا کړى دئ. د "جروم" کلمه هم د نوو راغلو عربو له خوا جوړه سوې ده، چي د "گرم" کلمه (مراد گرم سير دئ) ئې معربه کړې او جرم ئې ځيني جوړ کړى دئ.
  او جمع ته ئې "جروم" ويلي دي د سرد په مقابل کي چي معرب ئې صرد او جمع ئې صرود دئ او جروم ئې تودي مځکي او صرود ئې سړې غرنۍ سيمي بللي او دغه اصطلاح د هماغه لومړي قرن له اواسطو څخه جوړه سوې ده او په خراسان کي ئې رواج پيدا کړى دئ او له هماغو لومړيو وختونو څخه ئې دري ادب ته لاره پيدا کړه او په پښتو کي هم مستعمله سوه حال دا چي عربو په خپله ژبه کي داسي څه نه درلودل.
  دى بيا ليکي: "دا خبره د زمان له نوادرو څخه ده، چي د غور خلکو دي د اسلام له نه منلو سره سره بيا هم د يوه بيگانه رسم الخط له عهدې وتلى وي."
د غور د خلکو د اسلام منلو خبري پخوا شرح سوي او څوک چي دا خبره کوي چي غوريانو له اسلام سره هغه وخت تماس نه درلود د تاريخ د نصوصو له مخي دغه ډول خبري باطلي دي. دا چي کيس (معرب قيس) د پښتنو د نيکونو څخه يو نيکه د سليمان له غرو څخه د حضرت محمد 0 په حضور مشرف سو دا خبره د ابن اثير په قول په اسدالغابه (٤/٢٣٩) او د حافظ ابن حجر عسقلاني په قول په الاصابه (٥/٢٦٨) کي ثابته ده، چي د دوى د رواياتو منبه هم کتاب الکبير دئ، چي د بلخ د خلکو په طبقاتو کي کښل سوى دئ، (فضايل بلخ ٣١٧) موږ نه سو کولاى چي د دغو ثقه او معتبرو کتابو روايات هم له يوه سره ناليدلي وگڼو.
  عربي رسم الخط حتماً د اسلام په لومړيو دوو پيړيو کي افغانستان او غور ته رسېدلى وو او حتى زر ميله له غوره ليري ئې مشرقي سمت ته هم سير کړى وو. د وزيرستان د توچي کتيبه چي اوس د پېښور په موزيم کي محفوظ ده، په دوو ژبو سنسکريت او عربي په سره دا او کوفي رسم الخط په (٢٤٣ هـ ق) کال کښل سوې ده او دا خبره زباتوي چي د امير کروړ له عصره سل کاله وروسته عربي رسم الخط حتى د وزيرستان غرو ته هم لاره پيدا کړې وه.
اوس راغلو دې ته چي دى ليکي:
  "د امير کروړ ژبه مخلوطه ده" حال دا چي د امير کروړ په حماسه کي پرته له څلورو معرب سوو مکاني نومونو ابداً او اصلاً بله کلمه چي پښتو نه وي نسته او حتى ځيني داسي کلمات هم پکښي راغلي دي، چي اوس ئې پښتانه نه پېژني خو د ريښه پېژندني په مدد ئې په حل بريالي کيږي آيا موږ کولاى سو چي د داسي يوه شعر ژبه دي مخلوطه وبولو او که ئې څوک مخلوطه گڼي نو دلته دا سوال پيدا کيږي چي له کومي ژبي سره؟ آيا څوک کولاى سي چي په دې حماسي شعر کي د بلي ژبي يوه کلمه هم وښيي او فرضاً که له نورو ژبو سره مشترکات ولري هغه هم له عربي سره نه دي له دري سره به وي چي دا امر پخپله طبيعي دئ او لکه چي په غور کي دواړي ژبي پښتو او دري رواج وې، نو د دواړو ژب لساني نزدېکت حتمي دئ، خو دا بايد هېره نه سي چي د امير کروړ د شعر ژبه مخلوطه نه ده او دا خبره ژبپوهانو ته ښه ثابته ده.
  بيا ليکي: "که د ښاغلي حبيبي په قول تر اسلام وړاندي د غور د خلکو ژبه پښتو وه، نو تر امير کروړ وړاندي يا وروسته آثار به لاس ته راغلي واى او يا به موجود وه".
دلته بايد وويل سي: ما نه دي ويلي چي تر اسلام مخکي د غور د خلکو ژبه پښتو وه، خو ما دا په حدس سره کښلي دي: يوه ژبه چي په لومړي اسلامي قرن کي دومره مستعده وي او داسي لوړ حماسي افکار پکښي ادا کېداى سي، نو بايد يوه نوې او ابتدائي ژبه نه وي.
اما دا چي د غور د ځينو خلکو ژبه لکه اوس پښتو وه، دلته له تاريخ بيهقي څخه يو دليل راوړم کله چي د ٤١١ هـ ق کال په جمادى الاولى کي شهزاده مسعود بن سلطان محمود د غور د جروس پر ناحيه حمله وکړه نو بيهقي ليکي: "دانشمندى را بر سورلى آنجا فرستاد با مرد غورى...تا ترجمانى کند". (ص ١٢٥) له دې څخه ښکاري چي د غوري خلکو ژبه پرته له دري بله ژبه وه او د سلطان مسعود استازي حتماً په دري پوهېدئ او غوري ترجمان ته ئې احتياج نه درلود نو دلته بايد دا وويل سي چي د غور خلکو په کومه ژبه خبري کولې؟ چي ترجمان ته محتاج وو څرنگه چي په غور کي د بلي ژبي څرک نه دئ ايستل سوى نو په غالب گمان به دغه ژبه پښتو وه. او دا چي دى ليکي چي ما قبل او يا ما بعد آثار دي ئې بايد موجود واى. که چيري موږ د هر ادبي اثر مخکينى اثر وپلټوو نو په دې اساس بايد هر اثر مخکينى اثر ولري او دا هغه تسلسل دئ چي د منطق له مخي باطليږي خو د غور په دربارو کي د پښتو د وروستيو آثارو موجوديت له همدې کتاب "پټي خزانې" څخه ثابتيږي. او که چيري دوى د هر پاته سوي اثر ادبي سابقه غواړي نو بايد دا پوښتنه وسي چي د دري او عربي ژبو د ادبي موجودو آثارو ماقبلي آثار چيري دي؟ که چيري موږ يو شعر په دري ادب کي قديم وگڼو نو بايد دا پوښتنه وکو چي د دغه شعر پخواني آثار څه وه؟ يا څه سوه؟ که مو نه کړه پيدا نو انکار به ځيني نه کوو.
  دى بيا ليکي: "بايد وويل سي چي دغه امير کروړ يو مجهول شخص دئ چي ټولو عربو او غير عربو مؤرخينو د ده په باب يوه خبره هم نه ده کړې، دا خبره ډېره له باوره ليري ده چي مؤرخينو دي د داسي يو عظيم او قهار پادشاه له شخصيت څخه سترگي پټي کړي وي ځکه د ده په خپله وينا هرات جروم د ده د توري تر شپول لاندي وو او حتى په روم کي هم پېژندوى وو".
دلته بايد وويل سي، چي د امير کروړ دغه قطعه شعر يوه حماسه ده او حماسه ويونکى شاعر هر څه وايي چي ټول ئې خارجي واقعيت نه لري په شعر کي تخيل، مبالغه مفاخره غرور ظهور کوي او دا چي شاعر وويل چي ما خلک په روم کي هم پېژني نو دا حتمي نه ده چي موږ دي ئې نوم د روم په تاريخ کي ولټوو او که مو نه کى پيدا نو به ووايو چي دغه شاعر موجود نه وو شاعر د خپل شهرت په بيان کي مبالغه کړې، که چيري ئې دى په هرات او جروم کي پېژانده نو دا خبره به مبالغه نه وي خو په روم کي ئې پېژندنه د هغه عصر له محدودو وسايلو سره يوه مبالغه ده او واقعيت نه لري اما دغه مبالغه يوه بياني او شاعرانه مبالغه ده، چي نظاير ئې په ادبياتو کي ډېر دي دا دوه لاندي بيته د همدغه ډول مبالغې له نمونې څخه ولولئ:
            خداوندى شهى گيتى ستانى
            که شاهان جهانش بند گانند
            گهى آثار او در هند بينند
            گهى فرمان او در روم خوانند

(جمال الدين محمد نصير لباب ١٠٧)
  چي واقعاً د دغه شاعر ممدوح چا په هند کي نه پېژاند او نه ئې په روم کي فرمان ويل کېده.
که چيري موږ دغه ډول مبالغې تاريخي واقعيتونه وبولو، نو هغه وخت چي د يعقوب ليث صفارى د دربار عربي ويونکى شاعر متوکلى، د هغه له خولې يوه قصيده په حماست او مفاخرت کي وويله او هغه ئې د بغداد خليفه ته واستوله آيا دغه دوه بيتونه بېله شاعرانه مفاخرې په تاريخ کي هم واقعيت لري؟ هغه ويلي وو:
            انا ابن الاکارم من نسل جم
            و حايز ارث ملوک العجم
            معى علم الکا بيان الذى
            به ارتجى ان اسود الامم

آيا په رښتيا يعقوب د جم له نسله وو؟ آيا دکاويان بيرغ له ده سره وو حال دا چي دغه بيرغ د ساسانيانو په زمانه کي (١٤ هجري) دقادسيې په جگړه کي د عربو فاتحانو په لاس ورغى او د غنايمو په جمله کي تقسيم سو.
  تر امير کروړ څلور سوه کاله وروسته د ده له اخلافو څخه سلطان علاء الدين حسين د غزني له ورانولو وروسته ويلي وو:
            جهان داند که سلطان جهانم
            چراغ دوده عباسيانم
            چو بر گلگونه دولت نشينم
            يکى باشد زمين و آسمانم
            همه عالم بگيرم چون سکندر
            بهر شهرى شهى ديگر نشانم (طبقات ناصري)
  آيا دغه اشعار ټول واقعيت لري او حقيقتاً دي د جهان سلطان وو؟ او کولاى ئې سواى چي د سکندر په څېر جهانگيري وکي؟ حال دا چي څو موده وروسته د خوارزم شاه په وسيله ونيول سو. که يعقوب ليث د جم د نسل ادعا او يا حسين د جهان د سلطاني دعوه د شاعرانه حماست په عالم کي کوي موږ پوهيږو چي واقعيت نه لري نو د امير کروړ تفاخر (چي يو محلي پادشاه وو) هم له دغي مقولې څخه دئ او په هغه وخت کي د ده د بين المللي شهرت سبب نسواى کېداى. بيا ليکي: "طبقات ناصري يوازي له امير فولاد څخه (چي محمد هوتک هغه د شيخ کټه په قول د امير کروړ پلار معرفي کړى) خبري کوي او د امير کروړ يادونه نه کوي همدارنگه طبقات ناصري ليکي چي پس له امير فولاده سلطنت د ده ورېرونو ته منتقل سو او پټه خزانه کاږي، چي وروسته له امير فولاده امير کروړ پاچا سو دغه تناقض هم د تامل وړ دئ" د امير کروړ د يادوني په باب د منهاج سراج سکوت د هغه د وجود د نفي دليل نسواى کېداى ځکه تاريخي کتب يو د بل مکمل دئ، هر مؤرخ د خپلو لاس ته راغلو معلوماتوو او يا د خپلو اروېدونو او مشاهداتو له مخي په يوه موضوع کي معلومات ليکي او امکان لري چي د دغه مؤلف معلومات بل هم ليکلي وي، او يا ئې دا بل نه لري خپله منهاج سراج وايي چي د طبقات د ليکلو په وخت کي له وطنه ليري په دهلي کي وم زما معلومات او منابع په وطن (غور) کي پاته دي او هغو ته رسېدل دروند کار دئ نو د طبقات ناصري او محمد هوتک معلومات يو د بل مکمل دي په طبقات کي هم داسي مطالب سته چي هغه په نورو کتابو کي نسواى پيدا کولاى او موږ په دې دليل چي پخواني مؤلفين له دې معلوماتو خبر نه دئ هغه موږ ثقه نه گڼو بله دا چي په دواړو کتابو کي تناقض هم نه ليدل کيږي ځکه د غور په مختلفو برخو کي تل له همدې کورنۍ څخه شاهان موجود وو او دا امکان لري چي امير کروړ دي د امير فولاد د وريرونو تر څنگه د غور په يوه برخه کي حکومت درلود او تاسي د همدې کورنۍ د امراوو يادونه په منديش، خيسار، باميان، تخار، گيلان او کجران کي له همدې طبقات ناصري څخه پيدا کولاى سئ بيا ليکي: "بايد دا خبره په نظر کي ولرو چي د عروضو علم د دوهم هجري قرن په اوايلو کي منځ ته راغلى دئ، د امير کروړ شعر سره له دې چي ملي او محلي صبغه لري خو بيا هم له بحورو او عروضو سره هم آهنگي ښيي او نه سي کېداى چي له هغو تشکيلاتو څخه ووځي او دا لا محالاتو څخه گڼل کيږي، چي د عروضو د علم له وضع څخه دي ډېر لږ کلونه وروسته يو ډېر متين شعر چي د عربو په بحورو متکي وي، د عربو له نفوذ څخه په يوه ډېره ليري سيمه کي ويل سوي وي، مگر دا چي دغه هم آهنگي او انسجام د تصادف او اتفاق په اساس وگڼو".
  دغه ليکنه د علمي معاييرو له سير سره گرد سره منافي نه ده. ځکه عربي عروضي اوزان تر خليل بن احمد (متوفى ١٧٥ هـ ق) د مخه د عربو د جاهليت د عصر په اشعارو کي هم ليدل کيږي خو ترتيب او تبويب ئې خليل کړى دئ او موږ د عربو په وسيعو ادبياتو کي ډيري داسي قصيدې او پارچې وينو چي د خليل تر عصر د مخه منځ ته راغلي دي او د خليل له عروضي موازينو سره تطابق لري، خو دغه قصيدې اساساً د خليل له عصره پخوا او حتى تر اسلام د مخه منځ ته راغلي دي خو که موږ فرض کو، چي د امير کروړ شعر له عروضي موازينو سره برابر هم وي له "محالاتو" څخه نسواى گڼل کېداى. مگر دا بايد وويل سي چي د امير کروړ شعر د خليل بن احمد له عروضي سيستم سره ابداً موافقت نه لري.
  ما ته خپله خو د خليل بن احمد په مشهورو عروضي اوزانو کي داسي وزن نه دئ معلوم چي لومړۍ او دوهمه مسرۍ ئې د دريمي او څلرمي او مصراع څلور چنده وي. که چيري محترمو شکاکانو د دغه شعر وزن په عربي بحورو کي ښوولاى واى نو به ډېر ښه وه دا خبره سمه ده چي د پښتو ځيني اشعار په عروضي اوزانو او بحورو سم دي، مگر دغه قاعده پر ټولو مدونو او غير مدونو اشعارو جاري نه ده او هر شعر موږ نسواى کولاى چي د عربي عروضو په قالب کي واچوو. د پښتو اشعارو موازين له عربي څخه بيل دي، او د سلايبل فشار، آواز او نور آريائي وزني خصوصياتو په وسيله ئې سنجولاى سواى.
بيا ليکي: "بايد دا خبره په نظر کي وي چي نثر له نظمه پخوا په پراخه پيمانه منځ ته راغلى دئ. کله چي يو شعر په دومره لوړتيا او رواني د ١٣٠ هـ ق په لاس کي وي نو حتماً بايد تر دې ډېر سوچه اشعار او منثور آثار هم تر لاسه سي او موږ به عجالتاً تر هغې ورځي پوري دا انتظار باسو".
که څه هم دا نظر درست دئ،چي نثر تر نظم وړاندي دي، خو د اتفاق له مخي د نړۍ د قديمو ژبو پاته سوي آثار ځيني منظوم دي، لکه ويدا، اوستا، ايلياد او نور او که چيري په يوه ژبه کي قديم منثور آثار نه سي پيدا نو له قديمو منظومو آثارو ئې بايد هم انکار وسي؟ او که داسي وي، نو د دري ژبي قديم منظوم آثار چي لومړىو دوهم، دريم، قرن ته منسوب دي او اوس کشف سوي دي، نو بايد له هغو هم لاس ومينځو او دا ووايو چي د هغه عصر منثور آثار ولي په لاس کي نسته؟ او په دې هم نه وپوهېدو چي "سچه اشعار" څه معنى لري؟ که چيري ئې د امير کروړ په شعر کي يوه اجنبي کلمه ښوولې واى، نو موږ به ويلي واى چي دغه شعر سچه نه دئ. تاسي دغه شعر د دري ژبي له قديمو مکشوفو آثارو سره چي په تاريخ سيستان کي ضبط دئ کښيږدئ نو به دا درته زباته سي چي کوم يو سچه دئ؟ د محمد بن وصيف په يوه بيت کي له لسو لغاتو څخه نيم لغات عربي دي د هغه شعر خو د ٢٩٦ هـ ق په وقايمو اړه لري، اما دغه بيتونه چي د امير کروړ له عصره شپېته کاله وروسته وخت (١٩٣ هـ ق) ته منسوب دئ:
            اى رسانيده به دولت فرق خود تا فرقدين
            گسترانيده بجود و فضل در عالم يدين. (لباب ٢٠)

د دې بيت له ١١ لغاتو څخه ٧ عربي دي نو زموږ دوستان دي د پښتو تورو سوچه اشعارو انتظار نه کاږي او دا ده پټه خزانه له خپلو ډيرو سچه محتوياتو سره د دوى په وړاندي ده، او د دغه ډول انتظار استحقاق نوري ژبي لري دغو ښاغلو ليکونکو له خپلو مذبوحانه تلاشونو سره (چي ټولي خبري ئې غير علمي او باطلي دي) اصل مطلب ته رجوع کړې او خپل شک ئې د پټي خزانې په باب داسي ښکاره کړى دئ: "د هغو تشويقونو له مخه چي محمد هوتک د وخت له پاچا څخه ليدل نو ئې دغه ډول مجهول شعر او مجهول شخص له مجهول ماخذ سره په خپل کتاب کي ځاى کړى دئ. د پټي خزانې ماخذ تر اوسه له هيڅ ځاى څخه نه دئ تر لاسه سوى نو ځکه بايد حتماً د محمد هوتک په خبرو سل په سلو کي باور ونه کړو"

له دې خبرو څخه معلومه سوه چي دغه اشعار دغه دوستان د شاه حسين په تشويق د محمد هوتک جعل بولي بايدووايو دا امکان سته، چي يو ليکونکى دي ځيني داسي مطالب جعل کي چي يوې زمانې او يوه سبک ته مربوط وي. خو موږ وينو چي په پټه خزانه کي د مختلفو سبکونو او مختلفو زمانو اشعار ليدل کيږي آيا دا ټول محمد هوتک جعل کړي دي؟ آيا داسي کېداى سواى چي يو سړى دي د مختلفو ذهنيتونو او ذوقو او تخيلاتو سره په مختلفو لهجو شعر ووائي؟ او دا سړى کولاى سي چي د امير کروړ حماسه په هماغه خاص وزن او کلماتو جوړه کړي او هم دي د غزني د دربار د شعراوو په سبک د شيخ اسعد او ښکارندوى غرا قصيدې هم ووائي او هم دي په لس گونو قطعې په لس گونو وزنونو او بحورو او لهجو په هماغو سبکونو وليکي. او په تاريخ دي هم دومره پوه وي، چي هيڅ شعر له تاريخي وقايعو سره هيڅ مخالفت نه ښيي نو داسي سړى که له محالاتو نه وي له نوادرو خو حتماً دئ. که چيري د تذکرو په مطالعه کي دغه ډول تشکک او بدظني ته لاره ورکړو نو په لباب او نورو تذکرو کي د قديمو آثارو نقل په همدې سرنوشت اخته کيږي. که چيري يو سړى را ولاړ سي او ووائي په لس گونو شاعران او قديم شعرونه چي په لباب او نورو تذکرو کي ضبط دي يا ئې ماخذ نه دئ ښوول سوى او که ښوول سوى هغه ماخذ ورک دئ، نو دغه شعرونه عوفي او نورو په دې يا په هغه دليل جعل کړي دي نو آيا داسي سړي ته به مغرض او متعصب ونه واياست؟ دا چي موږ دغه ډول شکوک د پارسي او عربي د سلهاوو کتابو په رواياتو نه لرو، نو آيا دا به له انصافه ليري نه وي چي يوازي د محمد هوتک په باب دغه ډول بې ځايه شکوک څرگند کړو؟
  21که چيري موږ دا فرض کړو چي محمد هوتک (لکه چي پر هغه خوارکي تهمت سوى دئ) د پاچا د رضائيت د حاصلولو لپاره دغه زوړ شعر د امير کروړ په نامه جعل کړى دئ، نو ئې ولي دغه جعل د امير پولاد، او يا د هغه د پلار خرنک په نامه نه کاوه چي معلوم الحال او پېژندل سوي خلک وو، او په طبقات ناصري کي ئې احوال ضبط دي، چي په دې توگه به نه په ده او نه د وخت پر پاچا دغه ډول اتهام واردېدى خو محمد هوتک دغه کار ونه کړ، څرنگه چي ئې قديم سند درلود، هغه ئې د علمي امانت په توگه وښووه، او څه چي ئې په هغه کتاب کي ليدلي وو هغه ئې وليکل ځکه محمد هوتک په دې پوهېدى چي د يوه مؤرخ او تذکره ليکونکي وظيفه دا ده، چي خپل ليدلي او اورېدلي روايات ضبط کي، او خپل سند هم وښيي او که چيري په دې ډول د تذکرو پر اقوالو شک وکو نو به هلته دا خبره مصداق پيدا کى. "نه تو مانى نه اونى فخر رازى"
دا بايد پټه پاته نه سي، چي د پټي خزانې اصلي خطي نسخه تر اوسه د افغانستان په ملي آرشيف کي محفوظه ده او هر څوک ئې کتلاى سواى، او په ١٣٥٤ ش کال کي د همدغي نسخې له مخه عکسي هم چاپ سوه.




Share by: