د پټي خزانې نثر ته یوه کتنه

علامه عبدالحی حبیبی
د پټي خزانې نثر ته یوه کتنه




په تیرو شمارو کښي مي د پښتو د ادب د نوي کشف سوي خورا مهم کتاب پر شا او خوا څه څیړنه وکړه، او ځني ادبي او لغوي او تاریخي مزایا مي در وښوول، ځکه چي د دې مهم کتاب هره خوا د غور او تدقیق وړ ده، نو په دې گڼه کښي غواړم چي د نثر له پلوه ئې اهمیت څرگند کړم، ځکه چی دغه کتاب له دې لامله هم مهم دی، او ښایي چي د پښتو د نثر په تاریخ کښي ډیر ښه ځاي ونیسي، نو د دې دپاره چی د موضوع غوټي او غروړي ښه وسپړلي سي لږ څه به د پښتو د نثر تاریخ ته هڅه وکړم، بیا به نو د تاریخي څیړني په سیوري کښي خپل مطالب ښکاره او روڼه کړم.


د پښتو نثر تر ١٠٠٠ﮬ دمخه:

د پښتو نثر خورا قدیم او پخوانی اثر چی تر اوسه زموږ لاس ته راغلی دي، هغه څو پاڼي دي چي د مرحوم سلیمان ماکو د ورک کتاب تذکرة اولیاء څخه را پاته دي، او دا پاڼي زموږ د ژبي د نثر لیکلو زوړ او پخوانی ډول را ښکاره کوي.

دمخه تر دې چی د سلیمان ماکو د کتاب څو پاڼي زما لاس ته نه وې راغلي، ټولو د گمان کاوه چی د اخوند درویزه نیم منثوري لیکني د پښتو قدیم او زوړ د نثر سبک دی.

مگر وروسته چي د سلیمان ماکو د کتاب پاڼي ما وموندلې، او طبع او خپرې سوې دا خبره ور سره زباده سوه او څرگنده سوه، چی د اخوند درویزه دمخه پښتنو د ژبي د لیکني دپاره یو خورا ښه سبک درلود.

د سلیمان ماکو نثر که څه هم داسي نثر نه دی، لکه اوس چي ئې موږ لیکو، مگر د ژبي محاورې او اساس ته خو ډیر نژدې دي، او دا ښکاره کوي، چی زموږ پخوانو پښتنو د ٦١٢ﮬ په شا او خوا کښی د ژبي و محاورې ته نژدې نثر لیکه، او مقفي او مسجع لیک ئې نه درلود. مگر تاسي ته به ښه ښکاره وي، چی د مغولو تر دورې را وروسته په پارسي نثر کښي هم یو خورا کرغیړن تصنع گډ سو، چی د پخوانۍ ساده او سلیسي انشاء ښیگڼی ئې ټولي ورکي کړې، او داسي متصنعه انشاء رواج سوه، چی هغه ته نثر مسجع ویلي سي، پر پښتو هم دې مضر تحریک اثر وکړ، او د پاړسو د مسجعو او مقفي انشاوو په مقابل او تقلید کښي پیر روښان په خیر البیان کښی تر ٩٠٠ﮬ وروسته یو د نثر لیکلو ډیر کرغیږن سبک را ویوست، چی جملې او خبري ئې مسجعي او مقفي کړې، تر ده وروسته اخوند درویزه په مخزن اسلام کښی هغه سبک وپاله او داسي ئې خپور کړ چي ما دمخه هم په یوه څیړنه کښي کښلي وه لمړی سړی چي د ژبي دې نقص ته متوجه سو او د خیرالبیان ناوړه سبک ئې پریښو، او د پخوانو په څیر ئې څه ولیکل د پښتو پلار مرحوم خوشحال خان وو، چي زامنو او لمسیو ئې هم د ده سبک وپاله او تاریخ مرصع او پښتو گلستان غوندي آثار ئې په نثر وکښل.

څلویښت کاله د خوشحال خان تر مرگ وروسته د کندهار په سیمه کښي یو بل زبردست لیکونکي او مؤرخ پیدا سو چی د لیک یو روڼ او خوږ سبک ئې راویوست چی هغه نو محمد د داؤد خان هوتک زوي ؤ، چي پټه خزانه ئې کښلې ده.

د دې غښتلي او گړندي لیکوال د سبک اثر موږ په وروستیو لیکونکو کښي هم په ښه ډول وینو، بلکه محمد هوتک تر ١٠٠٠ﮬ وروسته په دې درې نیم سوه کاله کښی د لیک د اوسني سبک لمړنی استاد گڼو، رښتیا خو دا ده چی د خیرالبیان ناوړه سبک د ورکولو دپاره خو خوشحال خان زیار ویکیښ مگر ده ئې ټولي ناوړي نه سواي پریښولاي نو څه د هغه تر اغیزې لاندي هم سو مگر د پټي خزانې لیکونکی په دې جهد کښی بریالی سو، او خپل نثر ئې د خیرالبیان له ناوړو څخه سپیڅلی کړ او له هغه جوغه ئې آزاد کړ.

د محمد د نثر ښیگڼي:

د محمد هوتک نثر له مسجعو او مقفي عباراتو څخه سادگۍ او بساطت ته ښه را نژدې کړ، او لکه چی ښایي محاوره ئې پر نثر غالبه کړه یعني د خپلو مطالبو په بیان کښی د نورو ژبو تر اغیزې نه سو لاندي، مثلاً: سلیمان ماکو د جملو په تلقین کښی د عربو تر اثر لاندي ښکاریږي، او بیا خوشحال خان او عبدالقادر خان او افضل خان او نور نثر لیکونکي د پاړسو تر وړانگو لاندي دي، خو محمد هوتک له دغو اغیزو څخه ډیر ځان ژغورلی دی. سړی چي د ده نثر لولي نو داسي خیال کوي چي یو پښتون په ژبه را سره ږغیږي او قلم ئې پر محاوره اغیزه نه ده کړې.

زه دا نه وایم چی د محمد نثر له ټولو ناوړو څخه تش دی خو نسبت نورو لیکوالو ته د ده نثر سپیڅلی، غوره او تکړه ښکاري، د بیان قوت لري، او د معناو په تصویر او لیک کښي ځان نه بایلي، د نورو ژبو اغیزه نه مني. یو لیکلوال هغه وخت غښتلی او گړندی بلل کیږي چی د لیک تعابیر ئې د ژبي د عنصري اصولو سره سم وي او د بیان او څرگندوني پر وخت ئې ځان داسي په واک وي، چی له نورو ژبو څخه کوم تعبیر او د افادې لپاره استعاره نکړي، او لکه خوشحال خان چی وایي:

                 محتاج د نورو نورو نغریو سي

                 سـړی چـي خـپـله کټوه ماته کا

د خپلو محاوروي ښیگڼو په پریښوونه د نورو تعابیرو ته په لیک کی اړ نه سی او د ځان ادبي اړتیاوي له خپلي ژبي څخه بشپړي کړي.

محمد هوتک تر یوې اندازې په دې مهم کار کښي بریالی ښکاري او لکه نور د منځني لیکوال هر ځاي او هر گړي پردیو تعبیرو او افادو ته کچکول په لاس ولاړ نه دی څو توانیږي له دې ناوړو ځان خوندي کوي، او د گړندي قلم په مرسته خپل مطالب خواږه روان، جذاب او خونده ور لیکي.

د مثال په څیر دغه لاندي کرښي وگورئ:

مرحوم سلیمان ماکو چه نثر ئې د قدماء د لیک یو نمونه ده، لکه چی دمخه مي وویل، له اوسنۍ محاورې څخه ډیر لیري نه دی، خو بیا هم د محمد هوتک درجې ته نه رسیږي، او د سلاست او روانۍ له پلوه ئې نثر نسبت محمد هوتک ته ترنځ او بې واکه ښکاري. خو بیا هم د خیر البیان له ناوړه سبکه ډیر ښه دی، وگورئ سلیمان خپل کتاب داسي شروع کوي:

”وایم حمد و سپاس د لوي خاوند، او درود پر محمد مصطفی صلی اللّٰه علیه و سلم چي دی بادار د کونینو او رحمت د ثقلینو، لوي لوي رحمتونه دي وي د هغه استازي پر آل او یارانو چی دواړه جهانه په دوي دی روښان.“[1]

دې لیک ته چي موږ گورو، که څه هم مسجع او مقفي نه دی، مگر کټ مټ د محاورې او خبرو اترو پر سیاقت هم ټینگ نه دی، لیکونکي څه نه څه د نورو ژبو تر اغیزې لاندي دی، او داسي ځني ښکاري، چي خپل لیک ئې ټوله سر تر پایه د ژبي پر خپل اصلي ډول او سیاق نه دی سم کړي خو بیا هم ډیر روښان او څرگند او لږ څه خوږ په نظر راځي.

وروسته چي خیر البیان ولیکل سو که څه هم دا کتاب نثر دی او نظم نه گڼل کیږي خو بیا هم سړی دا نه سي ویلاي، چی دا نثر دی، ځکه ځینی جملې ئې د نظم رنگ لري، او د جملو په پاي کښي د قافیې حروف او اصول هم ساتي، مثلاً: دا ټوټې له خیر البیانه دي:

”ویلي دي سجان، کب چی په اوبو کښی گرځي مخي و اوبو وته سي، هسي هر لورو ته چی وجار وزي مخ ئې و ما ته سي د ادمیانو.“

”د کمی میاشت که یو کس ووینی روژه دي نه ماتوي گوښي، که علت وي په اسمان، گواهي دي نه قبلوي امام، بیرون د دوه میړه، او یا یو میړه، دوې اورتي وي، که علت نه وي په آسمان، گواهي دي نه قبلوي اما، بیرون د ډیرو آدمیانو.“[2]

د خیر البیان د سبک نمونه دغه وه چه له عمومي محاورې او د کلام له اوسني سیاقه ډیره لیري ده، او دغه سبک چه د خیرالبیان لیکونکی ئې غالباً مؤسس دی او تر ده دمخه په دغه ډول د بل چا لیک تر اوسه موږ نه دی لیدلی وروسته ئې د ډیرو لیکوالو له خوا استقبال وسو، او تر څو پیړیو د پښتو دینی لیکونه په ټول پښتونخوا کښی په دغه ډول کیده.

مثلاً: اخوند درویزه چی تر ١٠٠٠ﮬ وروسته ژوندی وو، که څه هم د خیر البیان د خاوند سخت دښمن او مخالف وو خو په لیک کښی د هغه تابع او پیرو دی دا جملې وگورئ:

”امام عمر نفسي هسي ویلي میرهن دي، چی صوفیان د حق دوستان دي هم د زړه په پاک کردن دی.“[3]

که د فوائد الشریعه او بابو جان او نورو نثرونه وگوره ټوله دغسي مسجع او مقفي او د تکلفه او تصنعه ډک دی، اوس به نو د خوشحال خان د نثر یو څو جملې وگورو چي دا ښکاره سي چي دې مرحوم خان څنگه ځان له هغه ناوړه تقلیده ویوست او خپل نثر ئې بیرته د محاورې اساس ته رد کړ دا جلمې د خوشحال خان د کلیلې او دمنې له پښتو ترجمې څخه دی:

”پادشاه ووې چی په دې حکم کي له ما خطا وسوه او خبره په حال د قهر کي ځما له خولې وختله، ولی بایده دي چي تا په هغه چاري کي دغه رنگ تامل په ځاي راووړ، چی لایق د حال د ناصحانو دی.“[4]

وگورئ: دا نثر هم د نورو ژبو له اغیزې کورټ پاک نه دي خو د خیر البیان او اخوند درویزه نثر ته هم لږ ورته نه ښکاري، اما د سلیمان ماکو خوا ته مایل معلومیږي.

تر خوشحال خان وروسته د عبدالقادر خان خټک د پښتو گلستان نثر، او د افضل خان خټک د تاریخ مرصع او د کلیلې او دمنې نثر، یو بل ته سره ورته دي، او ټول د خوشحال خان تعقیب او پیروي کوي.

مگر زموږ د پټي خزانې لیکونکی محمد د خپل مقتدر او گړندي قلم په مرسته هسی نثر منځ ته را باسي چی تر نورو ټولو لیکوالو په صفوت او سلاست او پښتني خصوصیاتو کښي اوړي، او غالباً د پښتو د اوسني نثر موجد او لمرنی مؤسس بلل کیږي چی تر ده وروسته د احمد شاه بابا په عصر کښي پیر محمد کاکړ او بیا د محمدزو په دوره کښي دوست محمد خټک چه د خوشحال خان له کورنۍ څخه وو او د کندهار به باشمول کښي اوسیدی او وروسته مولوي احمد جان په پیښور کښي دغه سبک ژوندي کړ او تر موږه پوري ئې راورساوه. اوس تاسو د تیرو مثالو په څنگ کښي د پټي خزانې دغه جملې هم کښیږدی او وگورئ چه څه فرق او توپیر لري او د محمد نثر څه ښیگڼی او مزایا په ځان کښي خوندي کړي دی؟

د کتاب ابتداء:

”حمد او ثنا ده هغه خداي ته چي انسان ئې په ژبه او بیان لوړ کا، او تمیز ئې ورکا له نورو حیواناتو، په نطق او وینا سره او خپل کلام پاک ئې نازل کا په افصح بیان سره چي هغه معجز او ابلع دی، له کلامه د ټولو بلغاء او فصحاء.“[5]

د یوه شاعر د حال په بیان کښی هسی وایي:

”عشقي ځوان دی او زړه ئې له لاسه ایستلی پخپل محبوب پسې ژاړی، زارۍ کا، گریانۍ کا، دردمن زړه لري، او سترگی د اوښکو ډکي لري، میني هسي په اور سوی دی، چی له کوره کلي ورک وي، سوزناکي بدلي لولي، او کله چی د دردمندانو په مجلس کښی کښیني مجلس ژړوي او غمنجن زړونه پخپلو نارو غلبلو سوځي، زمانه د ده پر ځواني افسوسونه کا، او عشق ئې جنون ته رسیدلی دی.“[6]

اوس نو تاسی وگورئ چه د محمد نثر څه څه ښیگڼی لري او له خپلو اسلافو څخه ئې په څه شي کښي سبقت کړی دی زما په عقیده خو د محمد په نثر کښی دا خواص او ښیگڼی سته:

١. محمد لومړي سړي دي چی د ژبي نثر ئې د نورو ژبو له ډیره تقلیده وژغوره.

٢. نثر ئې د ژبی د ویلو او محاورې عمومی سیاق ته تر پخوانو ښه نژدې کړ.

٣. په لیکلو کښی سادگۍ او روانۍ ته هڅه ده مغلق الفاظ او مشکل او سره بیچلي تراکیب نه لري.

٤. تعابیر ئې خواږه او جملې ئې پرې پرې او لنډی دي چی ویونکو ته ئې وینه گرانه نه وي.

٥. کله کله چه محمد د مقصد په تعبیر کښی کلمات له خپلو ځایو څخه سره اړوي نو دغه اړونه او سره تیر و بیر کول هم ډیر مستکره او کرغیړن نه ښکاري مثلاً: ”نو ئې زه وغوښتم خپل دربار ته، او ما ته ئې تشویق وکا“ په دې ځاي کښی د محاورې سره سم باید داسي ئې کښلي واي: ”نو ئې زه خپل دربار ته وغوښتم او تشویق ئې راته وکړ“ مگر سره د دې چی مؤلف خبري سره لومړۍ وروستۍ کړي دي خو بیا ئې هم د خپل نثر متانت او خوږوالی نه دی ورک کړی.

٦. د محمد په نثر کښي ډیر لږ د نورو ژبو اغیزه ښکاري لکه د سلیمان ماکو په لیک کښي چی د عربې اغیزه ښه ښکاری او خورا باهره ده د محمد په لیک کښي د پاړسو نثر اثر ځاي ځاي څرگند دی.

دا وې د محمد هوتک د لیک او نثر ځني ښکاره ښیگڼي چی د ژبو د تکامل او تطور له اصله سره سم ئې په نصیب سویدي، که موږ د ژبو د اوښتو او بشپړتیا ناموس ته ځیر سو دا به ښکاره سي چی عصر او زمان لکه د انسان د ژوندانه ټول عواید چی اړوي او تغیر پکښي پیښوي دغسي هم ژپي د هري زمانې سره د محیط او احتیاج له پلوه اوښته مومي حتي ځیني ژبي مري، او ځیني نوي ژبي زیږی.

د مثال په ډول یو وار د پاړسو ژبي نثر ته وگورئ لومړني د نثر آثار ئې د سامانیانو په دوره کښي زیږیدلي دی او د غزنویانو په عصر کښي ئې وده کړیده مگر د دغو دواړو دورو نثرونه شدیداً د عربی تر اثر لاندي دي، د بلعمي او بیهقي لیکونه که وگوری د عربي رنگ څرگند پکښی ښکاري، لکه د پښتون سلیمان ماکو نثر چی هم کټ مټ په هغسی رنگ دی وروسته د غزنویانو په آخر او د غوریانو په دورو کښي د مغولو تر یرغله یعنی له ٥٠٠ تر ٦٠٠ﮬ د پاړسو نثر نسبتاً یو بل مستقل ډول موندلی دی، چي د فخر مدبر آداب الحرب او د منهاج سراج طبقات ئې نمایندگي کوي، دلته د عربی ژبي سیطره لږ سویده، لکه چی په پښتو کښي د خوشحال خان تر عصره وروسته لیدل کیږي د مغولو تر تاړاک وروسته یو خورا نامانوس او ډیر کرغیړن د لیک سبک په پاړسو کښي باب سو چی تاریخ وصاف او تاریخ معجم او دره نادره ئې نمونې دي، او په پښتو کښي کټ مټ د خیر البیان او اخوند درویزه سبک هغه ته ورته دی، چی اوږدې اوږدې مسجعي جملې او د تصنع او تکلفه ډک عبارات ئې پکښي موندلي دی، او د مقصد تر افادې ئې انشا پر درازۍ ته زور ورکړیدی.

په پاړسو کښی خو دغه غیر طبیعي او متکلف سبک د صفویانو تر پایه موجود وو، وروسته بیا ځیني لیکونکي راغله، او له دغو متکلفو او متصنعو لیکونو څخه ئې تره وکړه، بیرته ئې خپل نثر اصلاح او پر زاړه اساس سم کړ. په پښتو کښي هم لومړی خوشحال خان د اصلاح او سمون بیرغ لوړ کړ، او محمد هوتک هغه لا پسې هسک کړ، او د پښتو د اوسني نثر ولې ئې کښیښووې، چی تر ده وروسته پیر محمد او بیا د ١٣٠٠ﮬ په حدودو کښي مولوي احمد جان ښه پسي اصلاح کړ، او دغه زموږ اوسنی لیک او انشاء هم د دوي د زیار نتیجه ده.

نور زه د پښتو د یوه نثر لیکونکي په ډول د خپلو اسلافو او پیشقدمانو اروا تل له خاونده خوښ غواړم ځکه که دوي موږ ته د کار سټي نه واي ایښي، او زیار ئې نه واي کښلی اوس به په نثر کښي زموږ قلم گوډ واي، او د دې عصر له اړتیاوو څخه به ډیر لیري پاته واي.

خداي خو دي خوشحال خان او د ده کورنۍ او بیا محمد هوتک او بیا مولوي احمد جان وبخښي، چی پر دې لار تر موږ دمخه تللی دي، او د لاري لوړي ژوري ئې را ښوولي دي.[7]



 
[1]. پښتانه شعراء، ج١.

[2]. د هند د زړو آثارو مجله.

[3]. مخزن اسلام قلمي.

[4]. د راورټي پښتو گرامر.

[5]. پټه خزانه، قلمي ص ١.

[6]. پټهی خزانه قلمي ص ٦٥.

[7]. کابل مجله، ١٣٢٢ش کال، ٧ گڼه، ١-٤ مخونه. 


Share by: