نکاتی چند اندر باره پټه خزانه و اظهارت نادرست در ماهنامه اندیشه نو

محمد ابراهیم عطایی
پټه خزانه د اتنوګرافي تحقیقاتو له پلوه



د اتنوګرافيکي تحقیق له پاره د درو منابعو په اړخ کی لرغونی متون هم يو بډایه منبع ده د دغه مقصد له پاره په متنو کی تذکرې ډیره مرسته کولای شی، او موږ هم دلته د پښتو پر يوه تذکره دغه کار په فشرده توګه سر ته رسوو په لاندی اتنوګرافيکی تحقیق کی د څیړنی له پاره په پښتو متنو کی پټه خزانه چی د تذکرې خصوصیت لری، را ټاکل سوی ده.

دا متن دومره غنی او بډایه دی چی موږ د کلتوری څیړنو له پاره ډیر مواد پکښی میندلای سو؛ د مثال په ډول د اتنوګرافی به جينولوجيکی برخه کی د پټي خزانې مواد، موږ ته په يوه ټاکلی وخت کی، د هغو قبايلو خپل منځنی نسبی ارتباطات او اړيکی را ښيي، چی هويتونه یې نن هم معلوم دی.

څرنګه چی اتنوګرافی تر اوسه په لوی چوکاټ کی د تاریخ سره تړلی ځای لري نو د اتنوګرافي تحقیقات هر وخت د تاریخ مرستندوی دی؛ د همدغه ارزښت له مخی د نننی نړۍ په لویو علمی او تحقیقاتی موسسو کی دا څانګه ډیر مهم ځای لري؛ له دغو موسسو څخه يوه د شوروي اتحاد د علومو اکاډیمی ده چی تر يوې پیړی زياته موده یې د اتنوګرافيکی تحقیقاتو په برخه کی کار کړی دی، او نن د دغه علمی تحقیقاتي عمده رکارډ په بین المللي سطح کی له دغه ستر علمي مرکز سره موجود دی.

د منځنی آسیا اتنوګرافیکی کارونه سربیره پر دغه ياد سوي مرکز، د دغي سيمي د هر جمهوريت د اکاډیمی له خوا څخه دوام لری، او ډیر مخ په وړاندی پړاونه یی وهلی دی. د افغانانو پر اتنوګرافيکي اړخونو ډیر میتودیک کار په همدغه ستر علمي مرکز کی د ډیر پخوا څخه کیږی، او کوم چا چی ډیر کار کړی هغه (م. ګ اسلانوف) () دی چی آثار یې په نړيواله توګه د معتبرو ماخذونو حیثیت موندلی دی.

کومه لنډه څیړنه چی زه یې په لاندی کرښو کی وړاندی کوم، لکه پورته چی می وويل د اتنوګرافی يوازی د جينولوجيکی اړخ په ارتباط ځيني مسایل تر څیړني لاندی نيسم، او د تحقیق متود می د اسلانوف پر چوکاټ بنا دی؛ او نوره لیکنه به د موضوع په ارتباط د خپلو ټاکلو حوالو او توضیحاتو سره پسې تعقیب کړم.

نو څرنګه چی دغه کار يو شمیر خاص اصطلاحات لري، نو د دغو اصطلاحاتو توضیح به د ټاکلو لمبرونو پر مخ د مقالې په پای کی راوړم.

پټه خزانه يو تاريخي متن دی او په دغه متن کی د علمی څیړنو له پاره بډاي مواد پراته دی چی د اتنوګرافی په برخه کی دلته څیړنه کوو.

لکه چی پورته وويل سوه د جينولوجيکی پلوه په دې متن کی د يو شمیر قبايلو نومونه نه راځي، او دا نومونه د اتنیکي جوړښت له مخي د انسان پوهنی د ډيرو غټو بحثونو منبع ده.

 دغه اتنيکي بحث د منځنيو پیړيو څخه را روان دی. عربانو، تورکانو، ګورګانيانو، انګليسانو او شوروی پوهانو کار پر کړی دی، او په خپله افغانانو هم داسی برخه پکښی اخيستې ده چی کار یې د موادو د عرضی په برخه کی غني دی، خو علمی متود د نه پیژندلو په وجه هر يو په جلا توګه د کره کتني وړ دی.

دا کار د اتنوګرافي د ځوانو څیړونکو له پاره ضروری دی، خو زه دلته بیرته هغه خپل تنګ چوکاټ ته را ننوزم چی هغه د پټی خزانې د متن څخه يو څو ټاکل سوی د اتنوګرافی جینولوجيکی نومونه دی.

دا نومونه د يوه کل په توګه د قبیلوی ټولنی د خورا پخوانيو پړاونو میراثونه دی، چی د کلتور() د تاریخی مرحلو نښی نښانی پکی ليدل کیږی، او که د څیړنی هڅی ته نور هم ژور دوام ورکړو حتیٰ کیدای شی چی د ټولنپوهنی() تاریخی مراحل دی هم پکښی و پیژندل شی.

د لومړي کمون() دټولني قبيلوی خصوصيات د دغو قبایلو د اتحادیو() تشکل، مهاجرتونه او نور روابط د دغو نومونو په مفاهيمو کی نغښتی دی. همدا رنګه د قبيلوي اتحادیو تر تشکل وروسته د دوی تر منځ لانجې – شخړې او بالاخره په وينو لړلی جنګونه او حتیٰ د مرئیتوب پروسه هم د دغو نومونو سره بې اړيکی کیدای نه شی.

په پته خزانه کی د زړو نسبنامو سره سم جينولوجيکی سلسله په افسانوی نيکه ګانو را پيل کيږی؛ د خرښبون نيکه د يادونی پر وخت د هغه د پلار، ترۀ او د دغی لومړۍ کړۍ په ارتباط ځينی نومونه راوړل کيږی.

متن دا دی: ”...شیخ خرښبون سړبنی رحمة اللّٰه علیه د پښتون بابا د کیسی د عبدالرشيد لمسی و، خاوند تعالیٰ ښکاره کمالات او کرامات ورکړی و، د خدای په عبادت به بوخت و، نقل کا، چی د پلار په ژوند کی لا رخصت شو، او د خپلو اولادو سره راغی له کسی څخه غوړی مرغی ته، او کله به ولاړ د غنډان غرۀ ته، او هلته به یې خدای تعالیٰ ستايه او لمانځه او په کال کی به يوه وار تلی د خپل ترۀ بيټنی نيکه ليدنه به یی کوله، او پس له وفاته به یې هم زيارت ته ورتلی، خرښبون بابا د شیخ اسماعيل سره چی بيټنی نيکه په زوی نيولی و، لوی سو، او هغه وخت چی خرښبون د کسی له غرۀ غنډان ته راتلی نو اسماعيل بابا په ده پسی ډیر وژړل“()

په دغه پورتنی متن کی د يو شمیر هغه کسانو نومونه را وړل سویدی چی هغوی د يو شمیر قبيلو نیکه ګان بلل سویدی او د دوی نومونه ته قبيلی ور منسوب دی، او هم د یو شمیر داسی سيمو نومونه یاد سویدی چی، د دغو قبايلو په لومړيو لیږدیدونو پوري اړه لری.

دا نومونه او د نومونو د خلکو تر منځ نسبي اړيکي او د دوی د لیږدیدني واقعه د کوم ټاکلي تاريخ سره اړه نه لري؛ خو دغه فولکلور بيا هم بې ارزښته نه شمیرل کيږی، او د اتنوګرافي په اتنولوجيکي برخه کی د علمي تحقیق له پاره ارزښتمند ځای لري.

په دې کی شک نشته چی په دغه نامه به د پښتنی قبیلو په اولنيو اسلافو کی خلک تیر سوی وی، او د دغو نومو په ارتباط قبايل هم په سميه کی لیږدیدلی دی، خو د هغو پیښو د کرۀ کولو له پاره د څیړني ضرورت دی، او پر دې موضوع زموږ داخلی او باندنی پوهانو کار کړی دی، او دغسی کارونه د ګټورو نتيجو حامل هم دی.

په پورتني متن کی خرښبون د سړبن زوی د کیس لمسی بلل سویدی؛ دا دری سره نومونه د خپل جوړښت په لحاظ د سيميزي بومي ژبي نومونه دی، خو د عربی فرهنګ هغه اغيزی چی د غیر عربی قبايلو پر نسبنامو په عمومی توګه لویدلی دی، دغه نومونه هم له دغسی اغيزو څخه خلاص سوی نه دی؛ مثلاً د خرښبون له پاره یی خيرالدین، او د کیس له پاره قيس ټاکلی دی، د ختيځ په هغه ټولو سيمو کی چی د عربی فرهنګ تر سيوری لاندی واقع سویدی.

د نسبنامو جینولوجيکی جوړښت د سامی اقوامو د نسبنامو د زاړه متود تابع سویدی، او له هم دغه ځایه د ختيځ ډیر غیر عربی ولسونه په نسبنامو کی په عربو ور ګد سویدی. څرنګه چی عرب پر سامی کرښه د بنی اسرائيلو سره مښلی، نو دا نظر هم منځ ته راغلی دی چی دا اقوام د بنی اسرائيلو سره ومښلوي.

پښتانه قبايل د يوه کل په ډول د کیس نيکه اولاد بلل سویدی؛ کیس دری زامن درلودل چی (سړبن، غرغښت او بيټنی) نومیدل؛ د دغو هر يوه اولاد مخ پر کښته کښته د يوې ونی د څانګو په شکل د کیس نيکه اولاد بلل سویدی.

په ختيځ کی په عمومي توګه قبايل په جینولوجيکی برخه کی هم دغه ډول ترتيب لری؛ د مثال په ډول، د ترکانو نسبنامه هم (د دیب یابو لجه خان په نامه د يوه سړي څخه را پيل کيږی چی هغه څلور زامن درلودل چی هغه قرا خان، اور خان، کر خان او کز خان نومیدل). () او له دغو څلورو څخه نور ښاخونه را پیل سویدی چی د پښتنو په شان یې شجری را تعقيبيږی.

د کیس نوم يوه ډیره مهمه سيميزه ريښه لری؛ د سلیمان غر د سيمی په ټولو پښتنو او پخوانيو متونو کی د کیسی د غرۀ په نامه يادیږی، او دا دوه نومونه یو د بل په ارتباط کی واقع دی؛ د پښتنو د نسبنامو په ارتباط فولکلور په دی برخه کی بيخي عام دی، چی دغه اولني خلک چی د پښتني قبايلو نيکه ګان بلل سویدی، د کسی د غرۀ په لمنو کی اوسیدل، خرښبون چی د کسی له غرۀ څخه غوړي مرغی ته ځي دا د مهاجرت ابتدا ده، خو دا چې دا مهاجرت څه وخت و؟ موږ په یقين نه سو ویلای.

د دغي موضوع څیړونکی پوهان دا مهاجرت د اسلام تر را تګ وروسته ګڼی؛ د پټی خزانې متن د تاریخ په قيد دا زمانه داسی ښيی: ”نقل کا چی خرښبون بابا ولاړ په مرغه کی میشته سو، او هلته هم وفات سو، چی کال هجري و (۴۱۱) وروسته یې زامن هم په غوړه مرغه کی اوسیدله، او د کاسی اولاد بیرته ولاړه د کسی غره او پښين په لتو کی میشته سول، او د کند او زمند اولادونه خپاره سول او ولاړل ننګرهار او خيبر او د پیښور لتی یې و نيولی.“ ()

د مهاجرت په باب د پټی خزانې دا ليکنه د يوه فولکلور څخه اخيستل سوې ده او فولکلور په هيڅ ځای کی د منطقی د مستدلی څیړنی دپاره يواځی منبع نه ده، خو کیدای شی چی ځينی حقايق دی په مسطوره توګه پکښی پراته وی.

د کند په اولاده کی ښی، یا خيښی یا خيخی د يو شمیر قبيلو مجموعه ده چی غټ ښاخ یې يوسف زی دی، او دا یوسف زی هم د يوې تاريخی واقعې سره اړه نیسی، چی ګواکی ګورګانی الغ بیګ د دغه قبيلی مشران په اوولسمه پیړی کی په کابل کی قتل عام کړل، او نور نو دغه قبيله د پیښور لتو ته په فرار ور و رسیدل؛() ولی د دغه قول په مقابل کی موږ تر اوولسمی پیړی ډیر وړاندی هغه مهال چی يونانی سکندر د سوات سیمی ته چی پیښور هم په هغه ساحه کی شمیرل کيږی، د يوې داسي قبيلی سره مخ سویدی چی (اسپيزی) نوميږی؛() او له دغو اسپيزو سره د ده جګړې د ده واقعه نګارانو راوړي دی.

په دی توګه نو موږ دا مهاجرت لومړی مهاجرت نه سو بللای؛ بلکي هغه اسپيزی چی له سکندر سره جنګیدلی دی، هم دغه یوسفزی دی، چی د سکندر په وخت کی هم په سوات کی اوسیدل اوس هم په سوات کی اوسی. کیدای سی چی د دغو قبايلو يوه برخه دی په اوولسمه پیړی کی د الغ بیګ له چپاو سره مخامخ سوی وی، او بيا دی دغه ډله خپلو قبيلوی عزیزانو ته راغلې وی.

د پټی خزانې په متن کی د غوړی مرغی او د غنډان د غرو نومونه راغلی دی، او د غوړی مرغی په نامه کی دا خبره ډیر غټ ځای لري چی دا به د تازه وښو يو ښه څړ ځای و، او هغه خلک چی د کسی له غرۀ څخه دغو ورشوګانو ته را تلل، نو د دوی د حيواناتو د روزنی له پاره ښه مساعدتونه درلودل.

د دغه فولکلور له فحوا څخه چی د پټی خزانې متن یی موږ ته وړاندی کوی، دا حقیقت په ځغرده ثابتيږی چی دغه مهاجرت د شپنی اقتصاد په سطح کی عملی سویدی، او د تاریخی مرحلو په لحاظ یې د لومړی کمون د وروستيو وختونو سره برابر بللای شو.

د غوړی مرغی په باب ځينی وايی چی په ارغسان کی وه؛ خو کله چی د غوړی مرغی سره د غنډان د غره نوم يادیږی، نو دوهم نظر تائيدیږی ځکه (غنډان هغه غر دی چی د اوسنی کلات او شاجوی تر منځ د قلات شمال ختيځ ته د ترنک د حوضې جنوب ته واقع دی.) () او دا سيمه ارغسان ته ور څرمه ده؛ د کیسی غر (سلیمان) په ډیرو لرغونو متونو کی د پښتنی قبيلو لومړی اوسیدنځای ښوول سویدی، او لکه د کسی د غره له نامه سره چی د کیس نیکه نوم بې رابطې نه دی، همدا رنګه يوه بله پښتنه قبيله (کاسی) هم بې اړيکی نه ده.

د انسابو په هغه لړۍ کی چی په عنعنوی توګه په نسبنامو کی را پالل سویدی، کاسی د کند او زمند وراره او د خرښبون دريم زوی و (دا قبیله اوس هم د کوټی [کويټی] په شا او خوا کی اوسي، يوه برخه یی د صوبه سرحد په اشنغر کی هم استوګنه لری؛ کاسیان ۱۲ ښاخه دی، چی شنواری هم د ځينو په نظر د کاسی ښاخ دی). ()

ځينی داسی نظر هم لري چی کاسيان او ساکان يو شی دی. البته دا خبره د دې مطلب په تائيد کی ده چی په پښتنو کی اکثر نومونه بدلون مومی، لکه د پکتيا په اکثرو لهجو کی ځدراڼ ته زردان، نژدی ته ژندی او داسي نور راځی، او که ساکان کاسیان سوی وی هم ډیره لری نه ده.

د لرغونو قبايلو په باب چی پټه خزانه معلومات ورکوی، نسبتاً ډیر دی چی د هغو ټولو جينولوجيکی تصنيف د يوې مقالی او حتیٰ رسالی تر حوصله هم زياتوب کوی، نو زه دلته بس يوازی د هغو قبيلو په باب اکاډميک يعنی د څیړنی وړ مواد وړاندی کوم چی هغه د منځنی آسيا په يوه پراخه ساحه کی تاريخی پیژندګلوی لری.

زما په عقيده، د اتنوګرافيکی څیړنو له پاره په حاضر وخت کی هغه مواد د اوليت حق لری چی، د اتنوګرافی په پراخو ساحو کی چی اولسونه مرز بندی کيږی، د اتنولوجيکي څیړنو دپاره ارزښتمند ځای ولری.

هغه قبايل چی د پټی خزانې متن یې معرفی کوی، د دغسی اهميت لرونکی دی، او د همدغه ارزښت په نظر کی نيولو سره په دی لاندی څیړنه کی زه دری لرغونی قبيلی د هغو د استوګنو، مهاجرتونو او بالاخره په اوس کی د هغو د موجودیت په باب ځينی عمده مسايل د بحث میدان ته را اچوم.

په دغو قبايلو کی (ساک، سور او شنسب) هغه قبايل دی چی د پټی خزانې متن یې د تذکرې د اشخاصو په ارتباط نومونه یادوی.

پټه خزانه د يو زاړه متن په حواله چی د شیخ کټه متی زی د (لرغونی پښتانه) په نامه يو تاریخ و، د (سور او ساک) د قبايلو یادونه کوی ليکی چی، امير کروړ د امير پولاد سوری زوی و چی ”په کال ۱۳۲ ﻫ کی د غور په مندیش کی امير سو.“ ()

په هم دغه ليکنه کی چی د سور قبيلی نيکه معرفی کوی، هلته د ساک قبيلی يادونه هم داسی کوی ”امير کروړ... د هغه سور نومی له اولاده دی چی د سهاک له پښته و…“ ()

د شنسب په باب د پټی خزانې متن بيا هم د لرغونی پښتانه په حواله چی هغه بيا يو بل پښتو تاریخ (تاريخ سوری) ته حواله ورکوی، د شنسب کلمه د سلطان شهاب الدین غوری او غياث الدین غوری په ارتباط راوړی، او پاچا ته د يوی مدحیې په ترڅ کی د شنسب د کلمی سره د کهول کلمه هم راوړي، داسي:

”نه به چوڼی په ستایه د جنډیو موړ سي

نه به موړ سم د سلطان په صفتونه

د شنسب د کهاله ختلی لمر دی

د پسرلی په دودو ودان له ده رغونه“ ()

دا دری قبيلی په منځنيو پیړيو کی موږ په يوه داسی ساحه کی مسکونی وينو، چی د هغی سیاسی او اداری حدود تر يوې جنډی لاندی را ټول سوی وه.

کله چی د غور او غوریانو نوم اخلو، نو د قبيلوی هويت دغه دری واحده د دوی د نومونو سره ملګری دی.

ساکان / سهاک د میلاد څخه وړاندی پیړيو په متونو کی چی زياتره یې ډبرليکونه او سکې دی، معلوم نومونه دی، چی په منځنيو پیړيو کی عربانو د ضحاک په نامه په خپلو متونو کی راوړی دی.

په هم دې ډول سور یا سوری قبيله د اسلامی دورې په متونو کی پیژنو چی عربی واقعه نګارانو هغه په (زور) اړولې ده، او هم دغه د عربی په پوښ ننوتلی سور چی (زور) سویدی تر اوسه هم ژوندی ده، او زوريان اوس موجوده قبيله او ژوندی کلمه ده.

د شنسب په باب هم د منځنيو پیړيو متون موجود دی، خو څرنګه چی يو د انکشاف څخه لویدلی واحد و، نو د خپلی لوی کړی څخه د باندی یې داسی انکشاف نه دی کړی، لکه سوری چی د سهاک په کړی کی کړی دی.

هغه متون چی دغه دری قبيلوی واحدونه معرفی کوی، نو د دوی د قبيلوی جوړښت په باب نه ږغيږی، خو موږ پوهیدای شو چی په دغو کی ډیر لوی قوی واحد سهاک دی، چی سور د هغه يو ښاخ بلل کيږی. په هم دې ترتیب شنسب د دغی لړی يو بل کوچنی واحد دی چی لویه کړی یې بايد سور وی.

د شنسب له کلمې سره د کهول ياکهاله د کلمې ذکر په خپله را ښيی چی دا یو کوچنی واحد دی.

کهول د پښې او پښه د قبیلی جز دی، په دی ډول نو سهاک قبیله ده، او شنسب کهول دی. وایي لکه لهجې چی د خپل انکشاف په سیر کی په مستقلو ژبو تبدیلیږی، نو هم دغسی پښې په قبیلو اوړی او کهولونه په خپل انکشاف کی د پښو واحد تشکیلوی.

دا خو د دغو درو قبیلوی واحدونو جینولوجیک جوړښت و، اوس به يې پر هغه برخه وږغيږو چی دا قبایل چیری اوسیدل او له کومه راغلی و، او چيری يې ګرزنده ژوند په مځکه پوری تړلی ژوند ته را ورساوه.

دلته نو زموږ د موضوع څیړنه هغی پراخی ساحې ته ور ننوزی چی په تحقیقی کار کی يې د لزوم اهمیت د دې بحث په لومړیو کرښو کی یاد سویدی.

په دی بحث کی چی موږ د دغو دروو قبیلو پل پسې اخلو، نو د منځنی آسیا هغه سیمو ته ورځو چی هلته د دغی لویی ټوټې د تاریخ ډیر ستر حرکتونه راپیل سویدی.

د بحث تر پیل وړاندی دې خبری ته پام ساتل په کار دی چی دلته هر څه څیړل کیږی، موضوع يې د پټی خزانې د متن په ارتباط ده او دغه تاریخی متن زموږ د څیړنی په معرض کی واقع قبایلو په باب چی څه وایی هغه د يو تاریخی سند حکم لری.

مثلا موږ چی د ساکانو څرک په دوه زره کاله وړاندی زمانه کی را باسو نو پټه خزانه د هغو نننی هویت د هغو د سکونت په اعتبار راښيی، په دې ډول نو د ډیرو لرغونو قبیلو هویت له ورکی څخه ژغورل کیږی. دغه ساک قبيله چی سور یې يوه پښه ده او پټه خزانه امير کروړ سوری د سهاک له پښته راښيی، د منځنی آسیا يوه ډیره لرغونی او د تاریخ د ډيرو پيښو په ارتباط يوه پيژندلی قبيله ده.

ساکان د هند او آریایی کورنی يوه قبيله ده چی هیردوت یې د سیتیانو سره یو شی بولی، خو ځینی داسی نظر لری چی دا د لرغونی سیت قبیلې یو ښاخ دی.

لکه سیتیان قبایل چی په يوه پراخه ساحه کی تیت سوی وه، نو د دوی غټ ښاخ ساک یا ساکان هم پر یوه پراخه ساحه سره تیت سول (د ۱۳۵ ق. م په حدودو کی د سیتیانو دغه ښاخ یعنی ساکانو پر باختر یرغل وکړ، دوی چی د نورو شمالی پونده قبایلو په فشار دلته راغلی وه، له دغه ځایه لویدیځ او جنوب ته ور تیت سول، او د دوی له منځه د پهلوايانو() قبيله راپورته سول چی د جنوبی افغانستان، بلوچستان او اندوس د حوزې تر لاندنیو برخو پوری یی نفوذ وکړ). ()

د ساک د قبیلو په باب چی کله څیړنه کوو، نو بحث باید درو برخو ته وویشو. په لومړۍ برخه کی دا قبایل د باختر په شمال ختيځ کی څیړو په دوهمه برخه کی دا قبایل په لویدیځ او جنوبی سیمو کی ګورو، او په دریمه برخه کی به د دوی د بیلو بیلو ښاخو پر پراختیا او تجزیه يوه لنډه څیړنه وکړو.

د ساک قبیلی نوم په هخامنشی کتيبو کی ليدای سو، چی هلته د (ساکاهاو ماروګا) په نامه يادیږی او هيرودوت وایی چی د ساکانو څخه مراد سیتیان دی، په دې ډول نو ویلای سو چی ساکان د سیتیانو اخلاف دی چی د ځلاندی پراختیا وخت یې له آریایانو سره اړه لری.

(سترابو ساکان ماساجیتان او سیتیان د ختيځی آسیا يو قوم بولی چی په بیلو بیلو نومونو یاد سویدی.

 ساکان په لومړی سر کی جنوبی پامیر ته چی د ختيځ هندوکش سیمی په ځان را کښیباسی راغلل، په دغو سیمو کی چی کوم غیر آریایی قبایل آباد وه هغه یې د ساکاها و ماروګا په اتحادیه کی له ځان سره شامل کړل، او بطلیموس د (بل تا) په نامه د يوې قبیلی نوم په دغه ځای کی اخلی چی دا نننی (بالستان) () هم له هغه څخه ماخوذ دی او داردی قبایل هم د هغو بقایا دی). ()

په دی ډول نو د لرغونو سيتیانو سره د ساکانو ارتباط یو ښکاره دلیل دی او دا چی په ختيځ هندوکش کی یو شمیر اقوام هم د هغو سره متحد سویدی، نو دا د قبیلوی مرحلې د جذب یوه خاصه مرحله ده چی د وینی رابطه یې د اقتصادی روابطو تابع کیږی. اوس نو ویلای سو چی ساکان قبایل چی کله د هندوکش ختيځو برخو ته را رسیدل په اتنیکی سطح کی دغی مرحلې ته رسیدلی وه. ()

ساک یا سکایی قبایل چی پونده وه کډی يې د شمال ختيځ خوا څخه سغدیانی ته راتللی او له دغه ځایه په تدریج سره باختر ته را خپریدل، څو یې قدرت وموند او د باختر یونانی واکداری ته یې خطرونه متوجه کړل. فرانسوی لرغون پوه هاکن په خپل کتاب (د افغانستان د فرانسوی لرغون پوهنی لس کلن نتایج) کی وایی چی د دوی (ساکانو) خلک د باختری یونانیانو په لښکرو کی شاملیدل او یو شمیر مشران یې لویو ملکی او نظامی مقاماتو ته رسیدلی وه. ()

د ساک قبایلو لیز دیدنی وار په وار زیاتیدلې او د دغه فشار له کبله ”… د ١٣٥ ق م په حدودو کی د باختری یونانیانو هیلو اکلیوس د هندوکش له شمال (بلخ) څخه پایتخت د هندوکش جنوب کاپیسا ته را نقل کړ).“ (تاریخ مختصر افغانستان)

د ساکا قبایل چی له ختیځی او شمالی ختيځی خوا څخه په فشار باختر ته راغلی وه، بیا یې هم خپل حرکت ته ادامه ورکوله او يو شمیر یې مخ کی له دې چی په باختر کی یونانی حکمرانی تهدید کړی، مخ پر لویدیځ ولاړل، او د هریرود تر حوزې پوری ورسیدل، او تر دامغان پوری چی دا د خراسان یوه برخه وه تیت شوی وه. (او د ژوستین په قول د پارت په نوم يادیدل او د خزر تر سمندرګی پوری یې د پارتیا په نامه حکمرانی تاسیس کړې وه). ()

د دغو ساکانو یوه برخه له هریرود څخه تر سیستان پوری را خپره سوه، چی دا ځای یې په خپل نامه ساکستانیا وباله. خو دا پوره معلومه نه ده چی دوی څه وخت دغی سیمی ته را و رسیدل (.... د فرانسوی مورخ پوشه په قول کوروش په ۵۴۰ ق. م کی چی دا سیمه فتحه کړه، نو دوی یې د نیکوکارانو په نامه یاد کړل، او د ۳۳۰ ق. م حدود کی مقدونی سکندر هم د دوی سره په نرمی او نوازش رفتار وکړ). ()

هيرودوت ښه وړاندی د دوی یادونه کوی، او د (امورجین) نوم هم ورته یادوی داسی وایی:

”ساکانو پرتوګونه اغوستي وه، اوږدې مخروطی ټوپی یې پر سر وې، د دوی سره وطنی غشی، ليندی او پیشقوزې وې او يو ډول تبرونه ور سره وه چی دوی (ساګارس) بلل. دوی په حقیقت کی اصلی امورجین قبایل وه“ () د امورجین کلمه چی څیړل سوې ده نو دا مطلب پر بنا سویدی چی دغه ساکان د امو د حوزی اوسیدونکی وه نو ځکه امورجین ورته ویل شویدی.

د دغو ساکانو څخه هغه برخه چی دوی په جنوبی افغانستان کی ځای پر ځای سوه وروسته یې د ساکانو د پاچهی بنسټ کښيښود. هغه سیمه چی دوی پاچهی په کی پیل کړه د (کی پن) په نامه یاده سوې ده، دغه (کی پن) په عمومی توګه دومره ویل کیدای شی چی د هلمند او ارغنداب په حوزه کی به و، خو تر اوسه په یقینی ډول نسی ویل کیدای چی په دغه سیمه کی نو چیری و؟ البته باید و ویل سی چی دا (کی پن) هغه کی پن نه دی چی چینایی زایر هيون تسنګ یاد کړی دی او موقعیت یې د کابل او کاپيسا په حدودو کی ټاکل سویدی.

په هم دغه سمیه کی د پارتیانو او ساکانو تر منځ چی په قبيلوی ريښه کی سره خپلوان و اتحاد عملی سویدی او ښایی د همدغه قبلیوی اتحاد په واسطه چی د کانفدریسی خصوصیت دی، دوی به د یو نیم بنده دولت یا قبیلوی دولت په تاسیس بریالی سوی وی.

د ساکانو د دغی اتحادیې موسس د (ماویس) یا مایوس په نامه یاد سویدی چی د ۹۷ ق. م په حدودو کی یې په اراکوزیا کی د پاچهی دوره پیل کړه. ده د ګندهارا حوزه او د پنجاب ځینی برخی ځانته تابع کړې او د سیستان او سند کښتنی برخی یې تر حکمرانی لاندی وې. داسی معلومیږی چی ده د تاکسیلا څخه هم د یوه اداری مرکز په توګه کار اخیستی دی.

د مایوس څخه وروسته د لومړی ازیس په نامه يو سړی مشری ته رسیدلی دی چی د پاچهی پیل یې تاریخونه ۵۸ ق.م ښیی. ده هم د اراکوزیا، ګندهارا، درنګیانا (سیستان) او د هند پر شمالی سيمو حکمرانی کوله. د ۴۵ یا ۴۰ ق. م په حدودو کی د ازیلزس په نامه یو بل مشر پیژنو چی او په هغه پسې چی د دوهم ازیس په نامه کوم سړی قدرت ته رسیږی نو په اراکوزیا او سیستان کی پهلوایان قدرت اخلی او د ۵ ق. م په حدودو کی دغه د ساکانو سلسلې ته خاتمه ورکوی.

برابر له دغو وختونو سره چی ساک قبایلو د هلمند، ارغنداب، اندوس او جمنا په حوزو کی انکشاف ته ادامه ورکوله، له شمال څخه (يوچی) قبایل چی کوشانیان هم هغو ته منسوب دی کډي کډي راتله او په باختر کی پلی کیدل، دا ليږدیدنه په دغه وخت کی ډیره زياته سوه په داسی حال کی چی هغه وخت لا هم د دغو قبايلو ليږدیدنه روانه وه چی ساک قبایل یې لویدیځ ته په فرار مجبور کړل.

ساکان اصلاً د هند او اروپایی نژاد يو ښاخ دی خو څرنګه چی دغه قبایل له ترکی او مغولی قبایلو سره په همجواری کی واقع سوی وه نو ځينو داسی فکر کړی دی چی دوی ترکی قبایل وه. جواهر لال نهرو یو له هغو کسانو څخه دی چی ساکان ترکی قبایل بولی() په داسی حال کی چی د دوی فزیکی جوړښت او ژبه کاملاً دا نظر ردوی.

د دې بحث په پای کی باید ووایو چی ساکان د سیتی قبایلو يو ډیر لوی ښاخ و.

د ساکانو په باب داسی نظر هم سته چی ساکان او سیتیان یوه قبیله وه چی په دوو نومونو یاده سویده او ځینی لا دا هم وایی چی یوچیان یعنی کوشانیان هم د ساکانو يو ښاخ دی. د دغو قبایلو د اتنوګرافی نتایج دا څرګندوی چی که کاملاً سره یو شی نه وی یعنی يوه قبیله نه وی، نو دا حقیقت هم رد کیدلای نسی چی دا ټوله قبایل سره تربرونه او په نژادی لحاظ د هندو اروپایی نژاد ښاخ تشکلوی.

عربی واقعه نګاران چی د اسلامی لومړيو پیړیو په دوران کی د واقعاتو د توضیح په ترڅ کی د ضحاک په نامه قبیله معرفی کړیده، نو را وروسته نسب نګارانو په يوه غلط استنتاج سره دوی تورانی بللی دی او بیا یې دغی مسئلې ته په نژاد پوهنه کی داسی انکشاف ورکړیدی چی دا ترکان قبایل دی او د اریایی نژاد څخه نه دی.

دا اشتباه د هغه ځایه را پيل سویده چی د فولکلور سره د ناخبری څخه سرچینه نیسی. شهنامه چی د منځنیو پیړیو یو ادبی متن دی لرغونی فولکلوری افسانې یې په حماسی پوښ کی اچولی دی. دغه افسانې اصلاً د آریایی مقدس کتاب اویستا ريښه لری، او هلته د زردشتی دین او د هغه د پیشوا زردشت په باب کوم معلومات عرضه کیږی داسی دی چی ټولنه د مذهب په لحاظ دوو برخو ته ویشل سویده، هغه چی سپين تمان (زردشت) او د هغه دین یې منلی دی سپين سویدی او هغه چی د دغه دین څخه یې مخ اړولی دی تور بلل سویدی.

دغه تور تورانیان هماغه خلک دی چی اویستایزم یی قبول کړی نه دی.

د اولنیو ادیانو په کتابونو کی هغه کسان چی دغه ټاکلی دین یې قبول کړی نه دی د شیطانانو ملګری یا په خپله شیطانان بلل سویدی. له همدغه ځایه د اویستا (اژی دهاک) چی شهنامې او عربی متنو ضحاک کړیدی د اویستایی افسانو له مخی د یوې بلا او شیطان په شکل اړول سویدی.

د وروستيو پيړيو یو نسبنګارانو چی د څیړنی متود یې کاملاً پر افسانه بنا دی دا د تورانیانو او آریایانو نومونه په يوه نژادی سطح کی مرز بندی کړیدی او دغه تورانیان چی ضحاک یا سهاک هم هغو ته منسوب دی د هند د آریایی کړيو څخه پسی ایستلی دی. خو وروستیو تحقیقاتو څه د ارکیالوجی (لرغون پوهنی) او څه د اتنولنګویستک په سطح کی دا نظر علماً تایید کړیدی چی دا ضحاک یا سهاک د هند د اروپایی قبيلو څخه یوه لرغونې قبيله ده چی اوس هم موجوده ده.

دلته په لنډه توګه دا یادونه هم بې ځایه نه ده چی د تور او سپین کلمه چی د اویستایی مرحلې په قبيله کی د مذهبی مرزبندی له پاره ټاکل سوې وه، وروسته قبیلوی مرزبندی کی هم استعمال سویده چی مثالونه یې په پښتنی قبیله کی خورا ډير دی.

مثلاً په سړبنیانو کی تور ترین او سپين ترین، او په متوزی غلجو کی توران او بوران() او په قبیلوی ګوندی کی تور ګوند او سپين ګوند او داسی نور؛ په دی ډول نو هغه چی ضحاک یې تور او نور یې سپين بللی دی نژادی مرزبندی نه ده بلکه د مذهبی فولکلور سره اړه لری.

د پټی خزانې په لومړی خزانه کی چی د هوتک بابا یادونه کیږی نو هلته د غلجی نوم هم راځی او د ده د ور نیکه په توګه معرفی سویدی.

دا غلجی یو لوی قام دی چی د نسب پيژندنی په باب یې فولکلور د ډیری څيړنی وړ دی.

وایی چی بيټنی نیکه يوه لور درلوده چی بی بی متو نومیده دا ښځه د غور يوه خانزاده ته واده سوه چی دا سړی اوسین نومیدی او د هغو قبیلوی روابطو له مخی چی د کیسی د غره او غور د اوسیدونکو پښتنو تر منځ موجود وه دا دوستی سویده بی بی متو له دې اوسین څخه یو زوی پیدا کړ چی غلجی یا غرزی نوم يې پر کښيښود؛ د همدغه غلجی اولاده د غلجو په نامه یاده سویده چی هوتک یی هم په اولادونو کی دی.

د غلجی د مور متو اولاده چی د غلجو ټوله ښاخونه احتوا کوی د يو کل په ډول متوزی هم بلل کیږی.

د شیخ متی خلیل غوریاخیل د معرفی پر وخت پټه خزانه د خلیلو او غوریاخیلو د نسبی رابطې په باب هم ږغيږی. په دی تذکره کی خلیل د غوریا زوی د کند لمسی د خرښبون کړوسی بلل سویدی چی په دې حساب د خلیل قبیلې نیکه خلیل د کیس کودی او غوریا د کیس کوسی راځی.

د شیخ تیمن د یادونی پر وخت په پټه خزانه کی د کاکړ او تیمنی قبیلی په باب هم یادونه سته. د دغی یادونی له مخی تیمن د کاکړ زوی بلل سویدی او متن دا دی ”... شیخ تیمن د شیخ کاکړ زوی و ځکه چی دی د غور بری خوا ته ولاړ او هلته میشت سو نو خلق یې اولاد اوس په کاکړو کی شمیری خو په اصل دوی د کاکړ اولاد دی…“ ()

تیمنیان نن هم موجود دی او په غور کی اوسی، د دوی د زیاترو ژبه پښتو ده خو يو شمیر چی یې د دری ژبو خلکو سره استوګن سویدی نو ژبه یې دری سویده.

د پټي خزانې متن د پښتنی قبیلو د نومونو او د دوی تر منځ د نسبی اړیکو په برخه کی ډير غنی مواد لری او د پښتنو د ډيرو قبیلو نومونه پکښي ثبت سویدی چی د هغو ټوله څیړنه د دې مقالی له حوصلې څخه دباندی ده نو ما صرف د یو مشت نمونه خروار په توګه د ځینو ډيرو مشهورو قبیلو او په خاصه توګه د اتنوګرافی له پلوه د زړو نسبنامو د فولکلور په ارتباط هغه اړیکی يو څه توضیح کړل چی د نسبنامو په زاړه متنو کی پر دغو فولکلوریکو افسانو ډیره تکیه سوې وه او نو ځکه په ډیرو مواردو کی د علمی غلط فهمیو باعث وګرزیدل او د نژاد پيژندنی حدود یې هم مکدر کړل خو د اتنوګرافی په نوی متود کی دغسی اشتباهات اصلاح سویدی.

چی ډیر ښه مثال یې د همدغی مقالی په متن کی د ساک او ضحاک برخه وه، دلته باید یوه یادونه وکړم چی د پټی خزانې په متن کی د اتنوګرافیکی څیړنی د کار دا یوه مقدمه ده البته ځوان څیړونکی پوهان کولای سی چی هغه په تفصیل سره و اکمال ته ورسوی زه عجالتاً دلته خپله څیړنه پای ته رسوم (پای).

منبع: د محمد هوتک یاد، د افغانستان علومو اکاډمی، پښتو ټولنه ١٣٦٢ﮬ،ش، ٥٩-٧٥ مخونه.

ماخذونه او توضیحات


 
(             . م. ګ اسلانوف (۱۸۹۷ – ۱۹۷۷ ع) د شوروی اتحاد د علومو اکاډيمی د اتنوګرافی غړی، او معروف فیلالوجسټ چی د منځنی آسیا او پښتنو د اتنوګرافی په برخه کی یې آثار خپاره سویدی.

(             . فریډریک اینګلز د کلتور له پاره درې مرحلې ټاکلی دی، چی هغه عبارت له وحشت، بربریت او مدنیت څخه دی، او دا هره مرحله بيا درو مرحلو ته ویشل کيږی چی له کښتنی، منځنی او لوړنی پړاونو څخه عبارت دی، او دا هره مرحله او پړاو بیا ځانته د کلتور په سطح شاخصونه لری.

(             . د علمی ټولنپوهنی په چوکاټ کی پنځه مرحلې يا پنځه فورماسینونه ټاکل سویدی چی هغه عبارت له لومړی کمون، مرئيتوب، فيوډاليزم، پانګه والی او سوسياليزم څخه دی.

(             . لومړی کمون په بشری تاریخ کی هغه مرحله ده چی شاخص یې د وسايلو توليد او توزيع پر اشتراک متکی و؛ په دغه مرحله کی قبيله د مورواکي په چوکاټ کی ده خو د دغی مرحلې په وروستيو وختونو کی پلار واکی پيل سوه. د قبيلی لومړنی هسته د خپل Gens په شکل د پونالوان کورنی له تشکیل سره منځ ته راغله. دغه خپل د مور په رابطه پیژندل کیدی، چی د پلارواکمنی سره یې رابطه د پلار له خوا را پيل سوه.

(              .قبيلوی اتحادیه یا کانفډريسی هغه وخت منځ ته راځي چی خیلونه انکشاف وکړی؛ او بيا یو له بله سره متحد شی. په دغه مرحله کی د يوې سيمی څخه بلی سيمی ته مهاجرتونه توندی اخلی او په همدغه وخت کی د دولت موسسه په پیکه شکل طلوع کوی.

(             . محمد هوتک: پټه خزانه د پوهاند حبیبی به تحشیه او تعليق د کابل چاپ، ۱۳۵۴ ، د اصل متن ۹ مخ.

(             . فضل اللّٰه رشيدی: جامع التواریخ رشيدی، د شوروی اتحاد د علومو اکاډيمی خپرونه، د لومړی جلد لومړی جز، ۷۹ مخ.

(              . پټه خزانه: اصلی متن، ۱۰ مخ.

(              .پير معظم شاه: تواریخ حافظ رحمت خانی، د پیښور چاپ، ۲۵ – ۲۶ مخونه.

(             . سوات نامه، د خوشحال خان اثر، د پوهاند حبیبی سريزه، د کابل چاپ، ۳ مخ.

(             . پټه خزانه، د پوهاند حبیبی له خوا حواشي، ۱۹۹ مخ.

(             . اولس مجله، فوق العاده ګڼه، ۱۳۶۳ نوامبر، فوق العاده ګڼه د کويټی چاپ، ۳۱۸ مخ.

(             . پټه خزانه: اصلی متن ۱۵ مخ.

(             . پورتنی اثر ۱۶ مخ.

(             . پورتنی اثر ۲۳ مخ.

(             . پهلوایان د ساک او پارت له اتحادیی څخه تشکیل سوې قبیله وه چی په جنوبی افغانستان کی یې ترقی وکړه، او موسس یې د وینونیس په نامه یو سړی و چی په ۱۲۰ ق. م کی یې پاچهی پيل سوه.

(             . دیوان چنداوبرای: د شمال لویدیځ سرحدی ولایت تحول، په ۱۹۳۸ کی د لندن انګلستان چاپ، ۸ مخ، انګلیسی.

(             . Baltistan ته کوچنی تبت هم وایی.

(             . یوری ګنکوفسکی، پاکستان کی قومتین (اردو) د مسکو چاپ، ۱۹۷۶، ۷۴ مخ.

(              . پوهاند حبیبی: تاریخ مختصر افغانستان، جلد اول، چاپ کابل، ص ۵۷.

(              . غلام محمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ، چاپ افغانستان، ص ٤٦.

(              . تاریخ مختصر افغانستان، ۵۸ مخ.

(              . پورتنی اثر، پورتنی مخ.

(              . ظفر کاکا خیل: پښتانه د تاریخ په رڼا کی، د پيښور چاپ، ۲۲۲ مخ.

(             . جواهر لال نهرو: نګاهی بتاریخ جهان، جلد اول، مترجم محمود تفضلی، چاپ تهران، ص ۱۸۵.

(              . بور: د تور او سپين رنګ (سپن چک)، تشریحی قاموس، لومړی جلد د اکاډیمی چاپ.

(             . پټه خزانه، اصلی متن ۲۶مخ.


Share by: